Homeخبرونهد استانبول په یوه کلب کې اورلګېدو ۲۹ تنه مړه کړي

د استانبول په یوه کلب کې اورلګېدو ۲۹ تنه مړه کړي

د ترکیې په استانبول کې نن (سې شنبې) په یوه کلب کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۲۹ تنه وژل شوي دي. ترکي رسنۍ وايي، د دې پېښې په خاطر د کلب د منېجر په شمول څو تنه نیول شوي او د پولیسو له لوري ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د استانبول د والي دفتر ویلي چې په اور کې، چې د کلب د ترمیم په ترڅ کې ولګېد، یو تن ټپي شوی او هغه روغتون ته بیول شوی دی.

کلب د اروپايي استانبول په بشیکتاش مېنه کې دی. دا کلب د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ په لاندیني پوړ او تلخونه کې دی. دا پېښه وروسته له دې وشوه چې د ترکیې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند ماته وکړه.

د استانبول ښاروال امام اوغلو له پېښې وروسته وویل چې یو پلاوی یې د دې ودانۍ د خوندیتوب په اړه ارزونې ته ټاکلی دی.

ده همداراز وویل چې اطفایې او طبي ډلو د پېښې ځای ته ډېر ژر ځان رسولی دی.

د امام اوغلو په وینا د کلوپ خاوند د ترمیم لپاره له اړوندو ادارو اجازه نه وه غوښتې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...