یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهدوه نور بهرني هوايي شرکتونه افغانستان ته الوتنې پیلوي

دوه نور بهرني هوايي شرکتونه افغانستان ته الوتنې پیلوي

تاند (پنجشنبه، د جدې ۷ مه) له فلای دوبۍ وروسته دوو نورو بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته د الوتنو بیا پیلولو ته تیاري ښوولې ده.

په متحده عربي اماراتو کې دېره ایرعربیه هوايي شرکت به د جنورۍ له لسمې څخه د شارجې – کابل ترمنځ الوتنې پیل کړي.

دغه هوايي شرکت په ۲۰۲۱ کې د طالبانو تر واک ته رسیدو مخکې هم د کابل او شارجې ترمنځ الوتنې لرلې.

پر العربیه سربېره د کویت جزیره هوايي شرکت هم غواړي چې کابل ته الوتنې پیل کړي.

جزیره هوايي شرکت نه دي ویلي چې کله به کابل ته الوتنې پیل کړي

تر دې مخکې فلای دوبۍ له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته کابل ته الوتنې پیل کړې.

د دې ترڅنګ حاضردمه د افغانستان اریانا هوايي شرکت او کام اییر هوايي شرکت هم دوبۍ ته الوتنې لري.

په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ګڼو نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې وځنډولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب