چهارشنبه, جنوري 8, 2025
Home+بدل (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

بدل (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

بوډا د کوټې لویې کړکۍ سره ناست و، د کلا خټین دېوال بېخ ته په ګرد پلاستیکي اخور ولاړې غوا ته ځير و.د چای پیاله یې ور پورته کړه، په یوه غوړپ یې نیمایي کړه، چای سوړ او بې خونده ور ولګېده، غمبوري یې وپړسېدل، یوې او بلې خواته یې خوله کې وشرپاوه، د سترګو له کونجونو یې زمري ته وکتل، زمري د کلا په لوی دېوال قطار ناستو مرغیو ته کتل، بوډا په څنګ شو، لنډ یې د پلاستیکي فرش ژۍ را واړوله او ډکه خوله چای یې ور توی کړ.

د کوټې له دروازې سره ناستو دوو خامو پېغلو یوه او بله په څنګ سره ووهلې، د بوډا چې پرې پام شو، ژر یې د نسوارو قوطي ته لاس کړ، کرار یې یوه چونډۍ تر ژبې لاندې کړه، بېرته یې په غوا کې  سترګې وګنډلې، زمري ته یې وکتل:

ـ خورې ګله! غوا وچه ده، که لنګه؟

زمري چې تازه ېې د بوډا د نسوارو له قوطي نسوار کړي و ـ او په نسوارو ککړې شنې ګوتې یې د خړ کمیس په لمن پاکولې، وویل:

ـ ماما لنګه ده او خوسکی هم ورسره دی.

بوډا د غوا لور ته وکتل. بېرته یې مخ را وګرځاوه، مخامخ په دېوال کې راځوړند ټوپک ته یې پام ور واوښت، د ټوپک لاندې په ځمکه لوی ډانګ هم اېښی و.

بوډا ډانګ ته هم ښه شېبه ځیر شو. بېرته یې د چای پیالې ته وکتل، چې لاس یې پیالې ته ور نږدې کاوه، بېرته یې په تېزۍ شاته کش کړ، لکه تېره بې خوندي چې د چای ور په زړه شوې وي.

 زمري چې اوس یې نرۍ تسبېح په لاس کې اړولې را اړولې ورپام شو:

ـ ماما چای دې نور سړېږي؟

بوډا پیالې ته وکتل:

ـ داسې یخ چایونه دې که په ماما څکې ژر به پښې درته وغځوي!

 زمري زر له پیالې لاس چاپېر کړل، مخامخ ناستو نجونو ته یې سترګې برګې کړې:

ـ د رنډۍ لورانو! په تاسو څه ټکه را لوېدلې چې یو چای نشئ کولای.

نجونو په ټیکریو کې ځانونه وپېچل او له ويرې په ډکو سترګو یې زمري ته کتل.

زمري دویم ځل چیغه کړه ، تور لوی چای جوش ته یې ګوته ونیوله:

ـ ځئ درواخلئ ، تازه چای راوکړئ؟

غبرګې نجونې له ځایه را پورته شوې، یوې یې په رېږدېدلو لاسونو چای جوش ور واخیست او په منډه له کوټې ووتې.

بوډا کرار وویل:

خورې ګله د نجونو زخمونه لا تازه دي، زما په فکر دومره خوشکو ته به ضرورت نه وي.

زمري سړه ساه وویستله:

ـ ماما دا ډېر مردار بوټی دی، چې څه ورته ونه وایم، بله ورځ به دوي هم د مور په رقم نخرې را باندې کوي.

 بوډا، ټوپک ته لاس ونیو، سپېرې شونډې ېې سره بېرته شوې:

ـ خورې ګله دا له کومه شو؟

زمري هم ټوپک ته سترګې ونیوې، موسکی شو:

ـ ماما له غوا سره یې دا هم راکړ.

بوډا سر وښوراوه، داسې وبرېښیده چې غوا ېې په زړه نه ده ناسته او یا یې ګواګې ټوپک ډېر ښه اېسېده:

ـ نه کېده چې د دې غوا پر ځای دې هم داسې یو بل ټوپک ترې اخیستی وای؟

ـ ماما سړی نوی کونډ و. بس همدا غوا او دا ټوپک یې کور کې وو.

بوډا وخندل:

ـ او تا سرکوزي هم ورسره ومنله.

زمري د غوا لور ته وکتل، په برېتو یې ګوتې تېرې کړې، په غرور یې وویل:

ـ بس ماما غوا مې په غوا بدله کړه، خو فرق یې دا ده چې دا غوا شېدې کوي.

دواړو یوه شېبه کټ کټ وخندل.

بوډا سپینه او توره ږيره چې شین بخون رنګ یې خپل کړی و، په موټي کې کلکه کړه.

ـ والله څه ووایم خورې ګله زموږ خو یې داسې قدر کاوه لکه خپله ملاله لور، ګرده به رانه تاوېده.

زمري اوږې پورته ونیوې. غاړه یې تازه کړه. سر یې وخوځاوه:

ـ ماما ته ښه واېې، کلي ـ کور کې یې هم چا بد نه دي ویلي او زما د ورونو له کډو(مېرمنو)سره هم کله چا په جنګ نه ده لیدلې.

بوډا نرۍ موسکا وکړه، په خبرو کې ورننوت، په حیرانتیا یې وپوښت:

ـ نو تا په کې څه بدي لیدلې وه؟ لانجه یې کوله؟ چا سره یې ګوتې خوږې وې؟ او یا …

زمري خوله خبرې ته جوړوله چې غبرګې نجونې چای جوش په لاس کوټې ته راننوتې.

زمري په اشاره وپوهولې چې د ماما پیاله ډکه کړي.

خولې ته ېې لاس ونيو، بیا یې وویل:

ـ ماما ګله دوه ګزه ژبه یې وه. چې یو ځل به ما سره په دعوو او چمبو شوه، تر سبا نه غلې کېده.

په کوټه کې ایښی اوږد ډانګ یې راواخېست ، په لاس کې ېې ونیو: راپورته شو،

ـ دغه لرګی ګورې داسې سل لرګي به مې پرې مات کړي وي. خو د سپي لور هېڅ لارې ته نه راتله!

ما ویل نه چې کومه ورځ یې په وهلو وهلو مړه نه کړم.

بوډا ټوپ وهل:

ـ دا څه وايې دومره بد خلقې او ځیلۍ وه؟

زمري بیا غوا ته لاس ونیو:

ـ چې داسې نه وه نو په دې غوا مې بدلوله؟!

بوډاغلی شو، په فکر کې لاړ، ده بیا په دېوال کې ځوړند ټوپک ته وکتل، بوډا ته ېې مخ ور واړو،    دپلورل شوې مېرمن د نورو عیبونو په شمېرلو او ویلو ېې خوله را خلاصه کړه:

ـ دا یې څه کوې. په دې اخرو کې به درز را ولوېده. په خوله کې به یې ځګونه راغلل او دوه ساعته به بې سده وه.

د بوډا خوله وازه پاتې شوه. په حیرانتیا یې وویل:

ـ  پیریانو به نیوه؟!

کوربه لاسونه ومروړل، په بې باورۍ او شکمنه توګه یې وویل:

ـ نه ماما دا ښځې ډېرې مکارې دي. دا پیریان ما ولې نه نیسې. په تورخړه له خره سره غره ته ځم. ما خو یو پیری ونه لید!

بوډا سر وخوځاوه، لکه د زمري خبرې چې ورته رښتیا برېښېدلي وي، په دې اړه یې د خپل تره د مېرمن نقل را واخیست:

ـ زما د یوه تره ښځه وه. هغه هم د داسې وهلو ډبولو وروسته پیریانۍ شوه، خو خورې ګله ښایسته وه.په تره مې ډېره ګرانه وه، بیا یې نه وهله، وروسته هغه هم جوړه شوه. اوس مړه ده. که کاکا سره یې ژبه وهله که هر څه خو نوره ډېره ښه ښځه وه.

بوډا سر ټیټ ونیو. خبرې يې ودرولې. بېرته یې سر راپورته کړ. زمري ته یې بېرته سترګې ونیوې:

ـ خو چې دلته نږدې دې نه وای خرڅه کړې!

د زمري سترګې رډې راووتې. ټوپ یې وهل:

ـ  ولې؟

ـ ځکه خورې ګله تاته خو که غوا وه که بل حیوان…

په کوټه کې ناستو خامو نجونو ته یې اشاره وکړه. نجونو لکه ترهیدلې مرغۍ سرونه ځوړند ونیول، بوډا په افسوس سره وویل:

ـ د دوی خو مور ده. لیدو ته به یې پسخیږي او د هغې خوارې به کله له زړه وځي. که بل ځای او لیرې دې خرڅه کړې وای، هم به دوی نه پسخیدلې او هم به هغې خوارې زړه نه خوړ.

زمري وخندل ، لکه هیڅ چې نه وي پېښ شوي، د خپلې سودا په ننګه یې وویل:

ـ ماما ګله نو اوس خو هغه ستاسې زمانه نه ده چې د تیرا بازار ته به خلکو داسې خرې بیولې.

بوډا بیا نجونو ته مخ ور واړاو، لکه د ده خبره یې چې هېڅ اورېدلې نه وي :

ـ هغه هم ځوانه ده، نور به وزېږوي، خو دا منګکوري به بې موره څه ګوزاره وکړي؟

زمری لکه یو تورن کس چې څارنوال په پوښتنو کې را ګېر کړي، بې ځوابه شو.ژر له ځایه پاڅېده. په دېوال کې راځوړنده جاینماز یې مخې ته هوار کړ. په جاینماز یې دواړه لاسونه کېښودل:

ـ  ماما د خدای له ویرې مې لمونځ کړی دی. د دې  بدبختې خو یوازې خوله وهل نه و.

مخامخ  اخور ته چې غوا او له هغې لږ څه وړاندې  پسونه او وزې ولاړ وو ور وکتل:

ـ مال ته به دې په وخت پروړه نه ورکوله، تل به وږي وو. دېګ به له دې هروخت سوی و.

دزمري خبرې دبوډا زړه ته و لوېدې :                                                  :

ـ ښه، بیا خو دې ښه وکړل چې خرڅه دې کړه:

زمري د خپلې سودا په ننګه بیا خپلو لورانو ته ور وکتل:

ـ له دوی سره به یې هم هر وخت ډز او غرب پورته و.

بوډا اوږې پورته ونیوې.  نجونو ته یې په خندا ور وکتل. بیا یې ده ته لاس ونیوه:

ـ خورې ګله ته نو اوس ټوله پړه په هغې مه اچوه. خو دوی به هم  ورانی  کاوه.

زمري وخندل، بیا یې وویل:

بس خو چې څنګه غر، هغسې یې کربوړی.د هغې لورانې دي.

ـ خو دوی بیا ښې نجونې دي چې د شي مې لا ورته ویلی نه وي، د عسکر غوندې یې راته مخې ته ایښي وي.

بوډا ډانګ ته سترګې ونېوې ،په ټوکه ېې وویل:

ـ خو درنه و یریږي به. ته چې داسې ډانګونه په کوټه کې ږدې، څنګه به دې خلک امر نه مني!؟

زمری لکه د ماما خبره  چې نه وي اوریدلې،  بیا  نجونو ته مخ ورواړاوه:

ـ ماما بیا چې مې په کومه ورځ مور ورخرڅه کړه. یوه جمعه د دواړو ژړا نه درېده. مور یې همدا غږ کاوه چې له تا نه هندو ښه دی خو د دوی جدایي مې په منځ اره کوي.

بوډا زړه ته لاس ونیو:

ـ ښه نو بیا دې څنګه غلي کړل؟

ـ بس غلې کېدې کله؟

زمري وخندل، په جیب ېې لاس کېښود، نجونو ته یې موسکي ور و کتل ، سرېې وښوراوه :

 ـ بډې مې ورکړې. ښار ته مې دواړه بوتلې، زړوکي او نوې جامې مې ورته واخیستل.

بوډا ځان په بالښت تکيه کړ. له سره یې خولۍ را پورته او په ځمکه کېښوده. پښه یې په بله واړوله.

تسبېح یې له جیبه راوکښلې. په خندا یې د زمري د بل واده خبره په خوند راواخیسته:

ـ ښه اوس دې د نوي واده کوم بندوبست نیولی دی که نه؟ او که زه درته چېرته وګرځم؟

زمري وخندل. زړه یې د خوښۍ ټوپونه واچول:

 ـ ماما ته به خود ګرځې. وروڼو دوسانوخو ټولو شاه را اړولې ده، اود دې خرې د سودا په سرېې مړی او ژوندی راسره پرېښی دی.

بوډا د دې خبرې په اوریدو وډار شو، ژر په خپل وړاندیز پښېمانه شو:

ـ دا څه وايې چې موږ ورسره په دښمني اخته نه شو.

کوربه غاړه هسکه ونیوه، په غرور یې وویل:

ـ بس ماما چې داسې له تربګنۍ ډارېږې، غم مه کوه، داسې مې چې دا خرڅه او بدله کړه، دبلې سودا

هم دومره سخته نه ده. ستا دعا په کار ده،

بوډا یې زړورتیا د سر په خوځولو تصدیق او وستایله:

ـ افرین، په نرتوب او تکړه توب کې خو دې شک نشته. بس پرې ورځه چې خدای ګلالي زامن درکړي.

زمري نجونو ته لاس ونیو:

ـ ماما دوه کاله مخکې یې دواړه  لا په بدل رانه غوښتې خو ما ویل خدای به را څخه ناراضه شي.

بس ور مې نه کړې.

بوډا ېې پریکړه ښه ونه ګڼله :

ـ خو ورکړې به دې وای. اوس به د وروڼو له تربګنۍ هم خلاص وای اونجونې به هم نه کړېدې.

زمري بیا د خرڅې شوې مېرمن غیبت راواخیست، څو د خپلې سودا او پرېکړې حقانیت په زباد ور رسوي:

ـ ماما هغې چې ما سره دومره ژبه وهله، زما له  نوې ښځې سره به یې څه حال و؟

زما خو به یې مرض ملګری کړی و. اوس به دویمه وکړم خو سمه به وي.

ماما د وروستۍ پوښتنې لپاره نېغ را کښېناست:

ـ ښه نو اوس دې څه نیت دی؟

زمری هم را نېغ شو. نجونو ته یې په ناز ور وکتل. او په غرور یې خپله پرېکړه اعلان کړه:

ـ نیت مې دا دی چې دا دواړه د یوې ښایسته ښځې په بدل ورکړم.

بوډا ته لکه چې دې سودا خوند ورکړی وي، زمری یې پر شاه وټپاوه :

ـ ښه شاه بس ، باوري ېم چې  خلک به ستا په زړه سودا ته راضي کېږي.

 بوډا او زمری دواړه غبرګ راپاڅېدل او  د جومات په لور روان شول.  نجونو پر اخور ولاړې غوا ته وکتل ، ېوه د بلې غیږې ته ولوېده او اېله  د ماښام  په اذان کې ېې د ژړا غږونه ورک شول.

لندن ـ انګلستان

می ـ ۲۰۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب