یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د پښتو یو لرغونی مصدري وروستاړی | څېړندوی دوست سرواني

د پښتو یو لرغونی مصدري وروستاړی | څېړندوی دوست سرواني

  مصدر د یوې کړني او فعل نامه ته وايي چي وخت نه ځني معلومیږي. ځکه نو مصدر ته فعلي نوم هم وايي. یا هم مصدر بېله وخت او سړي ښودلو، د فعل اصلي مفهوم ښيي خو فعل برعکس وخت او سړی هم ښيي ځکه نو مصدر فعل نه ګڼل کیږي. لکه: تلل مصدر چي هیڅ وخت او سړی نه ځني معلومیږي خو د (تللی) فعل څخه معلومیږي چي یو مفرد، غایب نرینه سړی په تېر وخت کښي یو ځای تللی دی. په انګریزي ژبه کښي ورته (infinitive ,Source ,Origin) وايي. د مصدر ارزښت په دې کښي دی چي کولای سو د فعل بنسټ ځني جوړ کړو. بنسټ هماغه ټاکلی، ثابت او نه اړونکی فعل یا فعلي ریښه ده، چي د فعلونو مفاهیم څرګندوي او په ټولو جوړوښتونو کښي راځي.

پښتو مصدري وروستاړي: (ل> ساتل،  ول>  ماتول، ېدل> نړېدل نه> ټولونه، ښت >ګرانښت ، اک > تپاک) او… دي. د مصدري ورستاړو تر څنګ د (ݩ،= نګ/ἠ) لرغونی مصدري فونیمیکي وروستاړی، چي په پښتو ګرامرونو کښي ډېر لږ پام ورته سوی دی، د دې لیکني اصلي موخه ده. پښتو ژبه په ټولیزه توګه  لاندي مصدرونه لري:

۱. آر(اصلي/Basic) مصدرونه: هغه مصدرونه دي چي بېله کوم وروستاړي په بنسټیزه توګه، د یوې ژبي په بنیاد کښي مصدري ماهیت او اهمیت لري. د اشتقاق او ترکیب په پایله کښي نه وي رامنځته سوي. لکه: اخښل، پېږل(توږل)، شړل = شړنګ، کتل = کتنګ، تلل = تلنګ، ژړل = ژړنګ، کښل = کښنګ، اوډل = اوډنګ…

۲. اشتقاقي(Derivational) مصدرونه:چي د یوه ناخپلواک وروستاړي /ل، ول، ېدل، ښت، نه) په ډېرېدو سره جوړیږي. لکه: ټوخ+ل = ټوخل، خرڅ+ول= خرڅول، آباد+ول = آبادول، جوړ+ېدل= جوړېدل. ډېر+ښت= ډېرښت= دا وروستی، نوم مصدر دی چي له معنايي نظره د مصدر معنا ورکوي خو جوړښت یې اسمي او نومیز دی، د دې ډول مصدرونو ډېر یې په پای کښي د (ښت/ṣt) مورفیم لري . هڅه+ ونه = هڅونه؛ کښته ویړ شنل او سپړل سوي. زموږ د همدې څېړني موخه د (نګ) اخښلی(اغښلی،اغږلی) مصدري وروستاړي ټول په همدې اشتقاقي ډله کښي دي.

۳. ترکیبي (combinational) مصدرونه: دا د پښتو ژبي هغه ډول مصدرونه دي چي د دوو خپلواکو برخو څخه جوړ وي په دې معنا چي هره برخه یې خپله ځانګړې معنا ولري. لکه: مچ+کول. مچکول= مچول، ږمنځ+کول= ږمنځول.ږغ+کول. چي د ژبنۍ آسانتیا او لنډیز په توګه د ترکیب په وخت کښي د ځینو مصدرونو د دویمي برخي لومړی فونیم /ک/ لوېږي او د (Deletion Phoneme) ژبپوهنیزه قاعده رامنځته کیږي، لکه: مخکنۍ بولګي . خو په ځینو ګرامري او ژبنیو حالاتو کښې لکه: (ږغ کول) کښي د وروستاړي د لومړي کانسونینټ حذف او داغام نه راځي، ځکه هر مورفیم یې ځانته ځانګړې معنا لري یعني یو چا ته ناره کول هغه خبرول، که یې له منځه /ک/ فونیم حذف کړو ږغول بیا بېله معنا ورکوي، لکه: د موسیقۍ آله ږغول یا کوم کس پر خبرو راوستل د هغه له خولې خبري ایستل. همداسي هڅه +کول  خپله د کوښښ کولو په معنا او هڅول بل څوک تشویقول د دې ډول مصدرونو د وروستي خپلواک مورفیم لومړنی فونیم /ک، k/ نه سو حذفولای، ځکه دا هر ترکیبي مصدر ځانله بېله معنا لري سره ګډول یې معنايي ګډوډي راولي.

۴. سربلي (Prepositions)مصدرونه: هغه مصدرونه دي چي په مخ کښي یې یو سر بل وي. لکه: ترې +اخیستل، پرې+ګډول، په+ اغوستل…، را+تلل، ور+تلل، …

۵. عبارتي(clause) مصدرونه: هغه دي چي د یوه فعلي عبارت څخه جوړ سوي وي. لکه: له لاسه ورکول، پر پښو تلل، تر ستوني تېرول. تر ستوني تېرونګ، پیاده تلنګ، وړیا ورکونګ…

۶.جعلي (Forging) مصدرونه: هغه مصدرونه دي چي ریښه یې د بلي ژبي خو وروستاړی يې د پښتو وي. لکه: حاضرول، خلاصول، ثوابول، قهرول، استعمالول چي د حاضر، خلاص، ثواب، قهر او استعمال ریښې یې د عربي ژبي دي خو د /ول/ وروستاړي یې د پښتو ژبي دي.

۷. غوڅ(Fragment) مصدرونه: ګای ګای په پښتو ژبه کښي ځني فعلونه سته چي ریښه یې مصدري او مصدري نوم وي، د دې ډول مصدرونو څخه که مصدري وروستاړی حذف سي خو بیا هم مصدري معنا لري. لکه: خپل، ټول، چل، لید، پاڅ، پلور… چي ناغوڅي بڼي یې: خپلول، ټولول، چلول، لیدل، پاڅېدل، پلورل… دي.

۸. نومیز مصدرونه:

     د مصدر نوم او د مصدر حاصل دواړه یوه خبره ده، نومیز مصدرونه هغه دي چي جوړښت یې د عادي مصدرونو په ډول نه وي لکه: (وینا، خبرتیا، اورښت) چي پر مصدري قاعدې نه دي جوړ خو د اصلي مصدرونو : (ویل، خبرول، اورول) معنا او مفهوم ورکوي. یادي بولګي د نومونو او نومیزو مصدرونو دواړي دندي پر غاړه لري. لاندي د نومیزو مصدرونو نوري بولګي هم سته چي د پښتو اصلي، د نورو آریاني ژبو سره ګډ او عربي ریښو لرونکي دي:

  • ریښه + ښت = اورښت، خارښت./ اورښت د هر چا خوښیږي. خارښت زورونکې ناروغي ده.
  • ریښه+ش = پرورش، بارش، خارش
  • ریښه+ الف = خندا، ژړا، واوېلا، ځل+ا= ځلا./ خندا تر ژړا ښه ده.
  • ریښه+ ي= شاګردي،/ شاګردي سخت کار دی.
  • ریښه+تیا= لېوالتیا، خوشحالتیا./ له لېوالتیا سره خوشحالتیا تړلې ده.
  • ریښه+ فعلي وروستاړی = کارکوونکی، ملاماتونکی، تښتونکی.
  • عربي نوم، صفت+ یت = مرکزیت، فعالیت…
  • سربل+ تګ = پرمختګ، پرشاتګ…
  • پلوي ضمیر+ تګ = ورتګ، درتګ، راتګ…
  • قید+تګ = شاتګ ، وړاندي تګ…
  • ریښه+نه، ونه = پلټنه، کښنه، ارزونه، ټولونه…
  • ریښه+ اتري= خبري اتري…
  • ریښه+ولی = کړولی، سوځولی، کارولی، نازولی…
  • ریښه+آن، یان= سازمان، خواریکښان، ګاونډیان، صحرایان…
  • د دوه مصدري جوړښت تکرار: وهل ټکول، نیول رانیول، پوهول راپوهول…

په جملو کښي د کارېدنګ له مخي:

 قاعدوي لازمي مصدرونه:

لکه: اوسېدل، بېرېدل، څڅېدل، ټکېدل…

قاعدوي متعدي مصدرونه:

شوړېدل، بخښل، پالل، سپارل، رېبل، ژغورل، سپارل، نږل، اوډل…

لازمي ترکیبي مصدرونه:

اوبېدل، وچېدل، الیشېدل، پوهېدل… پټي اوبېدل.

متعدي ترکیبي مصدرونه:

پاکول، اوبول، خپرول، زیاتول، غوړول. نجونو ورېښتیان غوړول. بزګرانو له تندی خپل کښتونه اوبول.

د فاعلي نومونو جوړېدنګ: په پښتو ګرامر کښي فاعلي نومونه د مصدر څخه جوړیږي: د تلل څخه تلونکی، د لیدل څخه لیدونکی…

د مفعولي نوم جوړېدنګ: مفعولي نوم هم د پښتو مصدرونو څخه جوړیږي، په مفرد حالت کښي په پای کښي /یay/ دیفتانګ او جمع حالت کښي /ي i/ واول ورسره مښلي. لکه: د تلل څخه تللی/tlalay، تلليtlali/، د داړل څخه داړلی/dāṛlay، داړلي/dāṛali.

د مصدر تشخیص: کله چي په پښتو ژبه کښي د مصدر تشخیص کوو لومړی د مصدر څخه وروستاړی (ل، ول، ېدل، نګ..) لیري کوو ، کومه برخه چي پاته سوه هغه د مصدر ریښه ده چي تر ډېره دمګړی-اوسمهال زمانه ښيي لکه: په لاندیني جدول کښي، یا هم: خرڅ+ول ، خېژ+ول، خپل+ ول، ځړ+ول= ځړول، پاش+ل=پاشل، خپر+ول=خپرول… د یادو وروستاړو په ځای د (نګ، ݩ) وروستاړی هم راتلای سي: ځړونګ، پاشنګ…

په پښتو ژبه کښي د (ݩ/=نګ) مصدري وروستاړی

لرغونتوب

په پښتو ژبه کښي د نورو مصدري وروستاړو سره سره لکه پورته چي یې یادونه وسوه، یو بل مصدري وروستاړی د(ݩ،ἠ=نګ) په بڼه هم سته چي تر ډېره د پښتو ژبي په لوېدیځ ویښت (لوی کندهار لهجه) کښي کارېدنګ لري او د خپل جوړښت له مخي یې په عوامو کښي خپل هویت او لرغونتوب ساتلی، ریښه یې حتا اندو-اروپايي ژبموریني، اندو-آریاني او آریاني ته ورڅرمه کیږي:

اندو-اروپايي: په فرضي اندو-اروپايي مورینه کښي د  (ݩ/=نګ)  مصدري وروستاړي ریښې / ,*an,*en,*ant/ دي لکه: (*setjan:کښیناستنګ=کښېناستل). په زړې لاتین ژبه کښي مصدرونه او فعلونه تر ډېره په / are,tus/ وروستاړو پای ته رسېدلي دي. یوناني ژبي هم اندو-اروپايي تومنه خوندي کړې او د (,ein,ai) مصدري وروستاړي لري.  لکه: په (dhy+ai) مصدر کښي. په سلاوي ژبو کښي ډېری مصدرونه په / t/ وروستاړي پای مومي. د ګریم د ژبني قانون له مخي د زړې آلماني ژبي مشهور مصدري وروستاړی / an/ دی. د اندو-اروپايي ژبکورنۍ په هسپانوي ژبه کښي درې ډوله مصدري وروستاړي لیدل کیږي: / ar:<cantar /، /er:<comer  /،   /ir:<vivir. په ګوتیک ژبه کښي هم دا ریښه  خوندي ده لکه: ga timan/خوښول، مناسب. د دې ژبکورنۍ ځینو ژبو  اندو-اروپايي ریښه خوند کړې او ځینو نورو اندو-اروپايي ژبو د فعلي او مصدري وروستاړو په برخه کښي بېله لاره اخیستې.

اندو-آریاني: په سنسکریت کښي مصدر ته (tumannanta) وايي لکه پښتو تر ډېره په حال زمانه کښي پېژندل کیږي او  ډلبندي کیږي، پېژندوی مصدري وروستاړی یې /tum/ دی خو د جنسیت، عدد او په ریښه پوري د فونیمیکي مښلولو ثابت دریځ نه لري وګورئ: /رانیول:kretum/ ، /نیول:jetum/، /لیدل:draṣum/ په وروستۍ کلمه کښي یې د /ت،t/ فونیم په /ټ،ṭ/ اوښتی دی. له دې څخه څرګندیږي چې سنسکریت هم  نیم پزیز حالت ساتلی دی. په پالي ژبه کښي مشهور مصدري وروستاړي سنسکریت ژبي ته نژدې /  ituṃ/ ، / tuye  / دي. لکه په /gam+itum=gamtum/ او /mara+tuye=marituye/ کښي. په لومړي بولګه کښي یې د ریښې سره په مښلېدو کښي د /i/ فونیم لوېدلی دا قاعده په پښتو مصدري قاعدو کښي هم سته لکه: په ډک+کول = ډکول کښي. په دویمه بولګه کښي ېې د /mara/ ریښې وروستی /a/ فونیم په /i/ اوښتی؛ د تاریخي ژبپوهني له مخي په ژبو کښي دا ډول اوښتني سته چي په لومړۍ کلمه کښي د لوېدنګ/Prolapse او په دویم کښي د اوښتنګ/torqe ژبپوهنیزي قاعدې پلې سوي دي. د پښتونخوا- ګندهارا د عالم پاڼي ڼي/pāṇiṇi (۴۰۰ق.م)په کتاب اښټ ادهیایي: (6.4.12.164. abl.sg) کښي (kṛt, in,inā,ṇini,) د فعلي، مصدري او څپه اییزو وروستاړو په توګه راغلي دي.(p:112,113) چي د پښتو مصدري وروستاړی (ݩἠ=نګ) ته کټ مټ نژدې دي.

په آریاني ژبو کښي: په آریاني مورینه آریک کښي دا ریښه (*šān / ښورنګ= ښورول) ده چي د پښتو (نګ،ἠ) بیخي ورنژدې دی. په اوستا کښي د پښتو په څېر شاوخوا لس مصدري وروستاړي سته: (anθ,āi,tәi,anhe,maine,ẽ,tẽ,man,tәe,) داسي ښکاري چي د اندو-اروپايي موریني ژبي پر پله او ګام د پښتو / ἠ،ݩ/ مصدري وروستاړی د اوستايي / maine,man / وروستاړو سره لرغونی پیوند لري ځکه په فونولوژیکي او مورفولوژیکي لحاظ یې ریښې بیخي سره نژدې دي. همداسي د زړې فارسي مصدري وروستاړی (tan)دی چي د پښتو په څېر یې اندو-اروپايي تومنه خوندي کړې ده. اوستا په څلورو دیرشو کانسونینټونو کښي هم وروستی کانسونینټ دی او د / نګἠ/ سیمبول په بڼه، لکه: د (daiἠhu:لس ولایته) په کلمه کښي. خو د پښتو دې مصدري وروستاړی د اوستا د همدې فونیم څخه تحول نه دی کړی، د پښتو (نْګ ) مصدري وروستاړي بېله لاره ده،  په اوستا کې دا فونیم د ثبوت لپاره راوړل سو. دا مرکب ته نژدې اخښلی کانسونینټونه په لرغونو اندو-آریاني او آریاني ژبو کښي و خو په نورو معاصرو آریاني ژبو کښي له منځه تللی او په پښتو ژبه کښي چي زه به یې دلته اخښلی کانسونینټ فونیم و نوموم خوندي دی.

په منځنۍ آریاني ژبو کښي:  په شمال ختیځه منځنۍ ساکي کښي دوه ډوله مصدرونه سته یو د حال ریښې او دویم د تیري زمانې له ریښې سره. دواړه یې د آریک موریني *āi ، *anپر بنسټ جوړ دي. د حال ریښې مصدري وروستاړی د /ā / فونیم دی. لکه: په( haurā: ورکول)، مصدر کښي. د تیري زمانې ریښې پر بنسټ جوړ مصدرونو وروستاړی یې /te/ دی چې د آریک موریني له /*tayai/ څخه یې سرچینه نیولې ده. لکه: /āysāte:پسولل، tsute: تلل کښي. خو منځنۍ ساکي کټ مټ پښتو ته نژدې پزیز- غنه یي فعلي – مصدري وروستاړي هم لري لکه:māń/منل، vahan/ وهل،پټېدل، uysgun/لڅول،  ښورول/ṣāń . دا وروستاړی مصدري په منځنۍ آریاني سغدي کښي هم خوندي دی لکه: š’n /ښورول. په شمال ختیځه منځنۍ آریاني ژبه باختري ژبه کښي هم مصدرونه د حال او ماضی پر بنسټ جوړیږي او مصدري وروستاړي یې / ,an,do,to/ څرګندیږي.. لکه: اوس مهال: / largdo: لرل، lado:لري کول  / ، تېرمهال: / lauado: لورول، kirto: کرل  / کښي خو د پښتو د (نګ،) سره یې نژدې پزیزه ریښه هم سته لکه: (arman/راتلل ، xoan/خېکېدل، مېشتېدل).(Iranian verb:pp 144,154) .

په معاصرو آریاني ژبو کښي: معاصري لوېدیځي آریاني ژبي کُردي هم د پښتو د لوېدیځ ویښت په څېر د دا ډول فعلي او مصدري وروستاړو حالت او ماهیت ساتلی دی. لکه: (gostin/ګرونګ – ګرول،چیچل،girtin/ راتلل، níštin/نښتېځنګ = نښتېځل، sont xarin/سوګندول ) ، لوېدیځي آریاني بلوڅي هم ساتلی: (ništnind/نښتېځل، sauɣan،سوغن/سوګندول – قسمي کول،)، لوېدیځي لوری/lori ژبي هم دا حالت ساتلی وګورئ : bistin/ ویشتنګ- ویشتل. ختیځي اوستي ژبی هم خوندي کړی: (xaeryn/سوګندول، xwarun/خوړل، kyryn/کارونګ،پرېوَهنګ=کارول). ختیځه آریاني پراچي ژبه هم دا پزیز حالت لري: (aɣun،اغون، اغوندنګ، اغوستل، xístkan/ختل)(iranian verb:126,410,115,151)

    په پښتو ژبه کښي د /،ݩ=نْګ / مصدري وروستاړی: اندو-اروپايي ژبمورینه په ځانګړې توګه په زړو اندو-آریاني او آریاني ژبو کښي یو څو فونیمونه سته چي نه مرکب دي او نه هم یوستوي بلکي یو په بل کښي ننوتلي او اخښلي فونیمونه دي. لکه: (کښ، خښ، انګ، نْګ…) د سنسکریت د پنځه دېرش کانسونینټونو څخه پنځم کانسونینټ د / نګ/دی. د لته موخه د یوه لرغوني مصدري وروستاړي څېړل او هغه ښوول دی. دا مصدري وروستاړی خورا لرغونې مخینه لري. دا وروستاړی نورو اندو-اروپايی، اندو-آریاني او آریاني ژبو ته نژدې یو اخښلی(اغښلی) کانسونینټي فونیم دی چي په پښتو ژبه کښي د خورا ډېرو مصدرونو وروستاړی ګڼل کیږي. دا فونیم موږ اوس د (نْګ) دوو فونیمونو(ن+ګ) ته نژدې ګډ مورفیم ګڼو خو داسي نه ده دا د /ن/ او /ګ/ ترکیب نه دی بلکي دا یو غنه يي اخښلی فونیم دی. داسې څرګندیږي چي (نْګ ݩ) هم د پښتو ژبي له هیرو سویو فونیمونو له ډلې څخه دی. (نْګ ،ݩ، ) مرکب ستونزی او پزیز مښتی کانسونېنټي فونیم دی. چي دمګړی د پښتو کلمو په پیل او پای کښي محسوسیږي. دا فرضیه او نظریه به داسي وړاندي کړو چي د (نْګ،ݩ ) فونیم په پښتو ژبه کښي هم سته خو په جلا توګه ورته پام نه دی سوی، ځانګړی ګرافیم هم نه لري او یواځي په زړو پښتو کلمو کښي محسوسیږي. زه یې د پښتو ګرافیم او فونیمیک ښودنګ له پاره دا سیمبول واړندیزوم[ݩ،ἠ] خو حتمي نه ده کېدای سي د ښه والي لپاره په کښي بدلون راوستل سي. بله خبره دا ده چي د پښتو ژبي پر الفبا له سره څخه په راتلونکي کښي لوی بحث او څېړني ته  اړتیا ده. دې فونیم ته په پښتو ژبه کښي هغه وخت پا ور واوښتی چي په اوستا او سنسکریت ژبو کښي ولیدل سو. د پښتو ژبي په پای کښي د وروستاړي په توګه یې مثالونه په دې ډول دي: ن+نګ/ = غورځنګ/ɣurǰἠ، څښنګ/cṣἠ، شلونګ/šlawἠ، کښنګ/kṣἠ، پېونګ/pewἠ … د پښتو کلمو په سر کښي: ݩوښل/ نْګوښل،nguṣal/ ἠūṣal (ګوډ-ګوډ تلل)، ݩوری/نْګوری،nguray/ἠūray(ړوند). که څه هم د پښتو ژبي په اوسنۍ الفبې کښي د (ݩ=ْنګ ) مدغمول او ورګډول ستونزمن کار دی خو د پښتو ژبي د تاریخي فونولوژۍ په برخه کښي ګټور او د پام وړ ځای لرلای سي.

د اندو-اروپايي موریني څخه د (ݩ=ْنګ ) اخښلي فونیم او مصدري وروستاړي تحول:

اندو-اروپايي ریښه اندو-آریاني لرغوني، منځنۍ آریاني معاصر آریاني
 

*an<*en<*ant

سنسکریت:/tum/ kretum/ ، /نیول:jetum/، /لیدل:draṣum/.

پالي: /  ituṃ/ ، / tuye  / دي. لکه په /gam+itum=gamtum/ او /mara+tuye=marituye/

آریک: (*šān /> ښورنګ= ښورول)

اوِستا:(āi,tәi,anhe,maine,ẽ,tẽ,man,tәe

ساکي:/ń/ māń>/منل، >vahan/پټېدل،> uysgun/لڅول،  ښورول/ṣāń

باختري:/ n,o/ xoan>/خېکېدل، مېشتېدل:> لرل، lado: شړل  / ، تېرمهال: >/ lauado: لورول، kirto: کرل  / < / do,to/

سُغدي:/ n/ š’n>  /ښورول

پښتو: (ݩ=ْنګ )

کُردي: /n، ن/:(gostin/ګرونګ – ګرول،چیچل،girtin/ راتلل، níštin/نښتېځنګ فارسي،دري:نn,/تن/tn

بلوڅي:/n/> sauɣan،سوغن/سوګندول

لوري/lori: xwarun/خوړل، kyryn/کارونګ،پرېوَهنګ=کارول

لاتین:ara<tus پراچي:/n/  aɣun  >،اغون، اغوندنګ، اغوستل، xístkan/ختل
یوناني: (,ein,ai) دي.  لکه: په (dhy+ai)
سلاوي: /t/*ti< Proto=

آلماني: /an/

هسپانوي: / ar:<cantar /، /er:<comer  /، /  /ir:<vivir

په پښتو کښي د دې ډول مصدرونو جوړولو قوانین

ریښه + ݩ=:Root+ŋ

لید + ݩ = لیدݩ(لیدنګ).lid+ἠ=lidang

لوش+ݩ= لوشݩ (لوشنګ(lwaš+ἠ= lwašang.

خوړ+ݩ=خوړݩ(خوړنګ.xwaṛἠ

سات+ݩ= ساتݩ(ساتنګ.sātἠ

– لږ خوړنګ د هر ډاکتر توصیه ده.

د هیواد ساتنګ د هر زلمي دنده ده.

د (ݩ،ἠ،=نګ) مصدري وروستاړی تر ډېره د پښتو ژبي په لوېدیځ ویښت(لهجه) کښي اورېدل او لیدل کیږي. دا وروستاړی د حاصل مصدر د جوړولو لپاره کاریږي. د (ېدل، ل، ول،) مصدري وروستاړو په ډول د ریښې سره مښلي.(رښتین:۶۲مخ)

د (ݩ، = انګ) مصدرونو جدول:

یاداښت: په کومو ریښو کښي چي د /و/ واول راغلی هغه د دمګړي(حال) زمانې ښکارندوی ده. لکه: (اچو = اچونګ، اړو= اړونګ). هغه چي نه یې لري هغه مطلقه فعلي ریښه او (نګ،ἠ ) مصدري وروستاړی دی.

شمېره ریښه د (ݩ،)=نګ وروستاړی وړاندیز بڼه وینګ(تلفظ) فونیمیکي
۱ لیک+lik+ ݩ/ἠ لیکݩ لیکنګ likaἠ
۲ کښ+kaṣ+ ݩ/ἠ کښݩ کښنګ kṣἠ
۳ لوستluwast+ ݩ/ἠ لوستݩ لوستنګ lwastἠ
۴ اچو/ ݩ/ἠ اچوݩ اچونګ ačawaἠ
۵ البوزو ݩ/ἠ البوزوݩ البوزونګ albuzawaἠ
۶ اړو ݩ/ἠ اړوݩ اړونګ aṛawaἠ
۷ ایست/ ݩ/ἠ ایستݩ ایستنګ istaἠ
۸ باټو/ ݩ/ἠ باټوݩ باټونګ Bāṭawaἠ
۹ بدلو/ ݩ/ἠ بدلوݩ بدلونګ badlawaἠ
۱۰ برابرو/ ݩ/ἠ برابروݩ برابرونګ barābarawἠ
۱۱ بیو/ ݩ/ἠ بیوݩ بیونګ bewaἠ
۱۲ بیرو(ویرو) ݩ/ἠ بیروݩ بېرونګ berawaἠ
۱۳ پاڅو/ ݩ/ἠ پاڅوݩ پاڅونګ pacawaἠ
۱۴ پټو/ ݩ/ἠ پټوݩ پټونګ Paṭawaἠ
۱۵ پڅو/ ݩ/ἠ پڅوݩ پڅونګ pacawaἠ
۱۶ پریو/ ݩ/ἠ پرېوݩ پرېونګ prewaἠ
۱۷ پلټو/ ݩ/ἠ پلټݩ پلټنګ Palaṭἠ
۱۸ پلورو/

په مصدري حالت کښي یې وروستی /وu/ لوېږي.

ݩ/ἠ پلورݩ پلورنګ ploraἠ
۱۹ تنخو/ ݩ/ἠ تخنوݩ تخنونګ taxnawἠ
۲۰ تنګو/ ݩ/ἠ تنګوݩ تنګونګ tangawἠ
۲۱ تورو/ ݩ/ἠ توروݩ تورونګ torawἠ
۲۲ تیارو/ ݩ/ἠ تیاروݩ تیارونګ taiarawἠ
۲۳ تېرایست/ ݩ/ἠ تېرایستݩ تېرایستنګ teristaἠ
۲۴ ټولو/ ݩ/ἠ ټولوݩ ټولونګ ṭolawἠ
۲۵ خپلو/ ݩ/ἠ خپلوݩ خپلونګ xpalawἠ
۲۶ جنګو/ ݩ/ἠ جنګوݩ جنګونګ jangawἠ
۲۷ جوړو/ ݩ/ἠ جوړوݩ جوړونګ Joṛawἠ
۲۸ چختاړو/ ݩ/ἠ چختاړوݩ چختاړونګ čxtāṛawἠ
۲۹ چلو/ ݩ/ἠ چلوݩ چلونګ čalawἠ
۳۰ ځړو/ ݩ/ἠ ځړوݩ ځړونګ ǰaṛawἠ
۳۱ ځنډو/ ݩ/ἠ ځنډوݩ ځنډونګ ǰanḍawἠ
۳۲ څکو/ ݩ/ἠ څکوݩ څکونګ ckawἠ
۳۳ څرخو/ ݩ/ἠ څرخوݩ څرخونګ carxawἠ
۳۴ څیر/ ݩ/ἠ څیرݩ څیرنګ ciraἠ
۳۵ خبرو/ ݩ/ἠ خبروݩ خبرونګ xabrawἠ
۳۶ څنډ/ ݩ/ἠ څنډݩ څنډنګ canḍἠ
۳۷ خوږو/ ݩ/ἠ خوږوݩ خوږونګ xwaẓawἠ
۳۸ خوښو/ ݩ/ἠ خوښوݩ خوښونګ xwaṣawἠ
۳۹ خیرنو/ ݩ/ἠ خیروݩ خیرنونګ xiranawἠ
۴۰ خیشتو/ ݩ/ἠ خیشتوݩ خیشتونګ xištawἠ
۴۱ دمو/ ݩ/ἠ دموݩ دمونګ damawἠ
۴۲ داړ/ ݩ/ἠ داړݩ داړنګ Dāṛἠ
۴۳ ډکو/ ݩ/ἠ ډکوݩ ډکونګ ḍakawἠ
۴۴ ډبو/ ݩ/ἠ ډبوݩ ډبونګ ḍabawἠ
۴۵ ژغورو/ ݩ/ἠ ژغورݩ ژغورنګ žɣoraἠ
۴۶ ستای/ ݩ/ἠ ستایݩ ستاینګ Stāiἠ
۴۷ سپمو/ ݩ/ἠ سپموݩ سپمونګ spamawἠ
۴۸ سړو/ ݩ/ἠ سړوݩ سړونګ Saṛawἠ
۴۹ غړپ/ ݩ/ἠ غړپݩ غړپنګ ṛapaἠɣ
۵۰ مچو/ ݩ/ἠ مچوݩ مچونګ mačawἠ

پایله: پښتو د شمال ختیځي آریاني ژبي په توګه لا هم د لرغوني دورې ګرامري ځانګړني کټ مټ خوندي کړي دي. چي یو هم د /ݩἠ =نْګ/ مصدري وروستاړی دی چي په یوه وخت کښي هم اخښلی فونیم دی  او هم د پښتو د یوه لرغوني خوندي مصدري وروستاړي دنده لري.

اخیستلیک:

۱. پوهاند رښتین، د پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ش، ۵۳ مخ.

۲. ایازي، محمداعظم. قواعد پښتو، دویم چاپ، انتشارات، صدیقي، ۱۳۹۳ش.

۳. پروفیسور. اورمړ. خلیل الله. مقدمه بر زبان باختری.د افغانستان د علومو اکاډمی، دویم چاپ، ۱۳۹۵ش.

۴. دکتور مهشید، میرفخرایی. درآمدی بر زبان خُتنی(ساکی) تهران، ۱۳۸۳ش.

۵. جکسن، ویلیام. دستور زبان اوستا. ترجمه رقیه بهزادی، چاپ اول،  انتشرات فرزین، ۱۳۷۶ش.

6.www.infinitive in sanskrit language

  1. www.infinitive in Pali language.

8.Naseer Hoonar Pashtoon. A Handbook of Pashto Verbal Conjugation,dunwoody press,2006.

9.Tegey.H & Barbara Roson A reference Grammar of Pashto,Washington D.C,1996.

10.https://forum.wordreference.com/threads/proto-indo-european-verb-infinitive-ending.

  1. Johnny Cheung ,Etymological Dictionary of the Iranian Verb, LEIDEN . BOSTON,2007.

د مېره، کلمې تاریخي تحول | څېړندوی دوست سرواني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب