شنبه, جنوري 4, 2025
Home+اوبه/ اجمل پسرلی

اوبه/ اجمل پسرلی

په سیند کې اوبه نه بهیږي. دلته هلته ډنډ ډنډ اوبه پکې ولاړې دي. د سیند غاړې ته بزګر بیل په اوږه اړولی، کله د سیند سر ته ګوري کله پای ته، اسمان ته یې هم څو ځله سترګې پورته کړې. اسمان تک شین دی، وریځې نه شته. د بارانونو وخت نه دی، خو د بزګر پخوانی باور له منځه تللی، په موسم بې باوره شوی دی. بیوخته بارانونو د ده کوټه ونړوله…

منی و، د ورځې اسمان همداسې شین و، لکه همدا شیبه. ماښام ته وریځې راښکاره شوې او د شپې دومره باران ووریده چې ملا اذان د دوی د کوټې چت راولوید. لور یې تر خاورو لاندې شوه او میرمن یې ټپي شوه چې لاهم په ښۍ پښه نګوښي…

 هاغه ډیرې اوبه چې د ده خوا ترې ګرځیده او دا لږې اوبه چې له دې یې هم کرکه کیږي.

 له اوږو یې بیل راښکته کړ، کلک یې پرمځکه وواهه. تر خاورو لاندې پر پټه ډبره د بیل د ژۍ کرژاری شو. غاښونه یې وبریښیدل، بیل یې راپورته کړ. ګوتې یې پرې تیرې کړې. بیل یې نوی تیز کړی، یوځای یې ژۍ لږ چیته ورته ښکاره شوه. بیل یې داسې ونیو لکه ماشوم چې په غېږه کې نیسي او ورو ورو د خپل کور په لور چې اوس یې پر ړنګو خاورو خیمه وهلې ده روان شو. د اوزې میمیږی شو، لکه چې تږه وه، دی پرې تیر شو میرمن یې په وره کې له سطل سره ولاړه وه. هغې سطل وشرنګاوه، دی ښویه په خیمې ننوت. د سیل د شپې اوبه یې ترسترګو سترګو کیدې، چې پر وره ورننوتې، پر کړکۍ وراوښتې، د باران د څاڅکو شور و، په کلي کې نارې وې، غالمغال و. ده د تنهایي عجیب احساس کاوه، هیچا مرسته ورسره نه کوله، کله چې د چت د پښتول ګرز شو، چیغې یې کړې، خو هیڅوک ښکاره نه شول، هیچا ورمنډه نه کړه… سر ته یې لاس ونیو. د لور وروستي غږونه یې په مغزو کې لکه ګرداب تاو شول راتاو شول:

اوبه اوبه اوبه

ښځې یې ورغږ کړل:

لږ اوبه خو راوړه

ده د خیمې ژۍ پورته کړه، میرمن یې له سلطل سره کږه ولاړه وه، دی ژر ژر رهي شو کوز سر تږي فصلونه داسې ایسیدل لکه وروستۍ سلګۍ چې وهي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب