جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهقانعد استقلالیت پر محور/ عصمت قانع

د استقلالیت پر محور/ عصمت قانع

زوی یې لوی کړې دا خارجیان د ګوره زامن بې درېغه هوښیاري لري، دومره چالاک دي، چې د سړي ذهن لولي.

کله چې افغانستان ته راغلل، نو د بیان د ازادۍ په نامه یې ډېر خلک سره را پورته کړل. هر چا بابولالو ته خوله جوړه کړه، چا به مصرۍ پورې تړلې او چا به ټکۍ او غاړې ور اچولې.

خو دوی د هغو مطبوعاتي او خپرونکو ارګانونو ملا وتړله، چې د ویلو لپاره یې هېڅ نه درلودل. بس څه چې یې ویل ګویا نه یې ویل.

بې دریځه، بې منطقه، بې دلیله او بې بدیله چټیاتو د بیان د ازادۍ په مارکېټ کې داسې ډالر وتروړل، چې بنیادم به ګوته ورته په غاښ شو. په برقي خپرونو کې خو یې حتی طالبان صاحبان هم ونازول.

بنډلونه یې ور پورې وهل او په کابل کې یې د هغوی د پروپاګندونو له شرمه ډک ویب سایټونه له بشپړ ملاتړ او حمایت څخه برخورداره کړل.

په دې منځ کې افغاني مفاد هم ژبه پیدا کړه او دغه ژبه په محور بدله شوه. محور ورځپاڼه د ننۍ مدني دنیا د مطبوعاتي فرهنګ د ټولو اخلاقو پر سایز او قد اندام باندې برابرې جامې واغوستې. د فساد پرضد له ثبوتونو ډک فیچر رپوټونه، د ملاحظې وړ خبرونه، چې هم به یې سرچینه معلومه وه او هم به یې د تائید خېل خانه بربنډه وه.

له عقده یي او بد نیتو تبلیغاتو څخه داسې پرهیز وشو لکه په اعتکاف کې ولاړ روژه تي چې د اعتکاف خیال ساتي.

په ملي مسایلو کې د هر هغه چا د نظر اهمیت مقدم وګڼل شو، چې افغان او افغانستان ته یې د تعهد احساس پر ژبه او قلم د کلام پیغام غوړاوه. محور د افغاني ګټو د راچورلېدلو او راڅرخېدلو په محور بدل شو.

ما غوندې یوه مطبوعاتي چپړاسي او د شهرت ننګیال په څېر یوه مطبوعاتي شهنشاه هڅه کوله، چې خپلې لیکنې او تبصرې د ملي مسایلو په باره کې د محور له لارې هېوادوالو ته ورسوي.

خو محور د غریب افغان ملت ورځپاڼه وه، نه یې سفارت ته دروازه ور وټکوله، نه یې وزارت ته، نه یې ملي امنیت ته سترګې ورکږې شوې او نه یې د بلې کومې سرچینې په کټوري کې د خیرات د حصول هڅه وکړه.

محور پر افغاني استقلالیت را وګرځېد، را وګرځېد او بیا هم را وګرځېد. اوس محور بندېږي، محور روپۍ نه لري، محور د وابستګۍ لکۍ نه لري، محور بې وسه دی، محور بې کسه دی، محور بې ډالرو دی او محور بې وزرو دی، دا ځکه چې د افغانستان ورځپاڼه ده.

د افغانستان هېنداره ده، د افغانستان د ګټو ژبه ده، د ژبنیو اختلافاتو تبه د وطن او ولس له رګونو شړي، د فساد پر مخ سل غوړېدلې پردې څېروي او کرغېړنه څېره یې نندارې او تماشې ته وړاندې کوي.

ډیموکراسي راغله، هغه خولې یې پرانستې چې زموږ د پلار نیکه په ږیرې پورې یې خندل، خو پر هغو خولو د سکوت مهر لګوي، چې زموږ د پلار نیکه په ټاټوبي کې انساني درنښت او احترام د هر افغان انسان حق بولي.

په سوي زړه او چاودلې ژبه چیغه درباندې کوم؛ سوداګرو، پانګوالو، د شرکتونو مشرانو، د دوکانونو دوکاندارانو، د پوهنتون استادانو، محصلینو او ځوانانو مه پرېږدئ، چې محور سکوت وکړي او یا هم سقوط وکړي، ځکه ستاسو د هېواد ژبه به ودرېږي او ستاسو د ګټو منطق به بې دریځه پاتې شي.

هغوی چې په زرهاوو ډالر د دوبۍ چکرونو ته وړي، هغوی چې په سل هاوو ډالر د خپلو کروزینګونو په انجنونو کې لوګي کوي، هغوی چې خپل دسترخوان په زرهاوو افغانیو له رنګارنګ خوړو څخه په رنګین غذایي نندارتون بدلوي غوښتنه کوم، چې رامخ ته شي او محور دې وژغوري، د ازادۍ لپاره، د استقلال لپاره.

د افغاني دریځ د مفاد لپاره، د فساد د مخنیوي لپاره او د فساد د لوڅولو د جرئت او همت لپاره.

محور د سفارتونو اخبار نه دی، محور د استخباراتو اشتهار نه دی، محور د مافیا د ملاتړ لوحه نه ده او محور د فاسدو حلقاتو لوحه هم نه ده، محور ستاسو دی.

ستاسو د ملي موقف سټېج دی، ستاسو د ملي دریځ اواز دی، ستاسې د ګټو ژبه ده.

تر ټولو غوره خو داده چې مه پرېږدئ ستاسو ملي دریځ د پروپوزلي مطبوعاتو د رحم او کرم محتاج شي.

هغوی چې توان لري د محور په ژغورلو کې دې راسره مرسته وکړي.

د عصمت قانع په کچکول کې د ملي ننګ لپاره خیر واچوئ.

4 COMMENTS

  1. قانع صاحب دا ستاسو لیکنه چی ما ولوسته هغه پر لیله باندی د مینانو (عاشقانو) قصه راپه یاد شوه. وایی چی په لیله باندی خوار ډیر ځونان مین شوی وو شپه ورځ به د لیله د کور په شاوخواکی لالاهانده او خمار پدی تمه شپی او ورځی سبا کولی چی که قسمت ورسره یاری وکړی په میاشت او یا کال کی یی د لیله دیدن یی په نصیب شی.
    لیله چی پر خپل ځان د دومره ډیرو ځونانو مین کیدل ولیدل نو پدی فکر کی شوه چی باید یو چاره یی وکړی او خپل کور شاوخوا کی دا دومره د عاشقانو تعداد راکم کړی. نو اعلان یی وکړی چی لیله سخته ناروغه ده طابیبانو ورته مشوره ورکړی ده چی ناروغی یوازی او یوازی د ځوانانو د پوندی پر عوښه باندی جوړیږی هر ځوان که د پوندی عوښه ورکړه نو لیله به روغه جوړه شی، پر لیله مینو چی دا اعلان واورید نو یو په یو به یی خپل څدر څنډه په څنګ کی انډیوال ته به یی ویل چی والله زما خو لږ څه کار دی اوس درنه لاړم سبا به بیا خبری کوو، پښی به یی سپکی کړی. اخر خبره دي ته راغله چی د لیله د کور شاوخوا خالی شوه ټولو عشقانو خپلی څدری وڅنډلی پښی یی سپکی کړی.
    موږ وایو چی د محور عاشقان په رښتیا چی ډیر دی د تاند په شمول ډیری ویبپاڼی او په لسهاو حتا په سلهاو زره لوستونکی لری موږ هم ستاسو په شان پر شتمنو عږ کوو چی محور باید وژغورل شی . باور وکړی چی زما په وص او توان کی وای نو دریغ به می نه وای کړی. بیا هم که د میاشتی په حساب موږ ته ونډه راوبسل شی انشالله چی درغ به نه کوو.

  2. دقانع صاحب څخه نړۍ مننه ! چې دافغا نستان ، افغانانو او دبهرنیا نو دنه لا سپوڅې (ازاده ورځپا ڼه محور ) خپر ونه موږ ته را پیژنې ! بیا موږ دهغه وملاتړ ته را بولې ! زما په اند که څوک وځان ته افغان، مسلمان ، با غیرته ، با احسا سه شخص او دګران افغانستان او افغانانو په درد دردمن وایې را مخ ته دې شې او دغه درنه محور ورځپا ڼه دې دې دبند ولو څخه وژغورې.د ډیرو افغانانو په اعا نه ډیر ستر او ښه کا رونه تر سره کیدلای شې !!! په پښتو کې متل دی: دډیرې لرګی دیوه غوزی. قانع ته ډالۍ : ژوند ژوند ژوند ! برګ سبز تحفه درویش

  3. قانع صاحب! د محور په هکله مو د تشویش نه مننه. خو مهربانی وکړی او د بانکی حساب نمبر او نور اړین مالومات نشر کړي تر څو هر څوک وکولای شي پدی ملی پروژه کی ونډه واخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب