نن ورځ ټول په دې خبرو بوخت دي چې ایا په نظامي برخه کې افغانستان د پاکستان مقابله کولای شی؟
دا سمه ده چې پاکستان نیږدې یو میلیون تنه اردو لري. اردو يې ډيره منظمه، په اتومي او مدرنو وسلو سمبال ده. د جګړې تجربه یې هم بده نه ده. په جګړه کې یې ماتې له بریاو ډيرې دي. د هندوستان سره د جګړې ښې تجربې لري، خو د ٩٠ زرو سرتیرو د تسلیمیدو تجربه یې هم خپله کړي ده. د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانستان اردوګاني هم د دې په خاطر چې کومه ورځ د دوی د سر بلا نه شي هم تس نس کړې دي.
په داسې یو حالت کې که له واقعیت څخه تیر نه شو په منظمه جګړه کې د اوس لپاره افغانستان د پاکستان جوګه نه دی. ځکه چې هغه سپکې، درني وسلي، دول ډول د توپچي او راکټي وسلي، د هوایې او مدافعه هوایې ځواکونه، زرهي واسطي او درانه ټانکونه، اتومي وسلي، منظم او ملیشه ځواکونه دا او دې ته ورته نور نظامي امکانات دوی ته د دې وړتیا ورکوي چې په منظمه جګړه کې د لنډې مودې لباره به بری د دوی په برخه وي.
خو که راشو دې ته چې انګریزانو هم منظم او پر وسلو سمبال پوځ او مجرب جنرالان لرل خو یوازې داکتر برایډن نیم ژواندي جلال اباد ته ورسید.
د روسانو روستي سرتيري هم د حیرتان په پله تر شاه را وکتل او له حسرت څخه ډک زړه سره له پله واوښت. حال دا چې ١٥٠ زره پوځ يې د نړۍ په سطحه په مدرنو وسلو سمبال دلته راغلي وو.
امریکایان، ناتو او نيږدې د ٥٠ هیوادونو سرتيرو هم په اخیرو لسو ورځو کې يواځې مرګ په خوب لیده او د خپلو تښتیدلو په فکر کې وو.
افغانستان تل بېوزلي هیواد و او دی، اردوګاني يي هم په کمزورو وسلو سمبال وي. که کله هم يې ښې وسلې تر لاسه کړي دي، دښمنان لاس پکار شوې دي او د سړې اوسپنې په بیه یې په خپلو بازارونو کې لیلام کړي دي.
خو هغه څه چې افغانان یې لري بیا نور یې نه لري. افغانان د هیواد سره بې کچي مینه لري. په هیڅ صورت بهرنیان په خبل هیواد کې نه شي زغملی. لوړ اسلامي احساسات او د خپل دین او مذهب سره لیونۍ مینه، زړورتیا، غیرت او د دهیواد څخه د دفاع ټینګ هوډ، د جګړې سره مینه او د جګړې په اصولو بشپړه بلدتیا، د بهرنیانو په مقابل کې د ټولو افغانانو ګډه مبارزه او کرکه دا او دې ته ورته نور داسې څه شته چې نور یې نه لري او یا یې کم لري.
مقدوني سکندر کله چې په ملاکنډ کې را ګیر شو ويې ویل: “خدای مو دې د منګري له زهرو او د افغانانو له غضبه وساتي.”
جواهر لعل نهرو هم د افغانانو په هکله ورته نظر درلود او ویل یې:” افغانان د موچیو په څیر دي. موچۍ بې ازاره او په خپل ژوند بوختی وي، خو که ګنډۍ ته دې لاس ور ووړ، بیا تر هغه در پسې وي تر څو په اوبو کې ترېنه ځان پټ نه کړي. افغانان هم ډیر بې ازاره او صميمي خلک دي. خو که یو وار را وکریدل بیا نو د دښمن مرګ يې حتمي دي.”
جوبايډن هم افغانستان د امپراتوریو هديره بللې ده. فولادي امیر عبدالرحمن خان افغانان د غره سره تشبه کړي دي او وایې:” افغانان د غره په څیر دي څوک چې د غره سره سر جنګوي حتما يې سر ماتیږي.”
لیدی سیل د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه کې د کابل په جنګي کلا کې وه او په خپله یې د جګړې ننداره کوله او ویل یې:” افغان هغه سرتيري دي چې يو وار سنګر ونیسي بیا یې له سنګره په شا کول امکان نه لري.”
انګریزانو به د افغانانو په هکله ویل:” افغانان نارینه او ښځې د جګړې په فن پوهیږي. یو افغان سرتیری د جګړې پر وخت د یوې مياشتي خرڅ له ځان سره لیږدوي. خوراک یې توت، غوزان او وچه کلکه د جوارو مړۍ ده.”
په چګړه کې د افغانانو د وړتیا په هکله دې ته ورته ډیر روایاتونه موجود دي.
نو دې ته په کتو که څوک د افغانانو سره جګړې ته زړه ښه کوي. مانا دا چې د غره سره سر جنګوي.
د جګړې پيل اسانه دی، خو دوام یې لویه حوصله غواړي. منظم خواکونه په جګړه کې ژر ستړې کیږي. د هیواد اقتصاد ته ډیر زیان رسیږي او د چریکې جګړو توان هم منظم ځواکونه نه لري.
افغانان د خرپ او ترپ چګړو ماهرین دي. منظم ځواکونه ډیر ژر له پښو غورځوي او بیا خو په اوسنیو جګړو کې ژیړو بوشکو او ځانمرګو ډګر له ډيرو مدرنو وسلو هم ګټلی دي.
نو که څوک افغانانو سره جګړې ته زړه ښه کوی، مانا دا چې د موچیو ګنډۍ سره لوبې کوي او یا خپل سر د غره سره جنګوي.
هیله ده جګړه د چا په ګته نه ده په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږي بلکې په جګړه کې تورې او د اور لمبې وي. څوک چې سليم عقل لري له جګړې خان ساتي.
نو پاکستان ته پکار ده چې افغانان جګړې ت ونه هڅوي که نه نو تر اټکه خو زموږ خپله خاوره ده بیا نو پنډۍ او لاهور هم زموږ د والیانو مقر و.
ښکلې لیکنه ده ، د پنجابیانو خو هسې هم له افغانانو ډار کیږي او خپل ماشومان د افغانانو په ورتګ ویده کوي . که داځل یې افغانانو ته په بده سترګه وکتل ، د ټول یو میلیون لښکر پطلونونه به تک ژېړ کړي .
په جګړه کې ماتې له بریاوو ډیرې دی . دغه جمله دنورو وړاندې او وروسته جملو سره څنګه ده؟بله خبره دا ډیره عامه ده چې جنګ کول اسانه دی خو پیل یې سخت دی.
سلامونه،
جنرال صیب وزیري خورا ښه مسلکي لیکنه کړې ده، په جنرالۍ ېې برکت.رښتیا چه اصلي صاحب منصب و او دی!؛نه ماشینکی پنچرمین یا د پچو هغه!!
جنګونه او جهاد د انسانانو له پیدایښته تراوسه روان دي خو ډیري په ناحقه او د یو څومستکبرو او مغرورو تش په نامه لیډرانو یا قومندانانو د ګټو په خاطر؛ البته د استقلال اوملي مبارزینو مدافعې یا چریکي تکتیکونه بیل بحث دی.
راځو د پوکسټین دا ۳۰ کاله په افغان آزاد وطن او محکوم لوی افغانستان کښې (د سرکوزو، لاسپوڅو اجڼټانو او هیواد فروشانو په دلالۍ او مردارو کلدار پرستانو!!! په جاسوسیو …)اڼډ و خر کې څونه افغانان او افغا ندوستان وژلي ، تریتم کړي ،شکنجه او په جیل کړي؛لوووټ کړي !؛ ډدو باید زرداریانو او بیشرفانو او کشمیری چودریانو سره احتساب وشي ؛البته د عِمرانغوندې کریکټران نشي کولای؛ خو د اکتوبرخیبر لوېې جرګې سوګند خوړونکي پي ټي ایم، او بلوڅ آزادي بښونکي غورځنګونه د ملي خدایی خدمتګارانو صفوف کولای شي؛ ان شآء الله