لنډیز
ژبه ټولنیز، بدلېدونکي، قراردادي، اکتسابي پدیده ده چې د انسانانو ترمنځ په ټولنه کې د پوهولو او راپوهولو لپاره استعمالېږي؛ د ژبې ټولنیزتوب په دې کې دی چې د یوې معلومې ټولنې له یوې معلومې ژبې څخه کار اخیسیتل کېږي. قراردادي ځکه ده چې د ټولنې د افرادو ترمنځ د یو شی نوم، قرارداد کېږي. اکتسابيتوب يې هم په دې کې دی چې ژبې له ټولنې څخه زده کېږي.
ژبه او ټولنه د یو بل سره لازم او ملزوم دي، که ژبه نه وي ټولنه هم به نهوي. ژبه د اړیکې ټینګولو، یوه وسیله ده؛ حتی تردې چې ویلي شو که ژبه نهوي د انسان ټولنیز ژوند مختل کېږي.
ټولنه تل د ژبې سره په ارتباط کې څېړل کېږي یعني د هرې ټولنې ټول شتمنۍ په ژبه کې نغښتې دي. د یوې ټولنې پر فرهنګ پوهېدل پرته له ژبې څخه ګران کار ده .د ژبې په وسیله انسانان د خپلې ستونزې، هیلې، اندونه، خیالونه… بیانوي خپلې پوهې او تجربې نورو سره شریکوي؛ البته ستونزې، هیلې تجربې هغه وخت بیانېږي چې یوه ټولنه موجود وي کهنه د بیانول يې هېڅ اړتیا نهشته
لنډه دا چې ژبې او ټولنې د یو بل سره لازم او ملزوم دي او مستقیمه اړیکه لري.
کلیدي ویي
۱ـ ژبه ۲ـ ټولنه ۳ـ د ژبې او ټولنې اړیکه
سریزه
د ژبې او ټولنې ترمنځ پر اړیکو باندې غږیدل د نړۍ د ژبپوهانو او څېړونکو لپاره د پاملرنې وړ خبره وه او ده . دوی په دې ارتباط اوږدې څېړنې کړې دي، زموږ د هیواد ژبپوهان هم د ژبې او ټولنې پر اړيکو باندې څېړنې کړي دي او خپل مضمونونه په بېلابېلو خپرونو کې چاپ کړي دي . زه هم له همدغو منابعو نه د استفادې خپلې څېړنې ترسره کړې یم؛ ددې تر څنګ له نورو اېنټرنېټي سایټونه څخه هم استفاده کړې یم.
سیدجبیر هاشمی
ژبه
استاد محمود مرهون په خپل اثر کې د (ژبپوهنې بنسټونه) د ژبې د تعر یف په اړه وايي: ژبه ټولنیز، تړوني(قراردادي)اکتسابي، بدلېدونکی او بیولوژیکي پدیده ده چې د انسان په خوله کې قرار لري او د هغه د ښورولو په وسیله انسان مانا لرونکي او بې مانا اوازونه را باسي .د دې کار په ترسره کولو د خپلې هیلي، غوښتنې، فکر ، خیالونه، موخې، احساسات نورو ته ښایي.
په همدې اثر کې په بل ځای کې وايي ژبه د پوهولو او راپوهولو وسیله ده چې انسانان؛ په مختلف ډول کار ځنې اخلی.
استاد ضیاالاسلام شېراني په خپل لکچر نوټ کې وايي چې ژبه د نښو نښانو یوه ټولګه ده چې هره نښه یې د انسان د غوښتنې، اندونه، خیالونه، … ښکارندويي کوي؛ چې دا ژبه یوازې د انسان پورې منحصره ځانګړنه ده چې انسان له نورو موجوداتو څخه بېلوي.
یا ژبه له غږیزو نښو څخه جوړ سیستم دی او د ټولنیزو ډلو د یو ځای کولو وسیله ده(تولیدي فونواوژي ۱۳۹۸ ۱۰،مخ)
په کابل مجله( ۱۳۳۶ ل.ل) کال کې د ژبې په اړه داسې راغلې ده چې ژبه طبیعي حادثه نهشي کېدای بلکې وضعي شی دی، چې پخپله د ټولنې له خوا جوړه او متکامله شوې ده.
د ځینو پوهانو او ژبپوهانو په اند ژبه د مانالرونکو نښو په تېره بیا د یو ځای شویو وییونو په واسطه د افکارو ، خیالاتو او عزم يا د عزم د غوښتنو څرګندول او ښکاره کول دي.(ژبه او ټولنه:۲۴،۱۳۹۴مخ).
ټولنه
ټولنه، اجتماع یا Sociteyله لاتیني ژبې Sociusڅخه چې د انډیوال، ملګری په مانا دي فرانسوي Societe ژبې ته راغلې ده چې د شرکت په مانا ده. دغه اصطلاح په (۱۹۳۰) زېږديز کال کې هغو کسانو ته کارېده « څوک چې په ګانډیتوب او تعامل کې سره تړلي وي او په یوه منظمه ټولنه کې له ګډ ژوند نه ښه خبر وي.» خو په اتلسمه پیړۍ کې د سکاټلېندي اقتصاد پوه (ادم اسمیت) له خوا دا څرګند شوه چې یو ټولنه له جلاجلا خلکو څخه جوړه شوي وي چې د خپلې ګټې لپاره کار کوي او یو بل ته زیان رسولو ډډه وکړي.
په پښتو پښتو تشریحي قاموس کې ټولنه د غونډه، مجلس، اجتماع، تشکیل، نفوس،مجمع او جمعیت سره یو ځای کېدنه راغلې ده. په همدې فرهنګ کې ټولنه داسې تعریف شوې ده:«د انسانانو ګڼې ډلې ته وايي چې یو له بل سره رازراز اړیکې لري؛ بنسټیزې اړیکې يې د مادي نعمتونو تولید او د تولید د وسایلو په برخه کې وي.»
ټولنه د خلکو ټولی، د خلکو ډله،د یوه ښار یا یو هېواد خلک چې په خپلو کې ګډ ارزښتونه ،ولري ټولنه بلل کېږي .(د عمید فرهنګ: ۴۵۱،۱۳۸۳مخ)
ټولنه هغه زیات شمېر وګړي دي، چې د خپلو ټولنیزو اړتیاوو د اقناع لپاره په ګډه سره لګیا دي (په دوه اړخیز اغېز کې قرار لري) او ګډ کلتور لري.(ژبه او ټولنه :۲۲،۱۳۹۴مخ)
ټولنه یو ستره ټولنیزه ټولګه ده چې په یوې ګډې سیمهییزې یا ټولنیزې سیمې ګې سره شریک وي او معمولا د یوه سیاسي واک او واکمنو، کلتور او هیلو تابع وي.
د ژبې او ټولنې اړیکې
لکه څنګه چې مخکې مو وویل :ژبه ټولنیز او اکتسابي پدیده ده ، یعني که ژبه نه وي ټولنه هم به نه وي .پوهان په دې نظر دي چې د ژبې تاریخ د ټولنې تاریخ سره ټینګ تړلی دی.ژبه په ټولنه کې د پوهولو او راپوهولو لپاره استفاده کېږي او په مجموع کې د انسان په شعور کې د عیني واقعیت د انعکاس وسیله ده، ژبه د ټولنیزو عملیو د پلانولو او د لارښودنې آله هم ده.(ژبه او ټولنه:۱۳۹۴، ۳۷مخ)
له پورتنۍ څرګندونې څخه دا پایله لاس ته راځي چې ژبه په اصل کې د ټولنیز ژوند بنسټ او اساس دی؛ او که چېرته ژبه نهوي نو د انسانانو ګډ فعالیت او هڅې به هم چې د دوی د دوام او بقا ریښتنې ستنې دي وجود ونهلري .
ژبه هغه وسیله ده، چې د انسان او ټولنې ترمنځ ارتباط ټینګوي، د انساني ټولنې ستونزې بیانوي، انسانانو ته دا واک ورکوي؛ چې د داسې ستونزو د حل لپاره خپل منځي اړیکې ټینګې کړي .
ژبه اکتسابي پدیده ده ، په میراث نه اخېستل کېږي. ددې خبرې مانا دا ده چې یوزېږيدلی ماشوم د پیدا کېدو سره سم یو جوته ژبه نهلري؛ بلکې په راوروسته د یو نسل څخه زده کوي. دا ټکی موږ ته راښايي چې ژبه له ټولنې څخه زده کېږي او ژبه یو ټولنیز پېښه ده چې د ټولنې سره کلک تړاو لري.
کوم بدلون چې په یوه ټولنه کې راځي که د اقتصاد له اړخه، کلتور، یا نورو برخو کې رامنځته کېږي؛ په ژبه کې ځای نيسي او د هغې ژبې په ویيپانګه کې ورننوزي. د هرې ژبې ویيپانګه د هغې ژبې تحول او بدلون راښايي او لکه څنګه چې ټولنه ثابت نه پاتې کېږي نو ژبه هم ورسره بدلون کوي. (شېراني:۱۴۰۲ل.د ژبې تاریخي تحول : لکچر نوټ)
ژبه او ټولنه پر یو بل باندې اغېز لري . که ته غواړې ، د یوې ټولنې مطالعه د هغه ولس پر ژبه له پوهېدو پرته نیمګړې وي.همداسې د ژبې زدهکړې له ټولنې پرته نیمګړې وي؛ ځکه چې د یوې ټولنې فرهنګي ځانګړنې په ژبه کې رابرسېره کېږي او برعکس پر ټولنه ژبه اغېز کوي.( استاد اجمل ښکلی: اېټرنېتي مقاله)
ژبه د ارتباط ټینګولو وسیله ده، ژبه د خپلې تجربې د شریکولو وسیله دهلکه څنګه چې استاد ضیاالاسلام شېراني وايي:«ټولنه هغه وخت پرمختګ وکړ چې انسانان خپلې تجربې یو د بل سره شریکې کړې او دا چار یوازې د ژبې په واسطه کېږي.»(شېراني،۱۴۰۲ل.د ژبې تاریخي تحول : لکچر نوټ)
ژبه د ټولنې د پرمختګ مهمه وسیله ده؛ او د ټولنې پرمختګ او پرمختیا د ژبې د پرمختیا او د ودې یو اغېزناک عامل بلل کېږي. ژبه د بشري ټولنې د معاشرت مهمه وسیله ده او بې له ژبې بشري اړیکه ناممکنه ښکاري. ژبه هسې چې تر اوسه پورې ګڼل کېده کومه فطري یا غریزي یا عضوي او بیالوجیکي حادثه نهد؛ بلکې یوه اجتماعي او کلتوري حادثه ده، چې پوره اکتسابي جنبه لري.
پایله
ژبه او ټولنه د یو بل سره نېغه او مستقیمه اړیکه لري. که ژبه نهوي نوټولنه هم له منځه ځي؛ او که چېرې ټولنه نهوي ژبه هم به نهوي.
ژبه څنګه چې پوره اکتسابي او ټولنیز دي د پوهولو او راپوهولو لپاره استفاده کېږي نو ویلي شو چې باید یوه ټولنه موجود وي ترڅو چې له ژبې څخه کار واخېستل شي .
بل دا چې هره ژبه د هر هېواد په سیاسي، اقتصادي او کلتوري وده کې رغنده رسالت سرته رسوي. ژبه د جهاني کلتورونو یو له بله د پېژندلو او نېږدې کولو کې اړیکې ټینګوي؛ د هغوی پرمختګ موږ ته راښايي او زموږ کلتوري(مادي او معنوي) شتمنۍ نورو ته ورمعرفي کوي.
ژبه ده چې د ټولنو ترمنځ فکرونه ، خیالونه او تجربې شریکې کوې په حقیقت کې ژبه د ټولنې محصول او د ټولنې په چوپړ کې ده.
یعني ژبه په ټولنه کې منځته راځي ، وده کوي بدلونونه پکې راځي او دا بدلونونه د هغو تحولاتو سره تړلي دي، چې په یوه ټولنه کې رامنځته کېږي او په ژبه کې څرګنديږي .
لنډه دا چې ژبه او ټولنه یو له بل سره کلکې اړیکې لري او یوه د بلې مکمله او بشپړونکې دي.
ټنیوال، مولا جان(۱۳۹۴ل.ل).ژبه او ټولنه کابل: مومند خپرندویه ټولنه
شېراني. ضیاالاسلام. (۱۴۰۲ل.ل). د لېسانس دورې لکچرنوټ.(د ژبې تاريخي تحول): کابل پوهنتون
د عمید فارسي فرهنګ.(۱۳۸۳ل.ل)، تهران:امیر کبیر د خپرونو موسسه
مرهون،محمود. (۱۳۹۸). د ژبپوهنې بنسټونه،.کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
وحدت،عبدالسمیع. (۱۳۹۸ل.ل). تولیدي فونولوژي،کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه