دوشنبه, جولای 1, 2024
Home+بابا معيار کړئ| سردار ولي

بابا معيار کړئ| سردار ولي

نن د اوسني افغانستان د بنسټګر (#احمدشاه_بابا) د مړينې ۲۵۲ تلين دی.

د سويس نامتو تاريخ پوه جکوب برکخارت Jacob Borckhardt وايي:

“موږ پخواني هغه کسان ستر ګڼو چې د هغوی کارنامې زموږ شته والي تر تاثير لاندې راولي او د هغو له ژوندانه پرته موږ د خپل شته والي تصور نه شو کولای.”

څنګه چې افغانستان لرغونی او د زرګونو کلونو هېواد دی، ستر کسان یې ډېر دي، نو ځکه د افغانانو ثقافت شتمن دی، که څه هم دوی په عصري تمدن او ټکنالوژۍ کې وروسته پاتې دي، دغسې سترو کسانو په نظامي، سياسي او ټولنيزو برخو کې خپلې کارنامې، ويناوې او په میراث پرې ايښي دي.

له نن نه ۲۵۲ کاله وړاندې په همدې ورځ احمدشاه بابا د کندهار ښار ختيځ توبې غره کې د خپل يوه قومندان پر کور وروستۍ ساه ور کړه. ياقوت شاه باوري لومړی کس و چې د مړينې خبر یې پټ وساته، تېمورشاه ته یې ليک ولېږه چي چابک کندهار ته راشي او د سلطنت واګي په لاس کي ونيسي. برخوردار اڅکزي د بابا مړی په يوه تسکره [د مړي وړلو تخته] کې وپېچه او دباندې خلکو ته یې وويل چي بابا سخت ناروغ دی، ياقوت او برخوردار به کله نا کله کټ ته نږدې شول چې د بابا احوال واخلي، موخه یې دا وه چې تېمورشاه را ورسېږي، چې تر هغو د مړينې خبر یې دباندې ونه وځي.

د شفاهي روايتونو له مخې کله چې د اوسني افغانستان بنسټګر [#احمدشاه_بابا] په ځوانۍ کې د آس څخه د لوېدو له امله د پزې په ناروغي اخته شو، د ژوند په وروستيو شپو ورځو کې د پزې خوراړه (سرطان) ناروغي ورلوېدلې وه، د تداوۍ وار چې یې تېر شو، نو د طبيبانو په مشوره د کندهار ختيځ اڅکزۍ توبې ته ولاړ، ځکه هوا يې د ناروغۍ لپاره مناسبه تشخيص شوې وه.

بابا د (۱۷۷۳ع جون پر درېیمه) د لومړۍ خور [ربيع الاول] په دوهمه د پنجشنبې په ورځ د ختيځ کندهار توبې په لمن [مرغه] کې د [شپشيون برج] ته نږدې په [يرغکۍ] کلي کې د خپل يوه باوري دوست (برخوردار خان اڅکزي) په کور کې وفات شو.

د بابا د برياليتوب تر ټولو مهم ټکی د هغه ولسي توب و، دد ده امپراتوري د ولس په منځ کې داسې ځای ونيوه چې د اتلسمې پېړۍ داسې له برمه ډکه او د ملتپالنې سېمبول وو چې هېڅکله له ملته پناه او په دېوالونو کې ایسار پاته نه شوه، ځکه خو کندهار کې د شاه په نوم ماڼۍ، حصار او کلا نشته…

د افغانانو د مسکنت او غرني عاداتو سره سم دې پاچا هېڅکله ورېښمن پټکۍ پر سر نه کړه، د تخت پر ځای پر ځمکه ناست او دربار کې هېچا ته د تعظیم او چاپلوسۍ اجازه نه وه.

لنډه دا چې اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان وروستۍ او اسلامي نړۍ دوهمه امپراتوري چې سیمه یې له مشهد څخه تر ډهلي او له امو څخه تر عربي سمندر پورې وه؛

بابا په لنډ وخت کې د افغانستان تيت او پرکې سيمې او هغه برخې چې د پرديو تېري کوونکو لخوا له خپل اصلي وجود څخه پرې کړل شوې وې؛ بېرته ټولې په مرکزي افغان دولت پورې وتړلې او له هغو یې يو لوی متحد او خپلواک هېواد جوړ کړ، ژمنۍ پلازمينه یې پېښور او نور وخت کندهار د دې امپراتورۍ پلازمينه وه.

اروا یې ښاده!

څېړنه او لیکنه: استاد سردار ولي

ترتیب او متني تصحیح: عبدالوهاب مومند

۱۴۰۳/۳/۱۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب