دوشنبه, جولای 1, 2024
Home+وینوس ته استول شوې ستوربیړۍ ورکه شوه

وینوس ته استول شوې ستوربیړۍ ورکه شوه

تاند- د انترسټنګ انجینیرینګ د راپور له مخې ، اکاڅوکي (Akatsuki) د انسان له لوري یوازینۍ جوړه ستوربیړۍ ده چې د وینس په مدار کې ګرځي.

دا ستور بیړۍ د اوږدې مودې په مخه په ټیټه ارتفاع کې د کنټرول په حالت کې وه او همدا چاره سبب شوه چې له مځکې سره یې ارتباط پرې شي.

د جاپان فضایي ادارې ویلي دي چې د اپریل په وروستیو کې له یو لړ عملیاتو وروسته له دې کبله له دې وسیلې سره اړیکي پرې شوې چې ستور بیړۍ د یوې اوږدې مودې لپاره په ټیټه ارتفاع کې د کنټرول په حالت کې وه او اوس هڅه کوي چې دا اړیکه بیا جوړه کړي.

په ورته وخت کې، د جاپان د څیړنې ټیم له اکاڅوکي سره د اړیکو په بیا جوړولو بوخت دي. دې فضايي بېړۍ د ورېځو د ګرځېدو، جاذبې څپې، حرارتي جزر او مد او او د سیارې د سرو وړانګو تصویرونه مځکې ته راولیږل.

که څه هم له اکاڅوکي سره د اړیکو له لاسه ورکول یو مهم خنډ ګڼل کیږي، خو دې وسیلې، چې له لسو کلونو راهیسي فعاله ده، تر څلور نیمو کلونو ډېر فعالیت کړی. اکاڅوکۍ ستوربیړۍ د خپل ماموریت په لړ کې، د وینوس سیارې په اړه د انسان پوهه ښه کړه او د څرخېدونکي باد په اړه یې توضیحات وړاندې کړل. د دې پیښې په جریان کې، د سیارې اتموسفیر خورا ګړندی ګرځي.

اکاڅوکي په 2010 کې فضا ته واستول شوه او د وینوس مدار ته د ننوتلو په وخت کې له ننګونو سره مخامخ شوه، مګر په پای کې په 2015 کال په بري داخله شوه. له هغه وخت راهیسې دا یوازینۍ فعاله ستوربیړۍ ده چې د وینوس سیارې په شاوخوا کې ګرځي، او په همدې دلیل د هغې چوپتیا ماهرین اندیښمن کړي دي.

د اکاڅوکي په ماموریت ۳۰۰ میلیون ډالره لګښت شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب