پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا د افغانستان په اړه بله ځانګړې غونډه کوي

امنیت شورا د افغانستان په اړه بله ځانګړې غونډه کوي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۸ )  د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپلو ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په اړه ځانګړې غونډه کوي.

په دغه سازمان کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، د پنجشنبې په شپه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو د کار په اړه غونډه وکړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د سه شنبې په ورځ وویل چې ملګري ملتونه به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د دغې پریکړې پر ناوړه اغیزو خبرې وکړي.

مخکې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما د ملګروملتو په دفترونو کې د افغان کارکوونکو د منع کېدو په اړه د طالبانو پرېکړه په کلکه وغندله.

یوناما په یوه بیان کې ویلي چې طالب مشرانو ورته ویلي چې نور افغان ښځې د ملګروملتو په دفترونو کې د کار اجازه نه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل دا طالبانو دا پرېکړه له وجدانه لیرې بللې او په خپل ټویټر یې لیکلي دي، که طالبان دا پرېکړه بېرته وانه‌خلي نو میلیونونه خلک به په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، له مرستو بې برخې شي.

نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له خوا د افغان ښځو پر کار کولو بندیز په افغانستان کې د بې وزلو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب