سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهد م.م. کاروپوهانو له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د فلطسین دولت په...

د م.م. کاروپوهانو له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د فلطسین دولت په رسمیت وپېزني

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) د ملګروملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ (جون 3) له ټولو هېوادونو وغوښتل چې په منځني ختیځ کې د سولې د تضمین لپاره د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

د ټولو هیوادونو له خوا د فلسطین د رسمیت پیژندلو غوښتنه څه کم یوه اونۍ وروسته له هغه وشوه چې هسپانیا، ایرلنډ او ناروې په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپیژانده.

دې کار اسراییل غوسه کړی ځکه چې په غزه کې له شاوخوا اتو میاشتو جګړو وروسته ځان ورته په نړۍ کې په زیاتیدونکي توګه منزوي ښکاري.

د فلسطین په خاوره کې د بشری حقونو د وضعیت په هکله د ملګروملتو د ځانګړی راپورتر په شمول دغو کارپوهانو د فلسطین د حکومت په رسمیت پیژندل د فلسطین د خلکو د حقونو د ساتنې او د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د هغوی د مبارزې د تایید یوه بیلګه وبلله.

د کارپوهانو په غوښتنه کې راغلي: دا مسله په فلسطین او ټول منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې وارمخکې شرط دی او په غزه کې د اوربند په سمدستي اعلان او پر رفح د نور پوځي یرغل په نه کولو پیلیږي.

په بلنه کې راغلي چې “د دوو هیوادونو (اسراییل او فلسطین) حللاره د فلسطین او اسراییلو د سولې او امنیت لپاره په نړیواله کچه یوازینۍ منل شوې لاره او له یوه نسله بل نسل ته د تاوتریخوالي د وتلو لار ده.”

دوی په ځینو حکومتونو هم غږ وکړ چې “د نړیوالې جنایي محکمې او د عدالت نړیوالې محکمې په وړاندې له ګواښونو او بریدونو څخه ډډه وکړي.”

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ د عکسونو د تحلیل له مخې په غزې تړانګه کې د ویجاړۍ د شدت لومړنی اټکل ښيي چې د دې تړانګې د ټولو ودانیو شاوخوا 55 سلنه د اتو میاشتو په جګړو کې ویجاړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ تحلیلي ادارې په خپله ایکسپاڼه کې اعلان وکړ چې د دوی د تحلیل پراساس د غزې په تړانګه کې تر 137,000 ډېرې ودانۍ د جګړې له امله زیانمنې شوې دي.

هسپانیا، ایرلنډ او ناروې فلسطیني دولت په غزې تړانګه کې له حماس سره د اسراییلو په جګړه کې د اوربند د ټینګولو د هڅو د چټکتیا په خاطر په رسمیت پېژندلی دی.

درې واړو هیوادونو هیله څرګنده کړه چې د دوی پریکړه د اروپايي اتحادیې نور هیوادونه هڅولی شي چې ورته کار وکړي. سره له دې، د ډنمارک پارلمان د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو وړاندیز رد کړ.

اسراییلو په وار وار د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو اقدام غندلی او ویلي یې دي چې دا به فلسطیني ډله حماس پیاوړې کړي، چې د اکټوبر په اوومه یې پر اسراییلو خونړ برید وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب