پر ادبیاتو خبرې
ژبه د انساني تفکر د بیان غوره او نېغه وسيله ده، ژبه په کلمو اولفظونو کې د انسان د درون صيقل سوی اوسنجول سوی تاثر د ږغ د اهتزاز په پردو کې بهرنی دنیاته وړاندي کوي، اوددې اهترازي نغمو اهنګین او وزمین تاثرخپروي، ددې غزلزارو ږغونو ریتم، اوډون او خوځون هم د هنري قالبونو په مختلفو وزنونو، رنګونو، پيمانواو کانالوکې انعکاس او انګازې کوي، شعر چې د شاعر انسان د دروني وجود د غیرمادي عناصرو د جوش او خروش، اشراق او اشتراک آهنګینه مترنِمه ګډوله ده، د ځان د موجدیت، افاقیت، سینګار او اظهار لپاره د لفظونو په ورېښمین لباس کې د انساني کهول لوی عاطفي بهیر او غوښنو زړونوته اثري_ هنري لارکوي، همدا شاعرانه کیفونه او لفظونه دي چې د انساني کهول د عواطفو د خوځښت، منښت او نرم زړو څپو او ولولو د رابهانده کېدو اوجوشېدو سبب ګرځي، انسان ته په شعوري یاآن ناخوداګاه توګه ددې مادي او ماشیني نړی نه پرته د یوې بلي ماورا زریني او ورېښمیني معنوي دنیا حِس او درک ورکوي، او دی په دې حِس روږدی کوي چې په خپل درون کې له ځانه د هغې دنیا د ښيګڼو اوښکلاوو د ننداري اوتجربې تانده تنده او تلوسه محسوسه کړي، زه فکرکوم چې د شعري تبحر د پرتم، لوړمقام به داوي چې زمونږ د مادي دلچسپيواو مغلوبي وابسته ګی مسخه سوې روحیه ددې بلي دنیا په لور ورماته او سيده کړي، دغه چاره د شعري_هنري اجتهاد غوره نسخه او معتبره فرموله ده. اوس دلته زمونږ بحث دادی چې ددغه خېل آثرناکو اومینه ناکو لفظونو د انتخاب، اوډون، او کوشېر، واک اوځواک د چاسره وي، د کلیمو اولفظونو په روح کې دغه شاعرانه اوماهرانه کشش، راښکون اوجذبه څوک را پيداکوي؟ څوک دی چې په تورو کې روح پو کوي او خبري په ذهنوکې خوځانده روانوي ترڅو زمونږ د فکرونو بندي دروازې د لوړ شعور په شرنګېدلو انګازو ور وټکوي، د انسان د ناخوداګاه جهان رسوب سوي تجربې بیا بیا له سره د کوم هنر په وسیله را ژوندی کېږي اوخوځېږي؟ په دې جهان کې د مزل اومنزل درایت، صلاحیت اوکفایت د چا سره دی؟
راځئ چې د ځواب موندلو پر هڅولږ فکري ګامونه واخلو!
ځواب:
داجادويې اونامریې ځواک د رښتینو، مینو، ریاضتي متفکرو حقیقي شاعرانو او هنرپنځوالو د وس، توان او ځان خبره ده اوبس، همدا دوی دي چې په دې مادي دنیا کې د معنوي دنیا ملنګانه سلطاني او حکمراني چلوي، مینه وېشي، عواطف خوځوي، وجدانونه ښوروي او انسانان خپل اصلي اصالت، ذات اوجوهر ته بیا بیا رابلي، د پښتوپه اوسنی شاعرانه هنري ژبپانګه کې مونږ له نېکه مرغه داسي د لفظونو مستغني او کمالي ښېرازه (پسرلی) لرو چې د پښتو ادب پوله اوپټی تل پرې زرغون، ارغنون او وزین دی، اوپردې جهان يې شاړه او ویجاړه مخروبه نه ده راته پري ايښې، مونږبه له ښه مرغه تل ددې پاللي پټي حکمتي اوقیمتي میوې را شکوو او د خپلو ذوقونو او فکرونو پراخه دسترخان به پرې ښایسته اولذت بخشه کوو.
ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی يادوم، د نوموړي شاعرانه قوت او لوړ استادانه علویت مونږته د ده په شعریز جهان کې د غوره ژوند، غوره درسونه، هنري موتیفونه اوعالي مضمونونه راکوي، د پښتو معاصر شعر پر زرین غولي ګذر، سړی هره دم اوهرقدم ددې لويې هنري_ ادبي دنیاسینګار اودیدارته نېغ اودروي او مونږته دا ډاډ او ویاړ راکوي چې پښتو ادبي دنیابه تل همداسي پري ځوانه، سامانه او ودانه وي، استاد په خپل ادبي_ هنري تخلیق کې ډېر مترنِم، مغتنِم جذاب، د پوره معناليږدونکي او ښکلي شاعرانه لفظونه پسوللي، کارولي او اوډلي دي.
د عشق رهروته دي مزل د ژوندون سيکه بخښي
د بړبوکی غوندي چې لاره د صحرا ونیسي
په دې هنري_ تغزلي بیت کې د عشق رهرو، په دې لاره کې مزل،، صحرا، بړبوکی، سيکه… هغه لفظونه دي چې شاعرانه خوږلني، مترنم اوشرنګیدلی آهنګ، نرم ژبنی او مثبت لوړ اغېزيې له ورایه جوتېږي.
که خلقت نه وي د حسن په خدمت کې
د سېپۍ په زړه کې څوک چاته ګوهر ږدي؟
استاد مونږ ته په هنري ژبه د ښکلا د حکمرانی پېغام راکوي اودا راته په زغرده وايې چې ټول خلقت د حسن د چوپړ لپاره ماموراو موظف دی، حسن او حسن پرستي، د هستی پرډګريې تسلط… دا موضوع بېله شننه اوځانته ځېرنه غواړي، چې طبعاً په اړونديې د فکراو ارزوني شننیز هاندونه ترسره سوي دي، زمونږپه دې بیت کې د(سېپۍ) د لفظ سره کاردی، د دغه لفظ تلفظ ویونکي ته يو داسي ښکلی روڼ ذهني انځور تداعي کوي چې هلته مطلق پاکوالی، امانت داري، اصیل زینت اوذیور، اود ښکلا د ږېږولواو منعکسولو لوی راز نغښتی دی، د مقدس زینت طبیعي پېرایه ددې بیت جولیزاومنځپانګیزانځور جوړوي.
استاد په خپلو ډېرو آهنګینو تغزلي بیتونوکې د سېپۍ، ګوهر، سمندر، ساحل، موج، آبشار، غر، چینې… ذکر او هنري کارونه کړې ده، چې دا د نوموړي پر دقیق دید او له طبیعت سره پر ژورو اړیکو، مشاهدو او تفکر دلالت کوي.
نبَض د صحرا درپسې غورځي قیسه چېرته يې؟
ښکلې غرڅنی درسره بیا دمن ته راوله.
دلته د(غرڅنۍ) د ویې کارونه څومره ښایسته لفظي کشش، طبیعي خوند اوخوږلت لري، مونږته د طبیعي ښکلا یو خوږ اوتلوسه ورکونکی حِس تلقینوي.
استاد پسرلي په خپلي شاعرانه دنیا کې همهغه شاعرانه مشترک لفظونه کارولي دي ولي نه به کلیشه اي اوتکراري بڼه، بلکي که هماغه متحدالمال لفطونه يې استعمال کړي دي خو لا هم په داسي منفِرد انداز دي چې سړي ته د لفظونو د ژوند اوشور خوځښت اوپايښت پرتم وراحساسوي، مثلا” استاد د (حسن) لفظ په خپلو غزلونوکې په داسي رازاو انداز راوړی چې د حسن د ماهیت اوجوهر لوړه توږنه او چاڼونه يې پکښې کړې ده.
ای د حسن خدایه، حسن بیاچمن ته راوله
تللي بهارونه د پسرلي وطن ته راوله
يا
رعب د حسن يې په وصل چاړه کښېږدي
تربڼو مي نظر راشي بېرته درومي
يا
د حٌسن نازبه وړم، که ناز د هیلو
په ناز بدل سو راته نیاز د هیلو
نازک رازونه يې د حسن څيري
هيڅ نه پوهېږمه په راز د هیلو
لیونی زړه مي شو(حافظ) د حسن
چې میني ګډکړم په (شېراز) د هیلو
داچې د حسن په نغمو ستړې ده
څنګه شروع کړم ورته ساز د هيلو؟
يا
پرېږده کور ضمیره چې خپل ځان ویني
مه پوښته د حسن له اعجازه يې
حسن هم له ځانه ناقراره وي
ښکاري د رنګونو له پروازه يې
نه د حسن سپکه غواړي نه د عشق
دومره راښکاره سوه له اندازه یې
نه پوهېږم حسن وو لاڅه طلسم
مرم ورپسې پوه نه یم له رازه يې
يا
ورک زړه مي ځان ورک کړ په مستیو کې
غواړم يې د حسن په کبلیو کې
په دې ښکلو مینه ګرو او ښکلایزو بیتونوکې د حسن کارونه په څومره حسن پروره پېرایه سوې ده، په هربیت کې يې د حسن لفظ خپل بېل او جدا حسن ښکاره کوي، مونږ ګورو چې د حسن د لفظ ښکلی اوډون اوترتیب هربیت ته جلا ښکلااو بېله ادا وربخښي.
لیږڅه خو په نغښتي مسکا يا په يوې ګویا نګاه
روح مي د زلما د ژوندون مړه بدن ته راوله
په یاد بیت کې د زلما لفظ ډېر شاعرانه او په ځانګړي انداز ویل سوی دی، دلته سره ددې چې په ژوندکې د ځوانی د نوستالژیا دردمن حسرت سوی دی او د بیازلمیتوب نوې هيله يوځل بیا سوي ده ولي د لفظي لحاظه د”زلما“ ویې یو خوځنده او قوي ژوندی حس تداعي کوي.
ځم لکه بې میره زاڼي خوا راڅخه ورکه ده
ګرځم په فضاکې خو فضا راڅخه ورکه ده
يا
ته با د شفق په جزيره کې وې.
جوړ چې کړو د زاڼوکتارونو شور
يا
حیف چې رانغله بیا ښيدلې زلما
لکه زاڼې چې تله له غوغاسره تله
يا دابیت
وطنه بیادي راته غېږپرانيزه
چې لکه زاڼی په نغمو درځم
زاڼي خپله د بې آزاری، ښایست، پاکی او معصومیت یوښه سمبول جوړوي، د استاد په ډېرو شعرونوکې د زاڼو لفظ کارېدلی دی او شعرته یې لفظي اغیزاو جذاب سینګار ورکړی دی، زه فکر کوم چې کله شاعر د الفاظو په غوراوي کې فکري ریاضت کوي نو تریوه بریده د شعرپه بهرني اړخ کې د تکلف اوتصنع ربړه رامنځته کېږي او شعر له خارجي زاوې څخه د وچوالي اوبې روحی څخه اغیزمنوي، ولي که د هنرمندشاعر دغه شعوري هڅه هنري او طبیعي وي دلته نو بیا دا انديښنه شتون نه لري چې مونږ دي د تصنع پربې خونده تجربه ور برابرسو، لوی شاعران دا هنري مهارت لري چې د خپلي ژبي طبیعي کیف او اصلي خوند په خپلو شعري تجربوکې خوندي او حتمي کړي چې داچاره په خپل ذات کې د فرهنګي هویت د خوندیتابه یوکامیابه هڅه هم ده.
پایله او لنډون:
د استاد محمدصدیق پسرلي په شعرکې د پخوانیو اصيلو او ښکلي معنالرونکو لفظونو تنوع او کارېدنه خورا په ادبي ظرافت او شعري هنریت ترسره سوې ده، شاعرله یواړخه د خپلي ژبي د غنامندی د ورشوماهر کرونده ګر دی، او په دې طبیعي ورشواوپټي کې تل د اصیلو لرغونو او غني معنالرونکو لفظونو اوکلیموکرنه، ساتنه اوپالنه کوي، له بله پلوه که ګورو نوموړي چې کوم ویې اولفظونه د شعر په چاپېرچل کې سره پیلي او راټول کړي، او استعمال کړي دي هغه په بېساري او بېل متفاوت انداز کې کارېدلي دي، د بېلګوپه توګه: استاد سوټک، مېنا، زرکه، هوسی، طاوس، هېلۍ، خيمه، ګومبزه… او داسي نور طبيعي او متحرک لفظونه په خپلي شاعری کې په هنري خوږلت او ادبي درایت راوړي دي چې ددې معنوي زرینی ماڼی ښه سينګارتوکي يې بللای سو، همداشان دا مثبته هنري چاره د استاد پسرلي پر ادبي اوهنري قوت هم روښانه دلالت کوي، بله ممیزه يې داده چې استاد د خپلي ټولني له طبیعي ترمینالوژی څخه دغه اصیله او جوهري تومنه اخیستې ده او بیايې په خپل هنري کمال د عروج تر مناره رسولې ده.
د استاد د شعر پراخه او زرینه معنوي دنیا د خورا ګڼو سوژو او ډېرو زاویو څخه د څېړني اوشنني غوښتنه کوي چې ددې کار اوزیارتمه د ادب د لارویو د مسولیت په اساس له دوی څخه کېږي، زمونږ هیله داده چې په دې اړوندبه د لوړ ذوق اوادبي سليقې اصلي خاوندان د لافکري اوقلمي هڅوپه ترڅ کې لا ښې ژوري سپړني اوګټوري پلټني ترسره کړي.
په همدې هيله د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په دې شرنګینو او وزینو بیتونو خپله دا لیکنه پای ته رسوم او د استاد سپېڅلي جنتي روح ته دعاکوم.
د هسک په شنه ګومبزه روڼه ستوري ښویدل
که زماستړي خیالونه ستاپه لوري ښويدل
له ډېره اشتیاقه مي الفاظ ورته په خوله کې
موجونه شول د سیند چې پرله پوري ښویدل
چې حال مي ورته کېښ د قلم پښه نه تم کېده
معنی ډېره صفا وه چې پرې توري ښویدل
په پېرزوینه او درناوي.
ماخذ: ماته شپېلۍ، د استادغزلیزه شعري ټولګه.