پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان په مختلفو ولایتونو کې زلزله شوې ده

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې زلزله شوې ده

تاند: ( شنبه، د زمري ۱۴ مه )  له بېلابېلو ولایتونو څخه د تاند سرچینې وایي، چې نن شپه شاوخوا اته نیمې بجې یوه نسبتاً چټکه زلزله محسوسه شوې ده.

دا زلزله، د افغانستان د پلازمېنې ترڅنګ په ختیزو، سویل ختیزو او یو شمېر شمالي ولایتونو کې شوې ده.

د زلزلې پېژندلو ادارو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

ګومان کیږي، چې د زلزلې شدت ته په کتو سره به، د زلزلې مرکز بیا هم بدخشان ولایت وي.

تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

افغانستان شاوخوا یو کال وړاندې په پکتیکا او یو شمېر نورو سیمو کې سخته زلزله لرله، چې تر سلو زیات کسان پکې مړه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...