چهارشنبه, جنوري 8, 2025
Home+سنځله د جغتو- وردګ زړه | امین الله عادل

سنځله د جغتو- وردګ زړه | امین الله عادل

سریزه:

سنځله د جغتو په زړه کې پروت کوچنی کلی دی، د ځمکې مساحت یې ډېر لوی دی. دغه کلی د ولسوالۍ د مرکز په دوه کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې ختیځ لور ته یې د اخترخیلو، کلاندې او کوډۍ دری کلي پراته دي، شمال ته یې د فولادبېک او تېکي په نومونو دوه کلي واقع دي، لوېدیځ لوري ته یې د دېوالک او دهنې دښتې پرتې دي اوسویل ته یې د سعادت خېلو کلی پروت دی، سویل ختیځ ته یې د اخترباباخیلو کلی پروت دی.

د سنځلې د کلي نوم او شالید:

د سنځلې نوم ځکه پرې اېښودل شوی، چې په دې کلي کې له پخوا زمانې څخه یو زیارت موجود دی، د [شېنکۍ سنځلې] په نامه یادیږي، چې لا هم شته. دغه زیارت د سنځلو د ونو چاپیر پوښل شوی و. اړونده زیارت د زردالیو یو نذري باغ هم درلود. شینکۍ سنځله په اصل کې یو لوی ځنګل و، چې نانګه، سرۍ، زردالو، مڼې او نورې ونې پکې ولاړې وې. که څه هم د سنځلې د کلي هدیره د کلاندې له کلي سره شریکه وه، خو د کلي کوچیني مړه ماشومان په همدې زیارت کې خاورو ته سپارل کېدل.

هر کال د مني په موسم کې به د کلي خلکو په تېره بیا ښځو د همدې زیارت په نامه خیرات کاوه. ویل به یې، چې د “شینکۍ سنځلې مزار تودوو”. په همدې زیارت کې څو نغري وو او هر وخت به د کلي ښځو په همدې نغریو خواړه پخول او خیراتونه به یې کول او د خیرات په پای کې به ځینو ښځو پالونه هم اچول. چې کله به چا ته کومه سخته پېښه شوه بیا به د همدې زیارت په ولاړو لکڼو (وچو لرګیو) دسمالونه ټینګول او زیارت ته به یې دعاوې کولې. د زیارت ونې ټولې نذري وې او د ژمي لپاره به یې د سنځلو ونې د جومات د ګرمولو لپاره کارولې. ددې باغ او زیارت سرپرستي د کلي د یوې کورنۍ پرغاړه وه.

د کلي پخوانیو نارینه او ښځينه مشرانو به تل ویل، چې دغه زیارت ته د ډېرو ځایونو څخه خلک راتلل، په دې زیارت کې به د شپې لخوا تل رڼاګانې وې. خو وروسته ددې زیارت ځینې برخې خلکو ړنګې کړې او په خپلو ځمکو پورې یې وتړلې، چې په دې سره کرار کرار د زیارت مزه هم مخ په کمېدو شوه او هغه رڼاګانې هم ورکې شوې.

د یادولو وړ ده، چې پدې کلي کې یو بل زیارت د یوې وړې خاورینې کوټې په بڼه هم شته، چې د [لغړ بابا] په نوم یادیږي، سپینږیري وایي دا زیارت ځکه پدې نوم یادېده، چې د لته یو سپین ږیری کس اوسېده او صرف لنګ به یې وهلی ؤ او ددې کوټې مخ کې به ناست و، همدا رنګه خلک زیاتوي، چې دا کس خورا عابد سړی و، تل به یې خوله د رب متعال په ذکر جاري وه، له چا سره یې کار نه درلود، او نه یې هم کوم نسب پاتې دی.  له مړينې وروسته خلکو همدلته دفن کړی دی.

د سنځلې د اوسېدونکو ترکیب:

د سنځلې د کلي د اوسیدونکی اوسنی شمېر کابو ۵۰۰ تنو ته رسېږي، چې ۴۰ شا او خوا غټ او کوچني کورونه پکې اوسېږي. د سنځلې په کلي کې دری کټګورۍ خلک اوسېږي، یوه برخه یې هغه خلک دي، چې د کلاندې له کلي تللي او هغوی ته په پخوانیو دولتي اسنادو کې (مردم کلاندې) ویل شوي. دویمه کټګوري خلک د محمد قلي څخه راغلي، چې له هغوی سره نږدې تربګني لري. دریمه کټګوري خلک بیا له پخوا څخه دلته په ځمکو اوسېدلي او بیا ځمکې ورته پاتې شوې یا یې ځمکې اخیستې، چې هغوی نه د کلاندې او نه هم د محمد قلي دي.

د سنځلې تاریخی شخصیت:

د سنځلې په کلي کې د عبدالرحمن خان د پاچاهۍ پر مهال د عباس خان په نامه یو قرنیل اوسېدلی، چې د طره بازخان لمسی ؤ، نوموړي په خپل کلي کې لویه کلا جوړه کړې ده، چې تر اوسه ودانه ده خو د هغه د وخت خونې او برج اوس په هغه حال پاتې نه دی. دا همغه طره بازخان دی، چې د کابل په نوي ښار کې یې یوه لویه څلور لارې  په نامه ده، د نوموړي یوه مېرمن د کابل وه، په کابل ښار کې دا کوڅه ځکه د هغه په نامه ده، چې کله طره بازخان دلته اوسېده نو د هغه یو جومات فعال ؤ او وروسته کوڅه شوه او په همدې سره دا څلور لارې د هغه په نامه پاتې شو. په سنځله کې د طره بازخان لمسی عباس خان په سنځله کې ښکلي کلا جوړه کړې چې تر اوسه ودانه ده او د همدې کورنۍ وروستي پښتونه پکې اوسېږي. کلا اوس هم په خپل حال ده مګر پخوانۍ خونې یې اوسې بدلې شوې.

د سنځلې ځمکې او دښتې:

د سنځلې کلی پراخې دښتې لري، چې د دښتې سرحد یې تر سعادت خېلو، محمد قلي، اختربابا خېلو، کلاندې، دېوالک او دهنې له کلیو او دښتو سره ګډه پوله لري. له کوډۍ، پولادبیک او تیکي سره هم د شنو فصلونو حدود لري. تردې وروستیو کلونو پورې د سنځلې کلي خپلې دښتې په نهو فصلونو کې شنې کولې. یعنې هر کال به یې د خپلې دښتې یوه برخه شنه کوله او بل کال به بلې برخې ته نوبت رسېده او دا ټوله ځمکه له یوه کاریز څخه خړوبېږي، چې نوموړی کاریز شپېته متره ژورې سپرغې (څاګانې) لري. ډېری وخت داسې هم پېښ شوي، چې د جغتو په اکثره کلیو کې به خلکو د څښاک لپاره اوبه نه درلودې خو د سنځلې دښتې به په شنو غنمو پوښلې وې. د سنځلې د کلي خلکو به تل د نورو کلیو له خلکو سره د غلې، دانې او د څارویو لپاره د خوړو او وښو مرسته کوله. دا کلی پراخه زراعتي ځمکې لري، چې پکې غنم، وربشې، جوار، لوبیا، باقلي همدارنګه کچالو، پیاز، چغندر یا لبلبو او نور کرل کیږي، چې ښه حاصل هم ورکوي. دسنځلې د کلي اکثریت وګړي څاروي ساتي، او له محصولاتو یې د ژوند مهمې اړتیاوې پوره کوي. پدې کلي کې وزې، غواګانې، مېږې، پسونه، کچرې، چرګان او نور ساتل کیږي.

مختلفې ونې او ځنګل هم پکې ډیر زیات دي لکه د مڼو، بادامو، سنځلو، آلو، ددې کلي خلک هر کال ډېر عاید له کچالیو او مڼو څخه دی. د پسرلي موسم کې اکثریت ددې کلي خلک په دښتو کې للمي کري. ددې کلي دښتې دومره پراخه دي چې حتی کله ناکله یو چا په خپل سرهم پکې للمي کرلي وي.

اوبه خور:

ددې کلي د کاریزه خوله چې د کلي خلک یې [شن] بولي له کلي څخه شمال لوري ته څه باندې نیم کیلومتر فاصله لري او تر ۱۳۷۷ کال پورې به ددې کلي خلکو له همدې کاریز څخه د څښاک او نورو ضروریاتو لپاره اوبه  په بوشکواو منګیو کې راوړلې خو تر یادې نېټې وروسته ورو ورو په کورونو کې څاه ګانې و کیندل شوې او اوس خو په هر کور یې ژوره څاه او برمه ده او هر کور باغ لري.

همدارنګه تر ۱۳۹۴ کال پورې دې کلي کومه ځانګړې هدیره نه درلوده، ټول مړي به د کلاندې کلي په هدیره کې خاورو ته سپارل کېدل، خو تر ۱۳۹۴ کال وروسته دې کلي په یوه مشترکه ځمکه کې هدیره جوړه کړه.

د کلي هره شخړه تر ډیره په کلي کې حل کېده، دشخړو د هواری لپاره پخوا دې کلي مخور سپین ږیري درلودل هغوی به په ډیر صادقانه ډول شخړې حلولې. شهباز خان، تازه ګل، غلام حضرت، حضرت ګل، محمدجان، حیات خان، حاجي شیر جان، مرجان او داسې نور.

د سنځلې دښتې لا تر اوسه له کاریز څخه خړوبېدای شی مګر د وچکالۍ له کبله ټولې دښتې ته اوبه نه رسېږي او له بلې خوا د سنځلې خلکو خپلې ځمکې د چک، سیدآباد او د جغتو په نورو خلکو وپورلې او هغوی پکې ژورې څاګانې او برمې ووهلی، چې اوس د دښتې اکثره برخې سمسورې ښکاري.

دا د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې پروت داسې یو په زړه پورې کلی دی، چې اکثریت کلي لکه دېوالک، تکی، بونګی، لوی اریاب، کوچنی اریاب، مردهله، کلانده، سېده، کاریز، نوی ښار او یو شمیر نور ډیر کلي له ورایه ترې ښکاري.

دا کلی د یوې نسبتاً هسکې غونډۍ پر سر جوړ دی.

د چک ولسوالۍ د ځینو سیمو یخ شمال (باد) یې له سره تیریږي. د همدې یخ باد له امله یې ژمی خورا ډیر یخ او اوړی یې بیا معتدله هوا لري.

د کلي داخلي جوړښت:

دا کلی د کورونو د جوړښت له پلوه په دوه برخو وېشل شوی چې یوه ته یې [بر ښار] او بل ته یې ک[وز ښاره] وایي.

ددې دوه وړو ښارونو خلک د یواو بل سره د صمیمت په فضا کې ژوند کوي او د یو او بل سره په هره خوښۍ او غم کې ځان شریک ګڼي. په سنځله کې حشر او د پسرلي په موسم کې د ویالو پاکول یا د کاریز پاکول ټول د حشر له لارې کېږي.

ددې دوه ښارونو تر منځ پخوانۍ زړې کلاګانې شتون لري، چې پخوانیو خلکو به پکې ژوند کاوه. دغه زړې کلاګانې، چې د کلونو کلونو مخینه لري په ډیر زیات مهارت سره جوړې شوې، د نقاشۍ آثار یې لا هم شته.

د سنځلې د کلي شمال لویځ لوري ته د یوې ډېرې سترې کلا آثار ښکاري، چې څلور برجونه لري چې دا آثار بیخی له خاورو سره خاورې شوې دي. خو د کلي د اوبو په اوده او شا او خوا سیمو کې د سپینو او سرو زرو روپۍ پیدا کېږي. روپۍ ډېره ښایسته نقشه نلري خو داسې دي له که په سوټک، چې جوړې شوې وي، او په روپیو معز الدین لیکل شوی. نور دا نه ښکاري چې دا معزالدین د کوم وخت امیر یا پاچا تېر شوی دی. په دې اړه څېړنې ته اړتیا ده.

د دې پخوانیو کلاګانو مخ کې د پنځوس متره په اوږدوالي د پخوانیو غښتلو خلکو پرمټ په کلکه تیږه کې تر ځمکه لاندې یو اوږد تونل ته ورته سوری کیندل شوی، چې تقریبا سل متره اوږدوالی او دوه میتره عرض لري د کاریز اوبه تر دښتو او د سرو تختو په نوم ترسیمې رسوي او خلک پرې خپلې ځمکې خړوبوي.

ساتېرۍ او لوبې:

د وردګو د نورو کلیو په څېر په دې کلي کې پخوا پیتاوي ډېر ښه پیتاوي لرل، چې د ژمي په موسم کې خلکو ډېر کار نه کاوه بلکې په همدې پیتاویو کې به یې بنډارونه ګرم کړي وو، بېلابېلې لوبې پکې کېدلې. د بیډیو ګټلو ډېر ډولونه لرل لکه: پَرَکْ کول: بیډۍ به یې په دوه مترۍ کې په خط کتار کړې او بیا یې په بله غټه بیډۍ (سپښتیې) ویشتې ترڅو تر دوه مېتري خط تېرې شي.

د ګرد خط د ننه: ګرد خط به یې تاو کړې بیا به دو، دری، یا څلو تنو خپلې سپښتیې واچولې. د بیډیو هر طرف جلا نوم لري لکه: آس، خر، پوک او چک. کله به یې بیډۍ پورته واچولې لومړی به هغه چا خپل وار کاوه چې د بیډۍ شکل یې له نورو سره جلا ؤ.

ددې ترڅنګ نورې لوبې هم وې لکه:

دولس بچی: دا ددو تنو لوبه وه، چې تر ډېره سترنج ته ورته ده. هر یو دولس دولس شګې او خلي سره جنګوي.

ګرد پچی: دا هم د دوو تنو لوبه ده چې هر یو دریارلس شګې او خلي سره جنګوي.

لېوه: دا هم ددوو تنو لوبه ده چې یو د لېوه رول او بل د میږو رول لوبوي.

کتار: دا ډېره سخته او دوه نفري لوبه وه، چې ډېر ذهنی مهارت یې غوښت.

نوټ: دغه پورتنۍ لوبې اوس یوه هم نشته او نه یې دا نوی نسل پیژني.

د پسرلي په موسم کې توپ ډنډه د کلي د ماشومانو اساس او عمده لوبه وه، چې اوس یې ځای کرکیټ نیولی او لا ډېر شوی دی.

په اخترونو کې د چهار مغزو  ګټل ډېر عام وو، چې اوس هم ماشومان په اخترونو کې چهار مغز ګټی.

زده کړې او تعلیم:

د سنځلې کلی دوه جوماتونه لري او خلک یې د پخوا په پرتله اوس له تعلیم سره ډېره مینه لري. د سنځلې په کلي کې د عثمان بن عفان په نامه یو ابتدائیه ښوونځی هم فعال دی، چې د همدې کلي خلکو د خپل ځان او نورو ګاونډیو کلیو لپاره په ابتدائیه بڼه د پوهنې له وزارت سره رسمي کړی او کابو ۲۰۰ زده کوونکي پکې درس وایی. همدارنګه د نجونو لپاره هم په دې کلي کې دوه ټولګي او یوه د قرآن کریم د زده کړې حلقه فعاله ده.

په تېرو کلونو کې ددې کلي ځوانانو د زده کړو لپاره دومره زړه نه ښه کاوه، صرف څو د ګوتو په شمار کسانو

تعلیم ته مخه کړې وه، چې ان تر بهرنیو هېوادونو هم پسې لاړل، چې اوس یې تر ماسترۍ او دکتورا پورې زده کړې

کړې مګر ددې واړه کلي ډیری ځوانان اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړل چې بهر ملکونو ته د کار او کورنۍ لپاره د نفقې برابرلو په موخه لاړ شي، ډیری یې اوس هم په ګاونډي هېواد ایران کې په درنو سختو کارونو بوخت دي. د نجونو د تعلیم په برخه کې دا کلی هم د دې سیمې د نورو کلیو پشان ډیر شاته پاتې دی. اوس نږدې د ۱۳ تنه په شاوخوا کې لېسانس او څوارلسم پاس هم لري، چې له دې جملې څلور ښځینه دي. سربیره پردې

سنځله د ښه ګاونډي په توګه:

د سنځلې کلی د جغتو د نورو کلیو په نسبت ډېر لوی نه دی، ځکه چې هم پخوا او هم اوس ترې ځینې کورنۍ له کلي وتلې او د هېواد په نورو مختلفو سیمواو ښارونو کې اوسېږي. خو ځمکې او کورونه یې لاهم پر ځای دي. د سنځلې پخواني او اوسني مشران درانه او هوښیار خلک دي، د هوښیارۍ او ځیرکۍ یوه نښه یې دا ده چې دا کلۍ د جغتو ولسوالۍ په زړه کې پرورت دې، آرته دښته لري، له کلیو سره ګډه پوله لري، خو له هیڅ کلي او  له هېچا سره د ځمکې پر سر او یا هم د بل کوم دلیل له لامله دعوا او شخړه نه لري بلکې د جغتو د ټولو کلیو سره په ښه شان راشه او درشه لري. د سنځلې د کلي ځینې کورنۍ په بغلان، کابل، غور، هرات، غزني، اروزګان او مزارشریف کې اوسیږي.

پای

اخځونه:

د سنځلې د کلي سپېنږیري او اوسېدونکي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب