Homeخبرونهله افغانستان سره د اسلامي پراختیایي بانک د نږدې ۲۵ میلیونه ډالرو...

له افغانستان سره د اسلامي پراختیایي بانک د نږدې ۲۵ میلیونه ډالرو مرسته

تاند (پنجشنبه، د جدي ۷مه) اسلامي پراختیايي بانک اعلان کړی چې د خوړو د امنیت، روغتیا او روزنې په برخو کې یې د افغانستان لپاره د نږدې ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو د پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

سرچینه زیاتوي چې له دغو پروژو څخه به ۲۴۰ زره افغانان برخمن شي.

ویل شوي چې په دغو پروژو کې د ښوونې روزنې، پاکو روغتیایی اوبو او میندو ته د مناسبو خوړو په برابرولو کې مرسته کیږي.

په دې تړاو زیات جزییات نه دي په ډاګه شوي.

په وروستیو کې په پرله پسې ډول د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ ښودل کیږي او ورسره د مرستو پر زیاتوالي ټینګار کیږي، خو له دې سره خبرونه ښيي چې افغانستان سره د بشری مرستو لپاره بودیجه په کمېدو ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تېره اوونۍ وویل چې نړیوال دې افغانستان سره بشري مرستې نه سیاسي کوي، کنه په وینا یې دلته د بشري ناورین وېره موجوده ده.

د طالبانو یو شمېر منتقدان بیا دوی ګرموي چې په افراطي کړنو یې افغانستان له نړۍ څخه منزوي کړی او بېوزله افغانان د دغه وضعیت لویه بیه پرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...