یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+نړیوال او د «اسلام استازي» طالبان!

نړیوال او د «اسلام استازي» طالبان!

کبیر هسک

د طالبانو د کورنیو چارو سراج الدین حقاني چې د برېتانیا یوه پخواني لوی درستیز « ماډرنېست» بللی و، په یوه تازه وینا کې ادعا وکړه چې د یوناما مشرې ورته ویلي: عمر فاروق رض سالم انتقاد مانه، خو تاسو سالم انتقاد هم نه منئ.

د یوناما مشرې دا خبره تایید یا رد کړې نه ده، خو واقعیت دا دی چې د نړیوالې ټولنې په نوم مشهور شوي غربي قدرتونه عملاً پر افغانستان حاکم کړي طالبان داسې تبیلغوي چې ګواکې « د اسلام استازي» دي او افغانستان د دوی په باور د « تر ټولو ډېر مسلمان او مجاهد» هېواد په توګه د همداسې ډلو واکمنۍ ته جوړ شوی.

د غربي قدرتونو دا باور یا باور نمایي له دې لا ښه څرګندیږي چې له تېرو دوه کلونو راهیسې یې په لسګونه ځله د خپلو یو شمېر متحدو مسلمانو هېوادونو ږیره خرییلي او نیکټایي پوشه ملایان طالبانو ته لېږلي، ویناوې یې پرې کړي او د غونډو او کنفرانسونو په وسیله یې هڅه کړې چې لږ ترلږه طالبان د نجونو د تړلو ښوونځیو بیرته پرانیستلو ته راضي کړي.

د غربي قدرتونو دا سلسله چې د خپلو نړیوالو سیالانو د ماتولو لپاره د هغوی په یوه نږدې جغرافیه کې د « رېښتینیو مسلمانانو» په نوم افراطي ډلې رامنځته او پیاوړې کړې نوې کیسه نه ده.

د پخواني شوروي اتحاد د ماتولو لپاره دوی له دې نسخې څو لسیزې مخکې کله چې شورویانو پر افغانستان حمله وکړه، خورا ښه استفاده وکړه.

دوی په پاکستان کې د خپلو عربي متحدینو په همکارۍ سلګونه داسې مدرسې جوړې کړې چې له بارانه د ناوې لاندې ته د تښتېدلو بې کوره او بې اوره افغانانو تنکیو ماشومانو ته یې په نیم نسه مدرسو کې د ( ټ – ټوپک) او (ج – جهاد) درسونه ورکول، د کلاشینکوف او راکټ لانچر چلولو عملي زده کړې یې ورکولې او اوس خو یې دا سلسله تر ځان وژلو لا رسېدلې چې د پروژو د طراحانو لپاره په کم مصرف او خوارۍ زیاتې مطلوبې پایلې(!) لري.

خبره بله خوا لاړه، دا مطلوبې پایلې چې غرب، عرب متحدینو یې او پاکستان یې فکر کاوه او کوي تل هم مطلوبې نه وې او نه دي.

پاکستان، غرب او عرب متحدینو یې دوی دا ګڼله او ګڼلې چې افغانستان او سیمه کې د افراطیت جوړې کړې لښکرې به کاملاً د دوی تابع او جنګیالي وي، خو داسې لیدل شوي او لا به نور ولیدل شي چې د دوی په لستوڼو کې لوی شوي دا د مار بچي دوی هم چېچلي او لا به چیچي.

په دې برخه کې د ننګرهار د شېرزادو د کودیخېلو د یوه جومات د ملا محمد یونس خالص کیسه جالبه ده

یونس خالص چې افغانستان کې له ډېرو خواریو وروسته اېله د یوې دولتي مجلې تر کارمندۍ رسېدلی و، د سردار داوود خان د جمهوري نظام خلاف د پاکستان او بادارانو په لوبه کې یې زر پاکستان ته انتقال او په اصطلاح) «جهادي رهبر» شوی و.

هغه ته غرب او متحدینو یې د دومره نړیوال پرستېژ لرلو کاذب غرور ورکړی و چې د لوبې اصلي کېنګ( د امریکا د وخت ولسمشر رونالډ رېګن ته) یې د هغه په دربار او د تورو لوبو په تر ټولو ستر مرکز (سپینه ماڼۍ) کې یې د مسلمانېدو بلنه ورکړه.

جالبه دا ده چې د هغې تاریخي کومیډي اصلي شاهد او ترجمان زلمی خلیلزاد لا هم ژوندی دی او په افغانستان او نړۍ کې د امریکا له نظره « د اسلام د رېښتینو استازو» د سریال دویم قسط هم هغه مخته وړلو او ځان یې د ډایرکټرۍ د کریډیټونو مستحق بولي.

امریکا او متحدینو یې که هغه په سیمه کې وو یا افغانستان کې، وتوانېدل چې سمدستي دا سریال ښه مخته یوسي او د اسلام د رېښتینیو استازو، د افغانستان د واقعیتونو یا نورو روایتونو په اساس طالبان پر افغانستان حاکمان او د جمهوریت پلوو په جامو کې د نورو جهادي، فولبرایټي او غرب روزلو مامورانو په سرکردګۍ او محوریت کې د شل کلنې جمهوري دورې ځای ناستي کړی، خو اوس داسې ښکاري چې د سریال د ځینو قسطونو په عملي کولو او د خبلو روزلو مارانو په اوده کې راوستو کې پاتې راغلي دي.

طالبان چې اوس یې د یوناما مشره، د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیاله آمنه محمدي، زلمی خلیلزاد، اکثریت پخواني چارواکي او نور زیات خلک څه آګاهانه او څه غیر آګاهانه د اسلام رېښتیني استازي او د افغانستان اصلي واقعیتونه بولي، د دغو روایتونو په اساس حق او مسوولیت دواړه لري چې نه یوازې په افغانستان؛ بلکې سیمه او درسته نړۍ کې هغه څه چې د اسلامي احکامو عملي یې ګڼل، باید وبولي او تر هغې دوام ورکړي چې د دوی ټول روزونکي او ملاتړي په توبو او اعتراف شي چې دوی نسلونه- نسلونه د افغانانو په حق کې خیانت او رذالت کړی او نور به یې نه کوي!

یادونه: تاند کې خپریدونکې لیکنې د لیکوالو نظرونه څرګندوي، د تاند نظر نه منعکسوي.

1 COMMENT

  1. Former Pakistan ISI Chief: Haqqani and Gulbudin both are both as patriotic Pakistani as I am
    https://www.youtube.com/watch?v=2ZGfs6VD8I0

    جنرال حميد ګل په يوه يوټيوبي مرکه کې د حکمتيار او حقاني کې داسې خبرې کوي، نو سراج الدين حقاني د چا استازولي کوي؟
    پلار خو يې سوچه پاکستانی وو، نو ګرد پاکستان د اسلام د مبارک دين استازولي نه شي کولی. ځکه اسلام خو د ټولو مشترک دين دی او جهاديانو او اوسنيو واکمنانو خو د اسلام لپاره نه، بلکې د اسلام اباد د ګټو او د سيمه ييزې واکمنۍ او ستراتيژيکو موخو لپاره جګړه کړې ده. اسلام دين دی او اسلام اباد د زاړه او نوي ښکېلاک لپاره يوه کرايه شوې ده اداره ده. دغه کرايه شوې ادارې چې څوک زېږولي، نو هغه به څنګه خپلواک او د اسلام استازي شي؟
    همداسې د دوی خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده او تحت الحمايه اداره او ساتل کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب