شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکندهار: یوه ښځه او مېړه یې حلال شوي او یوه بل سړي...

کندهار: یوه ښځه او مېړه یې حلال شوي او یوه بل سړي خپله ښځه وژلې ده

تاند:( جمعه، د حمل ۱۸ )  له کندهار څخه راپورونه څرګندوي، چې د یوې ښځې او مېړه د حلالولو ترڅنګ یې یوه بله ښځه د خپل مېړه له لوري وژل شوې ده.

ځایي سرچینو ویلي، چې د سپین بولدک ولسوالۍ په منار چوک کې ناڅرګند کسان د ګوهر خان په نوم د یوه سړي کور ته ورغلي او هغه یې له مېرمنې سره یو ځای حلال کړی دی.

طالبانو دغه پېښه تایید کړې، خو نور جزیات یې په اړه نه دي ورکړي.

معلومه نه ده، چې حلال شوي کسان څه کاره وو.

په سپین بولدک کې تر ډېره د مشهور طالب ضد قومندان جنرال رازق قومیان ژوند کوي او طالبان تورن دي، چې د هغه د قومیانو او خپلو مخالفانو په مرموزو وژلو کې هلته ډېر لاس لري.

د یوه بل خبر له مخې: د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند د خرقې شریفي او ارګ ترمنځ په یوه کور کي یوه کس خپله ځوانه مېرمن وژلې ده.

ویل کیږي، چي قاتل د نشه یي توکیو معتاد وو.

طالبان، چې د طالبانو د واک اصلي مرکز ګڼل کیږي او مخالفان یې طالبان دغه ولایت ته په ډېرې پاملرنې تورنوي، خلک یې داسې تورونه بې بنسټه بولي او وایي چې تر هر ځای د فقر او اقتصادي ناورین له امله رواني ناروغۍ، ځان وژنې او کورنی تاوتریخوالی دلته زیات دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب