یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د “کاریزماټیک رهبر” کتاب معرفي

د “کاریزماټیک رهبر” کتاب معرفي

ګل آغا احمدي وردګ

دغه کتاب چې بشپړ نوم یې «کاریزماټیک رهبر؛ د پاچا خان ژوند، اند او مبارزې ته کتنه» ده، چې ۱۶۴ مخونه لري، د پښتنو د نامتو مشر او د عدم تشدد د تاوتریخوالي د سرلاري «خان عبدالغفار خان» د ژوند بېلابېلې یې په پښتو ژبه انځور کړي او بېلابېلو لیکوالانو لیکلي دي. دغه کتاب په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د اکسوس خپرندویه موسسې له خوا په کابل کې د پاچا خان د ۳۵م تلین په مناسبت چاپ، خپور او مینه والو ته وړاندې شوی دی.

د دې کتاب په لیکوالانو کې ۱۲ تنه ښځینه او ۱۴ تنه نارینه لیکوالان شامل دي چې د پاچا خان د ژوند بېلابېل اړخونه یې انځور کړي، کتنپلاوی هر یو صفي الله ناصري او عبدالوهاب مومند دي چې د کتاب په منځپانګه کې یې شاملې مقالې تر کتنې او لازم سمون وروسته په دې کتاب کې چاپ کړې دي.

د دې کتاب د مقالو عنوانونه په لاندې ډول دي:

۱.نړیوالو مخګامانو کې هېر شوی مخګامی، لیکوال: احمد مجیب بیاباني؛

۲.باچا خان او ښوونیزې هڅې، لیکواله: بنفشه پوپلزۍ؛

۳.باچا خان د پښتونستان د مسئلې نه تېرېدونکی مدافع، لیکوال: حضرت عثمان نوري؛

۴.د ړندو ښار کې نقاش، لیکوال: حمزه محمودزی؛

۵.د باچا خان نصیحت غني خان ته، لیکوال: رحیم الله روښان؛

۶.د خان عبدالغفار خان (باچا خان) شخصیت او رهبري، لیکواله: سلګۍ حمید؛

۷.د باچا خان لوی ارمان، لیکواله: سلما نوري؛

۸.عدم تشدد او غفارخان، لیکوال: سیدالله جان منګل؛

۹.باچا خان او صنعتي هڅې، لیکواله: شبانه پوپلزۍ؛

۱۰.عدم تشدد، موثریت او په اړه یې ځینې ناسم باورونه، لیکواله: شفیقه خپلواک؛

۱۱.د پښتنو ناوړه دودونو د اصلاح لپاره د باچا خان هڅې، لیکواله: شکېبا نادري؛

۱۲.باچا خان د سمون او سوله پالو اېډیال، لیکوال: صفي الله ناصري؛

۱۳.ښېرازه ټولنې ته د باچا خان هڅې، لیکواله: صفیه وردګ؛

۱۴.خان عبدالغفار خان، ګاندي او د ولسونو د خپلواکۍ هڅې، لیکواله: عایشه حیدري؛

۱۵.بې وسلې پښتون، لیکوال: عبدالمبین صافی؛

۱۶.کارېزماټیک رهبر، خان بابا، لیکوال: عبدالوهاب مومند؛

۱۷.تاثیر لرونکی نړیوال شخصیت، لیکوال: عجب ګل تکل؛

۱۸.د پښتنو په ویښولو کې د باچا خان عبدالغفار خان هڅې، لیکواله: فاطمه اعظم؛

۱۹.د قام د بیدارۍ سالار، لیکوال: کمال الدین حقمل؛

۲۰.د ښځو اساسي حقونو لپاره د باچا خان مبارزه، لیکواله: لېمه رحماني؛

۲۱.د آزادۍ استازی، لیکوال: محمد اسماعیل کریمي؛

۲۲.د خان عبدالغفار خان د ځینو ویناوو سپړنه او شننه، لیکوال: محمد عزیز پردېس؛

۲۳.د یوه خان یاد، لیکوال: محمد فیصل ځلاند؛

۲۴.باچا خان او ولسي مبارزه، لیکواله: محموده تقوی میلاد؛

۲۵.باچا خان د پښتنو خواخوږی، لیکوال: نعمت الله رحیمي؛

۲۶.د افغان وطن د روڼ اندۍ نایاب تصویر، لیکواله: هیلۍ اسد؛

د خوشحال بابا فکري مرکز د دې کتاب د مخکتنې مجلس د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د مرغومې د میاشتې په ۳۰مه نېټه په کابل کې جوړ کړی وو او د (کاریزماټیک رهبر) کتاب په هغه کې په رسمي توګه معرفي شو او یو شمېر شخصیتونو په دې اړوند خپلې ویناوې واورولې.

په دې کتاب ښاغلي محمد اسماعیل یون (د سړیتوب د لارې سرلاری) تر عنوان لاندې یوه سریزه لیکلې او په هغه کې یې دا خبره جوته کړې ده چې سوله ییز مبارزه د انسانانو د ښېرازه ژوند او رښتیني انسانیت لپاره څومره مهمه ده. همدارنګه له تاوتریخوالي پرته مبارزه د سړیتوب مبارزه ده او باچا خان د دې مبارزې سرلاری دی.

ښاعلي اسماعیل یون په خپله مقاله کې داسې لیکلي دي: «یو شمېر اشخاص شته چې هغوی کله کله په باچاخان نیوکه کوي چې د خپلو آرمانونو په بریا کې پاتې راغلی او د نېلسن مانډیلا او ګاندي په شان د بریا وروستیو پوړیو ته ونه رسېد. دا ډول اشخاص باچا خان له مانډیلا او ګاندي سره پرتله کوي، خو د دریو واړو شخصیتونو متفاوتو چاپېریالونو ته یې بیا پام نه وي.»

د خوښۍ ځای دا دی چې په دې کتاب کې د یو شمېر ځوانو نارینه او ښځینه لیکوالانو مقالې چاپ شوې او دا حقیقت په ګوته کوي چې افغان ولس او په ځانګړې توګه ځوان نسل دا خبره ښه درک کړې ده چې نه یوازې د افغانانو بلکې د سیمې د پرمختګ لپاره سوله ییزه مبارزه، په سوله کې اوسېدل او تعلیم د ژوند بنیادي اساسات دي.

درنښت

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب