“په کتابونو کې لټون او د متفاوتو معلوماتو له يو ځاى کولو څخه يوې نيمې نوې خبرې ته رسېدل، داسې خوند لري لکه سړى چې په خزانه پسې ګرځي او ويې مومي.”
دا خبرې د هغه کتاب د ليکوال دي، چې بې مبالغې ورته د نن ليکوال، شاعر، څېړونکى، محصل او استاد اړتيا لري.
“د نثر ليکلو هنر ” کتاب ليکوال د دغه اثر د دويم چاپ په سريزه کې مني، چې د مطالعې او غور کولو شوق ته نظم نه شم بښلى او کنترول کې يې نه شي ساتلى، خو دا هم وايي، چې مطالعه مې عشق دى او د ګرامر برخې ته مې شعوري ډېر پام کړى.
بې مبالغې خبره داده، چې عشق داسې څه نه دي، چې کنټرول شي او دا چې د اسدالله غضنفر په څېر د کتابونو عاشق، د ګرامر برخې ته شعوري پام کړى، نو د ده په خپلو ټکو د متفاوتو معلوماتو يو ځاى کولو او پرې د غور نتېجه کې همدا خزانه موندلی شي، چې د “نثر ليکلو هنر” نوم يې پرې ايښى.
دغه کتاب دويم ځلې ٤٣٧ مخونو کې مومند خپرندويه ټولنې، ٢٠٠٠ ټوکه چاپ کړى دى.
چېرې مې يوه جمله لوستې وه، چې ځينې خلک د خپل صحت پر ځاى د ژبې صحت ته ډېر پام کوي، چې کله نا کله يې دغه پام له کچې واوړي او ژبې ته د ګټې پر ځاى تاوان راوړي.
خو د نثر ليکلو هنر د ژبې کارولو دغسې يو منځلاريتوب را زده کوي، چې څنګه کولاى شو، خپلې ليکنې معنا لرونکې او په اسانۍ د لوست وړ کړو او هم هر يو ليکوال له خپله وسه سره سم د ژبې بډاينه کې برخه واخلي.
د نثر ليکلو هنر دويم چاپ د ٥٥ تحقيقي مقالو ټولګه ده.
د ليکوال په وينا د نوي چاپ ځينې مقالې داسې دي، چې لومړي چاپ کې شاملې وې، خو دويم هغه کې له تغير او تبديل وروسته شاملې شوې او يو شمېر نورې بيا له سره نوې دي.
ګرامر پوهنه متحرک علم دى، پرله پسې تجديد يې خاصه ده او د نثر ليکلو هنر ليکوال په دغه اصل ډېر ښه پوهيږي، ځکه يې د زاړه او نوي چاپ تر منځ ان د يوې نيمې اصطلاح او جملې زياتوالى او کمى محسوس کړي او سم کړي يې دي.
د نثر له معاصرو نړيوالو مېتدونو سره د ليکوال د بشپړې بلدتيا تر څنګ، په ټولو ٥٥ مقالو کې د خپلې ژبې او نړيوال ادب د معتبرو حوالو يادونه د دغه کتاب حيثيت ته خورا اهميت بښي.
غضنفر صيب غواړي، هغه څه نورو ته ورزده کړي، چې خپله يې زده دي، همدغه خوى يې تل اړباسي، ځوان ليکوال او شاعران، غور کولو او کار کولو ته وبولي.
په يوه مرکه کې يې راته وويل:
“ما يو وخت داسې فکر کاوه، چې د ګرامر په برخه کې ډېر کار شوي، خو کله چې مې يو څه دقت وکړ، پوه شوم، چې متاسفانه دې پرخه کې هم زموږ کارونه لږ دي”
خو دې سره یې د زړه خبره راته وکړه:
“دا ځکه درته وايم، چې موږ ټول او په خاص ډول هغه پوهان او ځوان محصلان چې په بوهنتونو کې دي، بايد دې لور ته ډېره توجه وکړي، ځکه دا ساحه ډېرو تحقيقاتو ته اړتيا لري.”
يوه خوا د ليکوالۍ او شاعرۍ د زده کړې پر مهال ډېر د لوړ کچ خوبونه ليدل د انسان د طبيعت يوه برخه ده او بل لور ته غضنفر صيب دا هنر لري، چې هر ليکوال او شاعر سره د هغه د ذهني کچ په دايره کې دننه خبرې کوي، ځکه يې لوستونکى فکر کوي، ليکوالي ډېر اسان کار دی او دغسې ورته د عمل ډګر ته وتل اسان شي.
غضنفر صيب دا کار شعوري کوي، دى خپله له هغو ليکوالو څخه دى، چې په ژمنتیا سره د خپل احساس څرګندونه کوي.
هغه سِر يې موندلى، چې پر اساس يې ليکوالي رښتيا هم اسانه کېږي.
دى د لفاظۍ کولو او علم نمايي پر ځاى خپلو زده کوونکو ته هم هغه راز ښيي، چې پر مټ يې هغوى هم کولاى شي د لويو ليکوالو په کتار کې ودريږي.
هغه راز چې غضنفر صيب يې په دغه کتاب کې او بل هر وخت يادوونه کوي، له خپل مسلک سره مينه او ورته ژمنتيا دي.