یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهامریکا د داعش خراسان څانګې د مالې برخې د ویجاړولو لپاره جایزه...

امریکا د داعش خراسان څانګې د مالې برخې د ویجاړولو لپاره جایزه وټاکله

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش د خراسان څانګې د مالي شبکې د ویجاړولو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د هغو معلوماتو لپاره ۱۰ میلیون ډالره انعام ورکړي چې په نتیجه کې یې د داعش د خراسان څانګې د تمویل پروسه ګډوډه شي.

دا اعلان د “عدالت لپاره جایزه” په ویبپاڼه کې. چې د متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزارت سره تړاو لري، خپور شوی.

اعلامیې زیاته کړې چې د داعش لاسونه د سلګونو هغو بې ګناه انسانانو په وینو رنګ شوي چې په ښوونځیو، جوماتونو، د جنازې په مراسمو او حتی روغتونونو کې یې د دې ډلې په ترهګریزو بریدونو کې ژوند بایللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې د داعش خراسان څانګه په ننګرهار کې د ټالک د ګټورو کانونو په ګډون په افغانستان کې د طبیعي زیرمو د استخراج له لارې پیسې ترلاسه کوي.

وزارت زیاته کړې چې د داعش خراسان څانګه خپلې مالي سرچینې د مالیو د راټولولو، له خلکو او سیمه ییزو کاروبارونو څخه په زوره د پیسو اخیستلو، په افغانستان او پاکستان کې د تنباکو د غیرقانوني پلور، د ډیجیټل اسعارو د کاروبار او همداراز د پیسو سپینولو له لارې ترلاسه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم لیکلي چې د داعش خراسان څانګه د داعش د اصلي څانګې له مالي ملاتړه هم برخمنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د دغې ډلې د مالي لارو د بندولو لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

2 COMMENTS

  1. اوس نو د پښتنو په سیمه کې د جګړې اورونه لا ډیریږي. ځکه امریکا څو کاله پخوا هم ورته جایزې په ځینو کسانو باندې ایښي وي. چې ډیرې بیلګې یې موږ ولیدلې. کله چې یې په نوموړو باندې په افغانستان او سیمه کې اورونه داسې بل کړل چې د خلکو هر څه یې په کې لولپه کړل اوس هغه کسان د دوئ له سفیر او نورو مشرانو سره آزاد لیده کاته کوي. نه جایزه شته او نه یې هغه خبرې. نه یې خلک وژلې وو او نه یې لاسونه د چا په وینو رنګ وو. امریکا ته تر ټولو زیات هغه کسان محترم وي چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره وي. هغه که کیڼ اړخي وي او که ښی اړخي. هغه که دموکرات وي او که سیکولر.

  2. طالب جمعه داعش مساوي پاکستان او امریکا. باید ددواړو غاړو پښتانه سره یو ځای او دا د اسلام په نوم کفري ډلې چې د غرب په پیسو اسلام بدناموي نابود کړي. او نور یوې ډلې ته چې د اسلام په نوم ددوی اولادونه وژني او ګمراه کوي په خپلو سیمو کې پرینږدي. ددې نه به لوی جهاد نوي چې دداسې منافق خوله ماته کړې چې ستا په ژبه خبرې کوي او ستا لباس اغوندي او ستا اسلام ستا په سیمه کې بدناموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب