سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د ښځو حقوق | دولت وزیري

د ښځو حقوق | دولت وزیري

د اسلام د سپیڅلي دین تر راتګ مخکې یاني د جهالت په دوره کې به له ښځو سره حیواني چلند کیده او یا به يې د جنسي غريزي پر موخه ترې ناوړه ګټه پورته کوله. د درناوي پر ځای به ژوندۍ پر ځمکه ښخیدې او د جنکیو زیږون به ستر شرم او عار ګڼل کیده.

د اسلام له راتګ سره د ښځو حقوق په کورنۍ او ټولنه کې په صراحت بيان شول. په هره برخه کې د ښځو حقوقو ته پاملرنه وشوه. پر پلار او مور د جنکیو د روزلو حقوق، پر میړه د ښځې حقوق، د میراث حقوق، د زده کړو حقوق او ښځو ته د انسان او انسانیت په چوکاټ کې د هغوی د وړتیا په کتو سره د کار کولو او نورو حقوقو سپارښتنه او ټینګار شوی دی. د دې ټولو تر څنګ په اسلام کې ښځه د ټولنې جوړونکې او د کور نيکمرغي ګڼل شوې ده.
زموږ ستر لارښود حضرت محمد «ص» هم ښځو ته په درناوي ټينګار او لار ښوونه کړې ده. هغه څوک يې د کامل ایمان درلودونکی او بهتر ګڼلی دي چې له ښځو سره ښه چلند کوي او لار ښوونه يې کړې ده وايې: کامل مؤمن هغه څوک دی چې د ښه اخلاقو درلودونکی وی، او هغه څوک ستاسې له ډلې ډیر ښه دی چې د خپلې کورنۍ لپاره ښه وي.

زموږ په سپېڅلي کتاب قرآن کريم کې د (النساء سوره) د ښځو د حقوقو په هکله لکه د ميراث احکام او له هغوی سره د انصاف کولو په اړه لازمې لارښوونې بيان شوې دي. سربیره پر دې د خدای ج په سپیڅلي کتاب قرانکریم کې د ښځو د حقوقو او ښځو ته د درناوي په هکله ډیرې څرګندونې، لارښوونې او ټینګار شوی دی.

اسلام کامل دین دی، ښځو ته د حقوقو د ور کړې او ښځو ته د درناوي په هکله هیڅ ډول ابهام وجود نه لري. که چیرې ښځو ته د حقوقو په ورکولو کې تعلل او یا درناوی نه کیږي د اسلام تشه نه بلکې د هغه چا او یا ډلې مسؤلیت دی چې د اسلام لارښوونو ته پاملرنه نه کوي.

زموږ په افغاني ټولنه کې د ښځو په بدو کې ورکول، د ښځو پر سر د پیسو اخیستل، د ګونډو ښځو سره په زور او جبر نکاح کول، د کوچنیو جنکیو واده کول، د زړو او د نیکه په څیر نارینوو سره د ځوانو جنکیو واده کول، د هوس له مخې او بې له کوم عذره د دوه، درې او څلورو ښځو کول، ښځو ته د میراث نه ورکول، د زده کړو څخه محرومول او د کار اجازه نه ورکول دا او دې ته ورته نورې ناخوالې د اسلام د سپیڅلي باور ګرمه او تشه نه ده، بلکې دا د هغه کسانو کار دی چې یا د اسلام د سپیڅلي باور له لارښوونو څخه بې خبره دي او یا په ښکاره د اسلامي لارښوونو څخه سرغړونه کوي.

که چیرې غواړو چې ښځې ته ټول هغه حقوق او درناوی ورکړو چې اسلام او انسانیت يې سپارښتنه کړې ده. ښځې ته د ښځې په سترګه وګورو.

سمه ده چې ښځې ته د مور، خور، لور او د ژوند د ملګرې په توګه د درناوي دعوا کیږي. زما په فکر دا کافي نه ده، ځکه نارینه هم په ټولنه کې د پلار، زوی، ورور او د ژوند د ملګري ویاړ لري، خو د دې تر څنګ د نارینه په نوم د درناوي او احترام وړ ګڼل کیږي.

په همدې اساس ښه به دا وي چې ښځې ته په ټولنه کې خپل اصلي موقف ور کړل شي. هغه د نارینوو په څیر د ښځې لقب دی.که چیرې ښځې ته د نارینوو په څیر د ښځې په څیر وکتل شي په هغه صورت کې به يې ټول حقوق چې د اسلام سپیڅلي باور يې سپارښتنه کړې ده پر ځای شي. ځکه په هغه صورت کې به لور د پلار، کونډه د ليوره، کوچنۍ د نیکه او په ټوله کې به د سیاسي تجارانو، ظالمانو او خدای نا ترسه پلرونو په منګولو کې نه وي. په دغه حالت کې به له خپلو هغو حقوقو څخه چې خدای ج ور کړي دي نه محرومیږي.
[v] په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب