پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeکلتورد پاکستان مشهور هنرمندان د  'کابلي پلاو' سریال په اړه څه وايي؟

د پاکستان مشهور هنرمندان د  ‘کابلي پلاو’ سریال په اړه څه وايي؟

داودجبارخیل

کابلي پلاو یو تفریحي تلویزیوني سریال دی. دا ډرامه ظفر معراج ليکلې ده چا چې د پي ټي وي لپاره زياتې هېټ ډرامې ليکلې دي. د دې ډرامې لارښود کاشف نثار دی چې د ډېرو مشهورو ډرامو ډایرکټري یې کړې ده.

د کابلي پلاو کیسه د یوې ځوانې افغانې نجلۍ په شاوخوا کې ده چې په تصادفي توګه له یوه پاکستاني پنجابي سړي سره واده کوي. د ډرامې په کاسټ کې نادیه افغان، سبینا فاروق، احتشام الدین او نور شامل دي.

دا ډرامه د “Q&K پروډکشن” د ملټي ورېس انټرټینمنټ په همکارۍ جوړه شوې ده چې د دې ډرامې اجرایوي پروډیوسر عمران رضا دی.

مینه وال د دې ډرامې خورا ستاینه کوي. نوموړی د بربینا او حاجي مشتاق د واده په اړه څرګندونې کوي. ‘کابلي پلاو’ د لیدونکو له ښه غبرګون سره مخامخ شوې ده.

د پاکستان له ټلویزیوني صنعت سره تړلي مهم پاکستاني شخصیتونه هم دا ډرامه خوښوي. ډیری مشهورو شخصیتونو په دې ډرامه سریال کې د وړاندې شوي ځانګړي تصور ستاینه کړې. بشرا انصاري، عمران اشرف، صائمه اکرم چوهدري، مایا علي او نادیه جمیل د دې ډرامې ډېره ستاینه کړې ده.

بشرا انصاري د دې ډرامې سريال د ستاينې په ترڅ کې وويل چې «په دې ډرامه کې زموږ ټولنيز چلند په سمه توګه منعکس شوى دى.»

هغه وايي چې “کابلي پلاو” ډېره ښکلې کیسه ده او ظفر مهراج ډېره ښه لیکلې ده، د دې ډرامې سريال په کتلو سره داسې ښکاري چې موږ بېرته د هغو تېرو ډرامو رښتیني نړۍ ته راګرځېدلي چې ۲۵ کاله وړاندې مو لیدلي وو.

لیکواله صائمه اکرم چوهدري وړاندیز کړی چې هر څوک دې ډرامه وګوري په داسې حال کې چې مایا علي هم د ډرامې او د اداکارانو د اداکارۍ ستاینه وکړه.

د ډرامې کیسه داسې ده.

د پاکستان په کوم مهاجر کمپ کې یو افغان ځوان چې اصلاً د کندوز ولایت دی، پاکستان ته را کډوال شوی، او کابلي پلاو په نوم وریجې خرڅوي، چې په کور کې یو له پښو معیوب ورور او یوه کونډه خور لري.

یوه ورځ د کلي په جومات کې د دین خبرې روانې وي، او دغه افغان کډوال ځوان د خبرو نوبت اخلي، او د کلي خلکو ته د خپلې کونډې خور لپاره د یو داسې کس د پيدا کولو غوښتنه کوي چې د هغه له خور سره نکاح وکړي.

د ناستو کسانو له ډلې يو د پوخ عمر سړی په سبا د هغه ځوان د وریجو ریړۍ ته ورځي، او ورسره پیژندګلوي کوي، افغان کډوال دغه سړی له ځان سره خپل کور ته بیايي، او دغه افغان ځوان ورته د خپل ورور د علاج خبره کوي چې د ورور په علاج يې دوه لکه کلدارې مصرف راځي، او د ده له وسه پوره نه ده، خو خور يې ډیر ټینګار کوي چې د ورور علاج يې باید په هر صورت وشي.

دغه سپین ږیری چې شتمن کس دی، په سبا ورته دوه لکه کلدارې راوړي، او ورته وايي خور دې زما امانت ده او درسره دې وي.

لنډه دا چې، کله چې سپين ږیری له مهاجر کمپه خپل ښار ته روانیږي، دغه افغان ځوان ورته د جومات د دروازې مخې ته خپله خور په چادرۍ کې راولي اوورته وايي:«هن دا امانت دې واخله.»

خو سپین ږيری انکار کوي، نجلۍ یې بالاخره پښو ته غورځيږي چې ما درسره بوځه او نکاح راسره وکړه، ځکه لېور مې يو ظالم سړی دی نه غواړم، له هغه سره نکاح وکړم، سړی بالاخره مجبوریږي، او دغه ځوانه نجلۍ چې د لمسۍ په ځای يې ده له ځان سره بیایي.

د سریال ټریلر تر دې دمه میلیونونه ځلې یوازې په یوټیوب کې لیدل شوی دی.

نوټ:
بد کلتور بد وي، که هر څومره یې پټ کړو نړۍ پرې خبره ده.

2 COMMENTS

  1. دا اصلا کابلی پلو نه بلکه قابلی پلو دی. قابل ازبیک وو او د امان الله خان اشپز وو چط دغسط پلو یط پخاوو او د د ده په نامه په کابل او نورو ځایونو کی د قابلی پلو په نامه مشهور شو.

  2. دا سمه ده چې ځوانی نجونی بوډاګانو ته ودیږی، خو دا چی یو افغان خپله خور د لیلام په شکل د دوه لکه کلدارو مقابل کی یو شتمن ته ورکوی او آن د جومات مخی ته یی ورولی، دا ډیره له سپکاوی ډکه کیسه ده. بل دا چی د کابلی پلاو ( قابلی پلو) نوم یی غلط کړی. د افغانی خوراکونو نوم څلویښت کاله مخکی پاکستان کې ډیر مشهور شو. ترهغه وخته دال د پاکستانیانو ډیره غوره خوراک و چی د حلبی جامونو کی به یی له چپاتی سره خوړل. یووخت دوی د افغان جهاد له برکته شتمن شول، ډیرو افغانانو پېښور او آن اسلام اباد کی هوټلونه جوړ کړل پاکستانیان افغانی خوراک او په قاب کی په قاشق او پنجه ډوډی خوړلو حیران کړی و ډا ډول خوراک کول یی زده کړل. دا چی افغانانو به خپل پوخ کړی پلو ته قابلی پلو ویل ، پاکستانیانو فکر وکړ چی دا د کابل خلک دی، نو دخوراک نوم یی حتماً کابلی پلو دی، له هغه راهیسی قابلی پلو په کابلی پلو مشهور شو، بده خو یی لا دا چی اوس افغانستان کی هم ځینی خلک کابلی پلوووایی. دا زموږ د هغه هیوادوال نوم سره تړلی نوم دی چی له شمال ولایتو د امان الله خان د پاچاهی پرمهال کابل ته راغلی او ارګ کی آشپز و، د سقاو د زوی په راتګ یی د کابل د پل خشتی جومات ته نږدی بازار کی یوکوچنی هوټل جوړ اود ژوندتر پایه هلته میشت و ډیرو شاګردانو یی د پلو پخول ورڅخه زده کړل او د ده په نوم د قابلی پلو په نوم مشهور شو. البته پلو نور ډولونه لکه هم لری لاندي پلو ( د لاندی غوښې سره پخیږی)کشمش پلو ، قورمه پلو…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب