سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+پښتو متون سمېدل غواړي (۱۶ برخه) استاد معصوم هوتک

پښتو متون سمېدل غواړي (۱۶ برخه) استاد معصوم هوتک

سیه چشمه:

توري سترگي

احمدشاه بابا وایي:

سیه چشمه دلربایه

شکر لبه قد عرعــره

(۹۶مخ)

په (ل) او (م) کي اوله مصرع “توري سترگي دلربایه” کړې ده.

ëëë

سیه:

تور

احمدشاه بابا وایي:

هم خوشخویه عنبربویه

توري زلفي سیه مارونه

(۱۲۵مخ)

په (ل) او (م) کي له دوهمي مصرع څخه “توري زلفي تور مارونه” جوړ سوي دي.

ëëë

شکرلبه:

خوږه شونډې

احمدشاه بابا وایي:

شکرلبه سیم غبغبه

موکمره یک تنها ده

(۸۸مخ)

په (ل) نسخه کي اول نیم بیتی”خوږه شونډې سیم غبغبه” دئ او (م) هم نقل کړی دئ.

بل ځای:

احمدشاه بابا وایي:

سیه چشمه دلربایه

شکرلبه قد عرعره

(۹۶مخ)

دوهمه مصرع په (ل) او (م) کي “خوږه شونډه قدعرعره” سوې ده.

بل ځای:

شکرلبه سیم غبغبه

زمـــا خونه به تالاکه

(۱۰۸مخ)

په (ل) او (م) کي “خوږه شونډه سپین غبغبه” دئ.

ëëë

شېرین عمر:

خواږه عمر

احمدشاه بابا ویلي دي:

لکه اور ته ناقـــــــراره ځي ستیه

شیرین عمر وته شا کړې زما دله

(۱۱۹مخ)

په (ل) او (م) کي “خواږه عمر وته شاکړې زما دله” دئ.

شېرین اشنای:

خوږ مین

احمدشاه بابا ویلي دي:

نه ئې لاس وي نه ئې پښې وي

شېرین اشــــــــــــــنای روانیږی

(۱۶۵مخ)

په (ل) او (م) کي دوهمه نیم بیتی”خوږ مین ئې روانیږي” ثبت سوی دئ.

ښوراښور:

شوروشر

احمدشاه بابا وایي:

په دا ډېر ډېر ښوراښور دي نه پوهېږم

هسي نـــــــــــرم زړگی چا کړې زما دله

(۱۱۹مخ)

د پېښور چاپ ترتیبوونکي لکه چي د”ښوراښور” په پوهېدلو کي ستونزه درلوده ځکه ئې له هغه څخه “په دا ډېر ډېرشور و شر دي نه پوهېږم” جوړ کړی دئ. له (زړه) سره (شر و شور) نه لگېږي. (شروشور) عموماً په سر کي وي نه په زړه کي.

عاشقان:

مینان

احمدشاه بابا وایي:

عاشقان ئې په اور وسوه

ســــور پېزوان لکه اخگر

(۴۱مخ)

په (ل) او (م) کي “مینان ئې په اور سوي” ځني جوړ سوی دئ او نوري ټولي خطي او چاپي نسخې چي ما لیدلي دي، “عاشقان” راوړي دي.

بل ځای:

د معشوق تعریف مي وکړ

عاشـــــــــــقان به ئې لولینه

(۱۳۷مخ)

په (ل) او (م) کي”مینان به ئې لولینه” دئ.

عشق:

مینه

احمدشاه بابا ویلي دي:

ته مي غوټه د گرېوان ئې

تل د عشق غوټه په غاړه

(۹۹مخ)

دلته بیا خبره بالعکس ده. په خطي نسخو کي د عشق پر ځای مینه راغلې ده.

فراق:

بېلتون

لوی احمدشاه بابا وایي:

زړه بې څرنگ غوښي ویني ژړا نه که

د فراق اوښي په سترگــــــــو تړي ډنډه

(۹۲مخ)

په (ل) او (م) کي دوهمه مصرع داسي ژباړل سوې ده: “د بېلتون اوښي په سترگو تړي ډنډه”.

کج رفتاره:

کوږ رفتاره

احمدشاه بابا وایي:

سنبل مویه کج رفتاره

تل د زړونوســــر وهینه

(۱۳۶مخ)

په (ل) او (م) کي “سنبل مویه کوږ رفتاره” دئ.

بل ځای:

ته وچا وته هـــــــــــــم گورې

که تل هسي کج رفتار ځې

(۱۴۱مخ)

په (ل) او (م) کي “که تل هسې کوږ رفتارځې” دئ.

کښېښو:

کېښود

چي ئې سر په مینه کښېښو

هــــــــــــــــــغه یووړه محبوبا

(۲۶مخ)

په (ل) او پېښور چاپ () کي “… کېښود” سوی دئ.

بل ځای:

سرومال دي یار ته کښېږدي

په دنیا کـــــــــــــــــــــوي ناڅار

(۴۰مخ)

په پېښور چاپ کي “سرومال دي یار ته کېږدي” سوی دئ او (م) هم اخیستی دئ.

یا بل ځای:

که د یار په عشق سر کښېږدي

“احـــــــمد” ها له کا اختر

(۴۱مخ)

په پېښور چاپ کي (کېږدي) سوی دئ.


د استاد هوتک د لیکنو دا لړۍ لومړی پلا په ۲۰۱۱ م کال په تاند کې خپرې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب