کله چې دیوې ژبې لپاره خدمت کوو باید هره خوایې په پام کې ونیسو (هم په معنوي لحاظ او هم په ګرامري لحاظ ). دپښتنو لپاره چې څومره غلط ګرامر کارول شوی ، داټول دښوونځي ښوونکو ، دمدرسو مولوي صاحبانو او دحکومتي چارواکو لخوا ژباړل شوی او دعامو خلکو په ګډون دپوهو کسانو په مغزو کې ناست دی ، اوس لږه ګرانه شوې هم ده چې له ذهنه یې تبدیلوې . مثلاً مونږ وایو : امنیت ملي ، قومندان امنیې اوریس فواید عامې … اصلاً خو هرڅوک پوهیږي چې (دفوایدعامې ریس ، ملي امنیت اوامنیې قومندان ) یادوي ؛ خو دهرې ژبې بېل ګرامر وي . په دولتي ادارو کې اوس هم متن اوعریضه په دري لیکل کیږي ، حتی په پښتني ولایتونو کې هم بدبختانه دارواج تراوسه شته . پښتانه هرځای دمیړانې په ډګر کې په نه خبره سر اوپښتۍ ماتوي ؛ خودې ته یې فکر نه دې چې په معنوي ډګر کې هر وخت ددوی له مخې په بوسو کې اوبه تیریږي ، دخوشال بابا وینا خوشې نه ده چې :
پښتانه په توره ښه دي تر مغولو
که په پوهه پښتانه وی څه هوښیار
ځینې اصطلاحات او متلونه دي چې هغه په خوله کې هم ښه لګي او په ځینو لهجو کې کله ، کله کارول کیږي هم ؛ خوزما په فکر په ګرامري لحاظ هم بد نه لګي لکه : پې یې نه ژنم (نه یې پېژنم) فکر کوم دا ډول اصطلاحات په ژبه کې دبدو پرځای خواږه لګي او دا په کلیوالي سیموکې زیات دي ، یا لکه کنډک ټانک (دټاک کنډک) ، سنګ نویشته مونږ ورته اوس (ډبر لیک) وایو اویا دکابل ( پولی خشتی) چې ځینې یې دخښتو پول بولي ؛ خو دا اوس عام شویدي ددې بدلون نه دی په کار . په فارسي کې صفت وروسته راځي لکه (ادم خوب) او په پښتو کې صفت وړاندې راځي (ښه سړی) . په ځینو مواردو کې یې باک نشته لکه بلند منزل ، نه داچې (منزل بلند) ؛ خوکه یو ښوونکی خپلو زده کوونکو ته درس ورکوي ؛ نو باید په عامه ، روانه پښتو ژبه ورته تدریس شي ترڅو یې ښه سر پرې خلاص شي اوذهنیت یې همداسې جوړ شي ، نه دا چې لکه یوه ورځ په شمشاد ټلویزیون کې یو ملاصاحب ماشومانو ته صورت فاتحه وریادوله او ژباړله یې هم ورته کوله ؛ نو (مالِکِ یومِ الدین) یې داسې ورته معنا کړ : پاچا د ورځې دسزا دی . په معنوي لحاظ کمی نشته پکې ؛ البته دګرامر له پلوه زده کوونکي ستونزه ور سره لري . دا باید داسې وای : دسزا دورځې پاچا دی . په دې ډول به فکر کوم ژر زده شي ؛ ځکه هلته دماشومانو نه بلکې دلویانو لپاره هم پیچلتیا له منځه لاړه او ساده پښتویي ګرامر شو . بل ځای یو مولوي صیب دمجلې لپاره یوه لیکنه راکړې وه په هغې کې هم یوه داسې جمله وه (پیغمبرص څښتن داوښ ته وویل چې اوسه پرهیزګاره ، همدغه ملا راته بل وخت همدغه جمله داسې وویله : داوښ څښتن ته یې وویل چې پرهېزګاره اوسه ، بس کم زره تغیر غواړي خو که لږ ځان په غذاب کړو . دغه راز (قصص الانبیا) کتاب چې له هر ډول ناول او واقعې څخه خوږ اودلچسپ دی ؛ خو زه یې په لوستلو کې مشکل لرم ؛ البته که بل څوک یې بیا کیسه راته کوي تر هر څه زیات خوند ورنه اخلم . زما په اند ښوونکي دا ګومان کوي چې که ټکي په ټکي یې ترجمه (ونه ژباړم) ګناه به ولري ؛ خو نه ! په دې دنیا زمونږ هدف دښې خبرې رسول او دخیر له کاره خبرول دي ؛ مګرپه اسانه شکل سره . ځکه دانثر دی ؛ نه دشعر په شان ؛ چې کرامر پکې نه مراعتیږي ، یعنې که الفاظ یې شاته مخکې شي هم باک یې نشته ، هغه هم دوزن او موسیقیت ساتلو په خاطر ؛ البته په ځینو مواردو کې بیا باریکي لري چې دمؤنث او مزکر ، یا دمنفي او مثبت خبرې خیال نه ساتل دي ، لکه یوه ورځ مې له یوې راډیو نه شعر اوریده چې :
ستا وفا پورې مې مرګ او ژوند تړلي
هـسې نـه چـې بـې وفـا نـه شـې جانانه
ګورئ ! دلته دشاعر مطلب ددای چې بې وفا نه شې ؛ خو لوستونکی یا اوریدونکی بیا دامطلب ورنه اخلي چې بې وفا شه ! ځکه په وروستۍ مصره کې د (نه) وییکی دوه ځله راغلي دي او خبره دمثبت پر ځای منفي راغلې ده . مثلاً مونږ په نثر کې یوه جمله وایو : زه نه غواړم چې ښوونځي ته لاړ نه شم . یو وخت به مونږ خپل ټولګیوال په همدې جمله کې را بندول او دوی به ویل چې دا جمله منفي ده ، (یعنې زه نه غواړم چې ښوونځي ته لاړ شم ) داسې معنا کوله ؛ خو نه ! داجمله مثبته ځکه ده چې (چې زه نه غواړم چې له ښوونځي پاتې شم ) .مونږ دلومړي ټولګي نه ونیسه تر لوړو زده کړو پورې چې څه په پښتو ژبه زده کوو باید له پښتو کرامر سره بلد وو ؛ ځکه سبا بیا مونږ استادان یو او زده کوونکو ته یې ورښيو ، دقران کریم داوسنۍ پښتو ژباړې څخه یې باید استادان اوملایان زده کړي ، چې لومړۍ ټکي په ټکي ژباړل شوی او په دوهمه کرښه کې په روانه پښتو لیکل شوی ؛ په لومړیو کې دا ضرور ده چې دهر لغات معنی زده شي او بیا په دوهمه کرښه کې له روانې پښتو سره په مکمل مفهوم سر خلاص شي . نن سبا دپښتو ګرامر په حصه کې دوکتور مجاور احمد زیار ته ډېر مخ وراوړي چې ځینې لیکوالان ورسره جوړ دي او ځینې یې نه ورسره مني او په هغو کسانو کې هم چې نه یې ور سره مني ، داسې کسان هم شته چې په خپلو لیکنو کې یې یو نیم ځای کاروي لکه : استاد غضنفرهم دانټرنېټ په ادبیاتو چې کومه لیکنه کړیده په هغې کې یې هم انټرنېټ کارولی او هم یې (نړیوال جال) کارولی ، ګني غضنفر هم له زیار سره دپښتو په سوچوالي کې نه دی جوړ . خو په ننني دور کې ورته کاپي کار روان دی . لکه : مهال وېش د(تقسیم اوقات) پرځای څومره ښه لګي !؟ هر څوک اوس ور سره بلد دي او په خولو کې یې ناست دی اوداسې نور… دلیکوالو ګډون په هرډول مضمون کې لازم دی چې دژبې ګرامر او جمله بندۍ په حصه کې کتابیان ورنه مرسته وغواړي ، هغه که سایني ، دیني اویا ټولنیز دي . ژبپوهان اولیکوال دنده لري چې ځمکه شدیاره کړي اوکروندې ته یې برابره کړي ، بیا هر څوک چې څه ډول تخم ورباندې کري نوله همدې کبله به بې حاصله نه راځي . دادنده نه یوازې دلیکوالو اوژبپوهانو پرغاړه ده ؛ بلکې خاص او عام په دې کار مکلف دي چې له ضده هم دخپلې ژبې په سمونه او مخته تګ کې فعاله ونډه واخلي . دالفت صیب په وینا چې :
بله ژبه زده کول که لوی کمال دی
خـپـله ژبـه هـېـرول بـې کـمـالـي ده
په همدې تمه
ډېر گران او
کله چې دیوې ژبې لپاره خدمت کوو باید هره خوا یې په پام کې ونیسو (هم په معنوي لحاظ او هم په ګرامري لحاظ ). د پښتو لپاره چې څومره غلط ګرامر کارول شوی، دا ټول د ښوونځي ښوونکو، د مدرسو مولوي صیبانواو د حکومتي چارواکو لخوا ژباړل شوی او د عامو خلکو په گډون د پوهو کسانو په مغزو کې ناست دی، اوس لږه گرانه شوې هم ده چې له ذهنه یې تبدیلوې. مثلاً مونږ وایو: امنیت ملي، قومندان امنیې اورئیس فواید عامې … اصلاً خو هرڅوک پوهیږي چې (د فوایدعامې رئیس، ملي امنیت اوامنیې قومندان ) یادوي؛ خو د هرې ژبې بېل ګرامر وي. په دولتي ادارو کې اوس هم متن اوعریضه په دري لیکل کېږي، حتی په پښتني ولایتونو کې هم بدبختانه دا رواج تراوسه شته. پښتانه هرځای دمېړانې په ډگر کې په نه خبره سر اوپښتۍ ماتوي؛ خو دې ته یې فکر نه دی چې په معنوي ډګر کې هر وخت د دوی له مخې په بوسو کې اوبه تېرېږي، د خوشال بابا وینا خوشې نه ده چې:
پښتانه په توره ښه دي تر مغولو
که په پوهه پښتانه وی څه هوښیار
ځینې اصطلاحات او متلونه دي چې هغه په خوله کې هم ښه لگي او په ځینو لهجو کې کله، کله کارول کېږي هم؛ خو زما په فکر په گرامري لحاظ هم بد نه لگي لکه: پې یې نه ژنم (نه یې پېژنم) فکر کوم دا ډول اصطلاحات په ژبه کې د بدو پرځای خواږه لگي او دا په کلیوالي سیمو کې زیات دي، یا لکه کنډک ټانک (د ټانک کنډک)، سنگ نویشته مونږ ورته اوس (ډبر لیک) وایو او یا د کابل ( پولی خشتی) چې ځینې یې د خښتو پول بولي؛ خو دا اوس عام شویدي د دې بدلون نه دی په کار. په فارسي کې صفت وروسته راځي لکه (ادم خوب) او په پښتو کې صفت وړاندې راځي (ښه سړی). په ځینو مواردو کې یې باک نشته لکه بلند منزل، نه دا چې (منزل بلند)؛ خو که یو ښوونکی خپلو زده کوونکو ته درس ورکوي؛ نو باید په عامه، روانه پښتو ژبه ورته تدریس شي ترڅو یې ښه سر پرې خلاص شي او ذهنیت یې همداسې جوړ شي، نه دا چې لکه یوه ورځ په شمشاد ټلویزیون کې یو ملاصیب ماشومانو ته صورت فاتحه وریادوله او ژباړله یې هم ورته کوله؛ نو (مالِکِ یومِ الدین) یې داسې ورته معنا کړ: پاچا د ورځې د سزا دی. په معنوي لحاظ کمی نشته پکې؛ البته د گرامر له پلوه زده کوونکي ستونزه ور سره لري. دا باید داسې وای: د سزا د ورځې پاچا دی. په دې ډول به فکر کوم ژر زده شي؛ ځکه هلته د ماشومانو نه بلکې د لویانو لپاره هم پیچلتیا له منځه لاړه او ساده پښتویي ګرامر شو. بل ځای یو مولوي صیب د مجلې لپاره یوه لیکنه راکړې وه په هغې کې هم یوه داسې جمله وه (پیغمبرص څښتن داوښ ته وویل چې اوسه پرهیزګاره، همدغه ملا راته بل وخت همدغه جمله داسې وویله: د اوښ څښتن ته یې وویل چې پرهېزګاره اوسه، بس کم زره تغیرغواړي؛ خو که لږ ځان په غذاب کړو. دغه راز (قصص الانبیا) کتاب چې له هر ډول ناول او واقعې څخه خوږاو دلچسپ دی؛ خو زه یې په لوستلو کې مشکل لرم؛ البته که بل څوک یې بیا کیسه راته کوي تر هر څه زیات خوند ورنه اخلم. زما په اند ښوونکي دا ګومان کوي چې که ټکي په ټکي یې ترجمه (ونه ژباړم) ګناه به ولري؛ خو نه! په دې دنیا زمونږ هدف د ښې خبرې رسول او د خیر له کاره خبرول دي؛ مګر په اسانه شکل سره. ځکه دا نثر دی؛ نه د شعر په شان؛ چې کرامر پکې نه مراعتېږي، یعنې که الفاظ یې شاته مخکې شي هم باک یې نشته، هغه هم د وزن او موسیقیت ساتلو په خاطر؛ البته په ځینو مواردو کې بیا باریکي لري چې د مؤنث او مزکر، یا د منفي او مثبت خبرې خیال نه ساتل دي، لکه یوه ورځ مې له یوې راډیو نه شعر اورېده چې:
ستا وفا پورې مې مرګ او ژوند تړلي
هـسې نـه چـې بـې وفـا نـه شـې جانانه؟
ګورئ! دلته د شاعر مطلب دا دی چې بې وفا نه شې؛ خو لوستونکی یا اورېدونکی بیا دا مطلب ورنه اخلي چې بې وفا شه! ځکه په وروستۍ مصره کې د (نه) وییکی دوه ځله راغلی دی او خبره د مثبت پرځای منفي راغلې ده. مثلاً مونږ په نثر کې یوه جمله وایو: زه نه غواړم چې ښوونځي ته لاړ نه شم. یو وخت به مونږ خپل ټولگیوال په همدې جمله کې رابندول او دوی به ویل چې دا جمله منفي ده، (یعنې زه نه غواړم چې ښوونځي ته لاړ شم) داسې معنا کوله؛ خو نه! دا جمله مثبته ځکه ده چې (چې زه نه غواړم چې له ښوونځي پاتې شم) .مونږ د لومړي ټولگي نه ونیسه تر لوړو زده کړو پورې چې څه په پښتو ژبه زده کوو باید له پښتو کرامر سره بلد وو؛ ځکه سبا بیا مونږ استادان یو او زده کوونکو ته یې ورښيو، د قران کریم د اوسنۍ پښتو ژباړې څخه یې باید استادان اوملایان زده کړي، چې لومړی ټکي په ټکي ژباړل شوی او په دوهمه کرښه کې په روانه پښتو لیکل شوی؛ په لومړیو کې دا ضرور ده چې د هر لغات معنی زده شي او بیا په دوهمه کرښه کې له روانې پښتو سره په مکمل مفهوم سر خلاص شي. نن سبا د پښتو ګرامر په حصه کې دوکتور مجاور احمد زیار ته ډېر مخ وراوړي چې ځینې لیکوالان ورسره جوړ دي او ځینې یې نه ورسره مني او په هغو کسانو کې هم چې نه یې ور سره مني، داسې کسان هم شته چې په خپلو لیکنو کې یې یو نیم ځای کاروي لکه: استاد غضنفرهم دانټرنېټ په ادبیاتو چې کومه لیکنه کړې ده په هغې کې یې هم انټرنېټ کارولی او هم یې (نړیوال جال) کارولی، گني غضنفر هم له زیار سره دپښتو په سوچه والي کې نه دی جوړ. خو په ننني دور کې ورته کاپي کار روان دی. لکه: مهال وېش د (تقسیم اوقات) پرځای څومره ښه لگي!؟ هر څوک اوس ورسره بلد دي او په خولو کې یې ناست دی او داسې نور…. د لیکوالو ګډون په هرډول مضمون کې لازم دی چې د ژبې ګرامر او جمله بندۍ په حصه کې کتابیان ورنه مرسته وغواړي، هغه که ساینسي، دیني او یا ټولنیز دي. ژبپوهان او لیکوال دنده لري چې ځمکه شدیاره کړي اوکروندې ته یې برابره کړي، بیا هرڅوک چې څه ډول تخم ورباندې کري نو له همدې کبله به بې حاصله نه راځي. دا دنده نه یوازې د لیکوالو اوژبپوهانو پرغاړه ده؛ بلکې خاص او عام په دې کار مکلف دي چې له ضده هم د خپلې ژبې په سمونه او مخته تګ کې فعاله ونډه واخلي. د الفت صیب په وینا چې:
بله ژبه زده کول که لوی کمال دی
خـپـله ژبـه هـېـرول بـې کـمـالـي ده
په همدې تمه
د دوهمی ژبی د زده کړی لپاره په خاصه توګه ماشومانو ته کله کله د الفاظو په ترتیب معنا ګټوره تابتیدلای شی. ځکه چی دلته د هغوی د درک قوه شاید دومره نه وی ترڅو په جمله کی وکولای شی چی د کلیمی اصلی مانا پیدا کړی کله چی په ترجمه کی بدلون راغلی وی