شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ژبې دوې متضادې غوښتنې/ اسدالله غضنفر

د ژبې دوې متضادې غوښتنې/ اسدالله غضنفر

رحمان بابا فرمایي:

چې د ټوک په طلب ګرځې خدای دې هېر دی

فقیران دا هسې چیرې وي فقیره

نن سبا د (دا هسې) په ځای (داسې) وایو.

د رحمان بابا په دیوان کې د (هغسې) په ځای (هغه هسې)، د (هغومره) په ځای (هغه هومره)، یا مثلا د نن سبا د (هماغه) په ځای (هم هغه) لولو. بابا فرمایي:

 هم هغه به پس له مرګه ازاریږي

هر چې بل ازاروي په دا جهان کې

په ژبه کې دا تحول په دې وجه راغلی دی چې خلک لنډون او اختصار ته مایل دي. لکه د سین اوبه چې د وخت په تیریدو سره ځیږې تیږې سولوي، وَړَوي، صافوي او ښوَیَوي، دغسې کلمات او عبارتونه هم ممکن د خلکو په ژبه کې ورو ورو لنډ او پاسته شي.

نن سبا ځینې کسان د (مثلا) په ځای (د بیلګې په توګه) لیکي او ځینې نور ممکن د (نسبتا) په ځای د (په پرتله ییزه توګه) عبارت راوړي.دغه کسان بهتره ګڼي چې هغه کلمې عامې شي چې دوی ته سوچه پښتو ښکاري خو که د خلکو عام عادت ته ګورو چې لنډو کلمو او عبارتونو ته ترجیح ورکوي نو شپږ سیلابیز (د بېلګې په توګه) به خدایزده چې د (مثلا) ځای نیسي.

 البته، په ژبه کې یو متضاد تمایل هم شته. د وضوح یا تاکید په خاطر کله کله لنډ عبارتونه اوږده شي. رحمان بابا فرمایي:

چې یې ولیده د ستا د جمال عکس په خپل ځان کې

هم په دا د آیینې په څېر حیران دی زما روح

په اوسنو لیکنو کې د (هم په دا) ځای معمولا (په همدې دلیل)، (په همدې وجه) یا (په همدې سبب) ته ورکوو.

په ژبه کې دغه تغییر د دې لپاره راغلی دی چې وضوح او تاکید زیات شي. ( په) چې له ( دې ) یا (دا) سره یو ځای شي، د علت قید ورڅخه جوړیږي او د دې لپاره چې تاکید ورباندې وشي، (هم) ورسره یو ځای شوی دی. د وخت په تېریدو سره د لا زیات تاکید لپاره ( دلیل، وجه، سبب…) هم ورعلاوه شوي دي. (همدا) په اصل کې اشاري صفت دی چې د (په) په مرسته په قیدي عبارت بدلیږي. که زه ووایم (په همدې مې خبره ومنله.) نو که (په همدې ) قید وګڼو، معنا یې دا شوه چې په همدې دلیل مې خبره ومنله خو که ( په) له ( همدې) جدا وګڼو ، ( همدې ) په اشاري صفت بدلیږي او د جملې معنا دا کیږي چې په پلانۍ باندې مې خپله خبره ومنله. کله چې له بحث لاندې قیدي عبارت سره د (علت، وجه، سبب..) غوندې کلمې زیاتوو، یو مقصد مو دا هم دی چې وضوح زیاته کړو.

 د رحمان بابا په دوهم را اخیستل شوي بیت کې د (هر چه) عبارت راغلی دی چې نن سبا یې په ځای (هر څوک چې) یا (هر څه چې) وایو. دغه عبارت د وخت په تیریدو سره د کلام د لا واضح کولو لپاره اوږد شوی دی. کله چې (هر چه) وایو، د انسان او غیرانسان فرق پکې مشکل شي او په اوسني تمدن کې چې د انسان اهمیت زیات شوی نو له غیرانسانه یې توپیر ته هم توجه زیاته شوې ده.

 رحمان بابا فرمایي:

څو یې وړی فراغت له درست جهانه

هغه هومره یې یوازې له ما یووړ

دغه بیت که اوسني شاعر ویلای د (څو) په ځای به یې د (څومره) کلمه راوړه، ځکه نن سبا د (څومره… هغومره) جوړه د جملو د وصلولو لپاره کاروو او (څو) ته نور نقشونه سپارل شوي دي. مجید قرار وایي:

دغه سړي دومره وژلي دي همدغه خلک

دا څومره خلک چې د دې سړي تر شا ښکاریږي

که یو نوی عبارت تر خپل عام شوي معادل اوږد وي او د وضوح یا تاکید په څیر نقشونه ونه لري، په ژبه باندې به بوج شي او د منلو  چانس به یې کم وي. په ځینو اخبارونو کې د دې جملې په ځای چې (په غونډه کې یې وینا وکړه) ممکن ولولو: (د غونډې په جریان کې یې وینا وکړه.) دلته (جریان) جمله بې ځایه اوږده کړې ده، ځکه ګټور نقش نه لري.

 په جملو او عبارتونو کې اوږدوالی که یوه تشه ډکه نه کړي، بې ګټې کار دی او تاوان پیښوي. تر دې چې ووایو: که څه هم ښه سړی دی خو په خبره نه پوهېږي؛ دا جمله بهتره ده: ښه سړی دی خو په خبره نه پوهیږي. دغه راز، تر دې جملې چې (دی د رشوت په وسیله مقرر شو.) دا جمله ښه ده:(دی په رشوت مقرر شو.)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب