جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهملا برادر: د ملي اقتصاد مشورتي بورډ جوړوو

ملا برادر: د ملي اقتصاد مشورتي بورډ جوړوو

تاند: ( شنبه، د زمري ۱۴ مه )  د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دوی د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې، د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو طرحه تایید کړې ده.

نوموړي ویلي: دغه مشورتي بورډ به د اړتیا پر وخت د مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه حکومت ته اړینې مشورې ورکوي.

په دغه بورډ کې به د افغانستان د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي مسایلو متخصصین او همداراز د سوداګرو او صنعت‌کارانو استازي غړيتوب ولري.

د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې له شرعي اصولو سره سم د چرګانو د حلالولو لپاره لارښود جوړ کړي او بیا یې د استفتاء لپاره د طالبانو مرکزي دارالافتاء ته وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب