شنبه, جنوري 4, 2025
Home+نوی میلادي کال او ورسره تړلي دودونه

نوی میلادي کال او ورسره تړلي دودونه

د نوي کال پیل په هر ډول کالهیندارې (جنتري) کې، لکه لمریز، قمري، او میلادي، له هغې ورځې سره سمون لري چې نوی کال پکې پیلیږي. جنتري هم د هر کال لپاره د همدې ورځې پر بنسټ ترتیب کیږي. نن سبا په ټوله نړۍ کې نوی میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه پیلیږي. د نړۍ اکثره خلک، پرته له دې چې دین، نژاد یا نورې ځانګړتیاوې یې څه وي، د جنورۍ لومړۍ د نوي کال د پیل د ورځې په توګه لمانځي. میلادي کال په نړۍ کې تر ټولو ډېر رواج کال دی حتي عربي او نور اسلامي هیوادونه، چې قمري کال لري، خپل ټول رسمیات د میلادي کال پر اساس اجرا کوي.

د جنورۍ میاشت

د جنورۍ میاشت ۳۱ ورځې لري. د دې میاشتې نوم د لرغوني روم د “ژانوس” رب النوع له نوم څخه اخیستل شوی دی. ژانوس د پیلونو (شروع) او دروازو سمبول ګڼل کېده، او له همدې امله جنوري د نوي کال د پیل دروازه ګڼل شوې ده.

په شمالي نیم کُره کې، جنوري د کال د یخنیو یوه تر ټولو سړه میاشت او د ژمي دویمه میاشت بلل کېږي، په داسې حال کې چې په جنوبي نیم کُره کې برعکس ده. دلته دا میاشت د اوړي تر ټولو ګرمه میاشت ګڼل کېږي. جالبه دا ده چې په شمالي نیم کُره کې جنوري د جنوبي نیم کُرې د جولای له میاشت سره معادل ده، او نژدې اووه میاشتې توپیر لري.

په ډېرو هېوادونو کې، د دې میاشتې لومړۍ ورځ د کرسمس جشنونو او د ژمي د رخصتیو له پیل سره یو ځای لمانځل کېږي.

د کرسمس او نوي میلادي کال توپیر څه دی؟

هر کال په ژمي کې د کرسمس او د نوي میلادي کال د پیل په مناسبت جشنونه او رسمي رخصتۍ وي. د دې دوو لویو مناسبتونو اصلي توپیر په دې ډول بیانولی شو چې کرسمس د حضرت عیسی مسیح (ع) د زیږیدو ورځ او یو مذهبي جشن دی چې د ډېرو عیسویانو لپاره ځانګړی ارزښت لري. په بل عبارت، کرسمس د مسیحیت له لویو مذهبي جشنونو څخه دی. په مقابل کې، د نوي میلادي کال جشن د ځمکې د لمر شاوخوا د حرکت او د نوي کال د پیل جشن دی، چې په ټولو کالهیندارو کې د خپلو اصولو او بنسټونو پر اساس هر کال لمانځل کیږي.

د ۲۰۲۵ میلادي کال د پیل نیټه

  • د ۲۰۲۵ میلادي کال د پیل نیټه د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي له ۱۲مې، د چهارشنبې له ورځې سره برابره ده.
  • د ۲۰۲۵ میلادي کال پیل په میلادي جنتري کې د جنورۍ له لومړۍ سره سمون لري.
  • په قمري کالهینداره کې د ۲۰۲۵ کال پیل د ۱۴۴۶ قمري کال د جمادی الثانی له ۳۰مې سره برابر دی.

د نوي میلادي کال د پیل وخت

د دسمبر ۳۱مې د نیمې شپې (۰۰:۰۰) د نوي میلادي کال د بدلون شیبه ده.

