جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهسهیل شاهین: د واشنګټن د برید هدف ممکن د طالبانو او افغانستان...

سهیل شاهین: د واشنګټن د برید هدف ممکن د طالبانو او افغانستان بدنامول وي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۰ مه) په قطر کې د طالبانو استازي سهیل شاهین ویلي چې دوی د واشنګټن په ډزو کې د یوه بل بهرني هیواد د احتمالي لاس لرلو په اړه د پلټنو غوښتنه کوي.

ښاغلي شاهین دا خبره د واشنګټن په حمله کې د پاکستان د استخباراتو د احتمالي رول په اړه د هند د نیوز۱۸ خبري شبکې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه او ویې ویل، ترڅو چې تحقیقات بشپړ نه شي څه نه شي ویلی.

خو ده په عین حال کې وویل چې دا احتمال نه ردوي.

ده زیاته کړه، د دې اقدام هدف ممکن د طالبانو او د افغانستان د حکومت بدنامول وي؛ په تېره بیا په اوسني وخت کې چې له نړۍ سره د کابل اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

طالبانو د واشنګټن د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته شاهین ته د دې ډلې د رسمي دریځ د څرګندولو مسوولیت سپارلی او هغه د پاکستان استخباراتي اداره تورنه کړه چې هڅه کوي د طالبانو اعتبار ته زیان ورسوي او افغانان د امنیتي ګواښ په توګه په داسې وخت کې وښيي چې کابل د هند په ګډون نړۍ ته نژدې کېږي.

سهیل شاهین، چې په قطر کې د طالبانو د حکومت د سفارت سرپرست دی، «سي این این نیوز 18» ته په مرکه کې د افغانستان او هند د اړیکو په اړه توضیحات ورکړي او ټینګار یې کړی چې دغه اړیکې مشروع دي او د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې نه دي.

شاهین ویلي، له هند سره اړیکې او همکارۍ نوې خبره نه ده او دا اړیکې د هېڅ درېیم هېواد پر ضد نه دي طراحي شوي.

نوموړي سپینې ماڼۍ ته نژدې د وروستي برید په اړه په غبرګون کې زیاته کړه، طالبان په داسې پېښو کې د افغانستان هر ډول ښکېلتیا ردوي او د نه‌مداخلو د اصل پر رعایت ټینګار کوي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر همداراز ویلي چې د دغه برید عاملان باید د مسلکي او بې‌طرفه څېړنو له لارې وپېژندل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب