Homeخبرونهپه یو شمېر ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې

په یو شمېر ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې

د افغانستان د هواپېژندنې دولتي ادارې له نن (چهارشنبې) څخه د دې اونۍ ترپایه د هېواد د مرکز او شمال د سیندیزو حوزو په یوشمېر سیمو کې د نسبتا تېزو بارانونو او سلونو اټکل کړی دی.
 
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت پرون اعلان وکړ چې د روان حمل د ۱۵ او ۱۷ مې نېټې ترمنځ د غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، میدان وردګو، غوربند، پنجشیر، لغمان، کونړ، تخار، بلخ، سمنګان، سرپل، میمنې، بامیان، بغلان او کوکچې د سیندونو پر لاره او د یادو سیمو په ځینو سیلبُرونو کې د د واورو د ویلې کېدو، بارانونو او د اوبو د کچې د لوړېدو له کبله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
 
دې وزارت له خلکو غوښتي دي چې د سېلونو د جاري کېدو په صورت کې د کوزنیو سیمو هغه خلک چې سیندونو ته نژدې ژوند کوي خبر کړي.
په وروستیو کې د افغانستان په ننګرهار، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د سیلونو له کبله لږترلږه ۷ تنه مړه او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه ویجاړه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...