د میلادي کاهیندارې تاریخچه

اوس مهال په نړۍ کې له ۹۵ سلنه ډېرو هېوادونو کې د نړیوالې جنتري په توګه له میلادي کالهیندارې کار اخیستل کیږي. د میلادي جنتري پیل د حضرت عیسی مسیح د زیږون نېټه ده او په لومړی ځل په ۱۶۰۰ میلادي کال په سکاټلنډ کې د جنورۍ په لومړۍ نېټه اعلان شو. وروسته په ۱۵۸۲ میلادي کال کې د ګریګوري د حکم په اساس د کبیسه کولو او اصلاحاتو سره اعلان شوه، چې د ګریګوري جنتري په نوم هم یادېږي. په افغانستان او عربي هېوادونو کې ورته میلادي یا عیسوي جنتري وایي.

د ۲۰۲۵ میلادي کال رخصتۍ

په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۱۲ رسمي رخصتۍ شته. د چینایي زودیاک له مخې، ۲۰۲۵ د مار کال ګڼل کیږي.

سنتاکلس څوک دی؟

د کرسمس او نوی میلادي کال ترڅنګ ډیرو هغو کسانو ته چې د مسحیانو او اروپایانو له کلتور سره بلد نه دي، د سنتاکلس د خیالي شخصیت په اړه پوښتنه پیدا کېږي. بابا نویل یو سپین ږیری او غوښن سړی وي، سرې جامې اغوندي، او له سوغاتونو څخه ډک زنبېل یا بګۍ یې د الوتونکو ګاوزو (هوسیو) په وسیله حرکت کوي. هغه د کرسمس په شپه کور په کور ګرځي او ماشومانو ته په جېبونو یا د هغوی په ځوړندو جورابو کې خواړه او ډالۍ ږدي.

سنتا کلس له عیسوي پادري سن نیکولاس څخه الهام اخیستی، چې د څلورمې میلادي پیړۍ په مایرا ښار کې اوسېده. دا ځای په اوسنۍ ترکیه کې و. نیکولاس په ماشومتوب کې مور او پلار له لاسه ورکړل او ډېره شتمني ورته په میراث پاته شوه. هغه په دې مشهور و چې له غریبو خلکو ته مرستې او ډالۍ ورکوي، او بابا نویل شخصیت له هغه څخه اخیستل شوی دی.

د کرسمس ونه

د کرسمس او نوي میلادي کال د جشنونو یوه نه بېلېدونکې برخه سینګار شوې ونه ده. د کرسمس ونه عموماً د ناجو په شان تل شنې ونې وي چې په څراغونو او رنګارنګ شیانو اوډل کېږي. د کرسمس ونه کېدای شي یوه تازه پرې شوې ونه، ګلداني ونه، یا مصنوعي ونه وي.

د کرسمس ونې د ژمي په اوږدو او سړو ورځو کې د ژوند، تاندوالي او شینوالي نښه ګڼل کېږي. که څه هم د کرسمس ونې په دودیز ډول د مسیحیت له مذهبي سمبولونو سره تړاو لري، خو په اوسني وخت کې یې دا دود زیاتره مذهبي اړخ نه لري. ډېری کورنۍ خپلې ډالۍ د کرسمس ونې شاوخوا ته کېږدي او د کرسمس په ورځ یې خلاصوي.

د میلادي میاشتو شمسي معادل

  • جنوري : د جدي له ۱۱ د دلو تر ۱۱
  • فبروري : د دلو له ۱۲ د حوت تر ۹
  • مارچ:  د حوت له ۱۰ د حمل تر ۱۱
  • اپریل : د حمل له ۱۰ د ثور تر ۱۰
  • مې:  ثور له ۱۱ د  جوزا تر ۱۰
  • جون : د جوزا له ۱۱ د سرطان تر ۹
  • جولای:  د سرطان له ۱۰ د اسد تر ۹
  • اګست:  د اسد له ۱۰ د سنبلې تر ۹
  • سپټمبر:  د سنبلې له ۱۰ د میزان تر ۸
  • اکتوبر:   د میزان ۹ د عقرب تر ۹
  • نوومبر: د عقرب له ۱۰ د قوس تر ۹
  • دسمبر: د قوس له ۱۰ د جدي تر ۱۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب