جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد څېړونکې ډلې په ځای څېړنډله/ غزا نور

د څېړونکې ډلې په ځای څېړنډله/ غزا نور

څه مهال مخکې مې یو ساینسي مطلب ژباړه، له( research team) او ( team of researchers)  کلیمو سره مخ شوم.

په دغو مطالبو او څېړنو کې ورته کلیمې تل راځي، په انګرېزي کې دغه (ریسرچ ټیم او ټیم اف ریسرچرز) او پارسي کې (ګروه تحقیقاتي یا ګره محققان) په پښتو کې څېړونکې ډله یا د څېړونکو ډله ژباړل کېږي.

فکر مې وکړ چې که د (څېړونکې ډلې یا څېړونکو ډله) په ځای (څېړنډله)وویل شي غوره به وي
دا نوم اسان او لنډ دی دواړه مطلبونه یا نومونه هم په یو ځای رسوي.

موږ د څېړنډله په څېر نورې بېلګې هم لرو لکه لوبډله

چې له لوبې او ډلې جوړه شوې ده او لوبډله ویل کېږي.

په مغایره، ارتباطي او جمع حالت کې لوبډلې ویل کېږي

همدا ډول که له څېړنې او ډلې هم که ترکیبي نوم جوړ شي لنډ او اسان به وي مطلب هم رسوي.

په اصلي حالت کې څېړنډله وویل شي او جمع او مغایره حالت کې څېړنډلې وویل شي.

د څېړنډله په پله مې روزونکې ډله یا د روزونکو ډلې ته روزنډله

(پلټونکې ډله) یا (د پلټونکو ډلې) ته پلټنډله

د (څارونکو ډله او څارونکې ډله) ته څار ډله

د (ژغورونکو ډله یا ژغورونکې ډله) ته ژغورنډله

ترکیبې کلیمې جوړې کړې.

د پښتو ژبې پیاوړي ژبپوه استاد زیار ته مې واستولې، هغه ستایلې او منلې، خو یواځې ژغورنډله یې په (ژغور ډله) بدله کړې او(ژغور بېړۍ) یې هم زیاته کړې ده.

ژغور بېړۍ د ژغورونکې بېړۍ په ځای غوره بلل شوې ده.

ژغورونکې بېړۍ تر ډېره هغه وخت په رسنیو کې راځي چې اروپايي ټولنه یا ایټالیا او نور سمندرغاړې هېوادونو کې مرستندویان او سمندرساتي ځواکونه ناقانوه کډوال په بېړیو سره ژغوري.

که د دوو اوږدو کلیمو په ځای دغه ترکیبې لنډې کلیمې دود شي غوره به وي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب