یکشنبه, جون 30, 2024
Home+فرانسه: د تزریق کېدونکې مادې لپاره مقررات

فرانسه: د تزریق کېدونکې مادې لپاره مقررات

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) د فرانسې روغتیایي چارواکو د پیچاري کېدونکي هایالورونیک اسید د کارولو لپاره د ډاکټر نسخه لازمي کړه.

د ښکلا درملنې لپاره د هایالورونیک اسید د شهرت له ډېرېدو سره، په فرانسه کې د غیر مسلکي کسانو له خوا د هغې کارول ډیر شوي، له همدې کبله د دې هیواد روغتیایي چارواکو په وروستیو کې د دې محصول د کارولو لپاره نوي مقررات وضع کړي.

د فرانسې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ: «له اوس څخه هایالورونیک اسید د تزریق لپاره د ډاکټر نسخه لازمي ده.»

هیالورونیک اسید (HA) د سینګار یوه مشهوره ماده ده چې د پیچکاري یا انجیکشن په وسیله په ښکلا درملنې کې لکه د مخ د ګونځو د ډکولو یا لیرې کولو او د شونډو یا بارخوګانو د اندازې د لویولو لپاره کارول کېږي.

دا ماده په طبیعي ډول د انسان په بدن کې موندل کیږي او دا احتمال نه شته چې د الرژۍ یا جانبي عوارضو سبب شي. که څه هم د دې محصولاتو ضمني اغیزې خورا لږې دي، خو که یو غیر متخصص شخص دا درمل پیچکاري کړي، ډېر امکان شته چې د جانبي اغیز او خطر سبب شي. په داسي حالت کې یې جانبي عوارض الرژي، نیکروسس، انفیکشن (عفونت) یا حتی ړوندوالی دی.

د فرانسې د روغتیا وزارت وايي: “له څو کلونو راهیسې، دا ډول پیچکارۍ خورا عامې شوي دي او اکثره کسان په خپل سر دا کار کوي.

په جرمني کې څو تنه په دې خاطر په بند محکوم شوي.

د بریتانیا حکومت د تیر کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې د دې ډول پیچکاریو د خوندیتوب لپاره پر یوه نوي قانوني پروسه غور کوي. دغه هیواد له 2021 څخه تر 18 کلونو کم عمر لرونکو خلکو ته د انجیکشن وړ موادو کارول هم منع کړي دي.

ځینو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې بریتانیا لاهم په سختو شرایطو کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب