سریزه
د هالیډې په اند په ټولنه کې د ژبې د مطالعې موخه داده چې عملاً کوم چار ترسره کوي؟ په دې چارونو کې یو هم د اړیکو هغه دی، چې ژبه یې د افرادو ترمنځ ترسره کوي، د ده په اند ژبه درې برچارونه ترسره کوي…په ورځنیو ژبپوهنیزو کړنو کې مانا څرنګه رامنځته کیږي او موږ یې څرنګه شننه وکړو، موږ په عادي ژوند کې له ژبې څخه زیات کار اخلو، د کورنۍ د غړو سره خبرې کوو، لیکنې لولو په غونډو کې وینا کوو؛ داټول هغه کارونه دي چې په ژبه کې دخیل دي… چارواله ژبپوهنه او په هغه کې یې ژبني چارونه په دې مقاله کې ټول په جزوي او بشپړ ډول نه ځاییږي، خو د برچار شننه او په ځانګړي ډول تجربي برچار په ښه او واضح ډول پکې تشریح شوی. هالیډې د وینا له مخې برچار را پیژني، چې ژبه کار څنګه کوي؟ تجربي برچار د ژبې څه ډول سیستم راښیي؟ که ووایو چې آیا ژبني نقشونه هممهاله د ویناییزې ټوټې په رامنځته کولو کې هم لاس لري؟
د هالیډې په اند همدا تجربي چار دی، چې له مخې یې ژبې د بشپړتیا پړاوونه وهلي او د بهر نړۍ له پیچلتیا سره پیچلې شوې ده، د دې چار له مخې ژبه واقیعتونه ډلبندي کوي او ګرامري واقیعتونه تفسیروي، تجربي برچار ته څیرمه موضوع چې ورسره مستقیمې اړیکې لري پروسه، مشارکتي توکي او څنډني توکي دي، ډولونه، پیژندنه او نورې څانګې یې په ښه ډول سره سپړل شوې دا پروسې د فعلي عبارتونو په مټ ښودل کیږي، لکه: ولاړ، په ژړا شو، بدله به وایي، پوه شو، مینه کوي او نور… پروسه یا پروسه یي برچار ، محمولونه کړنې یا فعالیت ته یو جوړښت ورکوي، چې کله موږ د یوه محمول د منځپانګې په اړه خبرې کوو، نو د یوه محمول د منځپانګې لپاره چې کومه لیدتوګه کارول کیږي هغه پروسه ده. مشارکتي توکي وبله یو ځای راځي نو په دې منځ کې مرکزي نقش پروسه(فعل) پر غاړه اخلي او بیا د شریکباڼو شمیر او ډول هم ټاکي او څنډني توکي دي، چې د پروسې په اړه یو څه زیات معلومات ورکوي دا معلومات د مهال او ځای د کړنې طرز یاڅرنګوالی او لامل پورې اړوند وي. بله دې ته نیږدې موضوع پیلګر دی؛ دا هم د برچار غوندې په تجربي/فکري، وګړمنځي او متنی باندې ویشل شوي چې شننه به یې په متن کې تفصیلي بیان شي.
آر وېیونه:
چارواله، تجربي برچار، فکري برچار، پروسه، څنډني توکي، مشارکتي توکي او پیلګر
چارواله
د ۲۱مې پیړۍ په مهمو ژبنیو مکتبونو کې یو هم چاروال دی، چې هالیډې یې مخکښ او بنسټګر دی، دی د لندن د ژبپوهنې ژبپوه دی، هالیډې چارواله هم د سوسور د نظریې غوندې د یو نظام په توګه مني، خو دی په چارواله یو څه ور اضافه کوي، چې هغه چار(نقش) function دی(استاد ښکلی، تقریظ).
د هالیډې په اند د ژبې اصلي چار او نقش دا دی، چې انساني تجربې په ماناوو بدلوي، په ژبه کې یې شاملوي او د بشري اړیکو ښودنه کوي،( حمیدزۍ،۱۴۰۲، ۱۳۷).
د چاروالې او رغښتوالې اصطلاحات د ژبې د څیړنې او شننې روشونه دي. چارواله ژبپوهنه د رغښتوالې ژبپوهنې یو ځانګړی غورځنګ دی، چارواله پر دې بنسټ تشریح کیږي چې د ژبو غږیز، ګرامري او مانیز رغښت د هغو چارونو له لارې ټاکل کیږي، چې په ټولنو کې کارول کيږي. چاروال ژبپوهان چې د ژبې ارتباطي او ټولنیز نقش مطالعه کوي، کار یې د ټولنیزو ژبپوهانو او هغو ژبفیلسوفانو له میتود سره ورته دی، چې ژبني چلنونه له ټولنې سره په تړاو کې مطالعه کوي. د ژبې په اړه د چاروالو تعریف د چامسکي له هغه تعریف سره توپیر لري چې وایي ژبه د فکر دبیان نظام دی، چامسکی ژبې ته د فرد له زاویې ګوري، خو د چاروالو تعریف او زاویه ټولنیزه ده. داسې وګڼئ چې ژبه په هغه عامه مانا چې د چاروالو منظور دی د اړیکو جوړولو پرته بل چار ترسره کوي. نو دا چار یې د اړیکو تر چار وروسته دویم چار ګڼل کیږي. نویټس د ژبې بیلابیل چارونه څیړلي، د ده په اند ژبه هم د اړیکې چار ترسره کوي او هم د فکر، اوس که ووایو چې ژبه د فکر کولو وسیله ده دا یې فردي چار دی او که ووایو چې ژبه د اړیکو وسیله ده نو ټولنیز چار دی، چې دوی دواړه یو بل نه نفې کوي.
په ژبني معرفت(ژبپوهنه ) کې چې ژبه د ژبې په اړه خبرې کوي میټا لنګویچ وایي، د یاکوبسن په اند ژبه شپږ چارې(نقشونه) تر سره کوي، چې یو پکې ژبنی برچار دی، چې ویناوال یا مخاطب یا دواړه د کاروونکي رمز پر مشترکوالي د ډاډ لپاره د خپلې ویناییزې ټوټې د ځینو توکیو سپیناوی اړین و بولي، چې په دې وخت کې د پیغام مخه رمز ته وي. تر یاکوبسن وروسته مایکل هالیډې چې ژبه یې په دریو سطحو، څلورو ډلبندیو او درېیو تلو وویشله او په خپله ژبه یې له غږه نیولې تر وینا او له ژبې بهر چینلونه یې د ژبه د پوهاوي په چاره کې ښکیل وبلل، د برچارونو موضوع یې راپورته کړه، همدا لامل دی چې سیستمیک ژبپوهان یو غونډ له درېیو لیدلورو ګوري، د هالیډې په وینا برچار د اصولو یو وړوکی ټولی(سیټ) دی چې شننه یې را پیژني چې ژبه کار څنګه کوي؟ برچار د ژبې مانیز سیستم راښیي. برچارونه په ژبني عمل کې ځان ښیې یا به داسې ووایو چې ژبني نقشونه هممهاله د ویناییزې ټوټې په رامنځته کولو کې لاس لري(ښکلی، ۱۴۰۱، ۱۳۶).
هالیډې چارواله ژبپوهنه د سوسور په خلاف له انفرادیت او تجرد څخه راویسته او په ټولنه (ټولنیز او فرهنګي اوب)کې یې مطالعه کړه، په ټولنه کې د ژبې د مطالعې موخه داده، چې په ټولنه کې ژبه عملاً کوم چار ترسره کوي په دې چارونو کې یو هم د اړیکو هغه دی، چې ژبه یې د افرادو ترمنځ ترسره کوي، د هالیډې په اند ژبه د درې برچارونه ترسره کوي، یو یې تجربې یا فکري برچار، دوهم یې وګړمنځی(بین الفردي) برچار او درېیم متني برچار دی؛ دا درېواړه برچارونه د ژبې او بهرنۍ نړۍ پر تعامل او د ژبې په داخلي سیستم حاکم دي یا نوموړی خپله ګرامري لیدتوګه چارواله بولي؛ ځکه د ده نظریات د ژبې په اړه د فورم په ځای د ژبنیو توکونو په چار ولاړ دي او دا چاروال ګرامر یې له اصله/آره طبیعي ګرامر دی،چې د مانا بیسټیزې ځانګړتیاوې رانغاړي او د ده په اند د ژبې دغه مانا چې په ځينو ځایونو کې یې برچار ښوولي درې برخې لري:
فکري مانا، وګړمنځې مانا او متني مانا(حمیدزۍ، ۱۴۰۲، ۱۴۱).
د متني برچار په واسطه بیا وګړمنځی او تجربي برچار وبله تړلي، نو د ې ته په کتو سره چاروال ګرامر ټول ژبني واحدوننه(فقرې، عبارات، وییونه او …) دي د چارونو په قالب کې یو له بل سره په اړیکه کې ساتي،(سلامزوی،۱۴۰۱، ۱۱۴). فقره وبله نغښتی یو خپلواک رغښت دی، چې په هرو درېیو آرو برچارونو کې یو برچار راڅرګندوي، نو له دې برخې یو هم زموږ د موضوع اړوند تجربي برچار دی، نو په کار ده چې لومړی د برچار پیژندنه او ورپسې په تفصیل سره موضوع ته داخل شو.
برچارونه هغه سیستماتیک مانیز واحدونه دي، چې غونډونه، فقرې او جملې له مانا برخمنوي(ښکلی.۱۴۰۱، ۱۳۵).
فکري برچار
په دې برچار کې ژبه د تجربو یوې نظریې ته اشاره کوي، دا برچار د ژبې په تجربي او منطقي چارونو ګې ځان ښیي. دا د ژبې لومړنی نقش دی، چې د منځپانګې د بیان لپاره کاریږي. دا چار فرهنګي انسان ته د خپلو فردی او ټولنیزو تجربو د څرګندولو چوکات په لاس ورکوي. د دې برچار په مرسته ویناوال او لیکوال د باندینۍ او د نننۍ(باطني/ذهني) نړۍ تجربو ته بڼه ورکوي یا د تجربي برچار نظام زموږ د شاوخوا او ذهني نړۍ تجربې په یوه فقره کې ځایوي. د هالیډې په اند په ژبه کې فقره د چاپیریال د پدیدو یعنې د باندنۍ او د نننۍ نړۍ تر پیښو، شیانو، کړنو، کیفیتونو، حالاتو او اړیکو هنداره ده. یا به داسې ووایو چې د واقیعتونو او معلوماتو لپاره شیان سیمبولیک شوي. یعنې په څیړنه او شننه کې د څرګنداوي نقش ترسره کوي.
د هالیډې دچاروال ګرامر په برخه کې د فکري برچار تر عنوان لاندې ځينې نور فرعي عناوین هم کټګورایز شوي دي، چې له شرحې وړاندې به یې په یو دیاګرام کې وښیو.
تجربي برچار:
دا چار چې د شاوخوا چاپیریال له شیانو سره تعامل کوي موږ وینو چې د ژبې په مټ د خپلو تجربو له مخې ویناوال بهرنۍ نړۍ ته تیوریکي مانا ورکوي او د واقیعیت له مخې ژبني رغښتونه تنظیموي، لکه: “کوچنیان ماډل جوروي، همدا د ژبې تجربې چار دی. زما په اند ژبه واقیعیت بیانوي نه، بلکي تفسیروي یې” (ښکلی.۱۴۰۱، ۱۳۶). یا که ووایو موږ له ژبې کار اخلو، چې د یوې تجربې په اړه وغږیږو دا تجربه کیدای شي ذهني هم وي، چې داسې کړنه پکې راځي چې پیښه شوې ده، کوم وګړي چې پکې ګډون لري او هغه شرایط چې د پیښیدو پر مهال وو، پکې راځي،(سلامزوی، ۱۴۰۱، ۱۰۷).
د هالیډې په اند په ژبه کې د تجربي الګوګانې د پروسو په چوکاټ کې د تجربي برچار په مټ راڅرګندیږي، نو چې په افعالو کې موجودې پروسې وپلټو او بیا یې په کیسه کې د پیښیدو فریکونسي معلومه کړو، د لیکوال پر تجربو، فکرونو او باطني نړۍ باندې پوهیدای شو، ژبنی تجربه ګرامر کې د لیږند(تعدي) نظام په مټ باندې څرګندیږي، نو په ژبه کې د فکري او تجربي برچارو د بیان میکانیزم ممکن دی. مطلب دا برچار د پیښو د مفهومي کولو او کټګوري کولو په مټ زموږ تجربې تنظیمیوي، نړۍ راته د وبله بیلو پدیدو په بڼه ژبې ته راننباسي او په اړه یې زموږ د لیدلوري څرنګوالی ټاکي. زموږ تجربې د واقیعتونو کنډک دی، نو چې غواړو خبرې وکړو باید دا کنډک ټوټې کړو ، مثلاً، وګنئ پر یوه څوکه ولاړ یئ چې شاوخوا مو هیڅ نشته، مرغان وینئ چې په فضا کې الوځي، نو کوم څه چې تجربه کوئ، یو کنډک پدیده ده چې په ذهن کې ګرځي، خو چې بیانوئ یې د مانا په یوه رغښت کې یې اچوئ او په دې ډول یې ټوټې کوئ، مرغان په فضا کې الوځي، ومو ویل چې تجربي برچار د ژبې په ګرامر او فقره کې د لیږند نظام په مټ راڅرګندیږي، لیږند نظام د غوراوي دامکاناتو جال دی، په دې جال کې کړند، موخه، د پروسې ډولونه، لیږند، معلوم او مجهول او … راځي او د فقرې تجربي اړخ تشریح کوي، بیا ګړیدونکی د باندینۍ یا باطني نړیو په اړه خپلې تجربې پکې کوډ کوي(سلامزوی، ۱۴۰۱، ۱۷۴مخ).
په تجربي برچار کې یوستوې فقرې او په منطقي کې مرکبې فقرې شنل کیږي، په بله وینا تجربي برچار راښیي، چې دا فقره اصلاً کومه تجربه رارته بیانوي او یا کوم ایښوني ته بڼه جوړښت ورکوي کومه منځپانګه لیږدوي، نو تجربي برچار د ایښوني د مانا په اړه غږیږي.، په دې پروسه کې هغه چارونه راځي چې په مټ یې متن شنونکي هغه منځپانګه په کمي ملموسه بڼه ترلاسه کوي چې د یوه متن د یوه ټوک په بڼه یې فقره بیانوي.
په نظاممن چاروال ګرامر کې نړۍ باندینۍ، باطني، د عواطفو او احساساتو نړۍ ده، پر دې راته غږیږي، چې دا دواړې نړۍ څرنګه پر تجربه اوړي او څرنګه پر مفهوم بدلیږي، په دې لیدتوګه سره د نړۍ په ټولو ژبو کې د مانا درې اصلي خاورې دي، او درې په کې فرعي. او دا درې فرعي خاورې د درېیو اصلي خاورو تر منځ پولې دي. د تجربي برچار له مخې فقره پر درېیو برخو ویشل کیږي: پروسه یي، مشارکتي، او څنډنۍ(حاشیه یي).
د دې چار له مخې ویناوال د بهرنۍ نړۍ ته مانا ورکوي او د واقیعت له مخې ژبني رعښتونه تنظیموي:
“کوچنیان چې د شاوخوا چاپیریال له شیانوسره تعامل کوي موږ وینو چې د ژبې په مټ د خپلو تجربو یو تیوریکي ماډل جوړوي، همدا د ژبې تجربي چار دی، د ښکلي په اند ژبه واقیعت بیانوي نه، بلکي تفسیروي يې.” په دې توګه ژبه چې محدود نظام دی، بهرنی واقیعت له ټولو جزئیاتو سره نه شي راښودلای، نو محدودوي یې او د تحدید له مخې د بهرني واقیعت ځینې برخې د غوراوي له مخې تفسیروي، لکه د ځم کلمه:
دا یو فعل دی چې فعلي خاتمه یې د مفرد متکلم ښودنه کوي، د فعل ریښه وایې، چې عمل په اوسمهال پورې اړوند دی او په اوسمهال کېاستمراري دی، خو له دې پرته راته دا جمله د ویناوال جنس، دین، زدهکړې ټولنیز حیثیت او نور جزئیات نه وایي.
د هالیډې په اند همدا تجربي چار دی، چې له مخۍ ېې ژبې د بشپړتیا پړاوونه وهلي او د بهر نړۍ له پیچلتیا سره پیچلې شوې ده، د دې چار له مخې ژبه واقیعتونه ډلبندي کوي او ګرامري واقیعتونه تفسیروي.
تجربي برچار د ژبې لومړی نقش دی، چې د منځپانګې د بیان لپاره کاریږي، دا چار فرهنګي انسان ته د خپلو فردي او ټولنیزو تجربو د څرګندولو چوګاټ ورپه ګوتو کوي، د دې نقش په مرسته ویناوال او لیکوال د بهرني او د ننني (ذهني) نړۍ تجربو ته بڼه ورکوي، یا د تجربي برچار نظام زموږ د شاوخوا او ذهني نړۍ تجربې په یوه غونډ یا فقره کې ځایوي. د هالیډې په اند په ژبه کې غونډ د بهرنۍ او دروني نړۍ پیښو، شیانو، کړنو، څرنګوالیو(کیفیتونو)، حالاتو اړیکو د بیان لوښی(ظرف)دی، یا به داسې ووایو چې د واقیعتونو او معلوماتو لپاره شیان سیمبولیک شوي(سلامزی، ۱۴۰۲، ۱۷۵).
څرنګه چې تجربي برچار په فعلي غونډ یا فقره کې وړاندې کیږي؛ نو په درېیو ډولونو ویشل کیږي : لړیزه(پروسه یي)، ګډه(مشارکتي) او څنګزنې، چې لړۍ بیا د آر او ناآر دوه ډوله لري (ښکلی.۱۴۰۱، ۱۳۷).
لړۍ/پروسه/فعل:
په ګرامر کې پروسه د هغو چارو پیښیدل یا حالتونه دي، چې په یوه فقره کې راڅرګندیږي. دا پروسې د فعلي عبارتونو په مټ ښودل کیږي، لکه: ولاړ، په ژړا شو، بدله به وایي او نور… پروسه یا پروسه یي برچار ، محمولونه کړنې یا فعالیت ته یو جوړښت ورکوي، چې کله موږ د یوه محمول د منځپانګې په اړه خبرې کوو، نو د یوه محمول د منځپانګې لپاره چې کومه لیدتوګه کارول کیږي هغه پروسه ده.
پروسه بیا د آر او نا ار دوه ډ،له لري، چې لومړی یې په آرو پروسو خبرې کوو:
الف: مادي پروسه:
مادي پروسه د یوه فعل پر منځپانګه غږیږي او یو فعالیت ښیي. مادي پروسه هغه څه راښیي چې له ذهنه په د یاندې نړۍ کې کیږي، یا په مادي او فزیکي نړۍ کې کیږي، لکه راتلل، خوړل، ماتول تلل، وهل، منډې وهل او نور… په مادي پروسه کې هرومرو یو کړند لرو ښایي پټ وي او یایې په اړه په مجهول ډول خبرې شوې وي(حمیدزۍ،۱۳۹۸، ۱۳۲).
داحالتونه دوه شریکباڼي لري، چې یو کړند او بل موخه، دا دواړه مانیز حالتونه دي، لکه په لاندې مثال کې:
په مادي پروسو کې یوازې عیني او فزیکي کړنې نه راځي، بلکي انتزاعي هم رانغاړي، لکه

داحالتونه دوه شریکباڼي لري، چې یو کړند او بل موخه، دا دواړه مانیز حالتونه دي، لکه په لاندې مثال کې
موږ کور جوړ کړ یا () کور جوړ شو
کړند موخه مادي پروسه پټ کړند موخه مادي پروسه
په مادي پروسو کې یوازې عیني او فزیکي کړنې نه راځي، بلکي انتزاعي هم رانغاړي، لکه
وزیر استعفا ورکړه
کړند موخه مادي پروسه
ب: ذهني پروسه:
دې ته حسي او عاطفي پروسه هم ویل کیږي، چې د حس او عاطفې مانا ولیږدوي، مطلب په باندینۍ نړۍ کې نه تر سترګو کیږي، لکه فکر کول، مینه کول، تصور کول، لیدل، اوریدل او نور… په دې کې دوه شریکباڼي دي، حسګر او ښکارنده، حسګر تل ساکښ وي، لکه
پولیس پر حقیقت پوه شو
حسګر ښکارنده حسي پروسه
ج: ارتباطي پروسه:
دا پروسه د دوو شریکباڼو تر منځ اړیکه جوروي، چې بیلګه یې ربطي فعلونه راځي، لکه لرل او کیدل، اړیکمن فعلونه په دوو وختونه کې ویل کیږي،
الف: چې لومړی شریکباڼی دوهم شریکباڼي ته د یوه کیفیت نسبت ورکوي، لکه،
احمد ځیرک دی
شریکباڼی شریکباڼی اړیکمن فعل
لیږدوونکی شاخص
ب: اړیکمنه پروسه هغه ده چې دوه شریکباڼي لري اول پیژندلی دوهم پیژندوی، چې دا تر ډیره دا پوښتنه ځوابوي چې پلانی څه کاره دی؟ لکه
سنک ترکاڼ دی
پیژندلی پیژندوی اړیکمن فعل
شریکباڼی شریکباڼی اړیکمن فعل
د: فرعي پروسه:
درې آرې پروسې (مادي، ذهني او اړیکمنه) دي،دا پروسې د ګرامر د بنسټ ډبرې دي، چې د تجربې د تیورۍ له زاویې ورته وګورو دا د رغښتو پیکربندیو، درې متفاوت ډولونه راښیي او دوی بیا په یوه متن کې د ټولو فقرو لوړ شمیر ټاکي، د دې اصلي ترڅنګ نورې فرعي هغه هم شته، چې چلني، بیاني او وجودي په ډلبندۍ کې یې راوستلې دي، دا پروسې د اصلي پروسو تر منځ پر پولو پرتې دي، یعنې چلنې بروسه د مادي او ذهني ترمنځ، بیاني پروسه د ذهني او اړیکمنو تر منځ پر پوله او وجودي د اړیکمنې او مادي پروسو ترمنځ پر پوله پرته ده؛ خو د لیکوال په اند دا پروسې په بیلا بیلو ژبو کې سره یوشان نه دي(سلامزوی، ۱۴۰۱، ۱۸۱مخ).
چلني پروسه:
چلني پروسې د ذهني او مادي پروسو ترمنځ پر پوله پرتې دي.دا پروسې د سا، ټوخي، موسکا، خوب لیدلو او په ځیر کتلو غوندې د بشر د اساسي فیزیولوژیکي او ارواپوهنیز چلن پروسې دي. دا پروسې د پاس یادو شویو شپږو ډ،لونو تر ټولو کم توپیر دی، داځکه چې دا پروسې خپلې واضح مشخصې ځانګړنې نه لري؛ دا ځکه چې یوڅه د مادي پروسو غوندې دي او یوم څه د ذهني. دا شریکباڼي چې چلن کوي چلنګر نومیږي، لکه ذهني پروسې ته د کتلو چلني پروسه مخامخ درولای شو، یا د اوریدلو د ذهني پروسې په مقابل کې د غوږ نیولو پروسه ولاړه ده(سلامزوی، ۱۴۰۱، ۱۸۱مخ).
مثال:
ګل په لعل او په ګوهر کله څوک پیري بې له ما چې تا خندا کړه ما ژړا کړه.
بیاني پروسه:
دا پروسه د اړیکمنو او ذهني پروسو ترمنځ په پوله پرته؛ دا د ویلو فقرې دي، لکه :
څه دې وویل؟
ومې ویل دلته ډیر شورماشور دی.
هالیډې وایي چې د دې پروسې لمن لویه ده او هر ډول فعل چې یوازې مانا تبادله کړای شي که هغه په حقیقي بڼه وي او که په سیمبولیکه یا په یو ډول د ویلو مفهوم ترې راووځي نغاړي. په بله وینا دا پروسه غونډه په وراشه، وینا، خبره او ګړیدا پورې اړه لري.نو د دې پروسې کار د ژبې په مټ د پیغام رسول دي
له جوماته ووتم، واوره په تیزۍ اوریدله. کور ته لاړم، د کوچني ورور چې مې کله راته پام شو په بیړه یې وویل :
لیوني ونه وهلې؟
هغه ته مې ځواب ورنه کړ، له مور نه مې وغوښتل، چې یوه کاسه تیاره کړي(سلامزوی، ۱۴۰۱، ۱۸۱مخ).
د وویل فعل بیاني پروسه ده؛ ځینې بیاني پروسې دا دي: ویل، توصیه کول، سپارښتنه کول، تکرارول، یادول او نور….
وجودي پروسه:
د اړیکمنې او مادي پروسې تر مینځ پر پوله پرته ده، دا پروسه د یوې پدیدې شتون یا د یوې پیښې کیدل راښیي. وجودي پروسه یوازې یو ګډونوال لري، چې موجود نومیږي؛ موجود د ماهیت له مخې وګړی، پیښه، مادي یا انتزاعي شی دی، لکه:
پرمیز درې پیالې دي.(موجود شی)
په کور کې څوک شته؟(موجود وګړی)
د پیسو ملګري ډیر دي.(شتمني)
په ناهیلۍ کې ډیره هیله وي.(هیله)
په هر تجربي برچار کې په هره فقره کې باید درې شیان معلوم کړو:
۱) د پروسې ډول څه دی؟(مادي ، ذهني، اړیکمنه، چلني، وجودي او که بیاني ده؟)
۲) د پروسې د ډول تر معلومولو وروسته د شریکباڼو شمیر او ډول موندلای شو.
۳) باید څنډنی/ پوله ناستی پایڅوړ وښیو(سلامزوی، ۱۴۰۱، ۱۸۲مخ).
مشارکتي توکي:
کله چې مشارکتي توکي وبله یو ځای راځي نو په دې منځ کې مرکزي نقش پروسه(فعل) پر غاړه اخلي او بیا د شریکباڼو شمیر او ډول هم ټاکي. په دې چوکاټ کې پروسې (فعلونه) د خپلو ډولونو او ماناو په تناسب یو یا دوه یا درې شریکباڼي لرلای شي، مثلاً د «مړینې» پروسه یوازې یو شریکباڼی لري او دا یو ارزښتې پروسه ده، خو د «ورکړې» پروسه درې شریکباڼې لري، چې درې ارزښتې پروسه ده(سلامزوی، ۱۴۰۱، ۱۸۴مخ).
لکه: احمد ومړ،
حامد سمیر ته پیسې ورکړې.
څنډني توکي/پایڅوړ:
د فقرې یو نامستقیم شریکباڼی دی، داسې توکي دي چې د پروسې په اړه یو څه زیات معلومات ورکوي دا معلومات د مهال او ځای د کړنې طرز یاڅرنګوالی او لامل پورې اړوند وي، چې د بروسې د پیښیدو ابزار او شرایط ټاکي. د تجربي چار له مخې د ژبې د کارونې موخه له باطني یا بیرونۍ نړیو سره په اړیکه کې د خبرو په بڼه د خپلو تچربو بدلولو دي، یعنې به دې نظریه کې د خبرو اړیکه برجسته شوې نه ده؛ بلکي په لومړي ګام کې د منځپانګې مانا بیانول دي. (سلامزوی، ۱۴۰۱، ۱۸۶مخ).
تجربي برچار او پیلګر
په فقره کې برجسته او د پیغام د پیل ټکی دی، پیلګر دا راښیي چې خبرې کوونکی له کومې زاویې غواړي د خپلې موخنې پیښې د بیانولو لپاره توکي څه ډول و اوډي.
پیلګر هم د برچار غوندې په تجربي/فکري، وګړمنځي او متنی باندې ویشل شوي
تجربي پیلګر
د فقرې اصلي توکی/رکن پیلګر دی، په تجربي برچار کې لومړی توکی چې مهم چار ترسره کوي پیلګر دی ، پیلګر فقرې له سره پیلیږي او د لیږند نظام ته لومړنی چاروال ټوکه پورې غځیدلی وي، چې په همدې ځای کې پای ته هم رسیږي؛ تر دې وروسته چې هر څه پاتې دي هغه پایګر دي، نو د فقرې پیلګر له تجربي پیلګر او توکیو څخه یې جوړیږي، لکه:
زه دې وچ هډوکی شپيلم(؟)
پیلګر د درېیو بیسټونو په اساس په ځینو برخو ویشل شوی دی،(سلامزوی، ۱۴۰۱، ۲۱۴).
د هالیډې څخه په اقتباس د سلامزوی په اند په تجربي برچار کې د پیلګر او پایګر په لحاظ د یوې فقرې هممهاله جوړښت:
په تجربي برچار کې پیلګر د غونډ په پیل کې راځي، یعنې د تجربي برچار لومړی چاروال جوړښت دی، پیلګر د پیغام پیل دی، دا نو چې هر توکی وي پیلګر ګڼل کیږي، خو اضافه ویکی دا چار نه ترسره کوي، که د پیلګر په ځای کې فاعل/مسند راشي، نو پیلګر به یې نښانه وي، خو که په پیلګر کې له دې پرته بل کوم توکی راشي نو پیلګر به نښور وي، تر پیلګر وروسته چې په فقره کې څه پاتې وي، هغو ته پایګر ویي پیلګر په پایګر کې پراخیږي(سلامزوی، ۱۴۰۱، ۲۰۹).
ماخذونه
۱: انټرنیټ، فرانقش تجربی.
۲:حمیدزۍ، دوکتور راحله، (۱۴۰۲لمریز)، نظریه های زبان شناسی، لومړی چاپ. کابل: سمون انتشارات.
۳:حمیدزۍ، دوکتور راحله، (۱۳۹۸لمریز)، ګذار به مقوله و میزان به دستور نقش ګرای نظام مند هالیډې، کابل: نشر کابلستان.
۴: سلامزوی، عبدالحق، (۱۴۰۱لمریز)، چاروال ګرامر ته کتنه، د ماسټرۍ تیزس، کابل پوهنتون.
۵: ښکلی، پوهنوال دکتور اجمل، (۱۴۰۱لمریز)، د ژبپوهنې نظریې، لومړی چاپ. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.