پوهندوی آصف بهاند
په دې ورستیو کې د یو نوښتگر ځوان (محمدالله همیم) له خوا د «ډېوې، ډېوې ماښام» په نوم، په انلاین بڼه یو پروگرام پیل شوي دي. څنگه چې لېدل کېـږي، په دې پروگرام کې هره ورځ د یوه حقداره شاعر د مثبتو کارونو، اثارو او ښېگڼو یادونه کېـږي او ښه یې لا دا ده چې نور قلموال او د تربحث لاندې شخص اشنایان او پر مثبتو کارونو یې خبر اشخاص په کامنتونو او خپلو فیسبوکپاڼو کې خپل خاطرات او نظریات لیکي.
ما د همیم صاحب او د ده د فرهنگي هڅو په باب پخوا هم بوه مفصله مقاله لیکلې وه چې د ۲۰۲۳ ام کال په مارچ کې مې خپره کړه، د هغې مقالې ډېر بحث د ده دیو نوي چاپ شوي کتاب «بوډۍ ټال» په باب و، د هغې مقالې په یوه ځای کې مې لیکلي وو:
«همیم د لنډیو د دې ټولگې (بوډۍ ټال) د راټولولو لپاره د لنډیو د خیر کچکول په غاړه په ډېرو کلو، کوڅو، کورونو، دېرو، مجلسونو کې د ډېرو سپینسرو ښځو او سپینږیرو خولو ته ناست دی او په ډېر ادب یې د لنډیو د راپیداکولو خیر غوښتی دی تر څو یې دا څه د پاسه دوه زره لنډۍ را پیدا او په دې ټولگه کې یې تاسو درنو لوستونکو ته د یوې ډالۍ په ډول وړاندې کړې دي.»
اوس همیم د «ډېوې، ډېوې ماښام» پروگرام نوښت هم کړی دی چې بیسارې او نوې خبره گڼل کېـږي. دی په دې پروگرام کې نوی خلک، نوي فرهنگیان او نوي شاعران معرفي کوي او بل نوښت یې دا دی چې هرڅوک حق لري چې د معرفي شوو په باب خپل نظر او خاطرات ووایي او له تولو سره یې شریک کړي.
محمدالله همیم د ۲۰۲۴ ام کال د مارچ په شپاړسمه په خپله فیسبوکپاڼه کې داسې وړاندیز خپور کړ:
«سر لۀ سبا تر اختره ماښامونه، د شاعرانو پۀ نومونو کوو. هرماښام د یو شاعر پۀ نوم. شاعران پۀ ګډه ټاکو.
سهي؟»
بیا یې د دې مطلب د لاروښانتیا له پاره یې بیا داسې ولیکل:
«مثلاً: نن ماښام د پلانکي پۀ نوم.
ملګري بۀ د دوی شعرونه را لیکي، خاطرې بۀ بې شریکوي، او پۀ دوی بۀ خبرې کوي. ملګري کولای شي، خپل فسبوکوالونه پرې رنګین کړي. هم بۀ عالي شاعران را مخته کړو، هم بۀ یې وستایو او هم بۀ د شعر تږو ته بهانده چینه شي.»
د پاسنیو توزیحاتو تر خپرېدو وروسته ځینو مینهوالو د ځینو شاعرانو نومونه د وړاندیز په توگه په نښه کړی چې باید ولمانځل شي، د ځینو نومونه یې دا دي:
محمدالله همیم سمده کاروان صیب انتخاب اول،
د کاروان ماښام به ډيره په زړه پورې وي،
ښه کوئ
مانو اورښت
ستوری عبدالرحیم زی
پردیس شینواری
کړاو منګل
رحمان الله ریحان
سعید شینواری
ملنګ چراغ
افسر ملاجان
دلګیر شراب
لومړۍ ډيوه د شهنواز باقر،
لومړۍ ډېوه د ثناءالله همدرد په نوم بله کړئ!،
لومړی بايد دا سړی Saeed Shinwarai را مخکې کړی.
د دې وړاندیزونو په پای کې ښاغلي محمدالله همیم داسې ولیکل:
«ډیوې، ډیوې ماښام سر لۀ ننه پېل دی. لۀ پنځلسو تر شلو ماښامونه بۀ د همدومره شمیر شاعرانو پۀ نومونو کوو.
ځانګړی هشتاګ بۀ لري. شاعران بۀ ستاسې ټولو پۀ خوښه انتخابوو. پۀ هر ماښام بۀ د هغۀ شاعر ځانګړی عکس خپروو، ملګري بۀ یې شعرونه لیکي، خاطرې او کیسې بۀ یې کوي. او پرې غږیـږي بۀ. د پښتو شعر دا ډوبه خاموشي بۀ ماتوو، د دې کار کرېډیټ نۀ احمد اخیستی شي او نۀ محمود.
ګډ کار دی، او اشر بۀ کوو. نیت مو یوازې د ښو شاعرانو ستایل دي. تږو ـ تږو ذوقونو ته بۀ د بهاندو چینو پته ورکوو.»
زه (آصف بهاند) د «ډیوې، ډیوې ماښام» پروگرام یو نوښت گڼم او زما له پاره له څو اړخونو د تایید وړ دی:
۱ ــ «ډیوې، ډیوې ماښام» د حقداره فرهنگیانو د لمانځلو هغه لاره ده چې هېڅ ډول مصرف نه لري، پرته له دې چې څوک په عذاب شي، له خپل کور او ځایځایگي نه خپل نظر خپروي،
۲ ــ دا پروگرام د ټولو، په تېره د ځوانانو له پاره داسې مثبته بوختـتیا ده چې یو خوا یې د پوهې او معلوماتو کچه لوړېـږي او له بل پلوه د ځوانانو د ځینو منفي کارونو مخنیوی هم کوي،
۳ ــ لوستونکي په تېره ځوان نسل د قلموالو له ترسره کړو مثبتو کارونو او تجاربو خبروي،
۴ ــ د دوښمنۍ، جگړې او وژنو د کلتور پرځای د دوستۍ او مدارا کلتور عاموي،
۵ ــ د دې پروگرام په لړ کې به ډېر ناغوړېدلي او نومورکي استعدادونه وغوړېـږي، پېژندنه به یې عامه شي او د هنر او شعر فیض به یې ترټولو پورې ورسېـږي،
۶ ــ د نظریاتو او کامنتونو په وړاندې کولو کې هم هرڅوک کولای شي خپل تاثرات او برداشتونه په ازادنه ډول څرگند کړي، په دې شرط چې د چا خصوصي حریم باندې تېری ونهشي او د بیان ازادۍ اصول په کې مراعات شي،
۷ ــ د نوی نسل تخلیقاتو او نظریاتو ته په کتو سره ما دا پایله ترلاسه کړه چې د ځینو هغو قلموالو هڅو او لیکنو نتیجه ورکړه چې هغوی د نوي نسل د روزلو په چوکاټ کې د سواد، مطالعې او زدکړو د عامېدو لهپاره د کتابونو او مقالو په لیکلو سره تبلیغ کاوه، د پایلو بېلگې یې د همدې نوي نسل تخلیقات او هغه سویه ده چې د همدې لړلۍ (ډیوې، ډیوې ماښام) د نظریاتو او کامنتونو په برخه کې راڅرگندېـږي،
۸ ــ زه په دې کار کې د یو لوی یووالي نښې وینم.
ځکه دې نه یوازې ښاغلي همیم ته مبارک وي، بلکې ټولو فرهنگیانو ته او د افغانانو د یووالي او پرمختگ ټولو پلویانو ته مبارک وي. هیله کوم چې دا او دې ته ورته پروگرامونه دې وغځول شي.
تراوسه (۰۱/۰۲/۲۰۲۴) پورې د دغو شاعرانو په نامه د لمانځلو ډیوې بلې شوې دي:
۱ ــ نصیراحمد شهاب،
۲ ــ دلګیر شراب،
۳ ــ نقیب احمد عزیزي،
۴ ــ سعید شینواري،
۵ ــ مرزا عنایت الله دیدار،
۶ ــ عبدالمجید پل،
۷ ــ ملاله کلیواله،
۸ ــ عیسی مشعل،
۹ ــ حنیف حیران،
۱۰ ــ ممتاز اورکزي،
۱۱ ــ اجل او هنر،
۱۲ ــ احسانالله درمل،
۱۳ ــ رضوان الله اوبرنګ،
۱۴ ــ مانو اورښت،
۱۵ ــ حیات همت،
۱۶ ــ کاملې او معصومې…
د لمانځل شوو په باب نظریات:
د «ډیوې، ډیوې ماښام» د هر شاعر د لمانځلو په پار ښاغلي محمدالله همیم ډېرې لنډې، خو ماهرانه ـ هنرمندان او استادانه مقدمهگۍ لیکلې دي چې په ریښتیا سره د ستایلو وړ دي. دلته به یې د نمونې له پاره درې بېلگې راواخلم:
ــ شپاړسم ماښام د “کاملې” او “معصومې” په نومونو ډیوې بلې شوې دی او همیم دا وړه هنرمندانه مقدمه ورته لیکلې ده:
«نن ماښام د “کاملې” او “معصومې” عزیزیانو پۀ نوم ډیوې بلوو.
دوه خویندې شاعرانې، دوه نغمې دوه زمزمې. د سرودونو بلبلانې. همغه چې ویل یې، د کور دې یو یا د ګور خو:
«ګور د خپل وطن دې وي، یا کور د خپل لالي دې وي.»
هغه چې پر زړۀ یې د سکوت کاڼي کېښول، او تربته ساه یې فقط او فقط “شعر” کېدای شوه. همغه د محرومیت چیغې چې ویل یې:
«موږ کم نصیبو ته د درو بنو سړی دی وطن.»
ــ دیارلسم ماښام د رضوانالله اوبرنگ په نامه چې همیم د مینې او هنر په رنگ، رنگولی. دا
د همیم جملې دي:
«نن ماښام د رضوان الله “اوبرنګ” پۀ نوم ډیوې بلوو.
د اوبو رنګ، بې رنګه سړی! خو رنګین شاعر، بویه خپل ټول رنګ یې شعر کې واچاوۀ. کټ ـ مټ یې د ځان پۀ څېر شعر ولیکۀ. هغه شاعر کۀ څوک یې پۀ ژوند پوی شي؛ لۀ شعر بۀ یې لا خوند واخلي.
یو بې کسه بنده، چې ماښام کې د خلکو ننداره کوي هر سړی خپل کور او اور ته ځي، دا تماشه یې پۀ نا امیده سترګو لیده لکه: «د سهار ستوري چې رپي.» دی وایي:
زۀ چرته لاړ شم. «څۀ پۀ نه خبره زړۀ د سړي وران شي.»
همغه اوبرنګ چې نه د چا یاد مـړ کړ او نه پۀ ژړېدو مـړ شو، بیا یې لۀ ډېر اذیته وویل:
«زهر پۀ څو دي دوکانداره، زۀ پۀ څو مـرمه؟»
همغه اوبرنګ چې زنده ګي یې د ترخو اوبو پیاله وه او د چا پۀ نوم یې لاسونو کې چپه شوه. همغه اوبرنګ چې له سختو پړاوونو نه راوتی مست ژوند یې دوه لفظونو «خدای پۀ امان.» ختم کړ…»
ــ اتم ماښام د عیسی مشعل په نامه غوټه شوی او همیم داسې توري ورته امیل کړي دي:
«نن ماښام د عیسی مشعل پۀ نوم ډیوې بلوو.
د پښتو معاصر ادب ډېر کشر لاروی، همغه مشعل چې سترګې یې د ښکلا پۀ لید وتلي. همغه مشعل چې کم مزل یې کړی، خو ډېرې تماشې. همغه مشعل چې پۀ خپل هنر یې ډېرو عمیقو او رنګینو تماشو ته ودرولو، ګوته پۀ غاښ! زموږ د ذوقونو دعا یې واخیسته. همغه مشعل چې پۀ شپو کې بل شو، د کار شو، د ذوق تورې مېنې یې رڼا کړې. همغه چې وړې ـ وړې کېسې یې لټ پۀ لټ کړې، لویې کیسې یې پکې پیدا کړې…»
همغه خویندې چې پۀ وچه څانګه اخري پاڼې وې، خو باد ستړی شو، راویې نه غورځولې. همغسې یې د ژوند سرودونه ویل، د پسرلي زیري یې وړل.»
په دې مقاله کې د «ډیوې، ډیوې ماښام» پروگرام د ټولو لمانځل شوو په باب د نظریاتو راوړل او ورباندې خبرې کول لږڅه ستونزمن کار دی. ما داسې وکړل چې تراوسه پورې د لمانځل شوو ښاغلو او اغلو له ډلې نه مې درې تنه انتخاب کړل: نصیراحمد شهاب، حنیف حیران او احسانالله درمل. د هر یوه په باب نظریات او کامنتونه مې ولوستل او ځینې نظریات مې د بېلگې په توگه رانقل کړل.
د ټولو نظریاتو تر لوستلو وروسته سړي ته امید پیدا کېـږي چې خلک له خپلو فرهنگیانو او شاعرانو سره څومره مینه لري او د مثالونو او خاطراتو په یادولو سره یې په عملي ډول په لمانځه کې برخه اخلي. بله د امید خبره دا ده چې د نظریاتو او کامنتونو د لیکونو ادبي ذوق، سویه او د سواد او معلوماتو کچه هم لوړه او د خورا ستاینې او درناوي وړ ده.
اوس به په ترتیب سره د هغو دریو شاعرانو په باب نظریات راواخلم چې ما انتخاب کړي دي:
ــ نصیراحمد شهاب:
چې لېونی زړۀ مې پسخېږي د ماتم لپاره
نـوې یاري خو به کـوم د نـوي غم لپاره
په پیل کې د نصیراحمد شهاب بیوگرافي:
مخکې له دې چې د شهاب صاحب بیوگرافي راواخلم، له فعال او گران فرهنگي دوست ارشاد رغاد نه بیا ــ بیا مننه کوم چې د تېرو مرستو په دوام کې یې د ښاغلو احسانالله درمل او نصیراحمد شهاب د بیوگرافۍ په برخه کې هم مرسته راسره وکړه.
«نوم: نصیراحمد شهاب،
د پلار نوم: سید محمد،
د زېږېدو ورځ: 1996.6.6
ولایت: کابل ولسوالۍ: سروبي،
د اوسېدو ځای: د کوټګۍ کلی چې د ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې پروت دی. د مور او پلار د لسو بچیو له منځه یواځنی کس چې په ډېرو سختو شرایطو کې تر لسانسه زده کړې کړي.
لکه څنګه چې زموږ کلی له ښاره لرې او هلته ښوونځی نه و، تر نهم ټولګي د سروبي ولسوالۍ (د سرچینو عالی لېسه) وروسته د کابل له (خوشحال خان لېسه چې لیلیه هم لري) څخه فارغ او د خوست ولایت د شېخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د اردو څانګې ته بریالی او له یاد پوهنتونه په 2021 م کال فارغ شوم. د پوهنتون لوستو ترڅنګه مې د ښوونکي دنده درلوده، تر څو د ځان لومړنۍ اړتیاوې پوره کړای شم.
کله چې وطن د تالبانو لاس ته ولوېد او نور ځان راته په خپله خاوره پردی برېښېده ورسره د خلکو نامناسب چلند د وطن پرېښودو ته اړ کړم او نن سبا د جرمني هېواد په هامبورګ ښار کې اوسم.»
نصیراحمد شهاب ته د «ډیوې، ډیوې ماښام» کوربه محمدالله همیم داسې لیکلي دي:
«نن ماښام د ” نصیراحمد شهاب ” پۀ نوم ډیوې بلوو.
همغه شهاب چې د زندهګۍ لۀ درانۀ پېټي سره پۀ یولټون ښکته پورته ونڅېد. د دې لټون هر ګام یې، هر درد یې او هر پرهر یې شعر کړ. همغه شهاب چې فقط او فقط خپل ذوق پرې شعر لیکلی، همغه شهاب!!
نن پۀ شهاب غږېږو، راځئ شاعري یې را ولیکئ، خاطرې او کیسې یې وکړئ. دا ماښام د شهاب دی.»
دا هم د نصیر شهاب د شاعرۍ او شخصیت په باب نظریات:
ښه خبره دا ده چې شاعران، لیکوالان او نور شخصیتونه په ژوندون وستایل شي.
«سپرلی دی او زه دومره لرې وړی یمه جبر
اقلًا چې یو ګل خو مې نیولی درته وای
نصیر احمد شهاب مې په لومړي ځل په افغان ادبي بهیر کې ولیدو له هغې وروسته مې بیا شهاب صاحب او ذبیح الله بیان صاحب چې دوۍ دواړه په شیخ ذاید پوهنتون کې محصلان وو ورسره مې ولیدل او بنډار مو سره وکړ او ورپسې مې بیا څو څو ځله ناسته ورسره وشوه او خواږۀ خواږۀ شعرونه مې ترې واوریدل.
واقعًا چې شهاب د ادب د اسمان ځلانده ستوری دی چې د شعر لپاره د خواږو لفظونو د راټولو یو ځانګړی هنر لري زه یې د خوندورې او نوښتګرې شاعرۍ یو ځانګړی مینوال یم د شهاب سیوری د تر ډېره د شعر په ځمکه راخور وي.»
«تږی، چې اوبه ویني تنده یې سیوا کېـږي، روژه دار، چې ډېر تږی شي یوازې دا خبره کوي، چې هیڅ نۀ خورم، مازې اوبۀ څښم..
شهاب د تندې شاعر دی، هغه داسې شاعر، چې که یو غړپ اوبۀ څوک وڅښي، نو تنده پرې اېله بېله ماته کېږي، که یې لا وڅښي؛ نو خقیقت دی، چې یوازې بۀ څښل کؤي اؤ خوراک بۀ پرېږدي.
شهاب، پۀ صحرا کې هغه لار ده، چې پۀ ډېر بریک ځای کې یې لار کړي، همداسې د شهاب شاعري، چې پدې بې ذوقه اؤ میډیايي شاعرۍ کې یې خپل حیثیت ساتلی، پۀ شهاب خبرې ډېرې دي، (ګوړه چې لۀ هرې ډډې وڅکي خواږه وي.)
موږ چېرې هم د ستوري ځلا قیاس کولای نۀ شو، ځکه هغه لایتناهي دی.
شهاب، پۀ مسافرۍ کې خپلې شپې ورځې سبا کؤي، د اروپا ګرمیو ته لۀ سیوري څخه بل ته پنأ وړي، د دې عظیم انسان پۀ ژوند برکت عمر یې درازه!
شهاب دې وځلېږي، وځلیږي، اؤ لا دې وځلیږي.»
«خاورې ایرې اچوو په سترګو د ارمان کې
حد د بې وسۍ دی په ناراضه ژوند رضا یو
شهاب داسې لیکل کوي لکه ما چې کړي وي یو نیم دومرهه عجیبه بیت ولیکي چې کتابونه خبرې پکې وي»
دا هم د ښاغلي شهاب د کلام بېلگه:
ساقي! تادي مه کوه دومره مې ناکام نه دی
زما هوس د چا لیده دي ستا د جام نه دی
هغه دبل کېږي! زه نه مرم! دنیا نه ورانېږي!
نه، نه فالي! زما د مینې دا انجام نه دی
دار مې قبول دی خو په دې ګنا چې وخ! مات شوم؟
قتل قدم وهي قاضي ستا ورته پام نه دی
چې هر سهار پاڅم، له قهره په ځان خولې لګوم
په دې خپه یمه چې لا مې ژوند تمام نه دی
نه ستا د مخ ډېوه شوه بله، نه یاران راغلل
هسې تیاره شوه، ستوري وختل، ماښام نه دی
یاره جنت کې مې ښې ډېرې منظرې وکړې
خو لا مې فکر نه وتلی ستاسو بام نه دی
زما او ستا نه کېږي ځه پرېږده موټروانه یاره!
زما سفر د کوم سرک تر اختتام نه دی
چې ورته څو کرته مړ نشې مات، مات نشې
مړه نڅا خو د سندرو احترام نه دی.
شهاب
غـزل
چې لېونی زړۀ مې پسخېږي د ماتم لپاره
نوې یاري خو به کوم د نوي غم لپاره
پۀ زړۀ مې سل دنیا جنجال دی ستا پۀ ضد مې قسم
نور د باور څۀ پاتې نۀ دي د قسم لپاره
وجوده! نن خو دې لالي ته خامخا ګرموم
چې بهانه ورته پیدا شي د ستم لپاره
فرض کړه چې نن سبا کې ناست یو پۀ ټغر دحساب
ځواب دې څۀ دی د ناهیلي بنیادم لپاره؟
عجب ریشخند شومه فرهاده! تماشې ته راشه
د خپل غرور غر مې مات کړی د صنم لپاره
وخ سرابي منزله! مرم لۀ ارماني مزله
خدایکه لرمه حوصوله د یو قدم لپاره
شهاب
غـزل
ته یې د ځان کړې ستا د مینې تور یې ماته راکه
له خدایه وپوښته! چې څومره زور یې ماته راکه
نتیجه ګورې! د انصاف د دعوه دارې دنیا
ته یې رقیب ته ورکړې، ستا پېغور یې ماته راکه
سودایي نه، خو په مذهب د لټون واوښتمه
چې مخ يې پټ کړ نیمایي انځور یې ماته راکه
لکه بنګړي د رسوایئ په مقام ودرېدمه
ما دومره نه غوښته چې څومره شور یې ماته راکه
هغه یاربازه په عشق نده خو ما ساتي زړه کې
د کرایې دا لنډمهالی کور یې ماته راکه
ته بختوره یې د عشق له هوا وساتلې
دغه تېره د ځان رېبلو لور یې ماته راکه
شهاب
غـزل
د خپلو هیلو قتل عام ته لښکر شوی یمه
له تانه پس! په ځان بېخي زورور شوی یمه
نن به نو لوېږي تندرونه ستا د سترګو د غم
بېګاه مې خوب لیده ،چې زه سمندر شوی یمه
اختیار او خوښه لکه پلونه چېرته پاتي رانه
لکه غلام د ژوند په کار مقرر شوی یمه
شم پښه نیولی په هرچا پسې کېدونکي غږ ته
کلونه وړاندې له یو چا مرور شوی یمه
د وسعتونو پر بیان دې بازار ګرم اوسه
خو زه له دغو دایرو نه بهر شوی یمه
د یوې چټې مینتوب یې و ختلی سرته
زه چې اخیر ځلې له ځانه خبر شوی یمه
شهاب
ــ حنیف حیران:
له باچا نه به څوک وپوښتي حیرانه
د مکـتـب د تـالۍ زنګ ولې ولاړ ده
په پیل کې د حنیف حیران بیوگرافي:
څنگه چې ما په فیسبوک کې د ښاغلي ډاکتر حنیف حیران د ملگرتیا ویاړ درلود، نو خپله مې د مسجر له لارې د ده بیوگرافي ورنه وغوښته. دا زما د غوښتنې متن دی:
«حیران صاحب سلامونه!
هیله ده هرڅه ښه وي.
ستاسو یوه لنډه بیوگرافي مې د یوې څېـړنیزې مقالې د بشپـړتیا لهپاره پهکار ده، د علمي او فرهنگي مهربانۍ په خاطر یې راته راولېـږئ.»
حیران صاحب په مهربنۍ او لورینې سره خپله دا بیوگرافي مل ته رالوېـږله:
ژوندليک
«ډاکټر محمدحنيف حيران مې نوم دی، په ۱۳۵۵ز کال کې د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالۍ د مش په کلي کې زېږېدلی يم. نه مې ياديږي خو مور مې ويل چې د روسي يرغل څخه دوه کاله وړاندې په روژه کې وزېږېدې، په دريم کال پاکستان ته کډوال شوو.
لومړنۍ زده کړې مې په کوزه پښتونخوا کې د ټل دوآبه نومې سيمې په يوه ښوونځي کې وکړې، په کال ۱۹۹۹م کال کې له حضرت بلال عالي لېسې څخه فارغ شوم. وروسته د لوړو زده کړو لپاره پېښور ته لاړم او په ۲۰۰۸م کال کې له طب پوهنځي فارغ شوم. څو کاله مې د پېښور په شمشتو کمپ کې په خپل روغتون کې بوخت وم، په ۲۰۱۱م کال کې کابل ته وکوچېدم. کابل کې هم له خپل مسلک سره نږدې پاتې شوم، په وروستيو کلونو کې مې له ځينو موسساتو سره په بېلابېلو برخو کې کار وکړ.
په ۲۰۱۶م کال کې د پکتيا په پوهنتون کې شامل او په ۲۰۱۹م کال کې د همدې پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوم. اوس مهال د ۲۰۲۴م کال د کاتب پوهنتون د ټولنپوهنې په پوهنځي کې د ماسټرۍ په برخه کې زده کړيال يم.
له کوچنيوالي د پښتو ادب شعر او نثر لوستونکی او مينه وال وم. په ښوونځي کې وم، کله کله به سيمهييزې مېلې ته لاړم، کومې پيسې به مې چې مور يا پلار د ښوونځي لپاره راکړې، هغه به مې ټولې کړې او د شعرونو يا د لنډو کيسو کتابونه به مې پټ پرې راونيول، پټ ځکه چې هغه مهال چاپېريال دې ته جوړ نه و چې څوک دې په کم عمر کې شاعري ولولي يا دې خپله شعر وليکي.
لږ چې راستر شوم ادبي بهيرونو ته مې مخه کړه، د ټل ادبي چمن او مشال ادبي ټولنې غړی شوم، رودادونه او ادبي راپورونه به مې ليکل. لا محصل وم چې «د پکتيا په ډاګ کې» شعري ټولګه مې چاپ شوه. وروسته مې په وار نورې شعري ټولګې او په نورو برخو کې کتابونه خپاره شول، چې په لاندې ډول يې نومونه ليکم:
۱ ــ د پکتيا په ډاګ کې (شعري ټولګه)،
۲ ــ لکه غر مې زړه کې پروت يې (شعري ټولګه)،
۳ ــ يو ځلې بيا په دې لار راشه (ټـپـيـزې)،
۴ ــ د طبي لابراتوار ازمايښتونه (طبي اثر)،
۵ ــ نهيلي ولې؟ (ارواپوهنه)،
۶ ــ اروايي خوښي او بدني ځواک (ارواپوهنه)،
۷ ــ کږنې او انګېرنې (فولکلوريک اثر)،
۸ ــ د ځوان او خوښ اوسېدو هنر (ارواپوهنه)،
۹ ــ ملاله (ناول)،
۱۰ ــ د ارام لپاره چرته سړی لاړ شي؟ (شعري ټولګه)،
۱۱ ــ کږنې او انګېرنې، دويم ټوک (فولکلوريک اثر، تر چاپ لاندې).
له دې پرته مې له بېلابېلو مجلو او جريدو سره د مسوول مدير په صفت کار کړی دی. د سليمان غر او پکتيانا مجلو مسوول چلوونکي هم پاتې شوی يم. په بېلابېلو انټرنيټي سايټونو او مجلو کې مې سلګونه علمي او ټولنيزې ليکنې خپرې شوې دي. اوس مهال په کابل کې ژوند کوم؛ ګورو به چې د وخت ګرداب به مې له دې وروسته همدلته پريږدي او که به مو بل لوري ته بيايي.
درنښت
ډاکټر محمدحنيف حيران، کابل، افغانستان
۱۳ حمل ۱۴۰۳ز کال»
د ډاکتر حنیف حیران ژوند لیک او فرهنگي ــ علمي اثارو ته په کتو سره په زړهورتیا سره باید ووایم چې: حنیف حیران څو اړخیز شخصیت لري، اصلي رشته یې طب دی، خو په ادبیاتو کې یې هم زدکړې کړې دي او اوس هم په زکړو بوخت دی. د شعر او هنرينثر په دنیا کې یې ځانته ځانگړی بڼ جوړ کړی دی. د فولکلور په برخه کې هم د ډېر ښه ذوق خاوند دی، له نورو فولکلوریکو اثارو نه وراخوا، د لنډیو په خپرولو او نورو ته رسولو په کار کې هم ماهر دی او ما ته ځکه ځانگړی دی چې دی تل په خپله پاڼه کې داسې لنډۍ انلاین کوي چې اتیا سلنه نوې لنډۍ دي. څنگه چې زه له ډېر پخوا نه د نویو لنډیو د راټولو په کار بوخت یم، چې څنگه یې نوې لنډۍ په پاڼه کې سر راښکاره کړي، زه یې د نورو نوو لنډیو په ډله کې خوندي کوم.
حنیف حیران ته د «ډیوې، ډیوې ماښام» کوربه محمدالله همیم داسې لیکلي دي:
«نن ماښام د “حنیف حیران” پۀ نوم ډیوې بلوو.
لکه رود؛ طبیعي بهاند شاعر. چې ویلي یې وو: «کۀ ړاندۀ ام وای ښکلا مو پېژانده، ځکه ښکلا د فطرت د منظرې غږ دی. » همغه حساس حیران چې ځان کې ووسېدۀ، لۀ ځانه ووت خو زړۀ یې همغسې اوتر و، بیا یې وویل: «د آرام لۀ پاره چرته سړی لاړ شي؟» همغه حیران چې سترګې یې اوترې اړولې، همدا نظر یې شعر شو، چا چې واورېد؛ همدا پۀ خپل زړۀ کې پټ انسان یې ولټاوۀ…
همغه حیران چې پۀ اور یې سوزېدۀ، مګر لۀ وطنه، مینې، او ژونده یې زړۀ مات نه شو. د غمونو طوفانونه راغلل پرې؛ خو د زړۀ ونه یې ولاړه وه، پۀ خپل مقام!!
راځئ د دۀ دا ماښام د دۀ پۀ شاعرۍ، کیسو او خاطروو پیلوو!!»
دا هم د حنیف حیران د شاعرۍ او شخصیت په باب نظریات:
حيران صاحب د ښې شاعرۍ تر څنګ د عالي اخلاقو څښتن دى.
«سيخه دې په سترګو سلېمان غر ته تللې لاره ده
خدای ته تللې لاره پیغمبر ته تللې لاره ده
باک نشته حيرانه که اغزي دې لمن ونيسي
درومه پدې توره شپه سهر ته تللې لاره ده
حيران صاحب يو لوی انسان دی، ما شاوخوا شل کاله پخوا په لره پښتونخوا کې ليدلی دی خو لکه دا تېره ورځ مې چې ليدلی وي، د شاعري تر څنګ ښه ډاکټر هم دی، حيران د خپلو خيالونو په رنګينه نړۍ کې حيران او لاس تر زنې ناست دی، حيران صاحب ډېر مينه ناک سړی دی، اوږد عمر او د شعر رنګينه نړۍ ورته غواړم.
درنښت
مسلم يار»
«ډاکټر صیب ته دې هر ماښام ډیوې بلې شي عمر یې اوږد شه
ماته یې په اول ماښام مبارکي داد او مینه را میسج کړه په لویو شاعرانو کې حیران صیب وو چې زیاته خوشحالي یې را وبخله دغه بیتونه یې مینوالو ته ډالۍ کوم:
کښت مې د نظر ګوندې راشين کړي خدای
سترګې مې په لار درته کرلې وې
ستا له انتظاره هيڅ کار ګران نه و
شګې د صحرا به مې شمېرلې وې
تمه د وصال ده چې ژوندی يمه
اوس خو به مې زر ساوې ختلې وې
حیران»
د ډاکټر صاحب د ادب چینه دې تانده وي او قلم یې پیاوړی اوسه!
«که د ډاکټر صاحب حيران د اعزاز په پار او د هغه د شعر د ستايلو لپاره هر ماښام ډېوې بلې شي بيا هم کمې دي ډاکټر صاحب دې د اوږد او خوښ ژوند څښتن شي!
د بايللې مينې ياد مې زړه ته راغى
د ملګري په واده کې غلى ناست يم»
د ښاغلي حیران د کلام بېلگې:
څنګه ورته وګورمه، سترګې زما لمر وهي
سپینې کیسې نشم کړی، جلاد مې رانه سر وهي
ولې مو د نجونو د تعلیم مخه نیولې ده؟
بده ده چې ښځه باندې لاس پردی ډاکټر وهي
دا خلک که نن د رڼاګانو لښکر جوړ نه کړي
چا باندې سبا ته بیا د تورو شپو لښکر وهي؟
حنیف حیران
*****
ځان ته راشي که بهر ته سړی لاړ شي
د ارام لپاره چرته سړی لاړ شي؟
*****
تکبر يې په لېمو کې شي دوه چنده
هر څه مات شي، کبرجنه نه ماتيږي
که څه هم چې يې د جنګ په اور کې سوځم
مګر زړه مې له وطنه نه ماتيږي
*****
هېروم دې، خو په زړۀ کې را پۀ یاد شې
ګنهګار نشم، مانځۀ کې راپۀ یاد شې
د همزولو له اتڼه غلی ووځم
د همزولو په وادۀ کې راپۀ یاد شې
لکه لمر په راختلو کې دې ګورم
لکه لمر په پرېواتۀ کې راپۀ یاد شې
*****
ژوند په غاړه د ګَړنګ ولې ولاړ دی؟
زبون وهلی غوندې ګونګ ولې ولاړ دی؟
سُر او لی مې له سندرو نه روان دي
ستا د شنو بنګړیو شرنګ ولې ولاړ دی؟
پښتنو کې اتفاق راغی که څنګه
د څلورو سترګو جنګ ولې ولاړ دی؟
ښه پوهیږي چې کچکول به بیا رامات کړي
دروازې ته بیا ملنګ ولې ولاړ دی؟
د دښمن په خواخوږي فکر پکار دی
چې دې سخته کې تر څنګ ولې ولاړ دی؟
زمکې ولې هوار کړی دی ځان پښو ته؟
او اسمان له کبره دنګ ولې ولاړ دی؟
له پاچا نه به څوک وپوښتي حیرانه!
د مکتب د ټالۍ زنګ ولې ولاړ دی؟
ــ احسانالله درمل:
د روح سکون، د زړۀ ټوټه، د سترګو تور دی وطن
شرم دی مه یې خـرڅوئ، ټـیکری د مور دی وطن
په پیل کې د احسانالله درمل بیوگرافي:
څنگه چې مخکې هم وویل شول ما د رغاند صاحب په مرسته، د ښاغلي درمل بیوگرافي د یوه لینک له لارې ترلاسه کړه. په ویکیپیدیا کې د درمل صاحب بیوگرافي د یاد ویبسایت په ستایل اېښودل شوې ده چې زه یې ځینې اړینې برخې رااخلم:
«ډاکټر درمل په ( ۱۳۶۷ل) کال کې د جان وکیل کره زېږيدلی دی. ډاکټر درمل قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې. د نوموړي کورنۍ د پکتیا ولایت له ځاځي اریوب ولسوالۍ نه کورمې ته کډوال شوي وو.
ډاکټر درمل لومړۍ زده کړې په کورمه کې د مهاجرو په يوه ابتدايي ښوونځي کې کړي دي او هملته یې ليسه هم لوستې ده.
په ۱۳۸۲ل کال کې د کانکور له لارې د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي ته بريالی شوی او په ۱۳۸۹ل کال کې ترې فارغ شوی.
په ۱۳۹۰ ل کې له طب پوهنځي او په ۱۳۹۴ ل د عمومي داخله ناروغیو په برخه کې د تخصص له پروګرامه فارغ شو. په ۱۳۹۵ ل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبي علومو د مرکز غړی شو.
ډاکتر احسان الله درمل Dr.Ihsanullah darmal د طبي زده کړو تر څنګ په پښتو ادبیاتو کې یوه پېژندل شوې څېره ده، چې د شعر کره کتنې په برخه کې یې ځینې اثار لیکلي دي.
ښاغلي درمل د طبي کتابونو او مقالو تر څنګ ګڼ شعرونه، مقالې، څېړنیز اثار هم لیکلي دي. ،د ۱۳۹۵ کال په لیندۍ کې یې د شعرستان په نامه یو ۷۰۰ مخیز کتاب خپور شوی، چې د شعر پر مهمو تخنیکونو او هنري میکانیزمونو بحثونه پکې شوي دي.»
زه ډاډه یم چې پاسنۍ بیوگرافي د ښاغلي درمل د پېژندنې لهپاره کافي نه ده. خامخا د احسانالله درمل د علمي ــ فرهنگي شخصیت ټول اړخونه به په دې بیوگرافۍ کې نه وي راغلي یا وروسته له دې چې د ده دا بیوگرافي په ویکیپیدیا کې انلاین شوې ده، درمل صاحب به په علمي ــ فرهنگي ډگر کې نورفعالیتونه هم کړي وي چې دلته نه دي یاد شوي، که د درمل صاحب په باب معلومات نیمگړي وي، زه له خپله اړخه بښنه غواړم.
احسانالله درمل ته د «ډیوې، ډیوې ماښام» کوربه محمدالله همیم داسې لیکلي دي:
«نن ماښام د احسان الله “درمل” پۀ نوم ډیوې بلوو.»
د شعرستان درمل، چې شعر لولې دریادیږي، چې د شعر نوم اورې سترګو ته دې ولاړ وي. لکه پروته څانګې وانګې تللی پۀ زړونو ړنګ دی. هغه مسیحا چې د زړۀ بیماران هم پۀ شعر او هم پۀ طب رغوي.
همغه درمل چې ښایست او مینه دواړه ورسره ولاړ دي، چې د عشق کږو وږ سمې ور وښودې، چا ورته ووې رښتیا؟ دۀ ورته فقط همدا وویل: «پۀ کږو څانګو د انگور مې قسم.» هغه چې پرهر یې پۀ ګلابي لاسونه لګیدلی و اوس ګلابونه ټوکوي. همغه درمل چې د سندرو، سرودونو او ژوند پۀ طرف دی. چې زړۀ یې هم شاعر دی، سبانی غم نن حسوي. همغه درمل چې د خپل وطن پۀ مینه یې مست او مستغني کړو. راته ویې ویل: «ور بۀ یې نه کړو یوه لوېشت ځمکه پۀ باغ د عدن.»
دا ماښام، او دا سړی. راځئ نن پۀ دې ښکلي انسان د خبرو پلمه جوړه ده. د زړۀ خبرې ورته وکړئ، دا ماښام د دۀ دی…»
دا هم د احسانالله درمل د شاعرۍ او شخصیت په باب نظریات:
«هر ماښام ښکلی وو خو نن ماښام بیا بل رقم ښکلی دی
ډاکټر صېب ته زۀ خپله د زړونو درمل وایم که څۀ هم ډاکټرصېب د زړونو متخصص دی
زۀ ډېره پوهه نۀ لرم ګني نن به ما ډاکټر صېب باندي یو څۀ ویلې وای
خو بس خېر نن ماښام دي زما د زړۀ درمل ته مبارک وي»
«څــــومره چې یاران خاورې زما په نامــــــه اړوي
دومره به د خلکو راته پام کړي، نور به څه وکړي؟
ښکلی که هردم زړه ماتوي زما، پر ما یې څه
کم به د خپل حُسن یو غلام کړي، نور به څه وکړي
ډاکټر احسان الله درمل د زړونو درمل دی، ښه نثر او عالي شاعري کوي، زمايې شاعري ډېره خوښېـږي، د پښتو ادب يو ځلانده ستوری دی، لا دې ځلانده وي.»
«درمل يو موټی سړی دی خو د علميت، سنجيدهګي، ژور ليد، نوښت، او… بحر دی.
درمل پخپله لوی #هنر دی.»
«د نن ماښام ډیر ښکلی ماښام دی، ځکه زما د خوښې شاعر او ډاکټر احسان الله درمل صیب ډیوې پکې بلې دي. د ده ډیوې دې تل زمونږ په زړونو کې بلې وي.»
«ګران ډاکټر احسان الله درمل صیب ته لوی خدای هغه وړتيا ورکړې ده چي زما په څير ډیر ترې عاجز دي درمل صيب د خوږې ګوړې سکنی ورور دی د حمزه بابا په قول له هرې ډډې يې چې څکې خوږ دی هغه که شعر ليکل دي که نثر دی يه نقادي دی زه عاجز به څه په دې درباړه ژبه د درمل صیب توصيف يه ستايل وکړم خو دومره به ووا یم چې عمريې ډیر صحت يې روغ خوشالی يې ملګرې يوه بله هغه دا چې دسې ډيرې ډيوې اوډير مښامونه دې دا درمل په ژوند او درمل په ستایلو رڼا رڼا شي»
«ډاکټر صیب درمل په ځوان کهول کې په لر او بر وطن کې بې جوړې انسان دی، نوموړی په یوه وخت کې شاعر، لیکوال، کره کتونکی، نقاد د زړونو متخصص ډاکټر، په سیمه او نړۍ ژور نظر ساتونکی… لنډه دا که نابعه يې وبلو مبالغه به نه وي، دا خبره زه په اثبات سره کوم.
په درمل صیب باندې خبرې کول اسان کار نه دی او نه په دا لنډ وخت کې راټولیدلی شي، مونږ ورته د اوږد عمر دعاګانې کوو او د لوی خدای نه ورته نور توفیق غواړو.»
«څومره چې یاران خاورې زمــــــــا پۀ نامه اړوي
دومره به د خلکو راته پام کړي، نور به څۀ وکړي؟
درمل نۀ یوازې زموږ د تن درملنه کوي او د روغتیا طبیب دی؛ بلکې زموږ د زړونو طبابت هم کوي. دی پر ادبیاتو دومره برلاسی دی، چې هېڅ پېژندنې ته اړتیا نۀلري. خوږ او روان نثر لیکي. د شعر ژبه یې پخه ده. نن یې پر ژؤندون ستایو. د دۀ پۀ نوم د نن ماښام ډېؤې بلوو. درمل دې خدای زموږ لۀ څنگه نۀبېلوي.»
«درمل د زړونو علاج
درمل د زړونو سکون
درمل د روح پر واز
درمل د خوږ من زړه ټکور
درمل د لفظونو جادوګر
درمل د زړونو شاعر
درمل د اوسنې عصر د شعر بادشاه
درمل مینه ناک
درمل نرم دل
درمل د ګودرونو شاعر
درمل زموږ لپاره یو روڼ څراغ
زړه ارام سې زړه خوښې وکړي ملګرو
د درمل په غزلونو کې سکون دی
قلم یار اشنا»
«زۀ ایله دومره ویلی شم، چې یؤ وخت مې ورسره د څۀ مؤضوع اړؤند مشؤره کؤله، ډېر نرم ژبی سړی دی او پۀ نۀ پېژندګلو یې ساړۀ ځوابونه راکؤل.
پۀشعر غږېدل خو یې زما لۀ وسه نۀ کیږي او شعرستان ته یې سلام!»
د همدې کرښو د لیکلو په ورځو کې مې د درمل صاحب په باب د ښاغلي م: ځاځی (MazharZaza) دا لیکنه هم له نظره تېره شوه. زه یې اړینه گڼم چې دلته یې هم راواخلم:
«رب وکړه چې د پیژندګلورۍ دا تورې یې حق ادا کړي،
ځکه چې په دومره لوی بشر فني او علمي بحث د شعر پوهنې تېزې عینکې او د معنا پوهنې ژور لېد غواړي.
د سندریز اریوب له طبیعته يو روښانه او شاعرانه هستي
چي شعر يې د زړونو پرتخت پاچاهي کوي، دغزل تورو څخه يې مينه څاڅي، پيغام يې ډير لوړ او ټولنيز دی، دسخاوتمندانه او پراخ نيت څښتن استاد احسان الله درمل دی.
ښاغلی درمل دشعر له جوړښته تر نوښته
له انسانيته تر محبته
له وطنپالنې تر ميلمه پالنې
له ګلابه تر کتابه
په دې ټولو برخو کي خورا پیاوړی او بريالی دی.
دا شاعر خپل جنت په خپلو ملګرو تقسيموي، له ډيرې خواخوږۍ څخه درد ته ورور وايي، دا ادبي څېره دنورو برعکس دسپينو پرځای دتورو بلا اخلي، همېشه يې خپل وجدان مخاطب کړی دی او توبې غږوي.
د خپل وجدان عاطفه یې له دې بیتونو معلوميږي
اوښکې مو جار شم له توپانه را ستنو مرغيو!
راځئ راځئ چې باغ مو خپل دی ميلمنو مرغيو!
زموږ د زړونو خړې پړې آشيانې ستاسو دي
زموږ لیمو کې د رڼو اوښکو دانې ستاسو دي
ځئ له اېرو کړو د ققنوس غوندې وزرې پيدا
شي به د زهرو کټوريو کې شکرې پيدا
لنډ يې وایم
د پښتو په معاصره شاعرۍ کې د هغو شاعرانو له ډلې چې د کلمې په حقیقې مانا سره لوی شاعران دي، یو پکې بې له شکه چې پیر صیب درمل هم ده.
ډاکټر صیب د ژبې په محور باندې په بر لاسۍ کې له مور یو دی. د شعر ساختمان او ترکیب یې عالی دی، د لوړ تخیل او ژور فکر څخه مال امال دی، د شعر موسیقۍ او اهنګ برخې یې په بیتونو کې عطرین وږم لري، مباحثې او مناقشې یې هم ځان یو څه بولي. زه یې د ادبي فنونو حافظ بولم.
نثرې جوړښتونه یې هم جلا هنري ارزښتونه لري.
درمل صیب د ژبې او قلم هر توری د کاڼې کرښه ده، له دې پورته یې د ستایلو توان په ځان کې نه وینم. سخته ځکه وه چې په هغه چا مې لیکل وکړل چې نیمه نړۍ یې پیژني.
دا لوی بخت بولم چې پښتو شاعري د درمل په څېر سټې لري. په ډاډ یې وایم چې د راتلوونکو نسلونو په ذوقونو، احساساتو او عواطفو به هم حکمراني کوي.
دا بیتونه او کلېواله سندره یې که چاته یاد وي رانه یې مه سپموئ!
د هندارو زړونه تنګ دي د ډبرو په لباس
یو شاهین رانه زړه یوړو د کوترو په لباس.
تل لږي په زړونو، دوړوي مالګې
په زړه ناسورو پرهرونو ستا باڼه.
م: ځاځی»
۱۴۰۳/۱/۱۰
په هماغې ورځې چې د احسانالله درمل لهپاره ډیوې بلې شوې، ډاکتر محب زغم هم د درمل صاحب په باب خپله یوه پخوا نشر شوې مقاله (د شعرستان نثر) بیا خپره کړه، دا ډېره اړینه مقاله ده، ځکه یې دلته رانقلوم:
«د ډاکتر احسانالله درمل «شعرستان» چې پر شعرپوهنه سیستماتیک بحث کوي، د علمي او هنري نثر غوره بېلګه ګڼلی شو. مانا دا چې د کتاب ژبه له محتوا سره سم اړخ لګوي. بحث علمي دی نو درمل صاحب هم په علمي نثر لیکلی دی، له بلې خوا د بحث موضوع شعر (د هنر یو ډول) دی نو باید چې نثر یې هم وچ کلک نه وای ځکه خو لیکوال هنري نثر کارولی دی.
علمي (اکاډمیک) نثر باید واضح، صریح، دقیق، له مبالغې پاک، او له احساساتو خوندي وي. همدارنګه د علمي نثر لیکوال که خپل نظر بیانوي یا پر یو څه قضاوت کوي، مطلق حکمونه نهکوي؛ بلکې خپله نظریه او خپلې موندنې د وړاندیز په بڼه مطرح کوي. البته په ساینس کې خبره یوڅه متفاوته وي، هلته که چېرې موندنې د پراخو تجربو او مشاهدو په نتیجه کې ترلاسه شوې وي، ورسره متناسب قضاوت یا حکم کولای شو خو دا چې هنر لابراتوار نهلري نو باید په اړه یې په احتیاط سره خبرې وکړو.
اوس به لومړی د شعرستان د نثر علمي ځانګړنې وګورو. ښاغلی درمل د مدعا مثل په اړه داسې پرېکړه کوي: «هغه کار چې مولینای روم او شیخ عطار یې د خپلو کیسهییزو تمثیلونو په مرسته کوي، صایب، بېدل، او استاد پسرلی یې په یوه مسره کې کوي، په دې توګه موږ کولای شو چې تمثیلي تشبیه یا مدعا مثل د تشبیهاتو په ډله کې هغه تشبیه وګڼو چې هنري ارزښت یې د ځینو نورو په پرتله زیات دی.»
دی نهوايي چې د مدعا مثل هنري ارزښت تر ټولو نورو تشبیهاتو زیات دی، بلکې وايي «د ځینو نورو په پرتله» زیات دی او ان دغه حکم هم په احتیاط سره کوي «موږ کولای شو چې …».
د اسطورې په بحث کې لولو چې: «د نذیر احمد نذیر په لاندې شعر کې وګورئ چې د ستورو، لمر او سپوږمۍ متناوب تګ و راتګ او د شپې او ورځې د راتلو تکراري پېښه د خیال په مټ له خپل طبیعي او ساینسي هویته اساطیري فضا ته نږدې شوي دي.» لیکوال چې تر دې مخکې یې د اسطورې تعریف راته کړی دی، د ښاغلي نذیر پر شعر مطلق د اسطورې حکم نهکوي، بلکې وايي «اساطیري فضا ته نږدې شوي دي».
درمل صاحب د سېمبول په اړه د ځینو نظر یادوي چې ادعا کوي سېمبول د اختناقي او استبدادي شرایطو په عکسالعمل کې زېږېدلی دی ځکه په داسې شرایطو کې سړی نېغه خبره نهشي کولای نو د سېمبول تر بوسو لاندې د مطلب اوبه تېروي. بیا د دې نظریې د ردولو دلایل وړاندې کوي، وروسته وایي: «اوس به ښايي دا پایله اخیستل زموږ حق وي چې سېمبول همېشه د اختناق په تیاره کې بل شوی څراغ نه دی؛ بلکې هغه ستوری دی چې تر شا یې د پېچلو افکارو او ناآشنا رواني کیفیتونو روڼ سهار ولاړ وي.» دلته وینو چې لیکوال بیا هم په احتیاط سره وايي «اوس به ښايي دا پایله اخیستل زموږ حق وي …» دی خپله خبره پر چا نهتحمیلوي، نور خپلې خوښې ته پرېږدي.
د هنر او ساینسي واقعیت په پهزړهپورې بحث کې درمل صاحب وايي: «د انسان په اړه د بیولوژۍ علم وايي چې دا فقاریه او تيلرونکی ژوندی موجود دی … د انسان په اړه د بیولوژۍ پورته یاد شوي فکر (زما په فکر) د یوه شعر زېږېدو ته هم زمینه نه ده برابره کړې او یا به زما له نظره نه وي تېر شوی.» دی په زغرده نه وايي چې له دغه ساینسي واقعیت څخه چا شعر نهدی جوړ کړی؛ ځکه چې ده د دنیا ټوله شاعري نهده لوستې، خو په هغو شعرونو کې چې ده لوستي دي، دا شی نشته.
په دې بل مورد کې هم د لیکوال خبره د علمي نثر له غوښتنو سره برابره ده چې: «دا اصطلاح (شفاف او کدر وزنونه) فکر کوم لومړی ځل د پارسي ژبې لوی کرهکتونکي او شاعر ډاکتر شفیعي کدکني په خپل بېساري اثر (موسیقي شعر) کې کارولې ده؛ تر هغه وروسته هم یو نیم ځای راغلې (لکه د کاظم کاظمي په «روزنه» نومي کتاب کې) خو بل ځای په ادبي اثارو کې زما له نظره نه تېره شوې.»
درمل صاحب د خج د موقعیت او د ریدم د چستوالي په اړه داسې خبره کوي چې زما لپاره نوې ده: «ما ته داسې ښکاري چې د مسرو په رکنونو کې د خج یا اکسنټ موقعیت د وزن پر څپاندوالي یا ټکنیتوب اغېز لري؛ څومره چې خج له لومړۍ څپې څخه د څلورمې خوا ته ځي، هماغومره وزن ټکنی کېږي او برعکس.» څنګه چې دا د لیکوال موندنه یا کشف دی نو وار له واره قطعي حکم نهکوي؛ بلکې علمي چلند ورسره کوي، دی خپله خبره د یوې فرضیې په توګه وړاندې کوي او انتظار ورته کوي چې لا پخه شي او نور هم ورباندې بحث وکړي. البته که دا خبره ثابته شي، له شاعرانو سره به مرسته وکړي چې د خپل شعر آهنګ او موسیقي، د شعر له محتوا سره سم کړي.
د شعر د داخلي شکل په اړه لیکوال داسې وايي: «زه خپلې خبرې په دوو بېلګو پای ته رسوم، په یوه شعر کې داخلي شکل ښکلی دی خو په دویم کې یا نشته او یا دومره مبهم دی چې زه نه پرې پوهېږم. زه پخپله له هغه یوه خوند اخلم چې داخلي شکل لري، تاسو ته هم دواړه شعرونه پرېږدم او هم ستاسې ذوقونه او قضاوتونه.» دلته ښاغلی درمل بیا علمي لاره خپلوي. څنګه چې انسان کامل نهدی او هرڅوک ممکن تېر ووځي نو دی هم په دویم شعر کې د داخلي شکل د نشتوالي په اړه داسې حکم نهکوي چې د ده تر واک او امکاناتو دې پورته وي.
البته د درمل صاحب په خبرو کې یو دوه ځایه ما ته یوڅه مبالغه ښکاره شوه. دی وايي: «له دې تعریفونو او نظریو څخه چې موږ له سینده د منګي په اندازه راواخیستې، دومره معلومېږي چې تصویر پراخه لمن او پېچلی هویت لري.» فکر نهکوم چې د تصویر په اړه دې دومره ډېر تعریفونه وړاندې شوي وي چې موږ یې سیند هومره وبولو.
بل ځای وايي: «ځکه نو د حمزه بابا دویم بیت د هرچا پر ژبه ګرځي.» دا سمه ده چې د حمزه بابا هغه بیت به نسبتاً زیاتو شعرلوستونکو په یادو زده وي او دا هم منم چې «هرچا» په ولسي ژبه کې د «زیات کسان» مانا لري خو دا چې شعرستان علمي اثر دی نو په کار وه چې د نورو موردونو په څېر دې، له دې مورد سره هم علمي چلند شوی وای.
ومېویل چې د شعرستان نثر علمي او هنري دی. د علمیتوب دلیلونه یې وړاندې یاد شول، اوس به راشو هنریتوب ته یې. درمل صاحب د ښکلو، مناسبو او ځای ځای نویو تشبیهاتو او ترکیبونو په مرسته له یوې خوا پر معلوماتو پوهېدا راته اسانوي او له بلې خوا وچه تیوري د شاعرانه جملو په منځ کې داسې حل کوي لکه د درمل جوړولو کمپنۍ چې له انټيبایوټیک سره د مېوو خوند ګډوي او خوندور شربت ځنې جوړوي.
دی تکرار د هنرمند کمزوري او د هنر زوال بولي نو چې دا خبره کوي همداسې جمله ورته جوړوي چې تکرار په کې نه وي: «د ادبي ژبې د ښکلا مناره د تکرار په نري باد هم ړنګېږي.»
او په دې پراګراف کې بیا د تکراري تشبیهاتو لپاره د هغه ګني مثال راوړي چې په زرګونو ځله ژوول وي: «که اوس هم څوک د بڼو غشي، د قد سروه، د سترګو نرګس، د زلفو ماران، … په دې نیت راوړي چې لوستونکي یا اورېدونکي ته د تعجب او هنري لذت په نوم یو څه ورکړي، تېروتی دی؛ ځکه چې په زرګونو ځله ژوول شوي ګني به نور څومره خواږه ولري چې موږ یې بیا وژویو؟»
لیکوال د سېبمول د راپېژندلو لپاره له داسې تشبیهګانو او هنري نثره کار اخلي چې د دقیقو معلوماتو تر څنګ د خوند خواږه هم راکوي: «- سېمبول د دریاب غوندې دی چې هر لوستونکی د خپل ذهني ظرف په اندازه ترې د معنا اوبه اخیستلای شي. – د سېمبول په مرسته د شاعر د افکارو د شمسي نظام ګڼې سیارې مونلای شو چې د سېمبول له لمره چاپېره څرخي. – رویا او تخیلات چې پوزیټویزیم او ریالیزم له ادبي او هنري حوزې څخه تبعید کړي ول، سېمبولیستانو بېرته راپخلا کړل. – سېمبول هغه سلواغه ده چې هر لوستونکی پرې د خپل روح له ژورې څاه څخه د خپلو دروني کیفیتونو اوبه راوباسي.»
د اسطورې او تخیل په بحث کې د درمل صاحب دغه شاعرانه جملې وګورئ: «فلسفې هم د انسان د ځینو پوښتنو ځواب نه درلود او انسان مجبورېده چې د خیال د خضر لمنه ونیسي او له هغه سره یوځای د ابهام په تیارو کې د حقیقت په اوبو پسې پل واخلي. – ماشوم، شاعر او بدوي انسان د تخیل په غېږه کې ژوند کوي؛ ماشوم د ځوانۍ او بدوي انسان د ساینس په لاس له دې خوږې غېږې څخه رابېلېږي؛ خو لوی او اصیل شاعران د ژوند تر پایه له رویا او تخیل سره اوسي. – د شاعر خیال او عواطف د جبراییل دم دی چې د وچ طبیعت د مریمې په لستوڼي کې پوکل کېږي او د شعر د مسیحا ډوله موجود تولد ته زمینه جوړوي.»
درمل صاحب د قافیې د اهمیت په باب یو مثال راوړي او د قافیې موقعیت د پاچاهۍ له تخت سره تشبیه کوي: «ګورو چې دلته د بیت د دویمې مسرې قافیې د ټول بیت د معنا بار پر اوږو اخیستی دی او له همدې امله شاعر دومره مهمه کلمه د قافیې پر تخت کېنولې ده.»
او بېکاره ردیفونه هغه دسمالونه ګڼي چې خلک یې د خپل ارمان د پوره کېدو په هیله د زیارتونو پر مټو تړي خو خدای خبر چې به خپل مراد حاصلوي که نه: «څومره ډېر شعرونه شته چې ردیفونه ورپورې لکه د زیارتونو رنګین دسمالونه زانګي، خو د شعر له معنايي او موسیقايي برخې سره هېڅ مرسته نهکوي.»
د درمل صاحب د کلام څوبېلگې:
مړ دې یم پاک په زنګېدلي اواز
په ایتونو د زبور مې قسم
جوړ به له خپل پټکي ملا ته وي دار
په خورو څڼو د منصور مې قسم
*****
نه د ښار په زړه ځایېږو نه د غره شوو
موږ ځانونه څه ګڼلي وو او څه شوو
نه شوو پوی چې مرګ او ژوند څه وو درمله
افسانه مو اورېده ورو ورو ویده شوو
ا. درمل
*****
د روح سکون، د زړۀ ټوټه، د سترګو تور دی وطن
شرم دی مه یې خرڅوئ، ټیکری د مور دی وطن
تت خو یې مه شه د جلال او د جمال رنګونه
شرنګ دی زما د ځنځیر ستا د بنګړو شور دی وطن
پرواز به وکړي د ققنوس غوندې له خپلو ایرو
خیردی اخیستی که له خپلو بڼو اور دی وطن
ور به یې نکړم یوه لوېشت ځمکه په باغ د عدن
که سوی لوی دی، که وران، که سپېره سپور دی وطن
څوک یې کوهي ته غورځوي څوک د وحشت زندان ته
لکه یوسف د خپل او بل په تهمت تور دی وطن
وچ کړنګونه یې له تاندې موملایۍ نه ډک دي
چېرته یئ؟ راشئ پرهرژلیو! چې ټکور دی وطن
احسان الله درمل
*****
خوله پرانیزه ستا د خاموشۍ له شوره مړ نشم
مه راګوره مه راګوره داسې ګوره مړ نشم
تورو بلا سترګو ته دې مخامخ ولاړ یمه
سترګې په ما تورې شوې د سترګو توره مړ نشم
پروت دې یم تر پښو لاندې د عشق د سره انګار په څیر
لاس چې رانه وانخلې د حسن اوره مړ نشم
*****
رندي مې جبر که اختیار دی ملا؟!
د خدای په کار کې دې هم کار دی ملا!
ته د مینا قُل قُل ته غوږ شه ساقي!
پرېـږده لگیا دې وي وزگار دی ملا
سترگې کړه پټې کفن کش کړه پر سر
جهان چې ستا په خوله غبار دی ملا!
په میکده کې هم پردی حق؟ توبه
گوټ په شمار بویه، جام په وار دی ملا!
په مړه څراغ پسې ړانده روان دي
د عام بهیر کاروان سالار دی ملا
وینه روانه، مینه کنگل غواړې
دا نو انصاف شو؟ د خدای پار دی ملا!
سر نه دی، درد او عشق چې نه پېژني
تاو له ډبرې نه دستار دی ملا!
جدي خبره د درمل مه اخله
مست دی، شاعر دی، گنهگار دی، ملا!
*****
څه پښتون؟ څه یې غیرت؟ څه یې ننګونه؟
خو خپل غولي ته راوړي پردي جنګونه
د وطن د مور ټیکری یې دی بایللی
خو ګټي پردی چلتار، پردي لنګونه
په یوه خوله دي روان په سلو لارو
په یوه لار سل خېلونه، سل رنګونه
د نیکونو تورې ساتي ځلبلاندې
او فکرونو یې نیولي دي زنګونه
غبرګوي د خپل دښمن د خولې خبره
ډبرمغزي لکه خپل وچ ګړنګونه
له خپل وروره سترګې باسي چې پاچا شي
ښخ یې زړو کې د وریندارو پالنګونه
په کونجکو، په ګوجیو پسې غواړي
د تاریخ د خړ سیلاو پاتې منګونه
د قبرونو په کیندو یې لاس تڼاکې
په مټونو یې بېلچې او کولنګونه
په خپل څنګ کې سیوری نه پریږدي د مینې
خو ټوپکو یې خوړلي دي څنګونه
د تربور د بورې مور سوې نارې یې
د نغمو غوندې په زړو وهي چنګونه
څه فایده؟ که شي لښکر، لښکر سرونه
پاتې ډېر دي پرې د تورو قلنګونه
*****
هره ورځ يو غر نړېدلی وي يو دنگ مړ وي
داسې سهار به دلته را نه شي چې جنگ مړ وي؟
د زمانې د ستم طرز دی دو چندان ستم
بلبل يې سوی وي، په کنگل يې پتنگ مړ وي
روزي رسان دی رب، خير وي دې درمندونه تش
لرې هغه ساعت لرې چې غنمرنگ مړ وي
ستا په اوربل پسې به زړه د کشمالي وي چاود
ستا په سينه پسې به واورې چې لونگ مړ وي
د بورو، کونډو ټيکري نه کړئ پرې جنډې عار دی
چې په پردي چلتار ژوندی، په پردي لنگ مړ وي
له سکندر سره مې بويه چې مړستون يو شي
های دومره بخت چې ستا کوڅه کې ستا ملنگ مړ وي؟
خوږه حلوا دې د ملا په پاتا وېشه شي
خوند کا مين چې د بنگړي غوندې په شرنگ مړ وي
چې شي يې حشر له منصور او له فرهاد سره
درمل چې مړ وي عشقه کاش چې ستا په ننگ مړ وي
د «ډیوې، ډیوې ماښام» مسؤلینو او چلونکو ته څووړاندیزونه:
ــ ډېر مثبت پروگرام مو پیل کړی دی، وېغځوئ،
ــ د هنري ادبیاتو د نورو برخو تخلیقونکي (هنري نثر) هم یاد او ونازوئ،
ــ د څېـړونکو او ښونکو یادونه هم مه هېروئ،
ــ د ډیوو په بلولو کې یوه یا دوې ورځې وقفه راولئ، ځینې کسان به یې دومره ژر تعقیب نه شي کړای،
ــ هرچا ته چې ډیوې بلوئ، که یې لنډه بیوگرافي هم خپره کړئ، ښه به وي،
ــ تاسو خپل ټول خپرېدونکي مواد په منظم ډول خوندي کړئ چې وروسته د کتابونو په بڼه خپاره شي،
ــ د «ډیوې، ډیوې ماښام» ډیوې دې د ټول افغانستان د شاعران لهپاره بلې شي او په یوې سیمې پورې دې و نهتړل شي،
ــ له شک پرته د شعر هنر او شاعرانو په تشویق کې به ستاسو اوسنۍ هلېځلې یو ځای ونیسي او د شاعرۍ بازار به نور هم تود شي؛ داسې نه شي چې ټول نوی نسل شاعرۍ ته مخه کړي او شاعرستان ورنه جوړ شي. نو که تاسو د علم او هنرونو د نورو برخو له پاره هم تشویقي ــ تبلیغاتي او عملي کار پیل کړئ، بده به نه وي ځکه چې ټولنه او خلک د شاعرانو ترڅنگ ډاکترانو، انجنیرانو، ښوونکو او د پوهې ــ فرهنگ د نورو برخو تحصیل کړو او متخصصینو ته هم اړتیا لري.
په پای کې د دې مقالې د ښه اختتام په نیت، به د کاروان هغه غزل راواخلم چې د «ډېوې، ډیوې ماښام» لهپاره یې لیکلی دی:
غـزل
ډیوې ـ ډیوې ماښام دی، کۀ ماښام ډیوې ـ ډیوې
سپوږمۍ ناسته د پورې غرۀ پر بام ډیوې ـ ډیوې
پۀ دې وطن بۀ چرته راځي راج د تروږمۍ
اغلي او ښاغلي مې د قام ډیوې ـ ډیوې
دا نن دې روڼوي یاران لۀ ستورو سره شپه
سبا بۀ ونې ګوري د بادام ډیوې ـ ډیوې
دا ژني او دا پیغلې روهیلۍ د روهستان
کابل ډیوې ـ ډیوې دی او باګرام ډیوې ـ ډیوې
دي ستوري ماشومان ورته لۀ نازه پۀ نڅا
بهیر د غزلبولو ګام پۀ ګام ډیوې ـ ډیوې
رندان مو د عرفان د میکدې د نور شراب
د زړونو پۀ تاخونو کې ږدي جام ډیوې ـ ډیوې
ډیوې ـ ډیوې ماښام کې لۀ همیم سره شه مل
کاروانه ترې نه وابۀ خلې الهام ډیوې ـ ډیوې
پیرمحمد کاروان