جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهد ښځو ورځ (لنډه کيسه) ليکواله: ثنا ساپۍ

د ښځو ورځ (لنډه کيسه) ليکواله: ثنا ساپۍ

د تيلې فون د ليکلي پيغام يا ايس ايم ايس په غږ را وېښه شوم . نهه نيمې بجې وې. د شپې تر ډيرو وېښه وم. نن کار ته نه تلم، ما ويل تر ډيرو به ويده يم . تيلې فون پيغام مې ولوست . يوۀ سړي راته ليکلى و. افغان و. ويل يې، د ښځو د ورځې مبارکي درته وايم . له دې سړي سره ما يو وخت په يوه غونډه کې وليدل . غونډه په افغانستان کې د بشري حقونوپه باب يوې انگريزې ټولنې جوړه کړې وه. د غونډې د وقفې پر وخت دې سړي راته ويلي و چې بشري حقونه بې ځايه شعارونه دي. ما ورسره بحث کړې و. دۀ د ښځو د حقونو خبره هم بې ځايه گڼلې وه . نه پوهيږم زما د تيلې فون شميره يې څرنگه پيدا کړې وه . ځواب مې ورنه کړ .هڅه مې وکړه بيرته ويده شم خو خوب رانه غى . تر ډيرو په ځاى کې پرته وم. د مارچ اتمه نېټه وه. د ښځو نړيواله ورځ، په زړۀ کې مې وويل کاش يې خوب ته پراېښې واى.

کرۍ ورځ راباندې په سر دردي او زړۀ تنگى تير شو . د مازيګردرې بجې وې، د خبرونو وېبپاڼې مې کتلې، د افغانو ښځو په اړه يوه ليکنه وه چې څنګه امريکا د افغانو ښځو د ژوند په ښه کولو کې پاته راغلې. تر طالبانو لس کاله وروسته هم له افغانو ميرمنو سره له تاوتريخوالي ډک چلند کيږي.

ليکنې خوند را نه کړ. له ځانه سره مې ويل دا خلک لکه چې اوس خبر شول.

چاينکه مې کيښوده چې چای دم کړم. د باندې هوا سړه وه. ژمی په تيريدو دی خو هغه سوړ باد يې لا نه دی ورک.

زما د خونې له کړکۍ لوی شين پارک ښکارې. خلک پکې جوړه جوړه ګرځي. څوک پر څوکيو ناست دي. څوک قدم وهي او څوک له خپلو سپيانو سره لوبې کوي.

ما چای تيارې کړې. بيرته کمپوټر ته کښيناستم. فېس بوک ته ورغلم. هلته هم داسې د کار څه را سترګو نه شو.

ځينو خلکو ويډوګانې شريکې کړې وې. ومې نه ليدې چې د څه وې. خو پر يوې ويډيو ليکل شوي وه

“جنايات وحشيانه طالبان عليه زنان افغان”

خلکو ډيرې تبصرې پرې کړې وې، چا کنځلي وه. چا خواشيني ښوده چا بيا عاقلانه بحثونه کول.

هې ….

هي را ويښه شوې؟

د کور شريکه مې وه. له خپلې کوټې را ووته.

دا انا نوميږي.د لتوينيا ده.

دلته په لندن کې کار کوي. د شپې له خوا کار کوي ټوله ورځ بيده وي.

خوب دی وکړ.

ښه وم . تر ډيره نه راته.

وبخښه که ما د چاينکې په غږ نه را پاڅولې يې؟

نه نه هيڅ پوه شوې نه يم ما ويل که ته په کار کې يې.

نه نن رخصت يم.

انا لګيا شوه لکه چې څه يې پخول.

پرون له رخصتيو بيرته راغله. دوه هفتې نه وه. خپل وطن ليتيوينيا ته تللې وه. يوه هفته يې هلته تيره کړه او بله يې په روسيې کې. ملګری ، بوای فريڼد، يې هلته دی.

هيڅ مې کار ته ډه ډه نه لگيږي؟

ولې خير خو دی؟

هو خير دی خو ملګری مې ياديږي. دا يوه هفته چې له هغه سره وم داسې يې زما خيال ساته لکه ماشومه نو ځکه اوس کار نه شم کولى .

ښه نو مزې دې وکړې؟

هو هره شپه ډوډۍ په هوټل کې وه. د سهار تر 4 يا درو پورې به په کلب کې وو.د ورځې په 3 به مو ډوډۍ خوړه بيا به يې مغازې ته بوتلم. کالي يا نور سودا به يې راته واخيستل.

امممممم ډير سخي ښکاري؟

بايد چې وي .

انا وخندل بيا يې په ناز پسې زياته کړه :

زه خو مفته نه ورسره ګرځم ، لوی تجار دی پيسې يې ډيرې دي.

ښه، د ويښتانو رنګ دې هم بدل ښکارې؟

هو زما نه دي خوښ خو ملګري مې دا رنګ راته خوښ کړ څنګه ايسم؟

ښکلی رنګ دی، ښه در سره ايسي.

زما خپل ويښتان ژيړ دي. زما د ملګري نه دي خوښ. تور يا اسيايي ويښتان او وريځې د هغه ښه ايسي. دا ستا ويښتان ، که ستا په شان ويښتان پيدا کړم که په هر قيمت وي راته وا به يې اخلي.

ښه! جالبه ده.

ته پوهيږې؟

په څه؟

زه حتی خپل باڼه او وريځي رنګوم. کاشکې چې ستا په شان بې غمه وای. څومره به اسانه وای.

ځه غم مه کوه ښه در سره ايسي.

زما ټيليفون ته زنګ راغی. يوه بله ملګرې مې ده مارتينا نوميږي.

د دې هم ژيړ ويښتان او شنې سترګې دي. دا بيا د سلواکيا ده.

هی مارتيانا.

مارتينا په ټيليفون کې په ژړا شوه.

ولې څه شوي؟ ته سمه يې؟

نه سمه نه ‍يم غواړم وه دې ګورم. ته چيرې يې؟

سمه ده زه په کور يم راشه.

په نيم ساعت کې در رسيږم.

نه پوهيدم مارتينا ولې ژړل . دوى په اسانه نه ژاړي ، لکه له ژړا سره چې بلد نه وي . ما به تل راسره ويل چې ژړا ته بس موږ پيدا يوو .

انا مې وپوښتله چې کله کار ته ځي؟

ويل يې د وخته ځي چې يو څه اضافي کارونه يې دي بايد خلاص يې کړي.

انا لا هم د خپل ملګري صفتونه راته کول چې د مارتينا مسج راغی.

له انا نه مې بخښنه وغوښته چې زه بايد له يو چا سره وګورم.

هغه هم پوه شوه، ويل يې زه هم دا دی ځم. د انا له وتلو سره مې مارتينا ته زنګ ووهه ويل يې د کور په وره کې ده.

پاس اپارتمان ته را وخته. د چايو ست مې ورته وکړ. ويې ويل :

د شيدو چاى غواړم ، لطفآ بوره هم پکې واچوه

مارتينا تشناب ته ننوته، چای تياروې چې را ووته ښه مې ورته وکتل که څورم چې يوه سترګه يې شنه وه.

ولې په سترګه دې څه شوي؟

نجلۍ بيا په ژړا شوه؟ ما کاغذ ورکړ چې اوښکې پرې پاکې کړي. ويل يې “هغه ” ووهله

پوه شوم چې خپل ملګرى يادوي. ما ته داسې غوسه راغله چې څه ووايم.

د علت پوښتنه مې ترې ونه کړه.

– پوليس ته دې زنګ وهلی؟

نه ، نه غواړم پوليس خبر کړم.

زۀ غلې شوم. دې د چايو پياله ورپورته کړه ، راته ويې ويل :

د ښځو ورځ دې مبارک شه .

د مارچ ديارلسمه دوه زره يولسم کال

د لندن شمال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب