جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبطنزونهد کتاب پر پاڼو مالیه زما ابتکار دی/ طنز/ توریالی ملیار

د کتاب پر پاڼو مالیه زما ابتکار دی/ طنز/ توریالی ملیار

پر کتاب د مالیې د جنجالي موضوع په اړه مې د دغه قانون له جوړونکي قضاوت پوه کتاب دوست سره مرکه کړې چې خورا د قناعت وړ ځوابونه یې ویلي دي او دا دی دغه مرکه له کومې لاسوهنې پرته په پوره امانت دارۍ ستاسې مخې ته ږدم نور نو خوښه ستاسې چې ملامت څوک بولئ او سلامت؟

ولې مو پر کتاب مالیې ته فکر شو؟

خبره دا ده چې مالیاتي قوانین زموږ دنده ده نو زه یوه ورځ پر سړک تېرېدم څو ځایه امبار امبار کتابونه پراته و، له کتاب فروش مې وپوښتل چې دغه کتابونه خوسا کیږي نه، هغه پېژندلم نه چې واک چاری دی نو یې په غصه ځاب راکړ:

  • نه ولې به خوسا کیږي نه تازه میوه ده او نه هم ترکاري.
  • خرابیږي؟
  • ستا ماغزه خراب دی دا وچ کلک شی خرابیږي؟
  • خرڅيږي؟
  • هو یو څو لیوني لا شته دي چې اخلي یې.

نو د ده د مالوماتو له مخې چې نه خوسا کیږي نه ورستیږي، نه خرابېږي او اخلي یې هم لیوني نو له دې سره ماته یوه نوې موضوع پیدا شوه سبا مې سرکاري غونډې ته همدغه غوړه موضوع یاده کړه  په یو چک چک او یوه غږ مخالفینو او موافقینو ومنله وې مالیه پرې سپره.

  • داسې ویل کیږي چې تاسې د همدغه ابتکار له مخې مډال هم ترلاسه کړ؟

باکل نو زما دغه ابتکار په مډالونو ارزېده ته خو لا یو مدال یادوې، خو دا باور لرم چې په همداسې ابتکارونو به درجنونه مډالونه واخلم، یانې نور ابتکارات را روان دی له خیره او مډالونه یې حتمي دي، ښه خبره بلې خوا ولاړه نشي پوښتنه کوه!

  • نو اوس مو مالیه په چا ولګوله؟

کتاب پلورونکي، کتاب اخیستنونکي، کتاب لیکونکي، کتاب ژباړونکي او همدا ډول د کتاب کتونکي کمپوزران، چاپوونکی او… ټول مو د مالیې په دغه ډنډ کې سره وارخطا پسې اخیستي له خیره د ټولو له جیبونو به د دولت بودیجې ته پیسې داخلي او خزانه به وپنځیږي.

  • مګر د کتاب د چاپ، پېر او پلور کچه به ورسره کمه نشي؟

ښه ټکي ته مو اشاره وکړه ګورئ، دا چې کاغذ ډېر زر اور اخلي او کتاب له کاغذ جوړ دی نو کله چې د کتاب رواج کم شي مانا دا چې د اور لګېدنې پېښې کمې شوې او د پیښو له کمېدلو سره خلکو ته د زیان کچه هم کمیږي د اطفايي اوبه او تېل لږ مصرفیږي او د ژوند دغه خطر ډېر کمېدلی شي- یعنې په دواړو صورتونو کې موږ په ګټه کې یو که کتاب ډېر وي مالیه به ډېره وي او که کتاب کم شي خطر به ورسره کم شي، ګوره زما د ابتکار د کاپي حق محفوظ دی یعني ابتکار حق د مبتکر باله شي.

  • بالکل دې ته مې پام دی صیب، ښه لکه مخکې مو چې وویل د کتاب له پلورونکي، نیوونکي، لیکونکي او…. ټولو به مالیه اخلئ نو د دغو ټولو څه ګناه ده؟

دوی ټول ګناکار دي بلکه په کبیره ګناه ملوث باله شي ځکه خو له دې ټولو مالیه اخیستل کیږي، ګورئ په دغه فعل کې ټول مساوي شریک ګنل کیږي له دې سره باید د کتاب د لیکلو او خپرولو انګیزه هم معلومه شي چې هڅاند یې څوک و، که هڅاند دښمن وګڼل شي نو ښايي عامل او معمول دواړه د قانون منګولو ته هم و سپارل شي، یعني هم د مالیې منګولې او هم د پولیس او څارنوال.

  • ښه په قانون کې نور څه شته؟

ډېر څه پکې دي، یو مهم ټکی یې دا دی چې که چا ته کتاب اهدا کېده باید ترې وپوښتل شي چې کتاب یې له کومه کړی چې مفت یې اهدا کوي او ښايي په بډو کې یې تر لاسه کړی وي نو په دې صورت کې د کتاب له مالیې سره یو ځای د هغه د ترلاسه کولو منبع هم باید څرګنده وي ځکه ډېری وخت رشوت د اهدا یا سوغات په جامه کې ننوتلی وي او تاسې پوهیږئ چې موږ د فساد ضد یو او رشوت د فساد لویه منبع باله شي.

  • مالیه به د رنګه او ساده کتاب یو ډول وي؟

نه نه هیڅلکه نه په دې برخه کې پوره تعادل او انصاف په پام کې نیول شوی، یعنې د رنګه کتاب مالیه به هم رنګه، درنه او یو څه خوږه وي او بل دا چې د کتاب پاڼې هم شمېرل کیږي په ډبل کتاب ډبله مالیه او په نري کتاب نرۍ مالیه، ګورئ دې انصاف ته خو مو پام شته چې په نري کتاب ډبله مالیه نه ده وضع شوې، یعنې زموږ شعار عدل او برابري ده.

  • د کتاب له مینه والو سره به څه کوئ؟

هغوی مو هم نه دي پرې ایښي هغه کسان چې د کتاب پر مخ مین او ډېر ورته ګوري په هغوی هم مالیه سپره شوې ځکه دوی له کتاب سره لیونی مینه لري او لیونۍ مینه سړی لیونی کوي نو د لیونیانو سمبالول بیا بل سرخوږی جوړیدلی شي چې سمون یې ځانګړې بودیجې ته اړتیا لري او تاسې ټول پوهیږئ چې دولت غریب دي.

  • که د کتاب په لوستلو کې چا سرغړونه کوله څه به کوی د بېلګې په ډول یو سړی به په کور کې له کتاب سره مینه کوي او لولي به یې؟

د دغه کار د کنټرول او څارنې لپاره د حفیظ الله امینله فرمان ګټه اخیستل کېږيستا نه دي په یاد هغه وخت یې د بي بی سي اورېدل بند کړل او مسوولو کسانو به د خلکو  له کورونو  او وربیونو څار کاوه که به چا بي بي سي اوریده سبا به ورک وو خو پام مو وي چې موږ انصاف کوو یانې ورکوو یې نه، یوازې مالیه پرې سپروو.

  • ما نا دا چې تاسې له کتاب سره په مینه بندیز ولګاوه؟

هو پر دغه عشق ځکه بندیز ولګید چې شته عاشقان نور خلک هم د دغه عشق دریاب ته ور ټېل وهي او په دریاب کې خو بیا خامخا د دوی د مرګ خطر ډېر وي نو د ژغورنې لپاره یې ژغورونکې کېښتۍ پکار دي چې مالوم دار هغه قیمته دي او پیسې به یې له همدغې مالیې برابریږي بل دا چې افغانستان دریاب نه لري نو اړ دی چې د بل په دریاب کې خپل غرق شوي ولټوي چې هغوی هم مالیه او کرایه غواړي نو له دې امله ښايي دغه مالیه د ښه خدمت په خاطر یو څه نوره هم سېوا شي.

بله دا چې اوس ماحول د جنګ دی او دا چې د چا کتاب په لاس کې وي مالومدار چې جنګ نه کوي اوله ځانه دفاع چې فرض ګڼل شوې نشي کولی نو ځکه خو موږ د ټوپک مالیه کتاب ته محول کړهیعنې ټوپک مفت ویشل کیږي، په دې کارسره به هیواد نور هم له ټوپکو مرمیو او بارودو ډک شي یانې سره لمبه به شي او سرې لمبې ته نو بیا څوک نشي نږدې کېدیحتی زموږ دښمن به زموږ په کور کې بل شوي اور ته د نږدې کیدو زړه ښه نه کړي بله دا چې د ټوپکو هغو ګرزونکو ته تشویقي جایزې هم په نظر کې نیول شوېچې د کتاب پر ځای ټوپک ورسره وي.

  • تاسې مخکې وویل چې دولت غریب دی نو ټوپک خو ډېر قیمته دي د هغو پیسې څنګه کوئ؟

دې ټوپکو تر لاسه کولو لپاره مو ډېرې هلې ځلې کړې او لا روانې دي او ټوپک ځکه خلکو ته مفت رسیږي چې مفت تر لاسه کیږي، ګورئ امریکا، هند، پاکستا، ایران، انګلستان روس او… دا ټول یې مفت راکوي  هغه ۱۰۰۰۰  زره خو مو په زړه دي ټول نوي نوزي وو، د ټوپکو او مرمیو کمی نشته که غواړې یې در وبه یې لېږو.

نه نه خیر یوسې نه یې غواړو، موږ یې لا له پلاستیکي هغو ډاریږو؟

پوهېږم د کتاب د عاشقانو ایمان همداسې کمزوری وي خو اصلي خبره دا ده چې د هغو پلاستیکي ټوپکو په مالیه کې به ډېر کموالی راشي چې افغانستان ته را وراردېږي ځکه په دې کار سره به د هر ماشوم لپاره څه نا څه ټوپک ورسیږي او د خپل وطن د دفاع لپاره به تیار ټرننګ شوی را وزي او هغوی به ستا په څېر په ایمان کې ضعیف نه وي،  البته په دې برخه کې به له پاکستان او چین سره هم خبرې کېږي چې په تولید او تورید کې یې یو څه زیاتوالی راولي.

  • بیشکه… ښه د دغې مالیې نورې ګټې به څه وي؟

د دغې مالیې یوه ستره ګټه دا هم بلل شوې چې د کتاب په عشق له بندیز سره به د تورې شپې په رڼا کې څوک د کتاب مخ په خپلو سترګو نه موښي او د برېښنا په سپما کې به ډېر والی راشي او هغو زورورو بریتورو ته به د بریښنا زور پیاوړی شي چې د شپې ورته خپل ډالر په بوجیو کې منډي او بیا د خوښۍ مجلسونه جوړوي او په ګډا نڅا د خلکو زړونه خوښ ساتي یانې هغه سکوت ماتوي چې کتاب یې راولي،چون دغه زوږ سکوت ماتوي نو ځکه دغه بریتور د برېښنا د بل په ورکړه هم مکلف نه ګڼل کیږي له همدې امله به دوی د بل له ورکړې خلاص وي.

  • مالیه به د کتاب پر ملحقاتو هم وي که نه؟

دقیقاً له دې سره په پام کې ده له هغو کسانو څخه هم مالیه واخیستل شي چې قلم پلوري یا یې پيري ځکه قلم هم د کتاب په اسبابو او علایقو کې راځي همدا ډول د کاغذ پلورونکي مو هم په مالیه سپاره کړي دي او له دې کار سره به له یوې خوا کاغذ لږ مصرف شي او له بله پلوه به د ډېر رنګ د مصرف مخنیوي هم شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب