لیکنه: ګل رحمن رحماني
سره له دې چې شعر د پېړيو پېړيو لپاره د انسانانو زړونو او ذهنونو ته خوښي، طراوت او تسکين ورکړى، د فطري جذباتو ترجماني يې کړې او د ادب تيوري مخکښانو يې د جوړښت په اړه بېلابېل نظريات وړاندې کړې دي؛ خو تر اوسه يې هم د شعر داسې کوم مشخص تعريف نه دى وړاندې کړى چې ټول دې ورباندې توافق ولري.
ځينې شعر پېژندونکي يې لامل دا بولي چې شعر د ساينسي علومو په څېر کوم فورمول او او معادله نه لري چې سره يو ځاى شي او شعر رامنځته کړي. دا لکه د شاتو او شېرې په څېر دى چې د جوړولو پرمهال يې مچيو ته د ګلانو او بوټو انتخاب نه وي، په خپل طبيعت ځي د ګلونو شېره را ټولوي او بيا ترې شات جوړوي.
لنډه دا چې شعر هنر نه دى او ځينې کره کتونکي خو لا دا نظر هم لري چې هنر له واقعيت څخه دوه ځله لرې کېدل دي، منطق او استدلال په کې د ښکلا او هنريت تر سيوري لاندې راغلى، هر هنر له واقعيت سره په ټکر کې دى، له واقعيتونو څخه خپله اخيستنه لري، خو د ساينس په څېر کټ مټ واقعيت نه بيانوي.
د پښتو ادبي تيوري په کتابونو کې هم د شعر په اړه شوي تعريفونه ډول ډول او حتى ډېر سره متضاد هم دي، ځينې کتونکي د غربي شعر پېژندونکو او تيوريسنانو په تعريفونو او تيوريو حساب کوي او ځينې هم د شرقي پوهانو او شاعرانو په وړاندې کړو ادبي تيوريو او شننو.
سره له دې چې د پښتو ژبې پخوانيو شاعرانو او د ادب تيوري پوهانو هم په دې اړه خپل نظريات وړاندې کړي دي او په خپل وخت يې د شعر لپاره بېلابېلې پېژندنې درلودې، خو پر يوه مشخص تعريف د نظر توافق په کې نه ليدل کېږي.
استاد محمد صديق روهي د شعر نه تعريف کېدل په دوو لاملونو پورې تړي او دوو ذهنيتونو زېږندنه يې بولي، لومړى دا چې د دوو او حتى څو متضادو تعريفونو ترمنځ د انتخاب مسئله رامنځته کېږي او په دې صورت کې موږ يو علمي او ټولمنلى تعريف نه شو وړاندې کولى.
دويم ذهنيت او تمايل بيا دادى چې د شعر رنګارنګ يا هر ډول تعريفونه به نهايت کې ډېره مخانيکي بڼه پيدا کوي. په دې صورت کې رښتيا هم د هنر مسئلې ته زيان رسوي، حال دا چې په لومړي ذهنيت کې بيا خبره ارزښتونو او تر ډېره تيوريکي او فلسفي موضوعاتو ته ځي.
د استاد روهي په اند ددې موضوع بله ستونزه د شعر تشريحي او تجويزي( دستوري) تعريف دى، په لومړي ډول کې د ويل شوو شعرونو له ټولګې د شعر ځانګړتيا او ماهيت را باسي او “په تجويزي کې بيا له وړاندې نه د شعر لپاره موخه ټاکي، نورمونه ورته را منځته کوي او شاعر ته حکم کوي چې له ټاکل شوي هدف سره سم شعر وايي.”
واقعيت دادى چې رښتيني شاعر ته د شعر ليکلو لپاره حکم کول او چوکاټ ټاکل د شاعر مرګ او کفر بلل کېږي، ځکه چې شاعر بايد په خپل هنر کې ازاد موجود وي، څه يې چې ذهن او عواطف ورته ووايي، بايد هغه وليکي، نه چې په تجويزي ميتود کې را ايسار او د شعري طبيعت له نړۍ را وشړل شي
په پورتنيو څرګندونو کې موږ د شعر د څنګه وي او څنګه دى له موضوع سره مخ يو، په دې مانا چې په تشريحي تعريف کې موږ دا وايو چې شعر څنګه دى او په تجويزي کې بيا ددې په اړه خبرې کوو چې شعر بيا څنګه وي؟
دا چې هر څوک له شعر نه بېل تعريف او بيان لري، لامل يې دادى چې شعر ساينس او فزيک نه دى چې له فورمول او معادلو ها يا دې خوا شو، نو پښه مو ښوېدلې او موخه په لاس نه راځي. شعر خپلو ذاتي او خارجي ارزښتونو ته په پام سره د ښکلا هغه رنګينه تابلو ده چې هر څوک ورنه خپل تصوير اخلي.
په دغه اخيستنه کې د بېلابېلو ليد لورو او ذهنونو له اخيستنې سره مخ يو چې سره تفاوت لري، خو سرچينه يې يوه ده او هېڅوک هم دا حق نه لري چې د بل نظر رد کړي، ځکه چې د هر چا اخيستنه د بل بشپړونکې ده او په حقيقت کې د يوې ښکلا بيان او تصوير دى.
شعر هغه هندارې ته ورته دى چې زموږ پر وړاندې اېښې او هرڅوک په کې خپله څېره ګوري، هر څوک په کې د خپلو جذباتو او احساساتو د خوځښت کچه معلومولى شي او په اړه يې نظر ورکوي، خو دغه اينه چې څومره رڼه او سوچه وي، زموږ انځورونه په کې روښانه ښکاري، يا په بل عبارت ځان په کې په واضح ډول او اصلي بڼه ليدلى شو.
شعر الهامي خبرې دي او په شاعر داسې را نازلېږي چې شېبه يې نه وي معلومه، شاعر د شعر له ليکلو څو شېبې وړاندې د خپل کلام په اړه هېڅ داسې سوچ نه شي کولى چې څه به وليکي، څنګه به يې وليکي او کومې کلمې به يې شعر بشپړ کړي؟ همدغه نا خبرې ددې سبب شوې چې د شعري کلام او جوړښت په اړه هم هر تعريف پر ځاى او هر تعريف د بل تيوريسن په اند نا مکمل وي.
سره ددې چې ټول پوهېږي چې شعر د انساني، عواطفو، احساساتو او جذباتو د بيان ژبه ده او سروکار يې تر ټولو وړاندې له بشري يا انساني مشترکاتو سره دى چې هر انسان ورباندې پوهېږي او تر منځ يې بل ژباړن او مفسر ته اړتيا نه وي.
پاى