دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د لیکوالي روزنېز ورکشاپ (۱) / څانګه بهشتي

د لیکوالي روزنېز ورکشاپ (۱) / څانګه بهشتي

نېټه : دوشنبه، ۱۴۰۲/۵/۹ لمریز کال، ۲۰۲۳/۷/۳۱م

ځای: آنلاين

وړاندې کوونکې: شفيقه خپلواک

وخت: د کابل د ماښام ۵نیمې

تعداد: 24 تنه

راپور او ترتيب : څانګه بهشتي

موضوعات:

  • ځانته سفر وکړئ !
  • دري هغه شيان چې ليکوالۍ ته مو هڅوي
  • زه یې کولای شم!
  • آيا ليکل زده کيدای شي؟
  • له کومه يې پيل کړو؟
  • د لیکلو دایره

د افغان ښځو آنلاين ادبي بهير د هغو بهيروالو لپاره چې غوښتل يې ليکوالي په ښه توګه زده کړي یا یې نوې پیل کړې وي، درې ورځينی انلاين ورکشاپ چمتو کړی. دا ورکشاپ به هره دوشنبه د کابل د ماښام پنځه نيمې بجې پيليږي او دوه ساعته به دوام کوي.

د دې لړۍ لومړی ورکشاپ تېره دوشنبه ترسره شو. په دې ورکشاپ کې د لیکوالي پر مختلفو موضوعاتو پريزنتيشن آغلې شفيقه خپلواک وړاندې کړ.

ددې ورکشاپ ونډه اخيستونکو عملي او ګروپي کارونه ترسره کړل او پريزنتيشن په سکرين له نورو سره شریک شوی و.

دا ورکشاپ په دې موخه جوړ شوی و چې تر پایه یې  ګډونوالې وکولی شي د لیکلو مهارتونه زده یا هم غښتلي کړي. د لومړي ورکشاپ تمرکز ډېر پر دې و چې د لیکوالي په برخه کې خپلې وړتیاوې، علاقه او ځان ومومو.

«په جهان مې څه پروا ، لاس کې لاس لرمه ستا

ستا پوښتنه مې علاج ، ستا خبري مې دوا »

د پوره ډاډ، سکون او صمیمیت احساسولو لپاره دا ورکشاپ په دې ښکلې سندري پيل شو. د دې سندرې په پای ته رسيدو سره آغلې شفیقه خپلواک په ډېره حوصله مندۍ او صمیمیت سره خپل پريزنتيشن د (ارنسټ همينګوې) په دې خبره پيل کړ: « اندېښنه مکوئ ، تاسې مخکې هم ليکلي او له دې وروسته به يې هم وليکئ.»

ځانته سفر وکړئ!

وروسته یې له ټولو ګډون والو هيله وکړه چې د څو شېبو لپاره (ځانته سفر وکړي)، پرته له دې چې د چا، يا کوم څه په هکله فکر وکړي. سترګې مو پټې کړئ. په هر هغه ځای کې چې تاسو ځان راحته احساسوئ په فکر کې راولئ او يوه اوږده ساه واخلئ. رښتيا هم ډېر ښکلی سفر مو تجربه کړ.

درې هغه شيان چې ليکلو ته مو هڅوي:

ځانته له سفر وروسته، په دې پريزنتيشن کې په پر بل عنوان (درې داسې شيان در ياد کړئ چې ليکلو ته مو هڅوي) کار وشو. هرې ګډون والې درې هغه انګيزې له ځانه سره یاداښت کړې چې هغوی ليکلو ته هڅوي. ګډونوالو په وار سره خپل درې دلایل بیان کړل، چاته طبیعت الهام ورکاوه. څوک وطن او خلکو هڅولې، چا هم اوسني حالات داسې ګڼل چې مجبوروي یې لیکل وکړي. ځینو د خپل روح د ارامتیا لپاره لیکوالي اړینه بلله.

وروسته پر دغو انګيزو شفيقې خپله وينا د (ټوني مورسن) له دې لیکنې ( که داسې يو کتاب وي چې ته یې غواړې ولولې خو تر اوسه نه وي ليکل شوی نو ته يې بايد  پخپله وليکې.) سره وویل: ممکن بېلابېل شیان وي چې د لیکلو انګېزه راکړي، خو لیکوالي علاقه، حوصله او ریاضت هم غواړي. د دې ترڅنګ مهمه ده چې پر ځان باور وکړو او په بیا، بیا ځانته ووایو چې  «زه يې ليکلى شم» او پيل یې کړو. تر ټولو اسانه لار یې د ورځنیو خاطراتو لیکل دي. دا مونږ سره مرسته کوي چې ليکوالۍ کې بر لاسې شو، تمرین وکړو، او نسبتا تر بلې موضوع یې لیکل اسانه دي.

  زه يې ليکلای شم! 

په دې برخه کې د ګډون والو لپاره دا پوښتنه مطرح شوه، «نن ورځ مو څنګه پيل شوه؟ څه مو وکړل ؟څه مو واوريدل؟ څه مو وويل ؟  څه مو وخوړل ؟ »  وروسته له ګډون والو وغوښتل شول چې هره يوه دې پوښتنو ته په ځواب کې یو یا دوه پرګرافونه ولیکي. د نننۍ ورځې تر دې دمه فعاليتونو ټول وليکي او ددې ليکنې لپاره لس دقیقی وخت وټاکل شو. له لسو دقیقو وروسته هرې ګډون والې، چا لنډ چا اوږده پراګرافونه وړاندې کړل. ځینو یې متن شریک کړ، او ځینو هم ولوستل. پر دې بیا مفصل بحث وشو او دې ته اشاره وشوه چې د هر چا د لیکوالي طرز، لیدلوری او نثر متفاوت دی. ځینې وخت جزییات او مشخصې خبرې لیکل مهم وي، خو کله کله ډېرېږي او پر لوستونکو غمېږي. پر دې پوهېدل مهم دي چې کوم معلومات او په څه ډول یې له نورو سره شریکوو. 

آيا ليکل زده کيدای شي؟

هو ! 

بلکل زده کيدای شفيقه خپلواک د خپل پريزنتیشن په دوام کې څو مهمو ټکيو  ته اشاره وکړه :

لیکوالي لکه نور هنرونه، مهارتونه او مسلکونه زده کیدلی شي. مثلا انځورګري چې شروع یې د پنسل له رسم نه کېږي، وروسته څوک دا پیاوړتیا مومي چې رنګونه وکاروي. د ښې انځورګري کول هم ځینې تخنکیونه لري، چې د استعداد تر څنګ د یوې عالي نقاشي په تولید کې مرسته کوي. که ډېر کله تاسې نپوهېږي څنګه خپله لیکنه پیل کړئ، ځینې خلک یې دا لارې وړاندیزوي: 

  1. کله چې ليکنه کوئ نو د ليکنې لومړنۍ جمله يا د پيل خبره عمومي پيل کړئ، يعنې داسې يوه جمله وليکئ چې ستاسو د ليکنې له موضوع سره ټړاو ولري، بیا کولی شئ ورو، ورو مشخصې خبرې ولیکئ او یا هم نور مثالونه وړاندې کړئ. 
  2.   کله، کله کولی شئ خپله ليکنه په يوې جالبې کيسې، خاطرې ، شعر یا وینا که مو خپله وي يا د بل چا پيل کړئ. داسې لوستونکي لوستلو ته هڅېږي، خو دا باید داسې څه وي چې ستاسو له بحث سره پوره ارتباط ولري.
  3. په ليکنې کې مو له دقت کار واخلئ. جزییاتو ته پام کوئ. عمومي ځواب مه ليکئ. 
  4.  هر کله چې ليکنه کوئ نو مهمه نده چې په ځان زور يا فشار راولئ يا حتما د يو ځانګړې  موضوع په هکله ليکنه وکړئ بلکه هر څه چې ستاسو ذهن کې وي هغه وليکئ. په هره لهجه چې تاسو راحته ياست وليکئ. ځکه د ليکنې جملې چې هر څومره ساده وليکل شي هغومره لوستونکی قانع کولای شي. او ددې تر څنګ د هر ليکونکي د ليکلو انداز توپير کوي ځينې ليکوالان کولای شي په خپلو لیکنو کې تصوير یا انځور ترسيم کړي او ډير په ساد ګۍ سره کولای شي تصويري جملې وليکې خو ځینې غواړي یوازې ژر خپله خبره وکړي. او د دې مثالونه ستاسې په پاګرافونو کې و چې اوس مو ولیکل.

کله چې تاسو ليکنه پيل کوئ په نورو فکر مه کوئ. يوازي خپل ځانته او خپلې ليکنې ته پام وکړئ. په پوره توګه د ازادۍ احساس وکړئ، په هيڅ شي قضاوت مه کوئ.

د ورکشاپ په بله برخه کې د لیکنو په دریو برخو بحث وشو چې د لیکوالي دایره وبلله شوه. ( پروسه، رابطه او پايلې).

پروسه 

د هر چا د لیکلو پروسه متفاوته ده. په دې ورکشاپ کې موږ د ډيرو ګډون والو د ليکنې په انګيزو وغږيدو چې هماغه انګيزې يو له هغو پروسو څخه دي چې ولې لیکنې کوو. په دې برخه کې ځينو ګډونوالو د خپلو لیکلو پروسې په لنډو بیان کړه. 

ما (څانګې بهشتي) ته د يوازيتوب څنګ، د خاموشۍ ژبه او د مبايل د نوټ پاڼه هغه څه دي چې زما د ليکنې د پيل سبب ګرځي. کله کله چې مبايل را اخلم نو لومړی څه چې د مبايل له خلاصيدو وروسته کوم هغه د مبايل د نوت د پاڼې کتل دي. دا مې دې ته هڅوي چې يو څه را ګوښه شم اوله دې سره  د خاموشۍ ژبه راته ګويا شي د ذهن الهامونه مې په ليکنو راشي. 

فاطمې اعظم هم وویل چې په يوازيتوب کې ښه ليکل کولای شي. دا خپله مشخصه کتابچه او قلم لري، ژوره ساه اخلي، او ذهن یوازې د کتاچې مخته سپاري. 

د کاملې عزیزي د ذهن پردې په تیاره کوټه کې راویښېږي، له ویدو کېدو په چوپتیا کې فکر کوي او په موبایل کې په راحتۍ لیکل کوي.

 هېندارې پژواک بیا ویل چې له موبایل نه کتابچې ته ترجیح ورکوي. له اووم ټولګي لیکل کوي او اوس یې ډېر جزییاتو ته پام کېږي. د ملالې کلیوالې نظر بیا دا و چې، «زما ذهن د شپې ډير فعاله وي نسبت ورځ ته ، شپه کې ليکل کوم ، زما ليکنه موسمونو پورې هم اړه لري ، د خزان موسم کې يو ډول ليکل کوم د زمې موسم کې بل ډول او اوړي کې بل ډول ، زياتره وخت په زمې کې ليکنه کوم ، د منې په موسم کې تراژیدي ليکنې کوم، د ليکلو حالات مې فرق کوي کله کله مې په خوب کې هم شعر ليکلی وي  او چې کله راويښه شم نو ځينې مې په ياد وي ځيني مې هير شوي وي خو ډير ښه ليکل رانه شوی وي.»

امنې عزیزي ته یې ماشومتوب وریاد شو چې د کورس ښوونکي به په زور لیکل پرې کول خو دې به نشوای کولی. اوس تر هغه هم ښه لیکل کولی شي خو د انګیزې لپاره د خپل استاد مدیونه ده. دا چې لیکل کوي ګرځي، هوا بدلوي. او کله، کله باید خپل ځای هم بدل کړي. 

له لیکوالي سره رابطه

له ليکوالي سره مو رابطه څه ډول تعريفوئ ؟

ډار لرئ او فکر کوئ ښه ليکنه نشې کولای؟

په ليکلو کې نهايت راحته ياست او له زړه یې ليکئ؟

ځان کمزوری احساسوئ ، غواړئ خو يې نشي پيلولای؟

يوازي پام غلطوئ او نور ليکل درته جدي نه دی؟

په ورکشاپ کې وویل شول چې که تاسې ډار لرئ چې ښې لیکنې نشئ کولی د دې حللارې شته. د خپلو خاطراتو ليکل پيل کړئ. هر څه چې ذهن ته درځې هغه وليکئ. که د کاغذ له مخ ویره لرئ نو ريکارډ یې کړئ. هر څه چې ليکئ نو د هغه ليکنې مربوط هر څه چې مو په ذهن کې وو نوټ یې کړئ. کوم عنوان کوم نوم يا هر څه چې مو ذهن ته درځي یاداښت یې کړئ. ځان چيلينج کړئ . که تاسو ليکنې ته زړه نشئ کولای نو داسې يو څه وکړئ چې لیکنې ته وهڅيږئ. که د پخوا په څير ليکنه نشئ کولای نو د ليکنې فارمټ مو بدل کړئ. د ليکنې انګيزې مو بدلي کړئ. له وړو وړو جملو ليکنه پيل کړئ. 

پايله 

له پايلې څخه مرام دا دی چې څه غواړئ تر لاسه کړئ؟

ستاسو مرام او مقصد د ستاسو له ليکنې څخه څه دی؟ نو تاسو بايد يو هدف ځانته ټاکلی وي که هغه هر څه وي وواياست غواړئ څه هدف ته ورسيږئ،او راتلونکي کې څه شی واوسئ.

غواړم د خلاقیت پنځونې وکړم

ښه کره کتونکې اوسم 

ښه مقالې او کالمونه وليکم

يا مهمه نده چې کومه خوا ځم يوازې غواړم  د زړه خبري وکړم .

ورکشاپ کې یادونه وشوه چې لیکل لکه سمندر داسې دي، که له چا سره فکر نه وي چې ساحل ته ورسېږم نو ورکېږي. مهمه نه ده چې کوم ساحل ته رسېږئ خو دا ضرور ده چې د دې خیال ولرئ چې یوې غاړې ته غواړئ پورې وځئ. 

د ورکشاپ پای

د ننې ورکشاپ په هکله د ټولو ګډون والو نظريات وپوښتل شول د نويو پیشنهادونو غوښتنه وشوه چې ځينو له ننې ورکشاپ څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ډيرو بیا دداسې نورو ورکشاپونو غوښتنې وکړې. له ګډون والو وغوښتل شول چې راتلونکي ورکشاپ ته د دې اوونۍ خاطرې یا ژورنال ولیکي. او په پای کې ورکشاپ د سلويا پلت  په دې جملې پای ته ورسيده: “پرې مي ږده ژوند وکړم ، مينه وکړم او دا هر څه په ښايسته کلمو وليکم .”

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب