شپه پخه شوې وه، يواځې د ميز پر سر ايښې زيړبخن څراغ همدمره رڼا کوله چې د خبرو کولو پرمهال يې يواځې غاښونه ووينم
نجلۍ بې له کومې مقدمې له خندا شنه شوه
– ته پوهېږى چې پخوا ما څه کول؟ څنګه مې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوله؟
_ نه په غيبو يواځې خداى پاک پوهېږي.
لږه غلې شوه، امکان لري، فکر به يې کاوه چې د پورتنۍ پوښتنې ځواب لپاره خبرې له کومه ځايه پيل کړي.
خو بيا لکه څه چې په ياد شوي وي
– په غربي هيوادونو کې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره کله نا کله بايد له هرڅه تېر شې، موږ څلور خويندي يو، زه تر ټولو مشره يم، په کوچنيتوب کې له پلاره يوازې پاتې شوي يو، هغه اوس په روسيه کې له بلې ښځې سره اوسيږي. دا چې زه په کور کې تر ټولو مشره يم، نو د ډوډۍ پيدا کولو مسووليت هم زما په غاړه دى.
هغې خپلو خبره ته ادامه ورکړه
له دې ځايه په مسکو کې کاروبار ښه دى، نو زه هم مسکو ته لاړم، زموږ او د هغوى ترمنځ د ويزې ستونزه هم نشته، يواځې پاسپورت ټوله ستونزه هواروي.
زه په دقت ورته ګورم، څو د پيل کړو خبرو په اصلي مفهوم يې پوه شوم، خو هغې د يوې شېبې لپاره د هوټل له بامه د لاندې کورنو په کړکيو کې د خونو په منځ کې روښانه شويو څراغونو ته کتل.
بيا يې مخامخ راته وکتل
-که اجازه وي نو يو سګرټ به ولګوم؟
-له پير استاده ه اجازه ده، مهرباني وکړئ.
دوه، درې دوده سګرټ يې کش کړ او بيا يې کړل ښه چې خبره مې له ياده ونه وځي، په مسکو کې هم ډېر وخت سرګردانه وم، د کور او وړو خويندو انديښنه هم راسره وه، خو نه پوهيدم چې څه وکړم؟
هرځاى کې چې نا بلده ووسې، نو د کار پيدا کول ډېر سخت دي او هغه هم چې د عزت او ابرو کار وي.
خو د يو ٢٠ -٢٥ ورځو په تېرېدو سره زه له يوې داسې روسۍ نجلې سره بلده شوم چې هغه بې لارې( فاحشه) وه او کله نا کله به يې زه هم دې لارې ته وربللم، خو دا چې مسلمانه وم، دا کار مې وجدان نشو منلاى.
غلې وه او خبرې يې وغځولې.
دغه روسيې نجلۍ اکسانا نوميده، نو يوه ورځ يې راته وويل خير چې دا بد کار نه وى راځه چې غلا شروع کړو، ښې ډېرې پېسې به پيدا کړو.
په دې خبرې سره مې له پښو سپينې وتښتيدې، ډېره وډاره شوم، شپه راپه ياده شوه، تورتم را ياد شو، غله را ياد شول، د خلکو چيغي مې تر غوږو شوې، يو ځل مې ټکان وخوړ او ورته و مې ويل نه، نه زه دا کار نه شم کولاى.
خو اکسانې له ډېرو اوږدو او تفصيلي خبرو وروسته راته وويل چې هرڅه پر ما دي، ته يواځې له ماسره په ځينو ځايونو کې مرسته کوه.
له دوه، درې شپو فکرونو وروسته مې اکسانې ته وويل چې غلا به څنګه کوو؟ لار را ښايه چې نور مې بيخي زړه چوي.
اکسانې وويل:((موږ دوه پلانه لرو، الف او ب او په الف پلان کې زه په ډسکو ( د ګډا په ځاى کې) خلکو ته شراب ورکوم چې نشه شول، له جيب نه يې بکسک را وباسم او تاته يې درکوم، دويم پلان دا دى هغه مالدار کسان چې ډسکو ته راځي له هغوى سره د شپې د تګ خبره کوم، بيا هغوى ته په کور کې شراب ورکوم او دروازه يې تاته خلاصه پرېږدم، ته کورته ننوځه، ټول قيمتي شيان يې راواخله.))
که څه يو ځل بيا زړه، نازړه شوم، خو دا چې مجبوريتونو پتنګ کړې وم، هغې ته مې و ويل چې سمه ده او دا کار بايد يو ځل تجربه کړم.
ددې لپاره چې د هغې دغه نوې کاروباري ملګرې ښه وپېژنم، نو د يوې شېبې لپاره د هغې په تشريح بوخته شوه.
اکسانه ډېره ښايسته وه، هلکان څه کوي ان نجونې هم پرې مينې دې، او بله خبره دا وه چې هرڅومره شراب به يې وڅښل ، نو نه به نشه کېده.
څو ورځې مو په منظمه توګه د الف پلان عملي کړ، يو څه پېسې مو پيدا کړې او دې کار ډېر خوند هم کاوه، ځکه چې په اسانه پرته له کوم زحمته پېسې ترلاسه کېدې.
خو يوه ورځ اکسانې راته وويل چې نن د ب پلان عملي کوو.
اکسانې وويل دوه معلمان مې پيدا کړي، بيخي ډيرې پېسې لري، زه ورسره کورته ځم او ته به د ب پلان تعقيب کړي.
له پلان سره سم اکسانا له ښوونکو سره کورته لاړه او هغوى ته يې د شرابو ورکول پيل کړل، يو څه چې ښوونکي نشه شول نو اکسانې ماته دروازه خلاصه کړه، زه هم کورته ننوتم، خو بدبختانه چې ښوونکو اکسانه د دروازې د خلاصولو پرمهال ليدلې وه.
دواړه يې ونيولو، سختې يې و وهلو، چاقو يې راوړ، غوښتل چې موږ حلالې کړي، خو ډېر زيات عذر مو ورته وکړ، اخر يې پرېښودو.
نجلۍ پرخپل ځاى ودريده او ويې ويل له هغې وروسته مې له غلا نه توبه وکړه، اوس نو يوه بجه ده ، زه بايد کورته لاړه شم.
تر څو چې ما غوښتل څه و وايم ، روانه شوه او په تلو تلو کې وويل، د ډوډۍ پېسې ما ورکړي ته نن شپه زما ميلمه وې.
دوشنبه- تاجکستان
د جون ٢٤مه ٢٠١٧