ليكوال: عنايت الله عادل
موخه: په سلوك كې مثبت تغير راوستل.
انسان له كومې ورځې نه، چې دې نړۍ ته سترګې غړوي اوتركومې ورځې پورې، چې د دې نړۍ څخه سترګې پټوي، د دوى عمر له يو لړ پړاوونو او مرحلو څخه تېرېږې.
د يو لړ كړنو سلوكو څخه كاراخلي، دا پړاوونه كه څه هم ډېر سره نژدې اوتړلي ښكاري، خوپه حقيقت كې يوله بل سره توپيرلري او د ذهني ودې او انكشاف له نظره هر يو ځانته ځانګړتياوې لري. ښوونكي ته لازمه ده، چې داځانګړتياوې وپېژني ترڅوپه درسي فعاليتونو كې د ماشومانو سالمو غوښتنو او اړتياووته پوره پوره ځواب ووايي اوسلوك (كړنې) په سمه توګه وپېژني. د يادونې وړ ده، چې سلوك يا Behavior د زده كوونكي لپاره د اساس يا بنسټ په مانادى.
سلوك(كړنه): ټول ظاهري اوعقلي خوځښت لرونكي نشاطات دي په بل عبارت سلوك هغه بېرونۍ كړنه ده، چې نور انسانان يې ويني يا هغه عقلي نشاط دي، چې نور انسانان يې يوازې نتايج ګوري.
د سلوكو(كړنو) ډولونه:
سلوك په دوه ډوله دي، لومړى فطري سلوك او دوهم مكتسب سلوك.
۱- فطري سلوك: هغه دي، چې دې پيداښت له پيله ورسره موجود وي.
۲- مكتسب سلوك: هغه ته وايي، چې د انسان سره په اصل خلقت كې موجود نه وي بلكه انسان يې له هغه ټولنې او چاپېريال څخه لاسته راوړي، چې دى پكې استوګنه اوژوند كوي.
دبېلګې په توګه له لوست ليك او رسم سره مينه لرل، اوله رښتيا، امانت دارۍ، شجاعت اوكرم سره مينه يا له دروغو څخه ډډه كول دا ټول هغه سلوك دي، چې انسان يې له هڅې وروسته لاسته راوړي.
ځواكمنه اراده له انسان سره د ګټورو عادتونو په خپلولوكې مرسته كوي او عادت مكتسب استعداد دى، چې له تكرار اوتمرين څخه وروسته انسان معينوكارونوته په ښه آسانه او ګړندۍ توګه هڅوي.
كه روزونكي د سلوكو اوخصوصيتونوسره آشنا شي نود خپلو زده كوونكيوپه روزنه كې بريالي كېږې په دې شرط، چې هغه فطري كړنې وپېژني او له هغې وروسته خپل زده كوونكي معينو اوګټورو لوروته متوجه اولارښوونه وكړي.
د بېلګې په توګه: ښوونكي كولاى شي د تقدير اواستحسان د غرېزې له لارې زده كوونكي ښوكارونو ته وهڅوي او له بدو كارونوڅخه يې لېرې وساتي او خپلو زده كوونكو ته د ښوسلوكو ستاينه او دبدوسلوكوناكامى ته هم اشارې وكړي.
ښوونكي ته په كاردي له فطرې كړنوڅخه پرته په خپلو زده كوونكو كې نورې ښې مكتسبې كړنې راژوندۍ كړي او هغوى كتابتون ته په تللو عادت كړي، ترڅوپه هغوى كې د مطالعې سلوك راژوندي كړي، همدارنګه ښوونكى بايد زده كوونكي د معين كسب په سرته رسولو تمرين كړي څو په هغوى كې دكارسره د مينې غريزه راژوندۍ شي دغه مكتسب سلوك دفطري سلوكوپه څېرنه بلكه يواځې د تمرين او زده كړې له لارې لاس ته كېږي اوښوونكى پكې ښه اومهم رول لوبوي او له همدې لارې زده كوونكي ښه اونيك خوى ته بللاى شي او هغه له انحراف او شذوذ څخه لرې ساتلاى شي، ځكه له كار اوزيار سره مينه هغه له غلا څخه ژغوري او خپل ځان ته روزي له حلالې لارې لاس ته راوړي او له مطالعې سره مينه هغه له ناپوهۍ څخه ژغوري ځكه له مطالعې سره مينه هغه زده كړې ته هڅوي.
د ماشومانو سلو کي، تعلیمي اوبدني روزنه:
اسلام د ماشوم روزنه اوسالمه تربیه ډېرضروري بولي موراوپلاردواړه مکلف دي ،چې دخپل ماشوم په روزنه ،تربیه اولارې ته متوجه کولوکې بې حده هڅې وکړي.
ماشوم محدودادراک ،روزنه اومعلومات لري ،نوپوهان بایدله هغه سره دښه بیدارولوپه هکله له هغه سره مرسته وکړي ،ځینې انساني تجربې، ارزښتونه، عقیدې، اخلاقي او تر خوراک، څښاک، د ځان اوکالیوترنظافت پورې تړاولرونکي سلوک ورته وښیي اوددې ترڅنګ هغه ته اسلامي آداب او اوچت اخلاق لکه ،صدق،امانت،اوله نوروسره مینې ته هم وبولي ،په هغه کې اسلامي عقیده اوکلک ایمان ولري.
پیغمر(ص) فرمایلي:
هرماشوم په فطری اسلام تولد کېږی ترهغه وخته، خپله ژبه ورڅخه بل لوري ته واړول شي، بیایې پلاراوموریایهودي،یانصراني اویامجوسي کوي.
اوویلای شو،چې کورنۍ نارینه اوښځه دماشوم په روزنه کې ښه رول لوبولای شي ځکه ماشوم هغه عادت اورواج خپلوي کوم ،چې په کورنۍ کې هغه ته تلقین کېږې ماشوم دخپل کورتربیه اخلي اودهغوی اخلاق خپلوي وایې،چې موراوپلارباید لووړکتوبه دخپل ماشوم سالمې روزنې ته پاملرنه وکړي.
د زده كړې اغېزمن عوامل په سلوكوكې:
الف: چتمتووا لى:
دزده كړې له پاره د زده كوونكو تيارى اوچمتووالى د زده كړې له اساسي عواملوڅخه شمېرل كېږې، زده كړه هغه وخت اغېزمنه وي، چې د زده كوونكي غوښتنې او اړتياوې پوره كړي او د دوى له سويي سره سمون ولري. دروانشناسۍ(ارواپوهنې) له نظره انسان دعمرپه هره مرحله كې ځانګړي خصوصيتونه لري، نوځكه د عمرپه هرپړاوكې دا خصوصيتونه بايد په نظركې ونيول شي. زده كړه د زده كړې پروګرام اومواد بايد له دې خصوصيتونوسره سم عيارشي.
له دې كبله د درسي پروګرامونو په جوړولواوتصميم نيولوكې هم د زده كړې له اصولواو اغېزمنو عواملو څخه كار اخيستل كېږي په حقيقت كې درسي پروګرام د زده كړې له پاره يوه وسيله ده د(هيلداتابا) له نظره د هردرسي پروګرام په طرح كې لاندې درې اساسي شيان شامل دي.
– درسي پروګرام محتوا ټاكل.
– د درسي دمحتوا له پاره د تعليمي فعاليتونوټاكل.
– د درسي پروګرام له پاره د زده كړې ګټورې طرحې، نقشې او لارې ټاكل.
د پورتنيو موضوعګانوپه ټاكلوكې د زده كونكو ذهني، سلوكي اوفطري ځانګړتياوې اودزده كړې اساسي اصول پېژندل شرط دي. همدارنګه ښوونكي ته لازمه ده، چې د تدريس په وخت كې دزده كوونكو د ځانګړو استعدادونو توپيرته هم پام وكړي او ددې خبرې انتظارونه باسي، چې ګوندې ټول زده كوونكي يې په درسي فعاليتونوكې يوشان برخه اخلي.
په سلوكوكې اغزمنه زده كړه هغه ده، چې زده كوونكي ورته پوره چمتووالى ولري.
ب: د زده كوونكو تېرې يامخكنۍ تجربې:
بل عامل، چې د زده كړې په پياوړتياباندې ښه اغېزه لري د زده كوونكو تېرې يامخكنۍ تجربې دي. دښوونې او روزنې د پوهانو له نظره د زده كوونكوتېرې تجربې د هغوى د اوسنيو ادراكاتوبنسټ جوړوي.
په دې توګه هرهغه څه ، چې زده كوونكي يې نن زده كوي دهغوى په راتلونكي ژوندباندې اغېزه اچوې. ښه زده كړه هغه ده چې زده كوونكي د زده كړې په لومړنيو كلونو كې خپل ښوونكي د عقل، پوهې اودلوړ شخصيت د نمونې په ډول له هرچا څخه ځانته نږدې ګڼې.
ښوونكي ته لازمه ده، چې د خپلوزده كوونكوپه مينځ كې دپوهې او اخلاقوديوې څرګندې بېلګې اوسمبول په توګه وپېژندل شي، ترڅوزده كوونكي يې مثبت كړه وړه په ځان كې وروزي او دمطلوب سلوك له مهارتونو څخه يې د ژوند په هره شېبه كې ګټه واخلي. يوباصلاحته اومهربانه ښوونكى تل دماشوم لړزېدونكي لاسونه نيسي اوپه ډېره مهربانۍ سره په ليكلو،لوستلو اوشمېرلو كې ورسره مرسته كوي.
هرښوونكى بايد وپوهېږې ، چې په ټولګي كې ماشومان بېلا بيل سلوك(كړنې) احساسات، عواطف، غوښتنې اواړتياوې لري، په تېره بيا د هيواد په اوسنيو شرايطوكې، چې زياترويې له خپلې پلرني ټاټوبي څخه د باندې شپې او ورځې تېرې كړې ډېرې سختى،لوږې، تندې، يې ګاللې او نږدې خپلوان او دكورنۍ غړي يې له لاسه وركړي دي. لدې كبله ښوونكى بايد دماشومانو ستونزوته پوره پاملرنه وكړي، دوى له هرپلوه مطالعه كړي، سلوك يې وپېژني، استعدادونوته يې وده وركړي او د دوى د ستونزو اواړتياوو په له منځه وړلو ياكمولو كې دښوونې او روزنې او روانشناسۍ له اصولو څخه ګټه واخلي، ترڅو د يوه تګړه اومنلي ښوونكي په توګه زده كوونكو ته دواقعي لارښود په توګه ومنل شي.
ج: د زده كوونكو ذوق اوفعاليت:
زده كړه هغه وخت آسانه او اغېزمنه وي، چې زده كوونكي پخپله خوښه اومينه د هغې د لاس ته راوړلو له پاره هلې ځلې وكړي او دزده كولو له پاره يې فكركې وي. كله ، چې په ټولګي كې ښوونكى پخپله خوښه ټول كارونه سرته ورسوي يوازې خبرې كوونكى وي اود زده كوونكو اړتياوو اوغوښتنوته پاملرنه ونه كړي، نوښكاره خبره ده ، چې زده كوونكي به په دې ډول شرايطو كې ځانونه د ننداره چيانو په توګه احساس كړي او پرته له اورېدلو، چوپ پاتې كېدلو اونوټ اخيستلوڅخه به په نور څه فكر ونكړي. په همدې توګه د زده كړې د اصولوله مخې د زده كړې بهير كې د زده كوونكو ذوق اوفعاله برخه اخيستنه له اغېزمنو عواملو څخه شمېرل كېږي، چې ښوونكى يې بايد په پام كې ونيسي، كه چېرې ښوونكى وغواړي ، چې درس په بهير كې د زده كوونكو په پوهه فكراو عادت كې بدلون راولي، بايد د زده كړې له پاره يې سلوك، مينه او علاقمندي وپاروې اوكوښښ وكړي، چې د درسي فعاليتونو له پاره ټاكلى هدف ولري. ذوق، فعاليت، او هدف يوله بل سره تړلي شيان دي، چې د سلوكو سره نېغ په نېغه تړاو لري.
د: له يوموقعيت يا حالت څخه بل موقعيت ياحالت ته د زده كړې لېږدول:
له يوه موقعيت څخه بل موقعيت ته دزده كړې لېږدول د زده كړې له مهمو عواملو څخه ګڼل كېږې. د روانشناسۍ يوعالم تورندايك(Thorndike ) وايي: كله، چې په دوو موقعيتونو كې د زده كړې ورته والى اومشابهت موجود وي، نو كولاى شو، چې زده كړه په آسانه توګه له يوموقعيت او حالت څخه بل موقعيت او حالت ته ولېږد وو دا آسانتيا هغه وخت په ښه توګه مينځ ته راځي، چې په دواړو ځايونو كې ورته والى مشابهتونه او يا يوشانتې عناصر موجود وي. په دې صورت كې زده كوونكي په قصدي او شعوري توګه د زده كړې په مفهوم او ماهيت باندې پوهېږې او په عملي توګه ورڅخه ګټه اخلي. لدې كبله هره نوې تجربه او زده كړه هغه وخت پياوړې او اغېزمنه وي ، چې له مخكنيو تجربو سره اړيكې اودتسلسل له مخې د موضوعګانوترمنځ اړيكې موجودې وي. همدا رنګه په سلوكو باندې ښه اثر هغه كوي،چې د زده كوونكو مينه او علاقه ورسره پيداشي.
هـ: د كل او جز ترمنځ اړيكې:
ښكاره خبره ده، چې هركل له اجزاو څخه جوړېږې د زده كړې د دې قانون له مخې لومړى كل او بيا ورپسې اجزا وې درك او پېژندنې وړويږ دساري په ډول : يوكور له ډېرو اجزاوو اوبرخو څخه جوړ شوى وي لومړى يوماشوم هغه د كل په ډول پېژني ياګوري خوكله ، چې كورته نږدې كېږې بيا يې نورې اجزاوې ، چې له دېوالونو، دروازو، كړكيو، خښتو، لرګيواو نورو څخه جوړې شوې وي ورپېژني د ژبې د زده كړې په برخه كې هم ښه خبره داده ، چې لومړى مانا لرونكې جمله ياكلمه او وروسته بيا د الفبا توري ماشومانو ته زده شي ، ځكه په دې كارسره به دوى د تورو ډول ډول آوازونه او هجاګانې ښې زده كړې. د ماشوم دسلوكو يوه برخه داهم ده ، چې هغه په كړنو كې خپلو غوښتنو پرمختګ كوي د كل او جزترمنځ اړيكې پېژني او جزياتوڅخه يې ځان خبروي.
د سلوكوله مخې دماشومانو اړتياوې:
د روانشناسۍ پوهان وايي، چې انسان د ژوند د بقا اوپاښت له پاره دوه دوله اړتياوې لري، چې يويې جسمي(بدني) اوبل يې رواني دي. د انسان د ژوند په ټولوپړاوونوكې ددې اړتياوو پوره كېدل اويانه پوره كېدل دهغه په جسمي او رواني ياروحي سلامتيا باندې ستره اغېزه لري. د ښوونې اوروزنې پوهان د ښوونځي په دوره كې دماشومانو اړتياوې او غوښتنې په پام كې نيسي اودزده كړې او تدريس پروخت ښوونكو ته سپارښتنه كوي، چې دماشومانو بدني او رواني اړتياوو ته پام وكړي اود پوره كولو له پاره يې سمې اومنطقي لارې چارې ولټوي د دې له پاره ، چې ماشومان وكولاى شي په ټولنه كې له نورو خلكو سره يوځاى سوكاله ، خوشحاله او ډاډمن ژوند وكړي او ديوه سالم اوګټور غړي په توګه وپېژندل شي ، نولازمه ده ، چې د دوى بدني او رواني اړتياوې او غوښتنې پوره كړاى شي دا اړتياوې په لاندې ډول دي:
۱- بدني يا جسمي اړتياوې:
بدني يا جسمي وده او پراختيا د هرانسان د ژوند بنسټ جوړوي د دې له پاره ، چې انسانان ژوندي پاتې شي، نوخامخا خوړو، اوبو، هوا او د ډول ډول ناروغيو په مقابل كې د بدن دغړوپاللو ساتلو او پاملرنې ته اړتيالري دا اړتياوې د انسان د ژوند دپايښت يوه اساسي برخه ده ، چې دهغه په رواني يا روحي سلامتيا ا روغتيا باندې هم اغېزه لري. له دې كبله ښوونكى دنده لري ، چې په لومړنيو ښوونځيو كې دماشومانو د بدن روزنې او پالنې ته پوره پام وكړي. خپله ښوونيز پروګرامونه داسې ترتيب كړي ، چې دزده كوونكو مينه اوعلاقه دبدني قواوروزلو خواته وهڅېږې په دې برخه كې ضروري معلومات ترلاسه كړي اوددغو اړتياوو پ ارزښت اواهميت باندې وپوهېږې، په تعليمي نصاب كې دسپورت او حفظ الصحې مضمونونو ارزښت دهمدې هدف دترلاسه كولو له پاره په پام كې نيول شوي دي. د دې مضمونونو په مرسته زده كوونكي كولاى شي دبدني مهارتونو او دبدن د ساتلو او پاللو په ارزښت او اهميت باندې پوه شي اودسالم ژوند له پاره ورڅخه عملي ګټه واخلي.
۲- رواني اړتياوې:
د روانشناسۍ د پوهانو له نظره رواني اړتيا وې هم دبدني او جسمي اړتياوو په څېر دانسان د ژوند په جسمي سلامتيا باندې ډېر اغېزلري كه چېرې د انسان رواني اړتياوې د ژوند په بهير كې پوره نه شي ، نو ژوند يې له ستونزو سره مخامخ كېږې. دا اړتياوې په لاندې ډول دي:
الف: مينه اومحبت:
ټول انسانان (ماشومان، زلميان، لويان) دژوند پ اوږدو كې مينې او محبت ته اړتيالري. دماشومانو رواني اړتياوې بايد د ميندو ، پلرونو، ښوونكو، همزولو، ټولګيوالو اولويانو له خوا پوره كړاى شي، څرنګه ، چې ليدل كېږې ماشومتوب يوه پېچلې او نازكه دوره ده ، چې ماشوم په دې دوره كې نه شي كولاى ، چې د لويانو په شان خپل احساسات د عقل اومنطق تراغېزې لاندې راولي او كنټرول يې كړي. كوچنيان لارښوونې اومينې ته زياته اړتيا لري. له بلې خوا كله ، چې ماشومان د كورله چاپېريال څخه ووځي او يوه نوي چاپېريال ته ورداخلېږې نو دموراو پلار پرځاى يې ښوونكي دپام وړګرځي.
ماشومان غواړي، چې ښوونكى ورته په ښوونځي كې هماغه مينه اومحبت وركړي، چې ميندو او پلرونو يې په كورونو كې وركړى، خوكله كله داسې هم پېښېږې، چې ښوونكى ماشوم ته د هغه دغوښتنو سره سم مينه او محبت نه شي وركولاى او حتي كله كله ځينې ښوونكي په دې برخه كې له بې ځايه جزاوركولو څخه هم كاراخلي دا كارنه يوازې دماشوم په رواني حالاتو ناوړه اغېزه كوي، بلكې د دوى په ښوونيزواو روزنيزوچارو كې هم خنډونه اوستونزې رامينځ ته كوي اودراتلونكو پرمختګونو مخه يې نيسي. بايد وويل شي،چې ماشومان نه يوازې مينې او محبت ت اړتيالري، بلكې دې ته هم اړدي ، چې په نورو باندې مينه اومحبت وكړي. په ماشومانو كې په نورو باندې د مينې او محبت د احساس اړتيااوپياوړتيا تريوې اندازې پورې له كورني چاپېريال څخه پيل كېږي. خوپه ښوونځيو كې دا احساس په ټولنيزواو ډله ييزو كارونو او فعاليتونو كې دماشومانو دشريكولواو تشويقولوله لارې پياوړې او پراخېږې.
ب: له ډلې سره يوځاى كېدل:
انسان دژوند په هردوره كې غواړي ، چې له ډلې سره اړيكې ولري، دټولنې د خلكو ياد ډلې له خوا يې كار او فعاليت وستايل شي، دټولو د درناوي وړوي او دډلې ديوه فعال غړي په توګه ومنل شي.ماشومان، چې د سباټولنې ځوانان جوړوي له خپلې ډلې سره پيوستون او يوځاى كېدو ته اړتيالري. دوى غواړي، چې پخپله ډله كې دګټور اوفعال غړي په توګه د ټولود پام وړوګرځي او په ډله كې خپل دريځ وټاكي. كه چېرې د ماشومانو داغوښتنې او اړتياوې پوره نشي ، نود دوى د راتلونكي ژوند پرمختګ د خنډ اوځنډ سره مخامخ كېږې ، چې په دې توګه به يې د ټولنيزو چارو په سرته رسولو كې ونډه كمزوري شي. ماشومان اړتيا لري ، چې په ډله كې شامل شي او دخپلو همزولو له ډلو سره خپلې اړيكې ټنګې كړي. په لومړي سركې له ډلې سره دماشومانو دپيوستون اړيكې ډېرې كمزورې وي، خوهرڅومره يي ، چې غمراوتجربه زياتېږې په هماغه تناسب يې ل ډلو سره په اړيكوكې بدلون راځي او كوښښ كوي ، چې د خپلو همزولو اوټولګيوالو د ډلوپه منځ كې نوي دوستان او آشنايان پيداكړي. ښوونكى دنده لري ، چې دماشومانو دې ډول اړتياووته پام وكړي په خپلوښوونيزواورونيزو فعاليتونوكې د دغو اړيكو دټينګولو اوپياوړتيا له پاره لازم تدبيرونه ونيسي . دغه راز ښوونكي ته لازمه ده هغه زده كوونكي ، چې دخپلو همزولو په ډلوكې فعاله ونډه نه اخلي او په ټولګي كې ځان گوښه نيسي وپېژني او په ډلو كې د دوى دفعالولو له پاره مثبتې اومنطقي لارې چارې ولټوي.
ج: هدف، امنيت اونظم:
هرانسان غواړي وپوهېږې، چې دڅه له پاره يوټاكلى كارسرته رسوي؟ هدف دانسان د كار اوفعاليت لورى او جهت ټاكي اوپه كارونوكې يې برياليتوب تضمينوي، كه چېرې ماشوم په دې پوه شي ، چې دڅه له پاره ښوونځي ته ځي ولې هره ورځ بايد په ښوونځي كې حاضروي اويا دمورنۍ ژبې له زده كړې څخه يې هدف څه دى نوكولاى شي ، چې په زده كړه كې ژر ژر پرمختګ وكړي اودې هدفونوته درسېدلو له پاره مطلوب اومثبت فعاليتونه سرته ورسوي.
همدارنګه د هرانسان له پاره د ژوند په بهير كې د آرامۍ اوامنيت احساس يوحياتي مساله ده . هرانسان د كاراوفعاليت په وخت كې امنيت ته اړتيالري. ښايي امنيت د انسان له پاره اقتصادي ، سياسي، علمي او اجتماعي جنبې ولري، خوكله ، چې ماشومان ښوونځي ته راځي اودښوونكو ، زده كوونكو او دښوونځي له نورو غړو سره مخامخ كېږې،نوپه لنډ مهاله توګه خپل امنيت له لاسه وركوي. ښوونكي دنده لري ، چې دې وضعې ته پام وكړي او زده كوونكوته دښوونځي نوي چاپېريال د كورني چاپېريال په شان دمينې اومحبت مركزوګرځوي، چې هغوى په ښوونځي كې هم د ورپه شان امنيت احساس وكړي اوپه دې ډول ښوونځى او ټولګي خپل دويم كوروګڼي.
په ټولګي كې د زده كوونكود بدسلوكۍ علتونه:
د زده كوونكو بدسلوكي ځانګړي علتونه لري داعلتونه بيلابيلو حالتونو، ډول ډول پېښو او رنګارنګو لانجو دپېښېدو او رامينځ ته كېدو محركات او عوامل ګڼل كېږې دبېلګې په توګه: زده كوونكي په اوړي كې دهرې ورځې د وروستي ساعت دپاى ته رسېدو په وخت كې خوشحاله ښكاري آيا د دوى دخوشحالۍ سبب څه شى دى؟
ښايي يوعلت داوي، چې زده كوونكي د تودې ورځې په اوږدو كې په ټولګې كې پرچوكيواويا پروچه كلكه ځمكه ناست وي ترهمدې وروستي ساعته پورې دوى هېڅ شي نوي خوړلي له تودوخې څخه په تنګ راغلي وي اوورسره به ستړي او وږي هم وي داسې ښكارې ، چې د دې زده كوونكو دماغ نورسم كارنه كوي ځكه ، چې ټوله ورځ يې درسونوته پاملرنه كړې سوالونوته يې ځوابونه ويلي او ورسپارل شوې دندې يي سرته رسولې وي. يوه ورځ په دې آخردرسي ساعت كې يو ښوونكى ټولګي ته ننوت سمدلاسه له يوه زده كوونكي نه پوښتنه وكړه: ضرب تعريف كړئ، تقسيم مقسوم اومقسوم عليه څه ته وايي؟ تناظر څه ته وايي؟ اوداسې نور پدې وخت كې زده كوونكى د ښوونكي پوښتنوته سم ځواب نه شو ويلاى ، نوښوونكي په غصه شو اودزده كوونكوپه سپكاوي او رټلويي پيل وكړ. ښوونكي زده كوونكى تهديد كړ او ويې ويل ښږ كال به يوهم راڅخه كامياب نه شي. دلته ده ، چې د زده كوونكو خپګان اواندېښنه مخ په زياتېدو شول، افكاريې تيت او پاشانه شول او خيال پلونه يې پيل كړل.
ښوونكى په يوبل زده كوونكي غږ وكړ او وېي ويل: احمده! تناظر څه ته وايي؟ احمد وايي: زه په پوښتنه ونه پوهېدم. ښوونكي وايي: (كه چېرې غږ دې نيولى واى ډېرښه به ورباندې پوهېدې،زه پوهېږم ، چې ته يوتنبل زده كوونكى يې اونه غواړې، چې په راتلونكي آزموينه كې بريالى شې،ماپوښتنه وكړه او تاځواب رانه كړ) په دې وخت كې زده كوونكى له ځانه عكس العمل ښكاره كوي او له ځانه سره غړمبېږې. ښوونكى ورته وايي، چې نالايقه څه دې وويل او ولې له ځانه سره وغړمبدې؟ زده كوونكى په دې وخت كې په غصه كېږې او وايي، چې زه مايي پرې څه، چې تناظرڅه ته وايي، آسمان خوراونه لوېده ، زه پرې اوس نه پوهېږم زده به يي كړم . دلته ده ، دبدسلوكۍ نښې په زده كوونكي كې څرګندېږې په دې وخت كې ښوونكى هغه څه رېبي ، چې كرلي يي دي.
اوس به راشو دې ستونزې ته ، چې آيا زده كوونكي څه شي اړكړ، دښوونكي په مقابل كې عكس العمل وښېي اودا سې جملې استعمال كړي، چې له يوزده كوونكي څخه يې هيله نه كېږي. آيا د دې عكس العمل علتونه به تودوخه ، سرخوږي ، لوږه ، دښوونكي كمزوري تدريس، ستړيا، د ښوونكي بد رد ويل او داسې نورشيان وي ، چې د دې حالت د رامينځ ته كېدو سبب وګرځيد؟ علت هرڅه، چې وي، خو موږ بايد په پام كې ولرو ، چې هره بد سلوكي دډېرو زياتو علتونو نتيجه وي. ښكاره خبره ده، چې په ښوونځي او ټولګي كې دزده كوونكود بدسلوكۍ نوعلتونه هم شته ، دلته نه شو كولاى هغه ټول تشريح كړو . كله كله ښوونځۍ پخپله د زده كوونكود بدسلوكۍ علتونه برابروي داعلتونه زياتره په ټولګي كې دښوونكي دناسم كنترول نتيجه وي، ځينې علتونه به يي ښايي درس نه وركولو، كمزوري تعليمي نصاب ، دټولګي كمزوري ، اداره ، دنظم اودسيپلين ضعف تخنيكونه اودښوونكي كمزورتيا اوداسې نورو عواملو پورې اړه ولري. كله ، چې تعليمي نصاب دماشومانواويا ځوانانو اړتياوې پوره نه شي كړاى او له ذوق سره يې برابرنه وي ، نوداخپله د بدسلوكۍ تخم شيندي. همدا شان خراب درس وركول د زده كوونكي د بدسلوكۍ علتونه برابروي او په ټولګي كې دبې ځايه كړو وړو سبب ګرځي. له ټولګي اويا ښوونځي څخه د باندې هم ځينې علتونه شته ، چې د زده كوونكو بدسلوكي اسباب برابروي ، چې مهم يې ټولنه اوهغه مشكلات دي ، چې پره هيجاناتواو احساساتو بناوي . دلته يې په لنډه توګه تريح كوو.
۱- ټولنه:
د بد سلوكۍ يوه منبع هغه چاپېريال دى، چې زده كوونكي په كې اوسېږي. پداسې يوچاپېريال كې، چې جرمونه ، جنايتونه ، دخانيات ، له منشياتو سره عادت ، جنسي انحرافات ، جنګ او انسان وژنه اوداسې نور ناوړه اجتماعي عادتونه اوكارونه موجود وي نودابه ډېره ګرانه وي، چې له زده كوونكو څخه داهيله ولرو ، ډېر ژر او په لږ وخت د ټولو هغو عادتونو او اخلاقو خاوند شي ، چې ښوونكىاو ښوونځى يې له خپلو شاګردانو څخه هيله لري خوكه چيرې كارپوه او لايق ښوونكي ولرونو كولاى شو په دې ستونزو بريالي شو او ورته لازم تدبيرونه ونيسو.
كورنى چاپېريال هم په ښوونځي كې دشاګردانو پرسلوك باندې اغېزه اچوي. دهلكانو او ماشومانو د كينې او سيالۍ احساس ، چې په محيطي اوفاميلي اړيكو ولاړ وي ښوونځي ته لېږدول او په ښوونځي كې يې د دې بدسلوكيو نښې اونښانې څرګندېږي. همدا سبب دى ، چې ښوونكى په ټولګي كې له ډېروستونزو سره مخامخ وي، په تېره بيا په هغوځايونو كې داسې ستونزې ډېرې وي، چې خلك له سواد څخه لږ برخمن وي اويا ورته د ژوند سم شرايط برابرنه وي.
۲- هيجاني او احساساتي ستونزې:
ماشومان اونوي ځوانان ډېرې داسې ستونزې لري ، چې پراحساساتړ ولاړې وي ستونزه يا نا راحتي غالباً دوامداره اضطراري بټه لري، خو كله كله جدي بڼه ځانته غوره كوي. ښايي اضطراب اوخپګان به په ښوونځي اويا ټولګي پورې هېڅ اړه ونه لري خو د ښوونكي له پاره يه ستونزه ده. دبېلګې په ډول: كله ، چې يوكوچنى ماشوم سهار د دې پرځاى ، چې د ښوونځي كالي واغوندي او ښوونځي ته لاړشي، په لوبو پيل كوي نوپه دې وخت كې د مور او پلار له خوا تهديد ېږې دا وضع پرې ناوړه اغېزه كو او احساسات يې ژوبل كېږې. په داسې حالاتو كې كه هغه فكر وكړي ، چې مصؤنيت يې په خطر كې لوېږې له بدسلوكۍ څخه كار اخلي له ښوونځي څخه تښتي اوياكوم بل ناوړه كاركوي . دايو حقيقت دى ، چې زموږ ټولګي زياتره داسې حالت لري ، زده كوونكي په كې هراړخيزه مصؤنيت نه احساسوي. له ناكامۍ ، رټلو ، وهلواو سپكو لو څخه ډارېږې. همدا رنګه د آزموينې ګرانې اومبهمې پوښتنې د دې سبب ګرځي ، چې ځينې زده كوونكي نقل وكړي . دټولګيوالو او همزولو په وړاندې انتقاد كول او تهديدول زده كوونكي خپل ځانته سپكاوي ګڼې، نو ځكه هغوى له ځان څخه د دفاع په خاطر په هرډول عكس العمل لاس پورې كوي.
بدسلوكي له ټولنيزو اړيكو سره د تطابق نسبه ده. هغه هلكان ، چې د ډول ډول ستونزو له كبله په خپل ګروپ كې ځانته ځاى نه شي پيدا كولاى له دې حالت څڅه ځورېږې ، په راتلونكي كې ګوښه او منزو ژوند غوره ګوي او ورته به ګرانه وي ، چې په ټولنه كې ښه تبارزوكړي.
۳- د ښوونكي بدسلوكي:
پربې ځايه او چټي شيانو وخت تېرول په ټولګي كې دستونزو د مينځ ته راوستلو يوه لار ده. په ټولګي كې د ښوونكي بې ځايه فشار اوكنټرول د زياترو ګډوډيو سبب ګرځي. تدريس پرموضوع تسلط نه لرل ، كمزوري درسي پروګرام ،د ټولګي كمزوري اداره ،هغه تعليمي نصاب ، چې په هغه كې دماشومانواويا زده كوونكو غوښتنې اواړتياوې په پام كې نه وي نيولۍ شوې اويا د ښوونكي نورې نيمګړتياوې هم بدسلوكي او ګډوډې مينځ ته راولي.ځينې وخت ليدل كېږې، چې يو ښوونكى په ټولګي كې بې پرواوي. دا عادت پخپله په ټولګي كې دهغه دربړاو تكليف سبب ګرځي. هيجاني او عصبي ښوونكي معمولاً خپل بحران ستونزه زده كوونكو ته انتقالوي اوهغه ښوونكى، چې د بدسلوكۍ انتظارباسي، نوهرو مرو ورسره مخامخ كېږي.
د ښه سلوك نښې اونښانې:
ننني ښوونځي غوره ګڼې، چې د زده كوونكو دنفسي د سيپلين خواته پاملرنه وشي. دا روحيه بايد د مطلوبوكارونو په مشق كولو او كسبولو سره د ښوونځي له لومړۍ ورځې څخه په ماشومانو كې بايد وروزل شي.ترهرڅه دمخه بايد ماشومان وپوهول شي، چې نفسي دسيپلين څه ته وايي اوپه لاس ته راوړلو كې يې څنګه له دوى څخه د ټولنې يومنلى او ښه شخصيت جوړېداى شي.
يوه ښوونكي په دې برخه كې دلاندې اصولو څخه كاراخيستى او دښوونځي اوټولګي په اداره كولو كې يې ډېر ښه برياليتوب ترلاسه كړى دى. داښوونكى د درسي كال په پيل كې خپلو شاګردانو ته به ويل، چې موږ اوتاسې به يوكال په دې ټولګي كې سر يوځاى تېروو. ددې له پاره ، چې زموږ كارونه اودرسي فعاليتونه په ښه توګه سرته ورسېږې نولازمه ده، چې ځينې قوانين اومقرارت ولرو، چې دهغو په پام كې نيولو سره د ټولګي ټول فعاليتونه په اغېزمنه توګه پرمخ ولاړشي. ښوونكى اوزده كوونكي به سره كيناستل او د ټولګي ل پاره به يې يوځاى قوانين اومقررات وضع كول، چې د ټولوله خوا دتائيد وړ وو. دغونډې رئيس به خپله ښوونكى و چې خپل ټول سپارښتنې به لكه پوښتنې مطرح كړې. د مثال په ډول: ښوونكي به داسې پوښتنې مطرح كولې او زده كوونكو ته به يې ويل، چې تاسې په ټولګي كې د ژاولو ژولو په باب څه فكركوي؟ آيا په ټولګي كې ژاولو ژويلوته اړتيا شته؟ د ښوونكي د پوښتنو په نتيجه كې به يوه مقرره جوړې ده، چې زده كوونكو به په خپله پرخپل ځان باندې تطبيقوله. ښوونكى به تل دې خبرې ته پام وو، چې قوانين يې بايد سخت او اوږده نه وي، يعنې لنډ اوآسانه بڼه ولري. څو مودې وروسته به پرقوانينو دنوي نظر وړانديز كېده. څه مواد به په كې لږ، زيات ياتعديل كېدل او په دې ډول د ټولګي نظم اودسيپلين به په ډېره شه توګه روان و.
دې قانون به څوګټې درلودې: يودا چې په زده كوونكو كې به دنفسي او ځاني دسيپلين روحيه روزل كېدله اوله دې امله ، چې دهغه پخپله خوښه به د ټولګي د نظم له پاره جوړشوى مقرره كارول ، نو سرغړونه به يې ورڅخه نه كوله ، بلكې داكاربه هغوته په ټولنه كې دقوانينو داړتيا او شته والي ارزښت هم په ډاګه څرګندول اودوى به په دې پوهېدل، چې قوانينوته غاړه اېښودل په ټولنه كې ډېرې ستونزې لرې كوي، دخلكو په ژوند كې نظم راولي، بې بندوباري اوګډوډي له مينځه وړي.
د سلوكو(كړنو) پېژندل:
دپام وړده، چې ښوونكى بايد په هراړخيزه ډول خپل زده كوونكي وپېژني او د دوى د استعدادونو، ذوقونو، اړتياوو، خصلتونواونيمګړتياوو څخه خبراوسي. ښوونه اوروزنه هغه وخت ګټوره تمامېږې، چې ښوونكى د زده كوونكو دځانګړو ستونزو ، ځانګړتياوو اوغوښتنوپه برخه كې پوره معلومات ولري، ښوونكى بايد پوه شي ، چې ماشوم پېژندنه يوازې دهغه دعملونو دليدنې كتنې اودهغه د سلوكو(كړو وړو)سبب شوې دي. زياتره زده كوونكي اوهم وركسان له هغو انګېزو څخه، چې د دوى دخاصو سلوكو(كړو وړو) اوعملونو سبب ګرځېدلې دي، خبرنه وي، خوښوونكى بايد په دې راز وپوهېږې ، چې زده كوونكو ته سمه لارښوونه وكړاى شي.
ګټوره اواغېزمنه لارښوونه هغه وخت سرته رسېږې، چې زده كوونكي يابل هرڅوك، چې لارښوونه ورته كېږې په بشپړه توګه وپيژندل شي.دهغه په باب پوره معلومات لاس ته راوړل شي او عاطفي ، ټولنيز، جسمي، عقلي اوذهني ځانګړتياوې يې په پام كې ونيول شي.
لنډه دا چې سلوك يا Behavior د ښوونې اورزنې په ډګركې د بنسټ يا تهداب په مانا سره يادېږي زموږ دخپرونو موخه مثبت تغيردي په سلوكوكې اوبس.
۲۰۰۷-۰۵-۰۹