جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکالمونهقانعد افغان کهول ویجاړ ټغر/ عصمت قانع

د افغان کهول ویجاړ ټغر/ عصمت قانع

که ووایم، چې خاني او د خانۍ اصالت په افغاني ټولنه کې عنعنوي مدنیت او دیموکراتیک اصالت لري نو خطا شوی به نه یم .

افغانان خپل خانان او مشران د خپلو اصالتونو تر فلټرونو تیروي، کله چې پاک اوصاف شي، نو بیا يي په مشرتوب مني .

په افغان کلتور کي ځيني ځانګړي اوصاف، عادات اواخلاق داسي دي چې د مشرتوب لپاره تر ټولو ضروري او اړین بریښي .

افغانان په مشرتوب کې زړه ورتوب ته اهمیت ورکوي،افغانان د مشرتوب دسترخوان د بډای او غریب لپاره د مساوات او برابرۍ ترازو بولي .

افغانان له مشرتوب څخه عدالت غواړي،افغانان له مشرتوب څخه دناموس دشرافت محافظت غواړي .

افغانان له ځان څخه د مشر په قومانده تیریږي، قرباني ورکوي او د مشرتوب له حیثیت وقار او شرف څخه د سر په بیه ساتنه کوي .

د افغانانو په محلي جرګو کې سپین ږيري، ملکان، خانان او اغېز لرونکي مشران پرېکړه کوي او پرېکړه يې دکاڼي کرښه وي .

دجنجالي اړخونو تر منځ تر پریکړې مخکي توی وړي واک اخلي، کله چې دوه اړخیز واک دجرګې په برخه شي ،نو جرګه د پرېکړ ې په وخت کې دعدالت ټول اړخونه دستنې تر سپم باسي، ترڅو بې عدالتي ونه شي.دمرکې هیڅ ګډونوال هڅه نه کوي،چې دانصاف او عدالت سپېڅلتوب ته تاوان ورسیږي، ځکه چې بیا د مرکې او جرګې د شرمښ او لیوه تور پرې لګیږي او له دغه تورڅخه هر پښتون جرګه مار مرکچي نرخ ورکوونکي او سپین ږيري ډډه کوي .

کله چې د پښتنو دعنعنوي مدیریت او اداري سنتي او عنعنوي جال نه وو شلېدلی، نوغله، لوټمار،دناموس سپک دپښتو او عزت ورک ځان نه په غره کې ساتلای شوای او نه یې په راغه کې دپټېدو ځای وو .

سپک او لچک به په نامه یادېده یابه دنطفې دخطاکار اوارموني توراو پور پرې لګېده. کله چې د افغاني عنعنوي ادارې طبعي اډانه د جګړې د پرله پسې تداوم په نتېجه کې ولړزېده ونړیده وشیندل شوه.

نو هر پدر خطا او مادرخطا د چارو د واګو سمبالوونکي اومدیرشواو داحالت هغه حالت دی،چې استعماري فصل خپل ثمر ته په کې رسېدلی بولم.

یوه ورځ له کلي څخه څو تنه سپین ږیري راغلي وو، زموږ د ولسوالي د ډمانو داولادې په باره کې یې خبرې کولې .

ویل یې چې د سوټیانو زامن چې دشاجوی، مقر، شلګر، قره باغ او ګیلان په ولسوالیو کې د خروټو، اندړو، تره کیو، سلیمان خېلو او دفتاڼو قبیلوي ډمان وو اوس یې اولادونه دبهرنیو قواو اوچت ټیکه داران دي او خبرې د میلیون میلیون ډالرو کوي .

یوسپین ږيري ژرپرخوله لاس ونیو او ټول مجلس ته یې د چوپتیا د ساتلو هدایت وکړ.

سپین ږیري وروسته نورو ته وویل،چې چوپ شئ که موږ افغان حکومت پرې خبر کړ سمدستي به یې درته والیان او د امورو چارواکي کړي .

زه دانه وایم چې زه خدای پاک اصیل پیداکړي یم، بلکي خالق خپل ټول مخلوق اصیل پیدا کړي دي.داچې د شعور او ځواک په حالت کې له صراط المستقیم څخه انحراف کوم، نود ګناهونو سلسله یې پیل کیږي .

هر څوک، دخپل عمل مسول دی او هیڅوک هم د خپل پخواني نسب په نامه نه د ستایلو وړ دی او نه هم د کږلو،ښکنځلو او ترټلو.

افغان نبوغ خان جنت المقام حضرت خوشحال خان خټک وايي.

نامرد  فخر په نسب کا

مرد نه مور لري نه پلار

د افغاني ټولنې، په قبیلوي قالب کې د نطفې نارینتوب د شناخت د معیار داسي اصول او اساسات وضع کړي دي، چې هیڅ داسي خان او جرګه مار نه منل کیږي ترڅو د افغاني اساساتو تر طبعي فلتر نه وي تېر شوی.

کله چې دهجرت لړۍ پیل شوه په پاکستان کې پنجابي استخباراتو هڅه کوله،چې له عقدو ډک کرکجن او منفور پاکستان کسان په وسلو سمبال کړي او بیا افغانیت، نارینتوب او هویت پرې بې آبه او سپک کړي.

قوماندانانو په زو ر ودونه وکړل، سپین ږيري یې سپک کړل، اصول یې مات کړل، په سپین ږیرو یې ریشخند وواهه او د توپک خوله یې د افغاني جرګې او مرکې پرځای د تصمیم ګیرۍ  په سرچینه بدله کړه.

کله چې دټوپکوالوحکومت شو، افغاني ټغراو د حجرې او جرګې اساسات نورهم وځپل شول‎، پر قومي سپین ږیرو د مرګ مفاجات وبا ولګېدله.

طالبانو هم دعقدواوغوټو شاجورونه د افغانې ادارې پرعنعنوي بنسټونو باندي تش کړل اودتروریزم پرضد د جګړې لپاره راغلي نړېوال قوت هم افغاني سپین ږیري د مرګي وړ وبلل، وه یې وژل، وه یې رټل او دسپکاوي ټولې هڅې یې شروع کړې .

دا وخت افغاني عنعنوي اداره ړنګه ده اود لنډه غرتوب حجره اباده او ښآده ده .زما په خیال ترڅو چې د پښتنو د فطرت له غوښتنو سره جوخت هغه حالت بېرته احیا نه شي کوم چې پنځه دېرش کاله وړاندي یې د دې ټولنې اداره د عنعنوي قبیلوي مدنیت پر بنیاد ټینګه ساتلې وه .

موږ به د معاصرې دیموکراسۍ او اولس واکي لپاره شلیدلی ټغر بېرته پینه کړو او د افغان کهول په حجره کې به یې هوار کړو .

1 COMMENT

  1. Dear Qani Saheeb,
    Hujra ,Khan Jurgamar from 7/2/1357 killed & went to jile ( Mahbas) By your frinds Mr Taraki,Amin,Karmal & all (Khalqi,Parchami) then on 1358-1359-1360 years people lift Afghanistan & went to out of our country that was very difficult for Afghans to left their country But communist Party don’t lets our Khan,Jurgamar to live in Afghanistn,
    The all Mujahedeen funder were communist party of Afghanistan, but you never said about Communist when you lift Pakistan & Jamiyat Islami,

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب