Homeخبرونهله کابل سره د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا شریکیدل

له کابل سره د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا شریکیدل

تاند ( ۳ شنبه، د جوزا ۱۵ مه) په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې د درېیمې ترسره کېدونکې ناستې اجنډا د دوی رژیم سره شریکه شوې ده.

د مجاهد په وینا، دوی به د اجنډا تر ارزونې وروسته په دغه غونډه کې خپل دریځ او شرطونه مطرح کړي.

نوموړی دغه راز د دوحې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو رژیم د شرطونو په اړه خپاره شوي رپوټونه بې بنسټه ګڼي.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه تر راتلونکې څه کم یوې میاشتې د ملګروملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو له حضور سره په دوحه کې جوړه شي.

طالبانو د دوحې په دویمه غونډه کې ګډون رد کړی و، چې له امله یې سختو نیوکو سره مخ شوي وو.

د دوحې د را روانې غونډې په درشل کې د طالبانو پر رژیم له بېلابېلو لوریو ټینګار دا شوی، چې دغې غونډې ته خپل پلاوی واستوي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې طالبان او د غونډې ګډونوال به د غونډې د اجنډا په تړاو کومو پر کومو موضوعاتو هوکړې ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...