یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد انګورو ګټې

د انګورو ګټې

 انګور هغه ميوه ده چې پريمانه C ،,B او  ,Aويټامينونه او ډيره وسپنه، مګنيزيم، فاسفورس او کلشيم لري نن سبا په ډيرو ځايونو کې د انګور په وسيله د معالجې له لپاره استفاده کېږي. دغه ميوه همداراز  د قبضيت او روماټيزيم د معالجې لپاره کارول کيږي حتي د سرطان د مخنيوي لپاره ګټوره ميوه گڼل شوې ده.

 وروستۍ څيړنې د دې ښودنه کوي چې دغه ميوه د سرطان ،سينې، پروسټاټ، او ځيګر د سرطان په مخنيوي کې ډير اغيز لري.

 که انګور له ډوډۍ مخکې وخوړل شي وزن کموي په داسې حال کې چې که له ډوډۍ سره وخوړل شي د چاغښت سبب کيږي يوې خبرې ته بايد پام وکړو چې له انګورو وروسته اوبه ونه څـښل شي او له انګورو سره يوڅای وچه ميوه هم تاوان لري ځکه په دواړو حالاتو کې د نس دردونه پيداکوي. دغه ميوه همداراز وينه پاکوي او د وينې په جوړيدا کې ېې اغيز جوت شوى دى.

دغه ارزښتمنه ميوه د وينې د خوږو انډول ساتي او کارپوهان وايي چې سره انګور د شنو په پرتله د وينې په جوړولو او تصفې کې ښه تاثير لري نو هغه کسان چې د وينې خواږه يې کم دي هغو ته دغه ميوه ډيره ګټه لري داچې وايي دغه ميوه سرطان ضد ده علت يې دا دى چې انګور ميکروبي ضد اغيزلري او له دې لارې د سرطان مخه هم نيسي  هغه کسان چې  ناروغۍ يې تيرې کړي وي يا هغه کسان  چې دفاعي سيسټم ېې کمزورى وي بايد انګور ، ګازرې، مڼې او شفتالو ډير وخوري.

 همدراز انګور پريمانه پټاشيم لري چې د بدن کمزورۍ جبرانولاي شي او د وينې له فشار سره مرسته کولاي شي  .

دغه ميوه دزړه، پښتورګو او سږو لپاره ګټه لري او د مالګو او کاني مو موادو د درلودلو له  امله ملين او مدرر خواص لري  هغو کسانو ددې ميوې سپارښتنه کو چې په نقرص ناروغۍ اخته وي همداراز هغه سرخوږ چې قبضيت ،بې اشتهايي ،نفخ او باد او خولې بد بوي هم ورسره وي د انګور داوبو په خوړلو سره يې معالجه شونې ده.

د دغې ميوې بل محصول يعنې مميز هم دبدن د عمومي تقوې سبب کيږي او د سنيې د نرم کولو او  د ستونې د دردونو لپاره ښه دي همداراز هغه کسان چې د وينې لوړ غوړلري د هغو لپاره يې سپارښتنه کوو.

د انګورو غوره ميکروب ضد تاثيرات لري او کله لا سلاد سره وخوړل شي نووزن هم ورسره کميداي شي خو که د انګورو غوره يوازې وخوړل شي معدې ته تاوان لري همداراز بايد اميندواره ښځې يې ونه خوري ځکه  چې ادرار زياتوي او ممکنه ده د سقط جنين سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب