پنجشنبه, جنوري 1, 2026
Home+کیسه څنګه تخلیق شوه | ژباړه: ع ارمان

کیسه څنګه تخلیق شوه | ژباړه: ع ارمان

هغه وخت زه د “مشن هائی سکول وزیر آباد” په څلورم ټولګي کې وم، د دوم ټولګي ښوونکې! به زما سره یو ځای له رخصتۍ وروسته کور ته راتله، ولې چي هغې زموږ په محله کي یوه کوټه ځان ته په کرایه نیولې وه.

ښوونکې! بالکل یوازې اوسیده، د مشن سکولونو د نورو ښوونکو په څیر هغه هم کرسچن/عیسائي وه، د کورنۍ دندې له ختمولو وروسته به اکثره ماښام زه د ښوونکې کره ورغلم او یا به د مکتیب له راتګه وروسته مور څه د خورک شی د هغې کور ته د وروړلو لپاره راکړه، له ورتګه وروسته چي ما به بیرته خپل کور ته د راتګ اراده وکړه ښوونکې به راته ویله؛ “نن دلې راسره وېده سه” زما به هم زړه وو چي زه هلته وېده شم مګر زموږ پلار تر ضرورت زیات سخت مزاجه وو ځکه به زه له ښوونکې سره د هغې په بستره کي له لږ ساعت وېدیدلو وروسته واپس کور ته راغلم.

د وېدیدلو دا دورانیه به شاید تر پنځه دقېقو زیاته نه وه ځکه چي په دې وخت کې به ښوونکې همېشه ما ته یوه سندره زمزمه کوله، زما اوس هم هغسي یاد دي چي په دې سندره کي د یواځیتوب ذکر زیات وو، د زمزمې په وخت به د ښوونکې سترګې له یوازيتوبه ډکې شوې، شونډان به ئي یواځي شول، زه به یواځي شوم؛ ښوونکې به یواځي شوه.

هم هغه وخت وو چي ما ته د یواځیتوب درمل را کړل شوه او ما په ژوند کي اول وار د يواځیتوب خوند وڅکلی او خوږلت مي محسوس کړی….. په دې ورځو کي ما اول ځل مینه ولیده هغه هم د ښوونکې په سترګو کي.

ما په مکتب کي “انجیل” په باقاعدګۍ سره لوستلی، د “متي انجیل” مه تر نیمائي زیات لوستلی وو او د “یسوع” د شاګردانو اطاعت مه خوښ وو، هغه وخت ما ته هیڅ دا احساس نه وو چي د انجیل په کومه اخري حصه کي به د یسوع له شاګردانو یو شاګر د هغه خلاف ګواهي ورکوي دا ځکه چي ما د یسوع د شاګردانو د اطاعت یو پوره تصور په ذهن کي جوړ کړی وو، زما د ښوونکې دا خیال وو چي زه ډیر ژر غصه کیږم ځکه به هغې د انجیل تمثیلونه ما ته اورول او زما پر ذهن ئي د یسوع د شاګردانو د اطاعت رنګ پوره غالبه کؤلی او په اخیر کي به ئي ویله؛ “غصه کیږه مه” زه مجبور وم ځکه چي غصه ما ته په وراثت کي راکړل شوې وه.

زما خپله هم د انجیل تمثیلونه ډیر خوښ وه، خاص یو هغه کوم چي د رښتیا ویونکي په هکله دی او بل د سخي په هکله، د دې دوو تمثیلونو نن هم زما پر ژوند باندي ډیر اثر پروت دی.

مکتب ته د تګ پر وخت زه همیشه له یوه “سرائي” څخه تیریدم، سرائي د وزیر آباد ښار په یوه کونج کي د یوې پراخې محلې نوم دی. شاید هلته به پخوا کوم سرائی(د مسافرو تم ځای. ژباړن) هم وو، مګر اوس هلته د کولال، شیدو خرڅونکو او تیل خرڅونکو کورنه اباد وه.

زه به اکثره وخت د کولال د کور مخ ته ودریدم، زما یو ټولګیوال به هم راسره وو، مګر د هغه په ذهن کي یو خاص ډسپلن وو ځکه به ئي زه د کولال د کور ومخته ایله کړم او خپله به د مکتب پر لور روان شو ما به د کولال په لاس کي د خاوري اخښل، پر چاک باندي د خاورین لوښو جوړولو او د کولال د کور هغه نجونو ته کتل کومې چي ما ته د ښائسته لوښو کوړۍ ښکاریدې. کولال به د یوه لاستي په مرسته چاک تیز تیز وڅرخولی او بیا به ئي پر چاک پرتې خاورې ته د خپلو لاسونو په هنر د لوښي شکل ورکړی، د کیسې د تکنیک فن ما له هم دې کولاله زده کړی، د تکنیک د اظهار په وخت به زما سرت رږنا واخسته ما به داسي انګیرله لکه زه چي “پر چاک پروت یم” او زما ټول وجود د نیمې اخښل شوې خټې په څیر دی. په دې وخت کي به د مکتب د شروع کیدو ګینټۍ ووهل شوه او ما به د خپل وجود اخښل شوې خاوره واخسته د مکتب به لور به رهي شوم، په ټولګۍ کي به یو ځل بیا د خپل وجود د خاوې په اخښلو بوخت شوم.

اوس چي کله زه فکر کوم نو ما ته احساس وشي، چي واقعاتو، خیالاتو او سوچونو ته نوي شکل ورکول ما له هم دې کولاله زده کړه، اول ځل د ښوونکې په سترګو کي لیدلې مینه، د یواځیتوب خوند او له کولاله زده کړی تکنیک داسي سره یو ځای شوه چي ما په خپل ذهن کي د دوی اخښل شروع کړه.

زما پلار ریټائر شوی وو، اوس نو د کور له حالاتو د مایوسۍ بدبوئي راتله، د خپلوانو خبرې به د خلکو له قدمونو سره سمې زموږ د کور تر غولي راتلې، زما مور چي یوه ورځ زما په چمپل پوري یو ربوړۍ ښنتی ولیدی ټول کور ئي په سر واخستی له هغې ورځې د کور د فرش په صفا کولو اخته شوه مګر فرش له صفا کیدلو قسم کړی وو.

زه تر ننه نه وپوهیدم چي هغه ورځ به څه پېښه شوې وه، زما پلار په چوباره کې ناست وو، مور مي د ورېځو پلېټ په لاس کې وو بابا ته ئي د خوړلو سوالونه کوله مګر هغه د نه خوړلو ضد را اخستی وو.

ما ته تر ننه نه شوه معلومه چي؛ هغه ورځ زما پلار زما له موره خفه وو که له دنیا؟

هغه ډیر زهیر ښکاریدی بار بار به ئي ویله؛ “ټول له ما لیري شئ”

د ښوونکې په سترګو کې لیدلې مینه، د یواځیتوب اولنۍ څکه او د کولال له زده کړی تکنیک سره مي د وجود او ذهن په خټه کي اخښلو ته د پلار خفګان او تنهائي هم ورګډه کړه او له سره مي اخښل شروع کړه مګر دې کار زه له خپلو همزولو جدا کړم او تر ځان د غټ عمر خلکو خبرې به ښې را لګیدې.

زما تر عمر غټو نجونو ته به هم زما سره ږغیدلو خوند ورکؤلی، او د مکتب د زده کوونکو په قول چي زه له هغه خوش قسمته زده کوونکو یو یم له کومو سره چي د لسم ټولګۍ د دوو ښایسته نجونو زړه غواړي چي خبرې ورسره وکړي. کله چي به زه د تفرې په وخت د “زینت” او د هغې د خور په اثرار سره د مکتب په باغچه کي له هغوی سره کښينستم زما کیفیت به د هغه ماشوم په څیر وو کوم چي د ګاونډ یوې پيغلې نجلۍ بازار ته د تللو په وخت له ځان سره روان کړی وي او هغه کشني ته ځان ډیر معتبر ښکاره شي، له زینت او د هغې له خور سره د ناستې په وخت به پر ما هم ځواني غالبه شوه، خو د ځوانۍ دا لمحه به ډیره مختصر وه.

زینت او د هغې له خور سره د ناستې په وخت ما ته د لسم ټولګي د زده کوونکو په سترګو کې نفرت له ورایه ښکاریدی، دا اول ځل وو چي زه له نفرت سره مخامخ شوم، بعد کي چي کله زه اتم، نههم او لسم ټولکي ته ولاړم ما د نفرت ډیر شکلونه ولیدل په کوم کي چي د هغه “بې ډې ممبر” نفرت هم شامل وو چا ته چي زما پلار ووټ/رایه نه وه ورکړې، د نفرت هغه شکل مي تر ټولو ډیر خوښ وو کوم چي زموږ د علاقې د نایانو، سندرغاړو او غریبانو په زړونو کې د ښار د امیرانو لپاره وو، د نفرت دا شکل مي تر اوسه پوري خوښ دی؛ هغه وخت مي اول ځل نفرت او مینه د کولال په زده کړي تکنیک کي ګډ کړه او د وجود په خټه کي مي واخښل.

په دې شپو کي د لرګي له یوې پېټۍ سره هم زما ژوره مینه وه، د لرګي دا پېټۍ هغه وخت زما په حصه کې راغله کله چي ما مکتب ليا نه و شروع کړی، دا هر څه په “خانیوال” کې را منځ ته شوه چیرته چي پر لږ فاصله زما پیدائشي کلی “وریام” آباد دی، په دې ورځو کې زما پلار د خانیوال په محکمه ځنګلات کې وظیفه لرله، له ښاره لري یوه پخوانۍ ودانۍ وه، د ودانۍ په برنۍ حصه کي زما د پلار دفتر وو، په برامده کي ئي یوه لرګینه پېټۍ پرته وه پلار مي چیرته په دوره تللی وو، د ماښام وخت وو زه او زموږ یو ګاونډی دواړه په دې پېټۍ ننوتو، پېټۍ تنګه وه موږ ځانونه ډیر ګونډغوري پکښي ځای کړه او د پېټۍ د سر را بندولو کوشش مو وکړی کله چي سر بند نه شو نو موږ ځانونه نور هم پله ننېستل، د پېټۍ سر ډیر په خرپ بند شو ورسره ئي ظلپۍ هم بنده شوه. موږ دواړه د دې مهیم په پوره کیدلو ډیر خوشحاله وو مګر لږ ساعت بعد موږ په دې پوه شوو چي موږ نه ښوریدای شو او نه هم ساه سمه اخستی شو، موږ نارې کړي اخیر مو نارې په ژړا بدلې شوې، په ډیره ژړا مو د ځان حالت سم خراب کړی خو اخیر یوه په لاره روان سړي زموږ نارې اوریدلې وې او په ډیر وارخطا زړه ئي د پېټۍ سر را خلاص کړی.

نن اووه ویشت، اته ویشت کاله پس هم زه داسي انګیرم لکه هغه سړي چي زما ګاونډی له پېټۍ را ایستلی وي او زه ئي هم هلته پرېئښی یم. یو وار زما ترلې/ د اکا لور کوشش وکړی چي له دې پېټۍ ما راوباسي مګر هغه هم د خپل خاوند د قمیص په تڼۍ ګنډلو دومره مصروفه شوه چي هیڅ ئي یاد ته نه ورغله چي څوک خو په پېټۍ کې بند پاته دی، شاید د دې به دا وجه هم ؤه چي زما مور ورته ویلي وي؛ “ته ئي له پېټۍ مه راباسته، زه ئي بیا خپله راباسم” مګر مور خو ترننه زما پلار له پېټۍ نه راوایستی ما به څه راوباسي؟

زما ښه یاد دې؛ زموږ د مکتب په میدان کي یوه سیاسي جلسه وه ښوونکي موږ جلسې ته له ورتګه منع کړي وو مګر زه د مکتب په دیوال کې د یوه سوري له لارې هغلته ولاړم، ټولو خلکو پر سېنه باندي د ګلاب، ګلان جوړ کړي وه، مشر په زوره زوره خپله وینا کوله.

کله چي زه بیرته خپلو ټولګیوالو ته راغلم هغو پوښتنه وکړه؛ “څه کیسه وه؟” ما وویل؛ “يو سړی پر سټېج ولاړ وو د ټولو خلکو د ډارولو کوشش ئي کؤلی”، زه هم باید ډاریدلی ؤی خو ګوره څه وجه به وه چي زه د ډاریدلو پر ځای په دې فکرونو کې ورک شوم چي “ایا واقعي هغه خلک ډارول او که خلک له اوله ډاریدلي وه؟” رښتیا څه دې په هغه ورځ ما ته د رښتیا په ډیر شدت سره احساس وشو او ما ځا د کولال د کور و مخ ته ولاړ ولیدی، پر چاک باندې خاورین لوښلي جوړول، کولال او د کولال هغه نجلۍ ته مي کتل شروع کړه  کومه چي ما ته د خاورین لوښو کوړۍ ښکاریده، په کوم کي چي د هغې د سترګو شمعې وې، خاورین کټوري، ګلاسونه، کوزړۍ، او دېګیان هم، د دې کوړۍ په سر دوې پیالې نسکوره پرتې وې خاص د هغه پیالو په څیر په کوم کي چي د “داري” ملنګان بنګ څښي، هغه وخت زما له خاورینې پیالې سره مینه پیدا شوه ما په دې خاورینه پیاله کې اول ځل سکون ولیدی او دا پیاله مي په ډیر احتیات سره په خپل زړه کي ځای کړه بیا چي کله غټ شوم نو زه د یوې اوږدې مود لپاره د بزرګانو په مزارونو ګرزیدم، په دې مزارونو باندي له ناستو ملنګانو، درویشانو او فقیرانو سره د وخت تیري په وخت هم دا پیاله ما ته ډیره په کار راغله.

د یو څه وخت بعد خبره ده زه چي په پنځم ټولکي کي وم. یوه ورځ بازار ته په یو کار پسي روان وم چي ومي لیده، یوه په حجاب کي پټه ښځه د بازار په میان کي تیریدله، د هغې حجاب بلکل بند وو، د هغې په لاسونو کي په کپړو پوښلی ماشوم وو، ډیر ماشومان د ښځې شاوخوا راټول شوي وو پر هغې ئي مسخرې کولې، تنګوله ئي، اوی اوی نارې ئي ورباندې وهلې.

زه هم د ښځې په څنګ ورسره روان شوم هغه په یوه کوڅه جاروته او په کور ننوتل، ناڅاپه د هغې نارې شوې او د نورو ښځو د ژړا اوازنه هم په ګډ شوه، په دې وخت کي د کور مخته ډیر خلک را کواړه/جمع شوه او دا خبره معلومه شوه چي هغه له “لاهوره وزیرآباد” ته راروانه وه چي پر لاري ئي په اورګاډي کي زوی مړ شو او هغې مړ زوی په غیږ کې را اخستی کور ته راغله وه.

هغه ورځ ما اول ځل مرګ له لیري ولیدی او د مرګ په حواله مي څه اندازې ولګولې مګر زما اندازې هغه وخت غلطې ثابتې شوې کوم وخت چي ما مرګ د پلار و سر ته ناست ولیدی، د پلار له مرګه وروسته به زه هر سهار د هغه قبر ته ورتلم، مرګ زه بې حده Fascinate کړم او ما ته به زما د پلار قبر د هغه پېټۍ په څیر ښکاریدی په کومه کي چي زه بند شوی وم.

د ښوونکې په سترګو کي اول ځل لیدلی یواځیتوب، د کولال د خاورې خوشبوئي او تکنیک او د غریبانو له سترګو اخستی نفرت کې مي د مرګ څکه هم شامله کړه او بیا زما په کیسو کي دا هر څه ظاهر شوه.

تر مرګ یو څو کاله مخکې زما پلار زه د “داتا صاحب” مزار ته بېولی وم، د پلار تر څنګ ودرېدم او داتا صاحب ته مي د زړه حال وویلی، زما دومره یاد دې چي ما څه وویل هغه وروسته پوره هم شوه مګر هغه ورځ زه له یوه ډیر بل شانتي کیفیت سره مخامخ شوم.

یو سړی د دربار په غولي کي ناست وو خپله کورتۍ ئي ګنډله، ما چي هغه ولیدی د هغه د ستنې له هر ټک سره ما داسي حس کوله لکه زه چي خپل ځان په خپله ګنډم مګر زما ګنډل نه وي زده.

زه چي د داتا حاصب له مزاره بیرته وزیر اباد ته راستون شوم نو زما له “رکها موڅي” سره ډیر زړه ولګیدی، هغه به ټوله ورځ د خلکو په څپلیو ګنډلو بوخت وو؛ د ګنډ دې کار زه بې حده متاثره کړم. په دې ورځو کې زه اتفاقً د “نورا خاله” کره ولاړه هغې کپړې ګنډلې، د هغې زوی له هغې سره اوسیدی خو کومه صفائي چي د نورا خاله په لاس کې وه هغه ټول ښار منله چي د بل چا په لاس کي نشته، زه به تر ډیر ډیر له نورا خاله سره ناست وم او د هغې د ګنډلو طرز ته به مي کتل، نن چي کله زه فکر کوم نو زه دا احساس کړم چي د کیسو د لیکلو طزر مي د نورا خاله له ګنډلو زده کړی.

زموږ د علاقې خلګ له “مجیدي پاهلوانه” ډیر ډاریدله، هغه یوازي پاهلواني نه کوله بلکه له خپلې حجرې ئي د جووې اډه هم جوړه کړې وه، هغه آسونه هم ساتلي وه کوم چي په ټوله علاقه کې مشهور وه، یوه ورځ ما ولیدل؛ مجیدي پاهلوان د یوې زړې فقیرې تر څنګ ودریدی شاوخوا ئي وکتل چي کوڅه خالې تر نظر ورغله نو ئي د خپلې ململې کورتۍ  و بخملې جیب ته لاس واچوی او د ماتو و پرله پورو رپیو ډک موټی ئي د زړې ښځې په ځولۍ کې خالي کړی، ما په ژوند کې اول وار یو څوک ولیدی چي یوې زړې فقیرې ته د پيسو ډک موټی ورکوي او د ورکړې دا طریقه مي هم په خپله خټه کې راسره و اخښل.

په دغه ماښام چي کله ما له خپل ملګري “نصیر احمد” سره د دې واقعې ذکر وکړی نو هغه راته وویله؛ “مجیدا پاهلوان د وعدې هم ډیر ټېنګ دی” هغه وخت ما د شریف سړي پر ځای د بدمعاش پر ژبه اعتبار کول شروع کړه.

زه د مجیدي پاهلوان له آسونو هم متاثره وم، کله کله چي به د آسونو د ځغاستي لوبه وه نو زما زړه به ډیر غوښته چي د پاهلوان آس میدان وګټي او هغه به واقعي هم میدان وګټلی، بعد کې به ما په خپلو کیسو کې هم دا بریالی آس پاته راوستلو مګر په اخیر کي به بیا بریالی شو.

له آسونو سره زما هغه وخت مینه زیاته شوه کله چي ما د “براق او حضرت امام حسین” د آس ذکر واورېدی او بیا زما په کیسو کي آس د ډیرو علامتونو په ښکل کي ظاهر شو.

هغه وخت زه په اتم ټولګي کي وم، د “پان” اخستلو لپاره د بازار په څلور لارې کې د “کاکي پانوالا” دوکان ته ولاړ وم چي یو څوک راغلی او کاکي ته ئي ویله؛ “اوریدلې مه دي چي “جیري” ځان وژنه کړي”

کاکي! په ډیره حیرانۍ ترې وپوښتل؛ دا څه وائي؟

زما هیر دي چي هغه سړي څه ورته وویل البته ما په هغه ماښام له خپلو ملګرو سره د ځان وژنې په اړه ډیرې خبرې وکړې، او بیا نه یم خبر چي ولي؟ زه له ځان وژنې ډیر Fascinate شوم، نن هم ځا وژنه کونکې امریکي شاعره “سلویا پلاته این سیکسټن” او د ” سکندي نیویا” ډرامه نګار “ډګرمین” زما آئيډیل دي، کومو چي د ژوند د عروج په ورځو کې ځان وژنه وکړه، د ښوونکې په سترګو کې لیدلې اولنۍ مینه، له کولاله حاصل کړی تکنیک او د مجیدي پاهلوان له اعتبار سره مي د جیري ځان وژنه هم په ذهن او جود کي اخښل شروع کړه.

په دې ورځو یوه ورځ له مکتبه راروان وم چي له یوه کوره راپورته کیدونکی شور مو واورېدی له نورو ماشومانو سره زه هم کور ته ځننه ورغلم، دوو سړیو یوه نجلۍ تر څنګلو ټېنګه نېولې وه او مولوي صاحب “د لرګیو باران” ورباندي شروع کړی وو، ورسره ئي دا هم په زوره زوره ویله؛ “ترې ولاړ شه لوچکه”

ما په څنګ کې له ولاړ همزولې هلکه وپوښتل؛ “دا څه کیسه ده؟”

هغه وویل؛ “دا نجلۍ! پیریانو نیولې”

له هغې ورځې بیا تر ننه چي زه چیرته هم لوچک انسان ووینم ما ته پیری ښکاره شي.

زموږ په کور کې اکثره د ځنګله خبرې کیدلې، وجه ئي دا وه چي زما پلار په محکمه ځنګلات کي دنده تر سره کړې وه او اوس چي ښار ته راغلو نو د کور هر سړي په زړه کې د ځنګل کیسو ته ځای ورکړی وو، ما چې به کله د کور د وګړو خبرې اوریدې نو زما په زړه کې به هم د ځنګل طلب پیدا شو.

ما به له موره وپوښنل؛ “ځنګل څنګه وي؟” کله چي به هغه ما ته د ځنګله په هکله وږغېده نو د ښوونکې په سترګو کې اول ځل لیدلې مینه او یواځیتوب به نور هم ژور شو.

په هم دې ورځو کې ما اول خوب ولیدی، دا د ځنګل خوب وو، او بیا چي ډیر کلونه وروسته ما لیکل شروع کړه نو ما داسي حس کړه چي هغه ځنګل په کوم کې چي زه د شعور د سترګې تر رڼېدو مخکې اوسېدم زما پر وجود ئي را شنه کیدل شروع شوه، په دې ځنګله کې هغه مجازي مرغۍ هم وه کومه چي ما اول ځل د خپل پلار پر قبر لیدلې وه او هغه کبوترې هم وې کومې چي زما پلار ساتلې او دانه به ما وراچوله.

د دې ځنګله پر کناره سېند هم بهېدی، ما چي د ځنګله سفر شروع کړی نو د ځنګله شکل د هغه “بېلي” په څیر وو کومه چي د “وزیر آباد” ښار په څنډه ده او په زړه وړونکي کیسو کې ئي هم ذکر راځي، او بیا “چناب سېند” هم زما په وجود کې بهېدل شروع کړه د کوم په اوبو کې چي یوه زړه وړونکې خوشبو خوره وه.

په دې ورځو کې زموږ په علاقه کې غلا وشوه، پولیسو د غلا شک پر “رکهي موڅي” وکړی او هغه ئي له ځان سره یووړی، څه ورځې بعد اصل غل ونیول شو، رکهي موڅي راخلاص شوو پولیسو په ډیره واهي هغه له ښوره ایستلی وو، هغه اوله ورځ وه چي ما تشدد ولیدی او تر ننه مي د تشدد ډیر شکلونه ولیدل، داسي تشدد مي هم ولیدی د کوم چي پر بدن هیڅ نښان نه وو.

د سکول په زمانه کې د “جهورا ماچهن” د لور “عابده” ډیره چرچا وه، د ښار اکثره غوړکي ځوان به د دوی د کور مخته ګرزیدل، خو ما ته ئي د لور پر ځای مور ډیر خوند راکؤلی خاص هغه وخت کوم وخت چي به هغې تناره ته ډوډۍ وهله، کله کله چي به هغې خبرې کولې ما به داسي احساس کړه لکه زه چي هم یوه ډوډۍ یم او د هغې په تناره کې هیره شوې یم، زما سرت به سوزېدی.

هغه وخت ما له کولاله بعد د فکرونو اخښل، د زړه تنور سور کؤل، خپل هډونه سوځول او د مهربانۍ ډوډۍ پخول، له هم دې ماچهنه زده کړې.

له دې خبرو بعد د خبرو یو بل ځنګل دی، له دې واقعاتو بعد د واقعاتو یو بل سمندر دی چي ذکر به ئي بل وخت درته کړم، سفر مو اوس په مخه دی مګر ورځ په ورځ ګرانیږي.

فکر کوم، که چیرته؛ “د ښکونکې په سترګو کې اول ځل مینه او يواځیتوب، د “بې ډې ممبر” په سترګو کې نفرت، د ښځې په غیږه کې وېده مرګ، د مجیدي پاهلوان آسونه، د کولال چاک او اخښل شوې خټه، د نورا خاله ګنډل او د لرګیو هغه پېټۍ په کومه کې چي زه بند شوی وم”  دا هر څه نه ؤی. کیسه به څنګه تخلیق شوې وه؟

حواله: باتوں کی بارش میں بھیگتی لڑکی؛ از مظهرالالسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هالیووډ د ۲۰۲۵ ۵ تر ټولو زیات عاید لرونکي فلمونه

داودجبارخیل د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم په هالیووډ کې سلګونه فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې شول، خو ځینې فلمونه داسې وو...