زلمی نصرت
دنمارک
ترهکی، امین، ببرک او نجیب؛ څلور نومونه، څلور تریخ برخلیکونه او د افغانستان د معاصر تاریخ څلور دردونکې پاڼې.
موږ لا هم د تېر تاریخ له درس اخیستلو پر ځای، خپل مړي د نننیو سیاسي جگړو، ان تر قومي، شخړو ډگر ته راکاږو؛ داسې شخړې چې ناوړه پایلې لري او د ملي کټو او د افغانستان د ثبات لپاره جدي زیانونه رامنځته کوي. یو اتل جوړوو، بل خاین بولو، یو ناجي گڼو او بل د ټولو بدبختیو مسؤول.
د «قهرمانجوړونې» او «ناجيتراشۍ» پر دریځونو دومره ټینگار کوو چې خپل مخالف او منتقد تر داره پورې رسوو؛ خو دا هېروو چې د دغو سیاسي شخړو او د واک د جگړو پایلې، په ډېرو مواردو کې، له ماتې، وینې، تاوتریخوالي او ورانۍ پرته بل څه نه وې.
موږ ټول شاهدان یو چې د ځانغوښتنې، د واک د سیالۍ او له بهرنیو لوریو سره د جوړجاړي او همکارۍ په نوم، او کله هم د پرمختگ او دیموکراسۍ تر شعارونو لاندې، د هغوی د گټو په چوکاټ کې، د دغو رهبرانو برخلیکونه څنگه بدل شول.
ترهکی څنگه له واکه ولوېد او ووژل شو؟ امین څنگه او په څه ډول ووژل شو؟ د ببرک کارمل سیاسي پای څنگه له تلخۍ سره مل شو؟ او نجیبالله څنگه دار ته وخوت؟ دا ټولې زموږ د تاریخ ترخې برخې دي.
هغوی د ژوند تر پایه د یو بل په حذفولو او بدنامولو کې لنډون ونه کړ. د «غدار»، «شیاد»، «نامرد»، «نارفیق» او «خاین» په څېر الفاظ د سیاسي سیالۍ د عادي ژبې برخه گرځیدلې وه.خبره تر دې ورسېده چې شخصي او ناموسي سپکاوی، بدنامول، توطیې، لاس اچول، وهل او ډبول، شکنجې او ډول ډول دسیسې د سیاسي مبارزې داسې برخه وګرځېدې، چې زندانونه ډکېدل او تشېدل، حتا زرگونه گوندیان د یو بل په لاس ووژل شول.
خو اصلي پوښتنه دا ده: موږ له دې هر څه څخه څه زده کړل؟
که د ترهکي، امین، ببرک او نجیب برخلیک زموږ لپاره یوازې د دې وسیله وي چې خپل مشر سپین او د بل مشر تور ثابت کړو، نو له تاریخ څخه مو هېڅ نه دي زده کړي.
موږ هر کال خپل مړي له قبرونو راوباسو او د هغوی په نوم د ژوندیو جگړو ته دوام ورکوو؛ یو سپېڅلی کوو، بل خاین، یو ناجي او بل د هېواد د بدبختۍ عامل بولو.
خو لا هم له ځانه نه پوښتو چې ولې دا ټول «قهرمانان» او «ناجیان» په پای کې له دومره غمجن او بې وسه برخلیک سره مخ شول؟ د هغوی د سیاسي لارو پایلې څه وې؟ او موږ ولې لا هم د هماغو ناکامو لارو د تکرار پر دوام ټینگار کوو؟
شاید اوس وخت رارسېدلی وي چې د قهرمان او خاین له جوړولو مخکې، یو ځل له ځانه وپوښتو:
ایا ستونزه یوازې په تېرو رهبرانو کې وه، که موږ لا هم د شخصیتپرستۍ، تقدیس، حذف، کرکې، مطلقپالنې او د مخالف د خاین گڼلو هماغه کلتور له ځان سره لېږدوو؟
تاریخ د دې لپاره نه دی چې هر کال یې مړي د خپلو نننیو جگړو لپاره وکاروو او واټنونه لا زیات او ژور کړو. تاریخ د دې لپاره دی چې له تېرو تېروتنو، ماتې او تجربو زده کړه وکړو.
که له تاریخ څخه زده کړه ونه کړو، تاریخ به په خپله تکرار نه شي؛ موږ به بیا هماغه تېروتنې تکراروو. بیا به، د پرون په څېر، د خپلو ماتېخوړلو «قهرمانانو» پر قبرونو ولاړ یو او یوازې به دا پوښتنه کوو:
ولې؟!
وروستۍ خبره:
هر کال د مړو د یادبود په نوم راټولېږو؛ خو د هغوی د نوم، عزت او خدمتونو د ژوندي ساتلو پر ځای، د هغوی د رسوايۍ نوی باب پرانیزو.
مړي نور زموږ د شخړو د حل لپاره خبرې نه شي کولی؛ نو لږ تر لږه دومره خو وکړو چې د هغوی له نومونو سره انصاف وکړو. یادبود باید د درناوي ځای وي، نه د حسابپاکولو، تورونو، شخصي گټو او سپکاوي میدان.
نن په ډېرو محفلونو کې د یوه کس د نوم د ژوندي ساتلو لپاره د هغه عزت وژل کېږي؛ او دا د تاریخ پر مخ زموږ د ناپوهۍ یوه بله کرښه ده.
نقد نه منو؛ استدلال او منطق نه منو؛ واقعیتونه نه منو؛ تېروتنې او خطاوې نه منو؛بخښنه غوښتل نه پیژنو؛ بدلون نه پیژنو؛ بحث په ښکنځلو بدلوو؛ ماته نه منو؛ د اشغال او جگړې واقعیتونه نه منو؛ تر مستعار نوم لاندې له دروغو او کرکې ډک مواد خپروو او بیا ځانته «انقلابي» او «مبارز» عدالت خوا هم وایو او په دې توگه خپل ناارامه وجدان ته د ارامتیا لنډمهاله پلمه برابروو.
شاید تر ټولو لوی درس دا وي چې د مړو د تقدیس پر ځای، باید د هغوی له تاریخ څخه زده کړه وکړو؛ د شخصیتونو پر ځای اصول وسنجوو، د کرکې پر ځای نقد وکړو، او د سیاسي میراث پر ځای د پایلو په اړه فکر وکړو.
که تاریخ یوازې د خپل دریځ د توجیه کولو لپاره کاروو، نو تاریخ مو نه ده زده کړې؛ بلکې یوازې مو د خپلو شخړو لپاره نوی نوم پیدا کړی دی.