پنجشنبه, جنوري 1, 2026
Home+یورو ۲۴ کلنه شوه

یورو ۲۴ کلنه شوه

تاند- له نن څخه 24 کاله پخوا د ۲۰۰۲ د جنورۍ په لومړۍ نېټه یورو د اروپايي اتحادیې د ګډې کرنسۍ یا پولي واحد په توګه معرفي شوه او د ۲۰۰۳ تر مارچ پورې د دې اتحادیې په یو شمېر غړیو هیوادونو کې د یوازینۍ قانوني پولي واحد په توګه ومنل شوه.

جرمني، فرانسه، بلجیم، هسپانیا، هالنډ، فینلنډ، یونان، پرتګال، اتریش، ایټالیا، لوګزامبورګ او آیرلنډ لومړني هیوادونه وو چې د یورو چلښت پکې پیل شو.، دې ۱۲ هیوادونو خپلې ملي کرنسۍ ناچلې او یورو یې د راکړې ورکړې لپاره د خپل پولي واحد په توګه ومنلې. وروسته د اروپايي اتحادیې له ۲۸ غړیو څخه په ۱۹ کې د رسمي پیسو په توګه ومنل شوې.

د یورو سمبول یا نښه (€) ده. د یورو نوم په رسمي توګه، په مادرید کې د ۱۹۹۵ م کال، د دسمبر د میاشتې په مه ۱۶ نېټه ومنل شو.

د اروپا د واحدې کرنسۍ نظر لومړی پلا د فرانسې د اقتصاد پخواني وزیر ژاک دیلور د اروپايي کمیسیون د مشرتابه په مهال وړاندې کړ. نوموړی له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۵ پورې د اروپايي کمیسیون ريیس و.

یورو، چې په ۱۰۰ سینټو وېشل شوې ده، د بهرنیو کرنسیو (اسعارو) په بازار کې د متحده ایالاتو له ډالرو وروسته دوهمه لویه او دویمه تر ټولو پراخه سوداګریزه کرنسي شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې افسانوي سینمايي ستورې، بریژیت باردو مړه شوه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد نامتو سینمايي لوبغاړې«بریژیت باردو بنست»...