Homeخبرونهد امریکا د جیولوژۍ مرکز په افغانستان کې د تېرې شپې د...

د امریکا د جیولوژۍ مرکز په افغانستان کې د تېرې شپې د زلزلې جزییات خپاره کړل

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۱۵ مه )  د امریکا متحده ایالاتو د جیولوژۍ ادارې، په افغانستان کې د تېرې شپې د زلزلې جزییات خپاره کړل.

دغې ادارې ویلي، تېره شپه د کابل په ګډون د افغانستان ځینې ولایتونه زلزلې ولړزول.

دا زلزله چې د شپې په ۸ بجې او ۳۰ دقیقې وشوه، د تلفاتو په اړه یې تر اوسه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تېرې شپې زلزله د رښتر په اندازه ۵.۸ درجې او مرکز یې هم د هندوکش د غرونو لړۍ وه.

د یادې ادارې په وینا دا زلزله د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.

 د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې افغانستان له ورځ تربلې زیاتېدونکو طبیعي پېښو سره مخ دی، چې له دې امله یې په اړه اندېښنې هم څرګندې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...