تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۱ مه) د نړیوال سره صلیب کمیټې اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو له کبله په ۲۳۴ پېښو کې ۴۵۵ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې پېښو ۳۵۹ قربانیان ماشومان دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) ویلي چې سږ کال یې د افغانستان د سره میاشت ټولنې په همکارۍ له ۲۴۰ زره ډېرو کسانو ته، چې نیمايي یې ماشومان وو، د پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي دي.
دا کمیټه ټینګار کوي چې په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم له پراخو ستونزو او بشري اړتیاوو سره مخامخ دي. دې ادارې ۲۰۲۴ کال د افغانانو لپاره د بشري ننګونو ډک کال بللی دی.
په راپور کې راغلي چې د نړیوالو بندیزونو او د بهرنیو مرستو کمښت په دې هېواد کې کړکېچ نور هم زیات کړی، او دا د میلیونونو کسانو لپاره چې له فقر، د خوړو د کموالي او اساسي خدماتو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخامخ دي، حالت لا پسې خراب کړی دی.
سره صلیب د افغانستان د زیان منونکو ډلو، په ځانګړې توګه ښځو، ماشومانو او معلولیت لرونکو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
دا اداره په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره پر نړیوالې پاملرنې او اوږدمهاله ملاتړ ټینګار کوي.
د نړیوال سره صلیب د راپور له مخې، د پاکو اوبو نشتون د افغانانو لپاره یوه بله لویه ننګونه ده. دې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په ۹ ولایتونو کې ۱،۲۴۷ د اوبو بمبې بیا رغولي دي.
د دې ادارې په وینا، سږ کال په ۳۲ ولایتونو کې تر ۱۱۹ ډېر کسان د سېلونه اغېزمن کړي او شاوخوا ۶،۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.