جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله نوې ګومارنې کړي

ملا هبت الله نوې ګومارنې کړي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۸ )   د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دوی عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده یو شمېر نوې ګومارنې کړي.

هغه د دغو ګومارنو جزیات په دې ډول خپاره کړي دي:

۱-د کندز ولایت مخکنی امنیه قومندان قاري بختیار، د میدان وردګ ولایت د والي په توګه.

۲-د میدان وردګ ولایت مخکنی والي حافظ محمد امین جان عمري، د غزني ولایت د والي په توګه.

۳-حاجي ملا عبدالظاهر مدثر، د بلخ د امنیه قومندان په توګه.

۴-د بلخ مخکنی امنیه قومندان ملا مطیع الله، دکندز د امنیه قومندان په توګه.

۵-د بدني روزني اوسپورت عمومي ریاست مالي او اداري رئیس مولوي عبدالودود حقاني، د افغانستان دبدني روزني او سپورت عمومي ریاست د سرپرست په توګه.

۶-د چارو اداري لوی ریاست مخکنی مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام، د چاپیریال ساتني ادارې د مالي او اداري معاون په توګه.

۷-شیخ الحدیث مولوي زر محمد، د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د مسلکي معین په توګه.

۸-د غزني مخکنی والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د رئیس په توګه وټاکل شول.

ملا هبت الله په وروستیو کې د طالبانو کابل مېشتي چارواکي کم صلاحیته کړي او کندهار ته د واک له ډېر لېږد سره یې د زیاتې ګومارنو او نورو چارو صلاحیتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

11 COMMENTS

    • واقعیت له چړۍ سره محبت او له قلم او معرفت سره دښمنې. الله ج دې دا حشرات محوه او نابود کړي. وایه امین!

  1. خارجی افغانان دلوی شیطان خبری تکراروی. ګواکی دا ده طالبان سره بیل دی. ظالیانو لوی شیطان دبګیلو او غلو پلار مات کړی وو. نو دا کوچنی شیطانان به په هغوی تاثیر ونلری.
    پردی افغانان ولی دافغانستان سره دومره زیاته دښمنی لری.

  2. دا خو د لمر په څیر روښانه او ثابته سوي موضوع دي چې د هیبت الله په نامه کس اوس حتی هډوکۍ هم خاوري سوي. په کندهار کې د ښځو په څیر مخ پټې کس د ای آیس ای جنرال دي. تاسو فکر وکړي یو څوک چې د دوې په اصطلاح یو زبرځواک په ګنډو کړي او بیا خپل مخ له ملت نه پتوي؟ کوم سلیم عقل به دا ومنئ؟ دا چې افغانستان اوس د پنجاب لخوا اشغال سوي واضح دي. ای آیس ای د بن لادن او ایمن الظواهري کوربتوب په غاړه درلود. امریکایان په لوبه پوه سول او د یو منظم پلان له مخې یې بن لادن د ایبت اباد په هغه انګړ کې له منځه یوړل کوم انګړ چې د ای آیس ای ملکیت ګنړل کیږي. پاکستان په نړیواله سطحه د ترهګرو د تمویل او ساتلو په تور ګرم وپیژندل سول. د کابل له اشغال وروسته ای آیس ای ایمن الظواهری کابل ته انتقال او د کورنیو چارو وزارت په میلمستون کې یې د سندرغاړو استاد ګلزمان د تره زوى په قوم مثلي سراج الدین حقاني ته وسپاره ، او وظیفه یې ورکړه چې امریکایانو دې د الظواهری د استوګنځي کوردینات شریک سي او امریکایان هغه برید تر سره او الظواهری له منځه ولاړ. عجیبه خو لا دا چې د حقاني شبکه غړو د DNA لپاره د الظواهری غوږنه په چاړه پرې کړي وواوپه امریکایانو ته یې سپارلي وو. د دغه خدمت په بدل کې انس حقاني ته په دوبی کې ډالرو کڅوړي هم تسلیم سوي. دغه د ترلیبانو اصلیت دي.

  3. شیخ صاحب خدای تعالی ته به د قیامت په ورز سه جواب وایی! کله چی و پوشتل سی ایا کار دی اهل کار ته سپارلی وو؟ شیخ دلاور او د کانونو وزارت دیر لیری خبره ده! شیخ بدری او مالیه وزارت! شیخ ندیم او تحصیلات عالی! ایا شیخ ندیم د جهان د ۱۰ هیوادو تحصیلی نظام او مدولونو کی معلومات لری؟ د مقرر شوی ورونه کوم یو متخصص دی که متخصص او تقوا داره وی نو بیا شه خبره ده. په هر صورت د اسلامی امارت سره دومره مخالفت چی د نظام بدلون وغوارو شه خبره نه ده بلکی بهتره داده چی اسلامی امارت ته نیکی مشوری ورکرو او اصلاحات ورکی راولو. الله تعالی دی یی زموژ سره اصلاح کری.

    • د اسلام یو اصل وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ دي. خو داسې یو چا ته مشوره ورکول چې له ملت نه د ښځو په څیر پرده ګران کار دي. او بله دا چې ځه دا به ومنو چې د هیبت الله په نامه یو څوک سته، نو ایا هغه انسان به د ملت مشوره ته غوږ کیږدي چې واک ته د رسیدلو لیونتوب او جنون يې دې ته اړ کړي چې خپل شل کلن زوى ته له باروتو ډک واسکټ ور واغوندي او د هلمند په ملکي بازار کې ځان ته انفجار ورکړي او په لسګونو بې ګناه انسان قتل کړي. دا خبره زه په اسنادو ثابتولی شم. د هیبت الله اعلامیه په دې هکله په مجازي مډیا کې موجوده دي. اوس قضاوت ستا په لاس داسې خلکو سره څه ډول معامله باید وشئ؟ خو ارمان مې دا دي چې هر ځل دوې له ماتې سره مخامخ سي دوې لکه بګیل سوي مړزان چو چو ناري کړي او تیښته وکړي او دښمني یې پښتنو ته پاتې سي. د دغو د جهالت بیه تیر ځل هم پښتنو ادا کړه او داسې ښکاري چې تاریخ تکرارېدونکې دي.

  4. خو که دا زل دوی اصلاح نشی پشتانه به داسی غرق کری چی بیا یی د اوچتولو امکان دیر کم وی. طالبان باید زانونه اصلاح کری. فرض کره د ۱۰ کالو لپاره د دوی حکومت وی نو سه مشوری ورته لری؟ دا به منو چی اسلامی امارت هم مثبت نقاط لری او هم منفی. اوس مهم وخت دی چی طالبانو سره هم همکاری وکرو او هم نیکی مشوری ورکرو. که یی غواری یا نه اوس پر افغان ملت حکومت کوی ، تقریبا کامل تسلط لری، خرجیان یی جواب کرل، فرعونیان او لندغر یی ورک کرل، فحشا او فساد یی تقریبا ختم کر، نسبی امنیت یی تامین کر او…
    اوس نو ما او تاته پکار دی چی عملا خو یو سه وکرو. په کوم زای کی د انجینو ابتدایی مکتب یا کورس یا کلینیک یا علمی مرکز پرانیستی؟ ایا یو سو یتمان او غریب نازولی دی؟ ایا کوم مسجد یا مدرسه مو فعاله کری؟ ایا د پوهنتون یا مکتب سره مو کومه مرسته د لابراتور، کتاب ، کتابچی او … کریده؟ هسی په خبرو او انتقاد نکیژی عملا ما او تا سه کری؟ طالب یی غلط ، اشرف یی غلط، کرزی یی غلط تا شخصا ما شخصا د ملت او الله لپاره واقعا سه کری؟ باور وکه دوستان می خارج او شکی بهوی وایی افغانستان کی ظلم دی. نور عمل کم یا نشته په اروپا کی خپل عیش نوش کوی هسی یوازی نقد کار نه کوی باید خپله سه وکرو.

  5. اصیل افغاناان باید پوه شی چی هیبت الله میبت الله اصلآ وجود نلری بلکه ددی نامه لاندی د پنجابی پاکستان له خوا تعین شوۍ پنجابۍ افغانستان باندی حکمرانی لری او ددی خرڅون باره کښی د افغان ملت سره تماسونه شروع کیږی تر څو افغان ملت پاڅون ته اماده شی !!!!

  6. دا ملا خینزیر او که ملا لوطی معلوم نه ده چی کوم حرامونی ده تر اوسه چا نه ده لیدلی کله یو پنجابی کونه خلکوته واړه وې مخ دیوال ته چی دا یې د کوچونوالی عادت ده او بعضی لوطیان چی له هیرا مندی راغلی د پنجابی ناروا ځامن بیا افغانانو ته افغان خارجی خطاب کوی خپله یې ناموس پنجابی ته خوشې کړی بیا نورو ته پردی وای دا د دله ځامن اوس غلا شروع کړی لکه سپی وګی شوی دشپی ناوخته چی په هر پوسته برابر شی حتا سل افغانی هم در نه اخلی انشالله چی ډیر زر ورکیږی

  7. هغه چی اوس هم لا دپاڅون خبری کوی دوی باید روانی شفاخانی ته یوړل سی.
    که زه دغروال په ډول ساډیست کس سم نو وبه وایم ښه ده راسی. دا ګز او دا میدان. په دی شرط چی دملا هیبت الله اخند په ډول به ته هم خپل اولاد له اروپا راولی.
    دا پاڅون به دپنجشیری لوچکانو په ډول سی، اوس پنجشیر له لوچکو خلکو آزاد سوی. پښتانه لوچکان که چیرته غلی ننوتلی وی دغروال پاڅون به یی میدان ته راولی او انشاء الله چی امارت به پښتنی سیمی هم له لوچکانو پاکی کړی.
    خلک اوس بی پدره او لوچک خلک پیژنی. هغوی ته له کنځلو سوا بل څیز ندی پاته. هغوی اوس هم داسی کمعقل دی چی له دوو کالو وروسته هم هغه دجمبوری دوری خبری تکراروی.

    • د پنجاب کوکری ثابتګی ته : تاسی دکوڅو لوچکانو او مضرو کمونیستانو او تنظیمونو څخه هم د افغان ملت لپاره مضر تره یاستۍ تاسی قدیانی کافرانو او تهدابی بی ناموسانو د پنجاب غلامی لاندی افغان ملت د تامی بدبختی او تباهی سره مخامخ کړۍ دی تاسی بی ناموسه خائینین باید له مینځه یووړۍ شۍ افسوس چی ددی عملی کیدل به لږ څه وخت ونیسی اما عملی کیدونکی دی او ددی قدیانیو غلامو تربیه شوو لوچکانو څخه به افغانستان خالی کیږی او د تاسو پنجابی پاکستان به هم لازمه سزا وینی !!!!

      مضره مکروبی غلامه ثابتګیه ، د تاسو مضرو غولوونکیو مضرتوب برخه کښی زه د ۱۹۸۱ کال راپدی خوا د تاسو بادار امریکائی خائین خلیلزاد او دده اصلی بادارانو امریکایانو سره په جنجال کښی ووم او دوی د تاسو تربییه شوو غلامو په واسطه د تنظیمونو څخه د مونږ سلاح جمع کولو پروګرام په ۱۹۹۶ کال کښی سبوتاج کړۍ شو تاسی د افغان ملت تباهی لپاره روزل شوی او راوستل شوۍ یاستۍ تاسی باید له مینځه ولاړ شۍ او د تاسو په وسیله د پنجابیانو حکمرانی باید حتمی ختمه شی !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب