دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+په سختو حالاتو کي څنګه غښتلي اوسو؟

په سختو حالاتو کي څنګه غښتلي اوسو؟

ژباړه: سیف الله هلمند

دا ومنئ، چي ځيني موضوعات ستاسو له کنټروله بهر دي:

تر ټولو اړینه خبره ستاسو لپاره په لومړي سر کي دا ده، چي تاسو حقیقتونه ومنی، یاني تاسو دا ومنی، چي تاسو واقعآ هم په سختو شرایطو کي یاست او ددې شرایطو څخه د وتلو په هڅه کي یاست، ویل اسانه دي، خو ددې خبري منل، چي تاسو رښتیا هم په کږلېچو او کړېدلو ورځو کي راګیر یاست، ستاسو د سختیو او ناخوالو وروستی پړاو دی. د دا ډول شرایطو څخه د وتلو لپاره که چیري تاسو د یو ارواپوه او یا هم هر هغه څوک چي د سختو ورځو څخه تېر سوی وي مراجعه وکړی ستاسو لپاره به ډېر ګټور وي.

ځانته وخت ورکړئ، چي ټول غمونه او دردونه حس کړي:

مرګ هم داسي ځانګړی حق نه لري، چي ستاسو غم او تشویش کولو ته حقوقي بڼه ورکړي، ولي خو د یو نژدي خپل، ملګري، کورنی غړی او یا هر هغه څوک چي تاسو

سیف الله مومند

ته نژدي وي مرګ يي ستاسو د خفګان لامل کيږي، خو په داسي شرایطو کي ځانته اجازه ورکړی، غم وکړي، خواشیني وکړي، لېونتوب وکړي، چغي ووهي، ددې هرڅه څخه وروسته به تاسو خپل ځان ارام احساس کړی، درد به مو کم سي، خپل رښتنی ځواک به مو پېژندلی وي او بالاخره به تاسو خپل ټول ځان درک او حس کړی وي، خو  په یاد ولرئ، چي ستاسو د بریالیتوب سفر هم له همدي ځایه پيل کيږي او باید د خپل راتلونکي هر قدم په ډېر دقت سره واخلئ.

په مرسته غوښتلو هیڅکله هم مه ډاریږئ

د ښاغلي راجرز په یو تلویزیوني ډرامه کي یوه صحنه ده، چي راجرز د یوې خیمۍ پر درولو تقریبآ یوه دقیقه زور وهي، خو خیمه ونسي درولای، وروسته وايي ددې خیمۍ د درولو لپاره د دوه ځوانانو اړتیا ده، ملګري يي ورته وايي، چي د خیمۍ درولو صحنه به کامره کي نه راولو او یا بي د سیریز د فلم کولو ترمخه ودروو، خو ښاغلی وايي، چي نه، ځکه ددې څخه به ماشومان دا زده کړي، چي ځوانان او بالغ اشخاص هم مرستي ته اړتیا لري.

ځوانان که هرڅومره هم غښتلي او تکړه وي، په ژوند اړتیا لري، چي دې خبري ته غوږ ونیسي او درک يي کړي، چي دوی هم مرستي ته اړتیا پيدا کوي.

غښتلی او تکړه اوسېدل دا مانا نه لري، چي تاسو هیڅ مرستي ته اړتیا نه لری، کله کله دا رښتیا د درک کولو وړ وي، چي هرڅه په یواځي ځان نه کیږي. په سختو ورځو کي د غښتلي او تکړه اوسیدلو لپاره  دا درک کول خورا اړین دي، چي ځيني ستونزي او کارونه ډېر درانه وي، په یواځي ځان نه ترسره کیږي.

موږ او تاسو هر یو، یوڅه نه، یوڅه ګټور لرو، چي د یو او بل سره يي شریک کړو او د اړمنو لاسنیوی وکړو، نو راځئ چي درېغ يي نه کړو.

هرکله، چي امکان ولري، د اړمنو سره مرسته وکړئ:

په سختو ورځو کي د اړمنو سره مرسته یوازي ستاسو د روح لپاره ګټور نه دي، بلکي دا یوه ترټولو غوره لاره ده، چي غښتلی او تکړه اوسی.

په ۲۰۱۵ کال کي د ارواپوهني د علم یوې اتحاديې په یوه څېړنه کي وموندل، چي د کورنی، ملګرو او حتی د ناخپلوانو سره هم مرسته کول ستاسو د ورځنیو خستګیو او فشارونو پر کمولو زیات اغېز لري او ستاسو دماغي حالت ښه ساتي. هغه وخت چي تاسو د خپل ځان سره مرسته نه سی کولای، نو دا تقریبا ناممکنه ده، چي تاسو دې د نورو مرسته وکړی.

مهمه نه ده، چي تاسو په څومره اندازه مرسته کوی، مهمه داده، چي تاسو ځان د مرستي کولو وړ جوړ کړی، ستاسو د مهربانی یوه کوچنې کړنه کېدایسی د بل انسان د ژوند لوری یوه مثبت طرف ته تغیر کړي.

په سختو ورځو کي هر هغه مثبته کړنه، چي تاسو ته ارمتیا درکوي ترسره کوی، مهمه نه ده، چي څومره لویه او یا څومره وړه ده.

د ژوند د هري خوشالی څخه خوند واخلئ:

زه په خپل ژوند کي د خورا سختو کړاونو څخه د تېریدو په حالت کي یم، خو ماته خوړل، تسلېمدل، خپل موخي نه څارل او دهغوی نه لاسته راوړل ناممکن دي، ددې هرڅه څخه فقط زما مرګ ما درولایسي. زما پلار جان تل یوه خبره راته کوي، چي ژوند مختلف فصلونه او رنګونه لري او بریالی انسان هغه دی، چي د خپل ژوند د هر فصل څخه يي خوند واخیستی.

زه هم ستاسو په څېر یو عادي انسان یم، هرهغه مثبته کړنه، چي خوښي راکوي ترسره کوم يي، دا کړني د هر چا لپاره مختلفي دي، ځينو ته شاید د بدني ښکلا کلب ته تګ خوښي ورکوي، ځينو ته شاید مطالعه خوښي ورکوي، ځینو ته شاید د ملګرو سره لیدنه خوښي ورکوي، ځینو ته شاید د ماشومانو سره لوبي کول خوښي ورکوي……. او ځينو ته شاید نوري کړني…

ژوند چي په هره شېبه کي د خوښی وړاندیزدرته  وکړی، صرف خوند تري واخلی او خپل نور ټول تشویشونه او دردونه مو شاته پریږدی، که چیري تاسو خپل شاوخوا ته په یو مثبت نظر وګوری، زیاته خوښي او خوشالی به وګوری، ستاسو اوښکي او دردونه تلپاته نه دي، په ژوند کي هرڅه موقتي دي، مثبت فکر وکړئ، ترڅو مثبته پایله ترلاسه کړی.

د تېر څخه يي زده کړئ، په حاضره کي واوسئ او د راتلونکي لپاره چمتو اوسئ:

تاسو که چیري په کړېدلو او سختو ورځو کي د کوم ارواپوه سره لیدنه کړي وي، نو داخبره بي خامخا درته کړي وي، چي په حال وخت کي واوسیږه، دا ډېره اړینه ده، ارواپوهان خپل هر ملاقات کوونکي ته دا مشوره ورکوي، چي په حال وخت کي واوسیږی، ځکه په حاضر وخت کي اوسېدل ستاسو سره په سختو ورځو کي د غښتلي او تکړه جوړیدو کي خورا مرسته کوي.

د تېر حالت څخه فقط درسونه زده کړئ او نور یي شاته پریږدئ. د سبا لپاره ژوند مه کوئ، چمتو ورته اوسئ، ولي خو تکیه مه پر کوئ، ځکه تر سبا ژوندي پاتیدل ژمنه سوي نه دي.

تېر وخت تاسو ته درکول سوی وه، راتلونکی وخت ددې لپاره درکول سویدی، چي یو پلان ورته جوړ کړی، فکر ورته وکړی او ژوند په حاضر وخت کي وکړی، بیا هم د خپل پلار جان  دا خبره ډېره انرژي راکوي، چي وايي د ژوند د هر فصل څخه خوند واخلئ، په ژوند کي په سختو ورځو کي ځواکمن پاتیدلو لپاره دا خورا اړینه ده، چي څه لری خوند تري واخلئ او په حاضر وخت کي ژوند وکړئ، ترڅو خپل موخو ته ورسیږی.

زه پر تاسو باور لرم، چي کولای يي سی!.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب